شاته

پولنډ د روسیې سره د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبه لغوه کړه 

د پولنډ د فوټبال فدراسیون د شمنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) وویل چې پولنډ به د روسیې سره د فوټبال د نړیوال جام د وروستي پړاو لوبه ونکړي چې ټاکل شوی وه د مارچ په ۲۴ په مسکو کې وشي.

د پولنډ د فوټبال فدراسیون دا پریکړه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په غبرګون کې کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د تصمیم له مخې پر اوکراین باندې د روسیې په پوځي یرغل کې تر اوسه په لسګونو کسان وژل شوي او یواځې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې څه دپاسه ۵۰زره اوکراینیان پولنډ ته تښتیدلي دي.

د پولنډ د فوټبال د فدراسیون رئیس سیزاری کولیزا لیکلي دي چې: «د خبرو وخت تیر شوی. اوس د عمل وخت دی. پر اوکراین باندې د روسیې د فدراتیف د تیري په وجه د پولنډ ټیم په پام کې نلري چې د روسیې له ټیم سره سیالي وکړي.» هغه زیاته کړې چې «دا یواځنی سم تصمیم دی.»

پولنډ، سویډن، چک جمهوریت او روسیه په یو ګروپ کې لوبه کوي. د پولنډ، سویډن، او چک جمهوریت د فوټبال فدراسیونونو د پنجشنبې په ورځ د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) څخه په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتي چې له روسیې څخه لوبې دریمګړو هیوادونو ته انتقال کړي.

د پولنډ د فوټبال ستوري رابرټ لیوندوسکي چې د بایرن مونشن د فوټبال ځلانده ستوری هم دی په خپل ټویټر لیکلي: «د ټولو هغو خلکو لپاره چې ازادی او سولې ته ارزښت ورکوي اوس پر اوکراین باندې د پوځي تیري په وړاندې د پیوستون وخت دی.» هغه چې د پولنډ د فوټبال د ملي ټیم کپټان هم دی وایي د خپل ټیم سره به پدې اړه د یو ګډ دریځ د غوره کولو په مقصد خبرې وکړي.

د اروپا د فوټبال فدراسیون هم ویلي چې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د جام وروستۍ لوبه چې ټاکل شوې وه د مۍ په میاشت کې د روسیې په سنت پترزبورګ کې وشي پر اوکراین د روسیې د برید په خاطر اوس د می په ۲۸ په پاریس کې کیږي.

دې فدراسیون په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي دي چې د اروپا د فوټبال د فدراسیون په چوکاټ کې د اوکراین او روسیې د داخلي کلپونو او ملي ټیمونو د فوټبال سیالۍ به هم تر «راتلونکې اعلان پورې» په یو دریمکړي هیواد کې ترسره کیږي.

د یو بل خبر له مخې بریتانیا د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ د بیلاروس د نارینو د باسکټبال د ټیم ویزه لغو کړه چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ په بریتانیا کې د باسکټبال د نړیوال جام لوبو ته د لارې موندلو لپاره لوبه وکړي.

بلخوا د بریتانیا د مانچسټر یونایټیډ د فوټبال کلوب د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ وویل چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې یې د روسیې د هوایي چلند ایرفلوت سره د سپانسر شیپ (مالي ملاتړ) معامله پای ته رسولې ده.

د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ پر مسکو یو بنډل بندیزونه ولګول چې په کې د روسیې د هوایي چلند ایرفلوت د پروازونو بندیدل شامل دي.

د یو بل خبر له مخې «فورمل ون» هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې د ګرند پریکس د موټر ځغلولو سیالۍ یې لقو کړې دي چې ټاکل شوی وه د سپتمبر په ۲۵ وشي.