شاته

د مرګونې شخړې دوه ورځې وروسته د سپین بولدک – چمن پوله لا هم تړلې ده 

د طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې دوه ورځې وروسته لا هم د سپین بولدک او چمن د تګ راتګ لار بنده ده او نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) په سلګونو مسافر ایسار پاته دي.

په سپین بولدک کې یو پاکستاني امنیتي چارواکي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې «سرحد د مسافرو او همداشان د سوداګرۍ پرمخ تړلی دی.» هغه زیاته کړې چې «د قومي او مذهبي مشرانو او مخورو یو پلاوی ټاکل شوی چې د طالبانو سره خبرې وکړي.»

خو د کندهار د والي ویاند محمود اعظم د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې تر اوسه خبرو کومه نتیجه نده ورکړې: «دوی هڅه کوي چې بیا خبرې وکړي...خو که نتیجه ورنکړي په موضوع به په لوړه کچه بحث وشي.»

دوه ورځې مخکې په سپین بولدک کې د طالبانو امنیتي کسانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه چې په کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ دغه نښته تائید کړه، خو پاکستاني لوری یې د جګړې په پیلولو تورن کړ. هغه په ټویټر کې لیکلي و «د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پیښه شوې، متاسفانه چي لومړۍ ډزي د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي.»

ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه چې اوس «حالات کابو» شوي او «‏موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پیښه ولې رامینځته شوې» ده.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې د پاکستان سره سرحدي کړکیچ زیات شوی، پاکستان تور لګوي چې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه پلان کوي. طالبانو پاکستاني وسله والو ډلو ته په افغانستان کې پناه ځای ورکول رد کړي خو په عین وخت کې د پاکستان له لورې د ډیورند پر کرښه د موانعو او کتارو له لګولو سره یې مخالفت کړی دی.

پاکستان د افغانستان د جمهوري نظام پر وخت هم دا ډول ادعاوی کولې چې تل افغان حکومت دا ډول ادعاوی رد کړي او ویلي وو چې «پاکستان د طالبانو په ګډون ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې او ددې هیواد استخبارات او پوځ دغه ډلژ تجهیز او تمویلوي.

د فرانس پرس اژانس وایي خبریالانو یې په سلګونو کسان لیدلي چې د پاکستان لور ته د چمن د سرحدي دروازې مخ ته د لارې پرانست کیدو انتظار باسي.

ددغه سرحد له لارې هره ورځ په زرګونو کسان تیریږي چې په کې سوداګر، هغه ناروغان چې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي او همداشان هغه کسان شامل دي چې د خپلوانو لیدنې لپاره ځي.