طنز
وطن مو په پوري وهلو سل کاله تر شا کړ
چا مو ویاله چا موسیند د یو بل پسې غلاکړ
دادکوم بدمخي جادوګر دښمن نخښه وه
هر لوی خاین یې راته دلته مجاهد او ملا کړ
دهر ملنګ یې د وزارت او ریاست پټکی تر سر وتړله
د تعلیم پر ځای یی القاب ورته مجاهد او اغا کړ
امریکا دخپل ټکس په پیسوښه تجارت وکړ
خلکو ته یې هر امریکایي سکه بچی اولیا کړ
چا دبرق پیسې وځغلولې چا د روغتونو ددوا
اساسي قانون دپاک وطن چور او پلور رواکړ
غله چارواکي ټول ډالري میلیاردران سول
هر یو ځان ته یو تبلیغي تلویزیون هم پيدا کړ
ډیر د مقام لیوني ناړې بهیدلي سپيان سول
د واک لپاره یې په څو لارو ټول واک دغل لالا کړ
دیو ټېم د کدر توپیر د غلا په بیزوواني کې له بل سره نسته
دې دواړو د په خپلو ژړو داړو دا ملک څیري او تباه ګړ
څوک د امریکا څوک د روس او کډوانوغلامان سول
د پردو لپاره یی خپل وطن په خپلو غاښو پوفنا کړ
ددې غلا له ویروس څخه نه جوړیږي دا وطن
ځکه اشغالګرودا ټول نسل اموخته په وطن زنا کړ