ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو کابل او څو نورو ولایتونو کې تصفیوي عملیات پیل کړي

طالبانو د حکومت ځواکونو د جمعې په ورځ د کابل په ځینو برخو کې د کورونو تلاشي پیل کړې چې د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې هدف یې د غلو، اختطافګرواو نورو مجرمینو نیول او له منځه وړل دی.

25.02.2022 امریکا غږ

د میانمار نظامي حکومت پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ وکړ

د میانمار نظامي حکومت د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې له نظامي برید څخه ملاتړ وکړ. دا د نړۍ لومړی هیواد دی چې پر اوکراین یې د روسیې د برید ملاتړ کړی او ځان یې د نړۍ د اکثریتونو هیوادونو په ځانګړي ډول غربي هیوادونو سره چې پر مسکو یې سخت بندیزونه لګولي واقع کړی دی. د میانمار د نظامي شورا ویاند جنرال زاو مین ټون له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل د دوو دلایلو له امله یې ددې برید ملاتړ کړی:" لومړی دا چې روسیې د خپلې واکمنۍ د پیاوړې کیدو هڅه کړېده. فکر کوم دا پرځای کار دی. دویم دا چې نړۍ ته ښکاره کوي روسیه د نړۍ یو قدرت دی." د میانمار د نظامي شورا مشر مین اونګ هیلاینګ د تیر کال په جون میاشت کې روسیې ته سفر کړی وو او د هغه هیواد له پوځ سره پیاوړي اړیکي لري. روسیه یو له هغو معدودو هیوادونو دی چې د میانمار له نظامي شورا څخه چې د ۲۰۲۱ کال په فبروري کې په کودتا سره واک ونیو، دفاع کړېده. د میانمار پوځ ملکي حکومت ړنګ کړ او د هغه هیواد مشره آنګ سان سوچي او یو شمیر نور جګ رتبه چارواکي یې ونیول. د هغه مودې راپدیخوا ملګرو ملتونو او د میانمار کارپوهانو په تکرار سره د هغه هیواد پر نظامي شورا د وسلو د پلور د منع کیدو غوښتنه کړې خو روسیې دې غوښتنو ته پام ندی کړی. د میانمار نظامي شورا په داسې حال کې پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ کوي چې د متحدیو ایالتونو په ګډون غربي هیوادونو پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي. د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل "پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به هغه (پوتین) او هیواد یې وګوري". ښاغلي بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه تاثیرات ولري.

25.02.2022 امریکا غږ

زیلنسکي: اوکراین له روسیې سره په جګړه کې 'یوازې پاتې' شوی

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ فبروري ۲۵ (کب شپږمه) وویل چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید په وړاندې یوازې پاتې شوی دی. د ښاغلي‌ زیلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې د پنجشنبې سهار وختي د اوکراین په وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ. نوموړي د جمعې سهار وختي په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:‌"موږ د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شوو." نوموړي زیاته کړه:" څوک چمتو دي چې زموږ تر څنګ جګړه وکړي؟ زه څوک نه وینم. څوک چمتو دي چې اوکراین ته د ناټو د غړیتوب تضمین ورکړي؟ ټول ویریږي." د فرانسې خبري آژانس د زیلنکسي له قوله ویلي دي چې د پنجشنبې له سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان. دي. د اوکراین جمهور رئیس همدارنګه زیاته کړه چې د روسیې "خرابکاره ډلې" پلازمینې کیف داخلې شوي، نوموړي د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې هوښیار ووسي او ګرځبندیز مراعات کړي. جمهور رئیس زیلنکسي وویل سره له دې چې روسیه یې د لومړي نمبر هدف په توګه ګڼي، دی او کورنۍ یې په اوکراین کې دي. زیلنسکي وویل:"هغوی غواړي د جمهور رئیس په لیرې کولو سره د اوکراین ویجاړ کړي. پر روسیې د غرب بندیزونه د اوکراین جمهور رئیس په داسې حال کې د روسیې د برید په وړاندې د یوازې پاتې کیدو خبره کوي چې د متحدیو ایالتونو په ګډون غربي هیوادونو پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي. د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل "پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به هغه (پوتین) او هیواد یې وګوري". ښاغلي بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه تاثیرات ولري. بایډن د جي اوه له مشرانو سره د خپلې پنجشنبې خبرو ته په اشارې وویل ټولو توافق وکړ چې د ډالر، یورو، پونډ او د جاپان له ین په وړاندې د روسیې د معاملاتو وړتیا محدوده کړي. د امریکا جمهور رئیس وویل د ډیرو امریکایي سرتیرو او نظامي تجهیزاتو امر یې کړی او له دې سره به د روسیې د بریدو په وړاندې په بالتیک کې له خپلو متحدینو استونیا، لتویا او لیتوانیا ملاتړ وشي. هغه وویل چې واشنګټن به په ټول ځواک سره د ناټو له ساحې دفاع وکړي. سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو په روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی خو ښاغلی بایډن وویل چې امریکایي سرتیري به اوکراین ته د روسیې سره د جګړې لپاره ونه لیږي. بلخوا اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا د خپل هیواد پر پلازمینه کیف د روسیې د "ناوړه" راکټي بریدونو خبر ورکړ. نوموړي د جمعې په ورځ فبروري‌ ۲۵ (کب شپږمه) د یوه ټویټ په کولو څرګنده کړې:"د وروستي ځل لپاره زموږ پلازمینې دا ډول حالت هغه مهال تجربه کړ چې نازي المان پرې برید وکړ. اوکراین هغه شر اچونکي "د المان نازیان" مات کړل او دا شریر "د روسیې نظامي برید" به هم مات کړي. پوتین منع کړئ. روسیه منزوي کړئ. ټول روابط بند کړئ. روسیه له ټولو ځایونو بهر کړئ." د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په سهار فبروري ۲۴ د اوکراین په وړاندې نظامي عملیات اعلان کړ او هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ د روسیې په چلند کې هر ډول مداخله به د داسې "پایلو لامل شي چې هغوی هیڅکله لیدلي نه وي." پوتین ویلي دي چې د روسیې د نظامي عملیاتو هدف د هغه هیواد په ختیځ کې د ملکي وګړو د ساتنې په هدف د اوکراین غیر نظامي کول دي. هغه له اوکرایني ځواکونو وغوښتل چې"ډیر ژر خپلې وسلې په ځمکه کیږي" او خپلو کورونو ته ستانه شي او له دې پرته به خپله اوکرایني سرتیري د وینې تویدنې عاملین ووسي.

25.02.2022 امریکا غږ

بایډن: پوتین تیری کوونکی دی ; په اوکراین د یرغل عواقب به هغه او هیواد یې وویني

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې وایي چې د کومې پاریدنې، اړتیا او توجیه پرته د روسیې سرتیرو په اوکراین "وحشیانه" برید وکړ.

24.02.2022 امریکا غږ

په اوکراین د روسیې یرغل ته د کانګریس د غړیو غبرګون: پوتین دې سختو بندیزنو ته په تمه وي

وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پویتن په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو امر ورکړ او په ګاونډي هیواد یې یرغل وکړ، د متحده ایالاتو د کانګریس غړیو د شدیدو بندیزونو خبرداری ورکړ.

24.02.2022 امریکا غږ

په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو جګړه 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ومنله چې عسکرو یې د کندهار په سپین بولدګ کې له پاکستاني لوري سره نښته کړې ده.

24.02.2022 امریکا غږ

روسیه: په اوکراین کې مو تر ۷۰ ډیر نظامي اهداف له منځه وړي

د روسیې د دفاع وزارت وایي په اوکراین کې په هوایي بریدونو کې یې د ۱۱ نظامي هوایي ډګرونو په ګډون ۷۰ اهداف له منځه وړي.

24.02.2022 امریکا غږ

پر اوکراین د روسیې تر برید څو ساعته وروسته عمران خان د پوتین سره وکتل 

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د یو رسمي سفر لپاره مسکو ته تللی، پر اوکراین یاندې د روسیې د برید څخه څو ساعته وروسته یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، سره ولیدل، تر اوسه ددغو دوو مشرانو د بحث په اړه جزییات ندي خپاره شوي. 

24.02.2022 امریکا غږ

په اوکراین د روسیې برید د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته "تر ټولو تیاره شیبه"

روسیې نن پنجشنبه فبروري ۲۴‍ (کب ۵) د ځمکې، هوا او بحر د لارې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل پیل کړ چې د دویمې نړيوالې جګړې د پای ته رسیدو نه وروسته لومړی ځل دی چې په اروپا کې یو هیواد په بل هیواد دومره ستره حمله کوي.

24.02.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه نړیوالو ته: تښتېدونکو اوکراینیانو ته پناه ورکړئ

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب ۵) وویل چې د روسیې د برید وروسته په اوکراین کې حالات په بیړه په خرابیدو دي او د اوکراین له ګاونډیو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې په تیښته اوکراینیانو په وړاندې خپل سرحدونه پرانزي.

24.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

24.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

24.02.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین اته کارکوونکي وژل شوي 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین د اتو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته په تخار او کندز کې دا کمپاینونه وځنډول.

24.02.2022 امریکا غږ

هالنډ خپل ۳۰۰ افغان همکاران د پاکستان له لارې دغه هیواد ته انتقالوي

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ۲۹۴ افغانانو د لیږد خبر ورکړی او ویلي دي، چې دا شمیر افغانان به له دغه هیواد څخه ژر خپل هیواد ته انتقال کړي.

24.02.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د فعال بانکي سیستم پر اړتیا ټینګار کړی

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استارې ډیبرا لاینز د افغانستان بانک د چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې ملګروملتونو په وروستیو شپږ میاشتو کې افغانانو سره د دوو میلیاردو ډالرو مرسته کړې ده.

24.02.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more