څاروی حلال نه، ښنکی پر سر نیولی۔ په بل عبارت، د واده یا خیرات لپاره څاروی حلال شوی نه دی، خو ده به کاسه یا پتنوس د غوښې لپاره وار له وړاندې پر سر نیولي وي او د "راکړه" نارې به وهي۔ کټ مټ لکه ډاکتر ګلمرجان۔ د رایې ورکولو بهیر لا پای ته نه وي رسېدلی، خو دی پلید به بوغارې وهي چې ټاکنې ده ګټلې دي، دی ولسمشر دی، سبا ته کابینه جوړوي، که یې چا مخ ډب کړه، خلک به ووژني، ولسونه به د توکم په نامه وپاڅوي، د وینو سېلابونه به راولي، افغانستان به تجزیه کړي، خو مسئولیت یې د ده پر غاړه نه، بلکې د بل پر غاړه دی۔  

هو، دا د یوه مجاهد او مقاومتي، ولسپال، متمدن او مؤمن مسلمان خبرې دي۔ 

دا ډول ګواښونه ګلمرجان د دریم ځل لپاره وکړل او لا اوس هم لګیا دی۔ په لومړیو دوو وارونو کې یې پخواني ولسمشر کرزي خوله ورخوږه کړه، اوس په هېڅ شي قناعت نه کوي او نه هم د دې وطن، ولس، خلکو او نظام پر وړندې د خواخوږی نیت لري۔ دا یې دریم ځل دی چې ګواښونو یې سیاسي فضا د ګاونډیانو او بهرنیو ملګرو په مرسته خړه پړه کړې ده۔ که ښه غور وشي، ان د خپل حزب ملګري ترې کرکه لري، خو دا چې په یو نه یو ډول نظام دې ته اړباسي چې له ده سره دولتي واکونه پینځوس پینځوس وویشي، مالومېږي چې دی داسې بهرني ملګري لري چې د افغانستان له نوم څخه یې کرکه کېږي او په هر ډول به هڅه وکړي چې  افغان دولت او ولس د ټیکاو مخه ونیسي۔ 

په بشپړ ګومان چې دا به د افغانستان د دولت کمزوري نه وي، بلکې د افغانستان د غلیمانو زور به وي چې په افغانستان کې دا ډول سست اېمانه، بې ضمیره، ځانپلورونکي، هېوواد پلورونکي او سیاسي رنډۍ د سیاست په ډګر کې په خلکو واکمن کوي۔ سړي ته پوښتنه پیدا شي چې ګلمرجان څنګه کولای شي ان د افغان دولت پر ضد خوله خلاصه کړي؟ آیا په ده کې ریښتیا دومره پوهه، سیاسي څیرکتیا، پوهنیزه وړتیا او د یوه نرینه زړورتوب شته چې دومره غټې خبرې یې تر خوله وځي؟ 

که د ګلمرجان ورځني کړن ته ښه غور وشي، تر لسو بجو پورې ویده وي، تر یولس نیمو بجو پورې فېشن کوي، تر یوې نیمې پورې د سهار چای خوري، تر درې نیمو بجو پورې فسبوک ګوري، تر پینځو بجو پورې د غرمې ډوډۍ خوري، تر شپږو چکر وهي، تر اوو بیا فیشن کوي، کله یوې هېندارې ته ولاړ وي، کله بلې ته، کله یې یوې کمرې ته ښځینه شال اغوستی وي، کله بلې ته، کله یې یوې کامرې ته خوله جینګه او ګوته لکه کړې وي، کله بلې ته۔ د ماښام خواته د کوم سفارت مېلمه وي، یا یې کوم سفیر مېلمه وي، هرګوره د دې لپاره چې هره ورځ د خپلې غلامۍ قسمونه ورته تازه کړي، یا یو څو روپۍ ترې واخلي یا هم د لرې راتلونکې لپاره وړیا چاپلوسي ورته وکړي، د یوه سرلوړي ملت پر پت، عزت او ویاړ باندې تورونه ولګوي او افغان کلتور رشخند کړي، کله خر او اسان شي، کله افغانستاني شي، کله په ولسمشر رشخند وهي، کله په مظلوم ولس ملنډې وهي او کله دولت د ټولو بدمرغیو مسئول ګڼي۔ تر ټولو دی ځان پاک ګڼي، دی ځان وړ کس ګڼي او په نورو شخصیتونو تورونه لګوي۔ کټ مټ لکه د سرچوک رنډۍ چې سړی په سلو مترو کې هم لرې ترې ولاړ شي، سړي به ان ورکتلي هم نه وي، خو دا به د خپل عزت نارې وهي، یا به هم د خپل "مزد" روپۍ غواړي، یا به هم وایي چې لاس یې را واچوه۔ دا د ده ټول ننګ او غیرت دی۔ دا ننګ او غیرت د داسې کس دی چې څلوېښت کاله یې "جهاد او مقاومت" کړی دی۔

دا به د افغانانو بدمرغي وي چې داسې کسان پرې واکمن شوي که د ګاونډیو توطئې یا د الله تعالې غضب۔ هر څه چې دي، د افغان ولس پر ضد یوه لویه توطئه روانه ده چې آر پلان جوړوونکي یې په خپله امریکا او انګلستان دي او قرادادیان یې پاکستان او ایران دي۔ دوی بیا خپل قرادري خونیان لري لکه طالبان علیه لعنت، داعشي سړیخواره او ټلوالي لنډه غر۔ د دوی ټولې غوښتنې یوازې او یوازې دا دي چې افغان دولت باید د ولس پر ضد وي، یا ان ګرد سره شتون و نه لري، افغان دولت باید داسې له خوارجو، خونیانو او مذهبي لنډه غرو ډک وي، لکه د طالبي خرو توره دوره یا هم د لکه د ټلوالیانو دوره چې هر ټول ملت د چور، تالان او بې عزتۍ وړ بلل کېده او بس۔ 

ګلمرجان او د ده په څیر سیاسي د سر چوک رنډۍ ټول ننګ او غیرت او غرورو دا دی چې د خپلو پنجابي، ایراني، امریکایي او انګلیسي بادرانو لپاره وړیا د دې ملت په سر سودا وکړي، خو چې کوم سفارت دوی خپل حضور ته ومني یا هم کوم عکس ورسره واخلي۔ په پنجاب او ایران کې به کوم خوګ مردار شوی وي، د هغه ملک سفیر به لا خبر نه وي، خو ګلمرجان به ورغلی وي او له سفیر به اوښکې تویوي۔ خو که همدغه ملکونو په زرګونو افغانان ووژني، که په سلګونو افغانان اوبو ته لاس تړلي واچوي، هېڅ کومه خبره نه ده۔ دومره بې ضمیره؟؟؟

روان سیاسي کړکېچ چې افغان ولس ته یې په میلیاردونو ډالرو مرستې وځنډولي، د خورا خپګان، خو هممهال د غور وړ دی چې باید د داسې سپکو او کورنیو غلیمانو په اړه ژور فکر وشي او د اړتیا په وخت کې وار له وړاندې له سیاسي ډګر څخه ګوښه کړل شي۔ د داسې کورنیو غلیمانو په شتون کې نه یوازې دا چې افغان دولت له پرمختګونو څخه پاتې کېږي، بلکې ملت هره ورځ له نویو او بونګوونکو بدمرغیو سره لاس او ګرېوان کېږي۔ 

روانې امنیتي ستونځې د سیاسي کړکېچ پایله ده۔ په بشپړ باور سره سړی ویلای شي چی د برېښنا د پایو چپه کول، په امنیتي اورګانونو کې فساد، لټي او خیانت یو ډول نه، یو ډول د ګلمرجان په خوښه او د ده له ملګرو سره تړاو لري چې تار یې ان تر بهرنیو ځواکونو او ګاونډیو پوری رسېږي۔ خو د ګلمرجان ضمیر د خلکو بدمرغیو راویښ نه کړ۔ د ده مېرمن او لور په هند کې خپلې مزې کوي او دی په هېواد کې د مظلوم ولس پر وینو خپلې نېشې او مستۍ کوي۔ افغان ولس به د دې ډول غلامانو په ملاتړ دومره ذلیل شي چې اوسنۍ اکربکر (حالت) به ور ته د ارمان وړ وګرځي۔