ټول افغان څیړنیزې مقالې


ناتو د سولی اوبه ولی خړوی؟ Why NATO plays the role of spoiler in Afghan Peace?

  ناتو د روسی استعمار په مقابل کی د امریکا په مشری د اوروپایی دولتونو اتحادیه ده. هغوی افغانستان ته د امریکا په امر راغلل او باید د هغوی په امر له افغانستان نه ولاړ سی. اوس چه امریکایانو د سولی تړون امضا کړی هغه باید ټکی په ټکی عملی سی. د ناتو او اروپا غړی باید له منافقت او دوه مخی نه ډډه وکړی. دا چه د امریکایانو د وتلو لپاره تعهد کړی او طالبانو د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان خاوره د امریکا د امنیت لپاره د خطر په توګه نه استعمالیدلو وعده کړی هغه باید په ټینګه په منلی

24.04.2020 طاهر ثابت

د افغانستان په عصری کولو او پرمختایی پلانو کی د محمد داود خان رول

له لرغونی آریانا بیا تر نن پوری په اوسنی افغانستان باندې درې غمیزی تیری شوی: لومړۍ یې دچنګیز ټکه وه، چی دهیواد مادی او معنوی بنیاد یی له بیخه برباد کړ. دوهمه یی داتلسمی پیړۍ د لوی استعماری قوت، یعنی دانګریزتاړاک و چی نه یواځی دا چی موږ یی په دریو خونړیو جګړو اړ ایستو، بلکی ډیر نور زیانونه یی هم راواړول: څه ناڅه اقتصادی زیربنا مو چی لرله هغه له منځه ولاړه، د افغانستان له لاری د وچی سوداګری، په سمندری سواداګری بدله او دوریښمو دلاری تاریخی، تجارتی او ستراتیژیک ارزښت کم شو، هغه ملی صنایع چی نوی پ

24.04.2020 پوهاند محمد بشیردویال

له کرونا ورسته نړۍ

لیکوال: یووال نوح هراري ژباړن: خدیجه وردګ، حسنا میره‌کي او عبدالجلیل امرخېل   دا توپان ښایي  تېر شي، خو زموږ پرېکړې کولای شي د اوږدو کلونو لپاره زموږ په ژوند کې بدلون راوړي. اوسنی بشر له یوه نړیوال کړکېچ سره مخ دی. ښایي زموږ د نسل لوی کړکېچ د خلکو او دولت هغه پرېکړې وي چې په دې وروستیو اوونيو کې یې نیسي. دا به زموږ د ژوند راتلونکو کلونو ته بدلون ورکړي او دا پريکړې نه یوازې دا چې زموږ روغتیایي نظام بدلوي لکه اقتصادي، سیاسي او کلتوري نظام او ارزښتونو ته هم بدلون

21.04.2020 اندیښمن ځاځی

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي اوس چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې پړاوييز برياليتوبونه تر لاسه شوي، ټولنيز او اقتصاد نظم ګام په ګام د عادي کېدو په حال کې دی. وو هان ښار چې په چين کې د دې ويروس له امله تر ټولو سخت ځپل شوی، بېرته پرانيستل شوی.  په چين کې د کوويد-۱۹ په کنټرولېدو سره، د تېر مارچ په ۳۰مه نېټه په وو هان ښار کې سوداګريز ځايونه په وار سره بيا خلاص شوي او د هان جيې په نوم مشهور تجارتي واټ هم بيا پرانيستل شو

18.04.2020 اندیښمن ځاځی

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - اوومه - برخه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، پاکستان ته، د خپل هجرت په هکله یو څه معلومات وړاندې کړم. زه د ۱۳۶۲ لمریز کال، د سنبلې د میاشتي په ۲۸ نېټه، په لومړي ځل د پاکستان، په طرف مه

17.04.2020 عبدالله - وردک

د سولی د تړون ښه پوهنه

او همدا اوس اوس ښاغلی مومند د قطر د تړون یوه انګیرنه خپره کړی چه زمونږ په فکر د نومړی تړون د بری لپاره باید ګواښ و بلل شی. دی انګیرنی شبهی او شکونه زمونږ په فکر کی پیدا کړه او زه مطمئن یم چه دی به د نورو وطنوالو لپاره هم سوالونه پیدا کړی وی.  خو زمونږ په نظر دهغه انګیرنه د یوی قانونی لیکنی د تفسیر په ښه قانونی اصولو ولاړه نده او څکه مونږ غواړو چه د نوموړی تړون صحیح تفسیر وړاندی کړو. مخته له دی چه صحیح تفسیر یی و لیکو څو مهم ټکی باید په نظر کی ونیسو: د ښاغلی مومند تفسیر په زاړه

12.04.2020 طاهر ثابت

څوک سوله نه غواړي؟؟؟ طالب که افغان دولت؟

طالبانو اعلان وکړ چې نور له افغان دولت سره د بندیانو په اړه خبرې نه کوي۔ دلیل یې دا دی چې افغان دولت ۵۰۰۰ طالبان په یوه وار له څنګه چې له امریکا سره په تړون کې یې یادونه شوې وه، نه خوشې کوي۔  همدا له عقله لرې خبری د کابل نېکتیایي واله طالبان چې د دولت خیرنې کاسې څټي، هم ساعت پر ساعت تکراروي۔ تر ټولو خنداوړ هر ګوره د ژوند تلوېزیون د خبرونو فسبوکي پاڼه ده چې د پنجاب دولت او د دوی د طالبي ملېشو خبرې تکراروي او غواړي چې په دې سره افغان ولس وغولوي چې طالبان سوله غواړي، خو دا دولت دی چې سوله نه کوي

11.04.2020 محمدکریم نور

د طالبانو او امريکا ترمينځ تړون

سره لۀ دې چې د طالبانو او امريکا ترمينځ خبرې اوږدې او د بیلابيلو ستونزو او کړکيچونو څخه ډکې وې مګر دا هيله کيده چې د دواړو خواوو ترمينځ لومړنۍ هوکړه به يوې پراخې هوکړې او تلپاتې سولې ته لار پيدا کړي. د تړون محتوی ته پۀ ليدو سره او پۀ افغانستان کې عيني حالاتو ته پۀ کتو سره داسې بريښې چې پۀ افغانستان کې به جګړه دوام ومومي او ډير احتمال شته چې د مجاهدينو د اسلامي حکومت د شر او فساد دوره دې يوځل تکرارشي. پۀ تړون کې طالبانو ډير څۀ منلي دي او لږه لاسته راوړنه لري. پۀ تړون کې تر ټولو لوی جنج

11.04.2020 ډاکټر عبدالقيوم مومند

عملي تنقيد

PRACTICAL CRITICISMBy: I.A. Richardsعملي تنقيدائي اے رچرډز تبصره نګار: ډاکټر محمد علي ديناخېلايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون۶م اپرېل ۲۰۲۰ ليکوال: ائي اے رچرډزپه کتاب د تبصرې کولو نه اول ضروري ګڼم چې د ليکوال لنډه پېژندګلو وکړم ۔ ليکوال ائي اے رچرډز د نوي ادبي تنقيد په بنسټګرو کښې شمېرلے شي ۔ هغه په ۱۸۹۳ کښې پېدا شوے دے ۔ هغه په کلپټن کالج برسټن او مګډالن کالج کېمبرج کښې تعليم حاصل کړۀ ۔ په کال ۱۹۲۲ کښې هغه په کېمبرج کښې د انګرېزۍ لېکچرار منتخب شۀ او څلور

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

تکنوکراسي یا (تخنوکراسي) Technocracy

د تکنوکراسۍ لغت د یوناني ژبې د (téchne) او (kratos ) له کلمو څخه اشتقاق مومي چې (téchne) د فن او مهارت او (kratos ) د حکومت او حاکمیت معنا ور کوي. دا اصطلاح په اوسني مفهوم په شلمه عیسوي پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې په امريکا کې د (تکنوکرات خوځښت) لخوا رامنځته شوې ده. په دې وخت کې په شوروي اتحاد کې د اکتوبر ستر سوسیالیستي انقلاب بریالی شو، د مرکزی پلان اقتصادی سیستم رامنځته شو او دې نړیوالو بدلونونو دموکراسي له بحران سره مخامخ کړې وه. تخنو کراسي د دولت جوړولو او ادارې هغه شکل دی چې ټولې معاملې ا

09.04.2020 نور محمد غفوري

د سولی سهراب

  دا تیره میاشت د افغانانو په زړو کی د سولی، آزادی، او د سوکالی هیلی راوټوکیدی او د دی خوشباوری په ګناه مایوسو افغانانو خپل ارمانونه د توصیی په توګه له جنګمارانو سره شریک کړل. هره ورځ د دی په هیله وه چه د افغانستان روشنفکره (!!!) خلک به له خودنمایی نه تیر شی او د سولی لپاره به خود ایثاری وکړی او دهغی په لور به مثبت قدم واخلی. متاسفانه دا د سولی هیله یو هوس وو چه خدای خبر بیا به کله زمینه ورته برابره شی.  امریکایان یو شریر دولت دی چه د افغانستان اداری ته یی داسی کسان راوړی چه ه

06.04.2020 طاهر ثابت

له سولې منکر د خیالي بریا په تمه دی

لکه څنګه چې د روسانو له وتون څخه وروسته جهادي ګوندونو، په ځانګړې توګه پنجاب بشپړ باور درلود چې د ډاکتر نجیب الله رژیم به په څو اوونیو کې وشړوي، نن سبا طالبان او بیا هم په ځانګړې توګه د دوی پنجابي مشران په کلکه په دې باور دي چې د ولسمشر غني حکومت به نسکور کړي۔ خو له څنګه چې مجاهدینو او پنجابي مشرانو او ملېشو یې ماتې وخوړه، همداسې به طالبان او پنجابي مشران یې هم خپل خوبونه دوزخ ته یوسي، ان شا الله۔  د امریکا او طالب د سولې له ډرامې وروسته طالبانو په بې شمېره توګه پنجابي ملېشې افغانستان

05.04.2020 محمدکریم نور

چین د کویید ۱۹ ویروس د وقایی او مخنیوي لپاره څه کړي ؟

چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟ ټولو ته مالومه ده، چې چين د کووېډ - ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم اغېزمنې چارې ترسره کړې دي. کووېډ - ۱۹ ويروساوس پر ګردې نړۍ لمن غوړولې ده. د روغتيا نړيوال سازمان((WHO د اپريل په څلورمه نېټه یوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر ياد ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون يو لک څخه اوښتی دی. د مالوماتو له مخې په همدې ورځ په امريکې  کې پر دغه ويروس د ا

05.04.2020 اندیښمن ځاځی

د دایمی سولی په خاطر د افغانستان د اساسی قانون تایم بمب باید خنثی شی

  د افغانستان اساسی قانون د امریکایی استعمار د تربیه سویو لمړی داخلی همکارانو لخوا پداسی وخت کی په افغانستان تحمیل شو چه هغوی د زور په نشه مست وو. دیمکراسی او جمهوربت یی اساس بلل کیدای شی او کیدایسی چه د سولی د راوستلو خنډ شی. په عین زمان کی دا قانون ښی مادی لری چه هغه نوری هم قوی شی. دا قانون لا تراوسه په کامله توګه ندی ازمویل شوی. که څه هم څینی مواد یی د کابل د اداری لخوا ندی مراعات شوی (د مثال په توګه د بی کناه وژل، د خلکو په کورنو په زوره نینوتل، او جنګی بندیان شکنجه کول). ځینی نو

01.04.2020 طاهر ثابت

د امریکا او طالب له تړون وروسته د ناورین مسئولیت

هر وسلوال طالب چې هر چېرې وي، هر څه یې چې دنده او مآموریت وي، باید خبر او پر دې پوه وي چې د امریکا او طالبانو له تړون څخه وروسته، طالبان له افغان دولت او د ولس پر ضد د جګړې لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري او له همدې امله یو ټکی فتوا هم ورسره نشته چې خپل وحشت پې توجیهه کړي۔ له همدې امله د جهاد په نامه چې: هر ګرېوان څیرېږي، هر څاڅکی وینه چې تویېږي، هر غاښ چې ماتېږي، هره سترګه چې پړسېږي، هر لاس چې ان له بنده وځي، هره ککرۍ چې پر ځمکه لوېږي، هر روح چې له کالبوت څخه وځي، هره مور چې کونډه، بوره ا

31.03.2020 محمدکریم نور

د کورونا ویروس د پیدایښت لاملونه

که څه هم چې د کورونا ویروس د سارس د ویروس یا ذکام ناروغۍ یوه ګواښمنه بڼه ده او سرچینه یې کېدای شي چین او د وحشي ځناورو خوارک وي، خو بېشکه چې همدا ناروغي د الله ج د قهر یوه بېلګه ده چې پر خپلو بنده ګانو یې راکښته کړې ده۔ که یې له خپل ځان څخه ونیسو، تر خپل کور، ګاونډ، کوڅي، کلي، ښار، ولایت، هېواد او تر ټولې نړۍ پورې، په بشپر باور به ووینو چې د دې آفت او بلا یوازینی لامل زموږ او ستاسې خپل کړه وړه دي او بس۔  کفر به یو خوا پرېږدو، لومړی به خپل ځان او خپل مسلمه امت وڅارو چې په څه څیزونو لګی

30.03.2020 محمدکریم نور

د سولی ماحول او حساسیتونه

  د دی لیکنی اصلی سبب د کابل د اداری غیرمعقول اعلانونه او یو شمیر مقالو نشر دی چه د سولی د راسوتو لپاره باید خنډ و بلل شی. هیله ده زه وکولای شم د هغو کسانو په لیکه ودریږم چه د یو اسلامی ، متحد، خپلواک  او سولئز افغانستان غوښتونکی دی.  1.  ډبر کسان د قطر د سولی د تړون د هرکلی خبری کوی خو خدای خبر دوی تر څوموره سولی ته چمتو دی.  ددوی د ځینو خبرو نه دا نه معلومیږی چه ددوی په خیال سوله څه مفهوم لری. دا په دی معنی چه ایا دوی سوله د اصلی هدف په توګه پیژنی او که نه؟ ایا دسولی لپاره د

29.03.2020 طاهر ثابت

د پښتنو د علمی لیکنی په هیله: غبرګون

  سلام مروره وروره دا د لیکنی اصول دی چه مقالی د هر هدف لپاره ځانګوړی طرز لری. هغه په صریح او غیر صریح توګه د لیکونکی عقیده ښیی. ستاسو مقاله که بی نومه نشر شوی وای نو ما به هیڅګله دا ګمان نوو کړی چه لیکونګی به یی مسلمان وی. خو خوشبختانه ستاسو نوم می ولید او څکه می په بیعلمی باندی توجیه کړه. دا ولی دلیلونه یی په لاندی لیکو کی ویل شوی دی.   وروره زما په انتقادی لیک مه خپه کیږه، دا خو دلیکوالانو یو لازم پلو ده. دا ستاسو په لیکنه سانسور نه دی بلکه ستاسو د لیکنی و م

26.03.2020 طاهر ثابت

(له پښتنو نه دعلمي لیکني په هیله ) په جواب کي !!

ستاسو نه به اول تشکر وکړم چه زما لیکنه دي ولوستل ، او په دیانت درته وایم چه خوشحاله سوم ، او کله چه ما دا لیکنه لیکل نو مطلب او غایه مي هم دغه وه چه: که مي یو نفس وښوراوه یا وخوروښاوه نو ما به ستر کار کړی وي ، الحمدالله که ځوان يي نو زویه !  او که تر اویا اوښتی يي نو وروره ! سلامونه مي ومنه ! ((زما په ګماندالیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری)) نه نه هیڅکله !! د روشنفکرۍ ادعا نه لرم  ، روشنفکري دي ستاوي زه نه غواړم چه په روش فکرانو کي حساب سم ! زه د روشفکرۍ په لغوي او اصطلاحي ا

25.03.2020 Karim Halimi

د زابل جنایت، پټ لاسونه او مخنیوی یې

د طالب او امریکا د سولې له تړون وروسته، طالب سړیخور هېڅ شرعي دک او دلیل نه لري چې له افغان دولت سره خپله جګړه روا یا جهاد وبللای شي، ځکه چې له تړون وروسته طالبان ان د کافر وژلو ته فتوا نه لري او شریعت یې مخه نیسي۔ له همدې امله په زابل کې د دېرشو سرتېرو وژن نه یوازې یو وحشت دی، بلکې غیر اسلامي، غیر شرعي او یو غیر انساني کړن دی۔ ان شاالله چې طالب سړیخواره به تر دې نور هم ذلیل او په آخرت کې به ځواب ته راکش شي چې په کومه ګنا مو مؤمنین ووژل۔  که طالب د خپلې ځناورۍ د توجیه کولو لپاره کوم شر

21.03.2020 محمدکریم نور

له پښتنو نه د علمی لیکنی په هیله

سلامونه او د نوی ورځی په هیله د پښتنو دښمنان پښتنو ته افغان غول وایی. که څه هم دا د هغوی نادانی ښیی خو متاسفانه ځینی پښتانه لیکوالان د خپلو لیکنو د کم علمی په خاطر هغوی ته ښه سند ورکوی. زما په ګمان دا لیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری خو روشنفکره د ستری علمی پانګی نه ورسته د خپلو زده کړو په هکله فکر کوی او بیا يوی اصیلی نظریی ته رسیږی. ډیره د خپګان ځای ده چه په همدی پاڼه کی ځینی پښتانه یا کم علمه  مقالی لیکی او یا خو بی بنیاده نظریی ورکوی.  اول. څوک چه په اسلام او یا

19.03.2020 طاهر ثابت

طالبه که ته وښویدلې ، غاښونه زما وزي

اسلام ورک او په مسلانانو نړۍ ډکه ده ، مسلمانان دعوا لري چه اسلام د هرمشکل له پاره حل لري ، د اسلام دین یګانه د حل لار ګڼي ، او لوی لوی ملایان دا دعوا هم لري چه : د قران ، د الحمدالله سورت د هر مرض علاج دی ، بېله د مرګ نه،  دیني طالب او سیاسي طالب ټول په دې عقیده دي چه اسلام د هر (اخلاقي ، حربي ، سیاسي ، صحی او طبي ، زراعتي ،  فامیلي )خرابۍ او مشکل د حل لپاره ، قران د حل لاره ښودلې ده  که تاریخ راواخلو او تېر ادیانو تاریخي کړنو ته په تېز او ژور نظر وګورو  نو عیسوي ملایا

19.03.2020 Karim Halimi

د اشرف غنی تاریخی مسئولیت

سلامونه او د نوی ورځی په هیلهڅو ورځی مخته می د خپلو ویروونکو خیالاتو او اندیښنو لکبله څو ټکی په دی پاڼه کی ولیکل  ترڅو د کابل اداره ورته غو‍ږ شی. خو له بده مرغه هغسی ونسول. هیله ده په دی پاڼه کی د کابل د اداری مدافعین زمونږ هیلی مسئولو کسانو ته ورسوی.موږ نه پوهږوایا غنی د خپل مشر نجیب لیاره غواړی؟ایا امریکایان د فلفین د مورو د سلکلن جنګ مادل په افغانستان کی تطبیقوی او د غنی نه د یوی وسیلی په توګه استفاده کوی؟ایا غنی د میرمن غنی تر تاثیر لاندی د امریکایی سپینپوستو افراطی عی

15.03.2020 طاهر ثابت

د کورونا ویروس پر وړاندې روان جنګ

د کورونا ویروس پر وړاندې روان جنګ

11.03.2020 اندیښمن ځاځی

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څلوېښت کلنې واکمنۍ ته یوه لنډه کتنه

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له 1933 – 1973 کلونو پورې د افغانستان پاچا او ټولواک وو. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پای په یوه سیاسي او اقتصادی بحران سره وو چې ټولې دولتې اداري او بیت المال لوټ او چور شوی وو، حتی د کابل ښاریانو کورونه او دارایی هم چور شوې وي. د نادرخان د واکمنۍ موده هم ډېره لنډه وو په څلورو کلونو کې د دولت ځینې تاسیسات دوباره احیا شول اما د بودیجې د نشتوالي له کبله ټول دوباره ونه رغول شول. باید یادونه وکړو چې د غازي امان الله خان دوره هم د اصلاحاتو او بیا جورولو لپاره لنډه وه ا

07.03.2020 حضرت صالحزوی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more