بورکینا فاسو کې د سرو زرو په کان کې چاودنې ۵۹ تنه وژلي
د بورکینا فاسو د خپرونو ملې ادارې او عیني شاهدانو ویلي چې د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې د سرو زرو یو کان سره نږدې په زورورې چاودنې کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شویدي.
د نړۍ مشرانو روسیه غندلې چې د اوکراین څخه جلا شوې سیمې په رسمیت پیژندلې
د نړۍ مشرانو د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین هغه پریکړه غندلې چې د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دونیڅک او لوهانسک یې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پیژندلي.
روسیې د اوکراین جلا شوې سیمې په رسمیت وپیژندلې ، متحده ایالاتو پرې بندیزونه ولګول
څو ساعته وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک جلا شوې سیمې چې د روسیې قبضه کړې، د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې، د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پدې دواړو سیمو د بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.
ملګرو ملتونو د افغانستان د دولت د مشر په توګه د اشرف غني نوم لېرې کړ
ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو د نومونو له لست څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نوم لېرې کړی دی. په دغه لست کې چې د ملګرو ملتونو په ویبسایټ کې خپور شوی دی، د ښاغلي غني د مېرمنې رولا غني نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لېرې شوی دی. خو بیا هم په لست کې د افغانستان نوم د «افغانستان جمهور رئیس» لیکل شوی دی. همدغه راز له دغه لست څخه د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم هم لېرې شوی دی. که څه هم دلته نصیر احمد فایق لا هم د افغانستان د شارژدافیر په توګه هلته کار کوی. دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ په مقام باندې ناندرۍ روانې دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت دفتر څو ورځې مخکې وویل چې ولي نعیمي په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د چارو مسولیت او سرپرستي په غاړه اخیستې او د نصیر احمد فایق په ځای ټاکل شوی دی. خو ښاغلي فایق بیا وروسته اعلان وکړ چې دی لا هم هلته د افغانستان استازی دی او دا ماموریت مخې ته وړي. هغه وویل چې ښاغلی اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نه پېژني او مکتوب یې رسمیت نلري. څه موده مخکې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته خپل استازی معرفي کړ، خو دغه سازمان ونه مانه او د مخکني حکومت استازی یې په خپل حال پرېښوده. ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پورې د طالبانو په مخکنۍ دورې کې هم د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژنده او دا مقام یې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت ته سپارلی و.
د طالبانو له لورې د ښځو د اعترافونو د ویدیو خپرېدو تند غبرګونونه پارولي
د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانو او فعالانو د طالبانو له لوري د ځینو ښځو د اعترافاتو د ویدویوګانو خپرول په کلکه غندلي دي. دغو ښځو څه موده مخکې د طالبانو په ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.
د ایران ولسمشر: افغانستان کې به د همه شمول حکومت نشتوالی د نا امنیو لامل شي
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي چې په افغانستان کې د همه شمول حکومت د نه موجودیت له کبله به نا امنۍ بیا په دې هېواد کې پیل شي.
بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غیر عادلانه ده
د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه پرېکړه چې د افغانستان ۳.۵ میلیارد کنګل شوي ډالر به د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې د ترهګریزو پېښو قربانیانو ته ځانګړي کوي، «غیرمنطقي او غیر عادلانه» بللې ده.
'ټولنیز حقیقت'، په ټولنیزو رسنیو کې د دونالډ ټرمپ نوې شبکه
په ټولنیزو رسنیو کې د دونالډ ټرمپ نوې شبکه کار پیلوي
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
پاکستان د پوځ خلاف «جعلي خبر» خپروونکو ته د سزا سخت قانون تصویب کړ
پاکستان کې نوی قانون؛ د پوځ خلاف «جعلي خبر خپروونکي» ۵ کاله بندي کېږي
طالبان وایي له خپلو لیکو څخه یې ۴۳۵۰ نا مطلوب کسان اېستلي
د طالبانو حکومت د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي نن دوشنبه فبرورۍ ۲۱ (سلواغې دوهمه) په کابل کې خبریانو ته وویل چې سر له نن څخه د صفوفو د تصفیې کمېسیون کار پای ته ورسېدی. یاد کمېسیون پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د تیرې وږې میاشتې پر ۳۰مه خپل فعالیت پيل کړی و. ښاغلي حکیمي وویل چې په دغه موده کې د دوی لخوا ۴۳۵۰ نامطلوب کسان د خلکو د شکایتونو او د دوی تر څېړونو وروسته د طالبانو له لیکو څخه و ایستل شول. نوموړي زیاته کړه چې په یادو کسانو کې ۱۳۵ تنه یې کم عمره هلکان وو. ښاغلي حکیمي زیاته کړه: "د اسلامي امارت لیکو ته د نامطلوبه کسانو د نفوذ مخنیوي، تعقیب او څارنې چارې به له دې وروسته، د اسلامي امارت د امنیتي کمېسیون لخوا څخه، چې تازه رامنځته شوی دی، پر مخ وړل کېږي." دغه کمېسیون د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د حکم په اساس د طالبانو د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست له استازو څخه تشکیل شوی و. تر دې مخکې د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده د تیرې نومبر میاشتې په څلورمه د دې ډلې له قوماندانانو څخه غوښتي و چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي. طالبان وايي هغه د کندهار ولایت په حکیمیه مدرسه کې د وینا پر مهال د طالبانو په لیکو کې د نفوذي کسانو د شتون په هکله اندیښنه ښودلې وه. ملا هبت الله ته په یوې منسوبې څرګندونې کې ویل شوي، "هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي. " د طالبانو مشر همدرانګه خبرداری ورکړی چې "د دوي (نامطلوبو کسانو) هر ډول ظلم او ناوړه کارونو مسؤلیت به په دنیا او آخرت کې د مشرانو په غاړه وي". د دې تر څنګ د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم تر دې مخکې په یو غږیز پیغام کې له طالب وسله والو غوښتي و چې "ناوړه، مفسد او ناتوانه افراد خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په خاطر او یا د طالبانو د نوم بدولو لپاره د دې ډلې سره یو ځای شوي دي". ملا یعقوب همدارنګه ویلي و چې د طالبانو یو شمیر قوماندانان د خپلو تشکیلاتو د پراخه کولو لپاره د "نا اهله افرادو، اربکیانو او پخوانیو جنایتکارانو سره ملګري شوي او هغوي یې پخپلو لیکو کې جلب کړیدي". د طالبانو د دفاع وزارت دې سرپرست وزیر ویلي و چې دې کسانو جلب کیدو ته اړتیا نشته او امر یې کړی و چې دا کسان باید هر څومر ژر چې امکان ولري د لیکو نه وایستل شي. ملا یعقوب همدارنګه خبرداری ورکړی و چې که ددې خبرداري د خپریدو نه وروسته بیا هم د کوم طالب قوماندان په تشکیلاتو کې داسې افراد وموندل شول، قوماندان د بې وسلې کیدو، نیول کیدو او یا هم د طالبانو د لیکو نه د ایستل کیدو د خطر سره مخ کیدی شي.
د ایران یوه پوځي الوتکه غورځېدلې
د راپورنو له مخې په ایران کې د دغه هیواد د یوې جنګي جېټ طیارې د لوېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.
طالبان کارکوونکو ته: ښځې دې اسلامي حجاب رعایت او نارینه دې ږېرې پرېږدي
د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت چارواکو د ملکي خدماتو له کار کوونکو څخه غوښتي چې باید خپل صورت او سیرت د سنتو مطابق برابر کړي او ښځینه کار کوونکو ته یې خبر داری ورکړی که اسلامي حجاب مراعت نکړي له دندو څخه به لیري شي.
د کاناډا په پایتخت کې مظاهرې پای ته ورسیدې
د کاناډا په پایتخت اوټاوا کې پولیسو د هغې سیمې نه کټارې تاو کړلې او د ښاروالې عملې کثافات ټول کړل چې شاوخوا درې اوونۍ پکې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د لګیدلو محدودیتونو پر ضد مظاهره چیان راټول شوي و.
فرانسه: د امریکا او روسیې جمهور رئیسان سره ګوري
د فرانسې جمهوري ریاست اعلان کړی چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په اصولو کې موافقه کړې چې پدې شرط غونډه کوي چې روسیه به په اوکراین یرغل نکوي.