شاته

بایډن: روسیه د اوکراین د جګړې او د نړۍ د سولې او امنیت مسوله ده

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې ناوخته فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین له وړاندې طرحه شوې جګړه انتخاب کړې چې د انساني ناورین او د انسانانو د رنځ لامل کیږي.

سپینې ماڼۍ د چهار شنبې ناوخته د جمهور رئیس بایډن له قوله د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي:" روسیه په یوازې سر ددې برید د مړینو او ویجاړیو مسوله ده او متحده ایالات او متحدین او شریکان به یې په متحد او پریکړه ډول ځواب ورته ووایي. نړۍ به روسیې سره حساب کتاب وکړي."

ښاغلي بایډن په دې اعلامیه کې ویلي دي د چهار شنبې په ماښام به له سپینې ماڼۍ څخه د اوکراین وضعیت څاري او د خپل ملي‌ امنیت له ټیم څخه به معلومات ترلاسه کوي.

ښاغلي بایډن په دې اعلامیه کې همدارنګه ویلي دي چې د پنجشنبې په سهار فبروري ۲۴ د جي اوه یا اوو صنعتي هیوادونو له مشرانو سره د اوکراین د وضعیت په اړه خبري وکړي او وروسته به له امریکایانو سره د امریکا او د امریکا د متحدینو پر هغو پایلو چې پر اوکراین او د نړۍ پر سولې او امنیت د روسیې د غیر ضروري برید په وړاندې تحمیل کوي، خبري اتري وکړي.

بایډن ددې اعلامیې په یوه برخه کې ویلي " نن شپه په داسې حال کې د اوکراین له خلکو سره د نړۍ دعاوي دي چې هغوی د روسي قواوو له بې مورده او بې دلیله برید څخه رنځیږي."

د ښاغلي بایډن دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه بیان شوې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین پر اوکراین نظامي عملیات اعلان کړل او ټولو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې د روسیې د چلند په وړاندې هر ډول مداخله به "داسې پایلې ولري چې هیڅ وخت یې لیدلي نه وي."

اسوشیټډ پرس د جمهور رئیس پوتین له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره برید یوه اړتیا ده، هغه ادعا چې متحدو ایالتونو وړاندوینه کړې وه مسکو د درواغو ادعاوو په کولو پر اوکراین خپل نظامي برید توجیه کوي.

له دې مخې کرملین د چهار شنبې ناوخته فبروري ۲۳ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې اورپکو مخالفینو د کیف د برید په وړاندې له مسکو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

فرانس پرس راپور ورکړی چې دا غوښتنه د داسې حرکت په مثابه ده چې د اوکراین ختیځ ته د روسیي قواوو د داخلیدو زمینه مساعدوي.

ددې غوښتنې په ځواب کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنکسي د چهار شنبې ناوخته عاطفي غوښتنه وکړه او له روسیې یې وغوښتل چې په اروپا کې له سترې جګړې ملاتړ ونکړي ، هغه جګړه چې کیدای شي هره ورځ پیل شي.

ښاغلي زیلنسکي چې په روسي ژبه خبري کولې وویل، د روسیې خلکو ته د اوکراین په اړه درواغ ویل کیږي، هغه د روسیې وګړو ته په خطاب کې وویل:" د جګړې احتمال هم په تاسې پورې اړه لري."

ښاغلي زیلنسکي زیاته کړه:"کله کولی شئ جګړه ودروي؟ ډاډمن یم چې ستاسې په منځ کې خلک کولی شي د جګړې مخه ونیسي."

د اوکراین جمهور رئیس وویل هڅه یې وکړه چې د روسیې له جمهور رئیس سره په ټلفون خبري وکړي، خو ځواب ورنکړل شو او یوازې چوپتیا وه. ښاغلي زیلنسکي وویل مسکو خپل کابو ۲۰۰ زره پوځیان د اوکراین پولې ته راوستي دي.

د جمهور رئیس پوتین ویاند دیمیتري پسکوف وویل د دونتڅک او لوهانسک بیلتون غوښتونکو سیمو مشرانو جمهور رئیس پوتین ته د جلا لیکونو په استولو سره، له مسکو څخه غوښتي دي چې د اوکراین د بریدونو د مخنیوي په برخه کې مرسته ورسره وکړي.