شاته

د سره صلیب نړیوال فدراسیون افغانستان د روغتیايي سکتور سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې افغانستان کې د کرونا ویروس د پیښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او په دغه هیواد کې یې په عاجل ډول روغتیا سکټور ته د ملاتړ د برابرولو غوښتنه کړې ده.

دغه فدراسیون د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب ۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې په داسې حال کې چې د کرونا ویروس ناروغي په ټول هیواد کې مخ په خپریدو ده خود کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین د تطبیق بهیر ډیر ورو پرمخ روان دی.

سره صلیب نړیوال فدراسیون په اعلامیه کې ویلي " یوازې لس فیصده خلک په بشپړ ډول د کرونا پر وړاندې واکسین شوي دي. د دغه هیواد کمزوری روغتیايي سیستم چې د درملو، ضروري روغتیايي لوازمو او کارکوونکو ته د معاش او بودیجې د کمبود د لسګونو روغتیايي مرکزونو په ځانګړي ډول د کرونا ویروس د ناروږغانو د درملنې د مرکزونو د بندیدو سبب شوی مخ په زیاتیدونکي ډول د کرونا ویروس پر وړاندې د مقابلې لپاره په عاجل ډول ملاتړ ته اړتیا لري".

دغه فدراسیون ویلي، چې د کرونا د ویروس تازه څپه به یو ځل بیا افغانستان کې روغتیايي سیستم د ګواښ سره مخ کړي . سره صلیب نړیوال فدراسیون د روغتیا د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایچ او" له قوله ویلي، چې افغانستان کې د کرونا ویروس د ټیست لپاره د اخیستل شوو مشکوکو نمونود نږدې نیمو پایلې یې مثبتې دي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر اساس افغانستان کې د کرونا ویروس د ۳۷ مرکزونو او روغتونونو څخه اوس مهال یوازې لس مرکزونه فعال دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس مهال افغانستان کې له اتو میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی دی او هره ورځ په اوسط ډول لس نیم زره کسان د کرونا پر وړاندې واکسین کیږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د واکسین ۳۷۷ مرکزونه، چې ۱۶ یې په کابل کې دي فعال دي

د شري د پیښو زیاتیدل

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د شري د ناروغۍ په خپریدو هم خبر ورکړی او ویلي دي چې دا ناروغي هم ددغه هیواد په ځینو برخو کې مخ په خپریدو ده.

دغه فدراسیون ویلي، چې په تیرو میاشتو کې په زرګونوافغان ماشومان په دغه ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې په لسګونو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه فدراسیون افغانستان کې د خپلو روغتیايي خدمتونو لپاره د ۶۵ میلیونو سویسي فرانکو غوښتنه کړې ده.

تیره اونۍ د روغتیا نړیوالې ادارې" ډبلیو ایچ او" هم په افغانستان کې د شري په ناروغۍ د ماشومانو د اخته کیدو خبرداری ورکړی وو.

ډبلیو ایچ او د معلوماتو پر اساس د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې پورې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ ۳۵ زره او ۳۰۰ مشکوکې پیښې ثبت شوي دي. دا ادره وايي، چې په دې موده کې ۱۵۶ ماشومان د شري په ناروغۍ مړه شوي دي.