شاته

آی سي ار سي : افغانستان کې بشري ناورین مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه عاجل اقدام وکړي

د سره صلیب نړیوالې کميټې " آی سي ار سي" پر نړیواله ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې په بشپړ ډول د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره باید په چټک ډول اقدام وکړي.

د سره صلیب نړیوالې کميټې " آی سي ار سي" افغانستان ته د دغې کمیټې د مشرتابه د پنځه ورځیني سفر په پای کې د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب شپږم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو د رسیدو د شپږ میاشتو وروسته د نړیوالو بندیزونو، د نړیوالو مرستو د کنګل کیدو او د طالبانو د مشرانو سره بوختیا ته د ډیرو نړیوالو مرسته کوونکو موسسو نه لیوالتیا د میلیونو افغانانو لپاره د ژوند د تیرولو په برخه کې وضعیت، چې له وړاندې د څلورو لسیزو جګړو، پرله پسې وچکالۍ او د کرونا وبا له امله خراب شوی وو لا خراب کړی دی.

د سره صلیب نړیواله کميټې " آی سي ار سي" په دغه اعلامیه کې د دغې کمیټې دعمومي رئیس رابرټ مرډایني له قوله ویلي " د بشري چارو د یو کارکوونکي په توګه زما د ۲۵ کلن کار په موده کې ما هیڅکله دغسې هيڅ څه نه و لیدلي. د بحران کچه چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي او په کوم سرعت چې دا وضعیت د خرابیدو په لور روان دی دا واقعآ ټکان ورکوونکي حالت دی".

افغانستان ته د سره صلیب د نړیوالې کميټې " آی سي ارسي" دعمومي رئیس رابرټ مرډایني سره په دې سفر کې د ډنمارک او فنلنډ د هیوادونو د سره صلیب د کمیټو رئیسانو هم ملګرتیا کوله.

ښاغلي مرډایني زیاته کړې " د افغانانو ژوند باید د سیاسي مانورونو یرغمل نشي. دا ډیره زیاته مهه ده چې مرسته کوونکي د انکشافي مرستو د بڼې، چې ممکن د سیاسي اهدافو لپاره وکارول شي او مرستې چې عام افغانانو د ژغورلو سبب کیږي توپیر وکړي او دا ډاډ ترلاسه شي، چې حکومتي ادارې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کولی شي ترڅو د بشپړ اقتصادي ناروین د پیښیدو مخه ونیول شي. د فرصت د ضایع کیدو لپاره هیڅ وخت نه دی پاتې ".

دغې کمیټې د خپل ټویټر په پاڼه هم لیکلي، چې افغانستان کې د میلیونو افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره فرصت په چټکۍ له لاسه وځي په داسې حال کې، چې بشري وضعیت په چټکۍ سره د بشپړ سقوط په لور روان دی. نړیواله ټولنه باید چټک ګامونه واخلي تر افغانستان کې د بشري ناروین مخه ونیول شيي.

د سره صلیب نړیواله کميټې ویلي، چې د نورو برخو پرتله روغتیايي خدمتونو ته اړتیا تر ټولو زیاته ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په دغه اعلامیه کې د کندهار ولایت د میرویس روغتون یادونه کړې او ویلي دي، چې دا۶۵۰ بستریز روغتون په جنوبي حوزه کې نهه میلیونو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

" آی سي ارسي" ویلي چې اوس مهال په دغه روغتون کې شاوخوا ۴۰۰۰ ناروغان او ټپیان تر درملنې لاندې دي.

" آی سي ارسي" د اعلامیې له مخې په دغه روغتون کې په هر وارډ کې د بسترونو ظرفیت څو چنده زیات شوی او د ماشومانو په وارډ کې په هر بستر دوه او یا درې ماشومان پراته دي. د نړیوال سره صلیب کمیټې ویلي، چې د دغه روغتون په ناروغانو کې د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو په چاودنو ټپیان شوي ناروغان هم شته دی.

دغې کمیټې ویلي، چې تر‎ټولو عاجل قدم، چې باید واخیستل شي د ملکي خدماتوشاوخوا پنځه سوه زره کارکوونکو ته د معاشونو ورکول دي، چې دا به د مهمو خدمتونو په برابرولو او هم مرکزي بانک ته تخنیکي ملاتړ چې د بانکونو د بحران له منځه تللو په برخه کې ډاډ ترلاسه شي.


د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې اوس مهال دا کمیټه په افغانستان کې ۲۸ روغتونونو ته د ملاتړ برابرولو له لارې لس زره روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.


" آی سي ارسي" ویلي چې د دې لارې شاوخوا شلو میلیونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابروي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي ، چې د بلې میلادي میاشتې مارچ په وروستیو کې به د نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۵۰ میلیونه سویسي فرانکو د مرستې غوښتنه وکړي.