په تېره لیکنه کې په دې رڼا واچول شوه چې د مادې او غیر مادې تر منځ تړاو ممکن ندی او غیر ماده څوک تشرېح کولی نشي نو غیر مادې ته مادي صفات ورکول دوکه ده. دینونو کې خدای غیر ماده بلل شوې خو همدې غیر مادې ته بیا مادي انساني صفات ورکړل شوي. بل دا چې دینونو کې د مادې او غیرې مادې (خدای) تر منځ علیت ندی تشرېح کړی. د بېلګې په توګه دا چې غیر مادي خدای د جهان جوړلو لپاره سګنلونه څرنګه استول دا ندي واضح شوي.طبیعت کې په ماده بله ماده اغېزه لري یا هم انرژي پرې اغېزه لري چې انرژي خپله د مادې یو حالت دی. غږ،نور، څپه، برېښنا، الکترومقناطیس، وړانګه او داسې نور دا ټول مادي دي. خدای چې غیر مادي بولي نو ده کې د مادې یو خاصیت هم باید نه وي نو ځکه  دده او مادې تر منځ علیت/اړیکه را منځ ته کېدل هم ممکن ندي.

دینپالان وایې خدای  کن فیکن دی. یعنې چې ووايي وشه هغه کار وشي. د کن امر، خبره، اشاره څه و؟

که کن غږ و نو غږ خو له مادې راوځي. غږ هغه انرژي ده چې د څپې په بڼه  په مادي محیط کې انتقال مومي. د ځمکې او شاوخوا سیارو تر منځ خلا ده. یعنې د ننه یې په نشت حساب ګاذونه او بیخي واړه ذرات قرار لري په همدې اساس هلته د غږ څپه انتقال نه موموي. که خلا نه وی نو د نورو سیارو د ګردش له کبله چې کوم غږ راځي هغه به مونږ دلته اورېدو. اوس چې نه سپېس وي، نه پکې ګاذات وي نو د خدای د کن حکم انتقال نشي موندلی. که کن رڼا وه نو رڼا خو فوټونونه دي دا هم ماده ده.  فوټونه له ستورو منشا اخلي. هغه هم د هایدروجن له نیوکلیر فیوژن څخه منځ ته راځي. هایدروجن په هېلیم اوړي او دې پروسه کې تودوخه او رڼا تولیدي شي چې شاوخوا خپرېږي. آیا خدای هم هایدروجن دی؟

که کن باد و باد خو هم انرژي ده. باید د کن منبع ماده وي چې د کن امر ترې وشي بیا جهان جوړ کړي. که فرض کړو د جهان څه ابتدايي مواد موجود وو دې ته امر  وشو نو  امر کونکی باید  ماده  وي او د مادې داسې ترکیب  چې په عربي پوه شي . عربي هم هغه وقت ممکنه ده چې خوله، ژبه، سر، ماغزه، عضلات او نور غړي ولرو. خوراک وکړو. پرته له داسې جوړښت خبرې نه ممکنې دي. چې خدای ماده ندی نو خبرې یې هم ممکنې ندي. اټومونه خو په فردي بڼه خبرې نه کوي او نه کومه ژبه لري. نو د کن (وشه) اغېزه نا ممکنه ده او خپل کن ناممکن دی. که خدای انرژي بولې نو انرژي هم د مادې یو حالت دی. انرژي له منځ ته راځي او نه له منځ ځي بلکې دایما وجود لري البته بڼه یې بدلون مومي. 

پدې اساس کن فیکن تشه ادعا ده. د طبیعت د ننه داسې څه ممکن ندي. یواځې د انسان د مغز د ننه یو خیال کېدی شي یوه هیله کېدی شي.  لاکن خیالات چې خلکو ته حقیقت په نامه ووېل شي دلته فکري فساد ته لاره جوړه شي کومه چې مونږ د خدای او دین په نامه تر ننه ورسره مخ یوو. د لیکنې یو هدف دادی چې خیالیګر له خیال نه منعه کوو. مونږ هم سینما کې داسې فلمونه وینوو چې حقیقت نه لري خو نورو ته نه وایوو چې د افلم حقیقت دی او خپل ژوند باید د دې په اساس تېر کړي. د خدای د شتون ادعا خدای پالان کوي. دوی خدای ندی لیدلی او نه یې حاظرولی شي. یواځې د دوی ګمان دادی چې خدای شته. تر شته والي ور اخوا دوی خدای د انسان د ژوند په هره چاره کې مداخلې ته خوشي کړی. مونږ د موجوده پوهې په اساس د دوی ادعا چلنج کوو چې دا څه تاسې خدای بولی دا ممکن ندی. که د خپله جهاد چې ماده ده یا انرژي چې د مادې یو حالت دی خدای بولی بیا سمه ده خو په دې حالت کې د بنده او بندګۍ اړیکه له منځه ځي ځکه انسان د جهان برخه دی او جهان کې یوه برخه په بله لوړه نده. د داسې خدای په نامه وژنې هم نشې کېدی او نه هم دینونه ممکن  کېدی شي. وحدت الوجود یا پانتیزم همدا ډول یو سوچ دی چې جهان خپله خدای بولي. سپېنوزه یو مشهور فلسفي و هغه په همدې باور و. انشتین هم ویلي چې زه د سپېنوزه خدای منم. پدې صورت کې نوره لانجه ختمه ده. زه یې جهان، طبیعت، یونیورس بولم او ته یې خدای بوله.

زما د لیکنې ځواب کې دوه لیکنې شوې خو هغوی پاس پوښتنه نده ځواب کړې. دوی ویلي چې ماده ابدي نده  تغیر کوي. کله چې ته له خاورې کلا جوړوې د کلا جوړولو مخکې خاوره په ځمکې کې وه، تا ترې کلا جوړه کړه، که یې سېلاب ړنګه کړي بیا هم هغه خاوره شوه.. خاوره له تیږو جوړه ده. تیږه او خاوره  اټومونو دي. اټوم واړه واړه ذرات دي. ستا وجود او نور ژوندي ژوي هم له اټومونو جوړ دي. ستا د وجود بېلګه هم د هغې کلا غوندې ده چې له خاورې جوړه وه. له ځمکې جوړ شې، وې او بېرته ځمکه شې. هغه اټومونه چې ستا وجود ترې جوړ دی او کلا ترې جوړه ده ۱۳.۸ میلیارده زاړه دي. البته لومړنی اتوم هایدروجن او په لږ مقدار هیلیم دي چې له لویې چاودنې وروسته منځ ته راغلل. د هایدروجن له ورېځو ستوري جوړ او د ستورو د ننه د نیوکلیر فیوژن د تعامل په ترڅ کې نور عناصر جوړ شول چې د موضوع به په راتلونکو برخو کې په بشپړه توګه ولیکل شي. اتوم هغه اتوم دی. تغیر نه کوي له هغې مخکې انرژي وه. اتوم (ماده) په انرژي اوړي او انرژي په ماده اوړي. انرژي نه تولید کېږي او نه له منځه ځي بلکې دایما شته. نو همدا انرژي خدای نه بولې  ؟

که ته غواړې یوه پوقانه کې تغیر راولې یا حرکت ورکړې نو پوف کوې یې، په چوخ یې  وهې، په  ګوته یې وهې، په لرګي به یې ټېله کوې ، په یو څه به ولې یا به ذره بین ورته نیسي او سوځوې به یې چې وچوي. مطلب دا چې ته باید ماده و اوسې چې په بله ماده (پوقانه) کې تغیر راولې یا یې له یوه ځای بل ځای ته کړې. 

دلته ټول هغه وسایل ستا د وجود په شمول چې د پوقانې د حرکت ، پړسولو، چاودلو او یا را اخیستو لپاره کاروې مادي دي. پوقانه هم ماده ده. ستا او پوقانې تر منځ هوا هم ماده ده. نو ستا (مادې) او پوقانې (مادې) تر منځ علیت ممکن دی. اوس که ته خدای وې نو ته خو ماده نه یې په هېڅ بڼه ستا او پوقانې تر منځ اړیکه ممکنه نده. ځکه ته هېڅ مادي خاصیت نه لرې چې په پوقانه اغېزه وکړې. اوس که ته ماده نه یې او زه تاته د عادل، ظالم، مهربان، غصه کېدونکي، خبرې کونکي، عربي ویونکي، انعام ورکوونکي او ورته نور صفات منسوبوم دا خو غیر منطقي کار دی ځکه دا صفات خو د مادې دي او ته (خدای) خو ماده نه یې. نو د خدای په نامه چې کوم تصور جوړ شوی همداسې دوکه پکې شوې. له یوې خوا یې ماده نه بولې او له بلې خوا مادي خواص ورکوي!

دا کار دوی ځکه کوي چې که خدای هم ماده وبولي . د بېلګې په توګه توره انرژي یې وبولي یا یې توره ماده وبولي بیا خو نو هغه ماده شوه او انسان هم ماده دی. دلته د عبادت، دین او سیاست سوداګري نوره ممکنه نده. دوی قصدا خدای غیر ماده بولي ( کومه چې اصلا وجود نه لري). بیا یې یوه ډله له جهان د باندې بولي لا مکان او لا زمان یې بولي. بله یې د جهان د ننه بولي. فقط دومره کار کوي چې دا کرکټر داسې جوړوي چې خلکو ته ځانګړی وي. انسان ته هغه څه چې لا یې نه وي لیدلی ډېر ارزښت لري. بیا دوی ددې کرکټر او خلکو تر منځ دلالي او سوداګري کوي. دینپالان استدلال کوي چې که چېرې یو څه ستا تصور کې راشي هغه بیا خدای نشي کېدی ځکه خدای باید داسې وي چې د انسان د تصور نه پورته وي. دلته د خدای کرکتر دوی داسې دیزاین کوي چې انسان ته جالب وي. ښه چې له انساني تصور پورته شو بیا په کوم اساس مادي صفات ورته منسوبوې؟

خبرې، غصه، مینه، کرکه، دښمني، سزا، انعام او داسې نور خو یواځې په یوه مادي مغز کې ممکن دي. که د یوې خو ا دوی د خدای د خاص کول لپاره اړ دي چې خدای باید د انسان تصور کې باید رانشي له بلې خوا دوی بیا دا کرکټر نشي کولی د انسان ذهن ته د ننه کړي. تر څو مادي صفات پرې ونه چسپوي د انسان ذهن ته نشي د ننه کېدی. ښه او بد صفات په د ځمکې په مختلفو برخو متفاوت دي. ځکه خو د خدای نومونه او صفات هم په مختلفو سیموو کې مختلف دي. په کومه ټولنه کې چې غصه بد صفت دی هلته خدای نه غصه کېږي خو چېرته چې غصه هم د غیرت یوه نښه ده بیا هلته خدای د غصه ناک صفت لري. د عربو خدای ته یوه منسوبه جمله ده چې وايي بېشکه خدای له هغه چا سره مینه لري چې دده په لاره کې قتل کوي. د اسلام د جوړنکو له یهود سره کرکه لرله. یهودو د دوی خبرې نه منلې او یهود یو څه منظم او شتمن وو. یهودو دوی ته پیسې په سود ورکولېیهود ته ویل کېدل چې زمونږ د پیغمبر نوم ستاسې کتاب کې راغلی هغوی به ویل چې یوه څه ورته نوم راغلی هغه سېلیمان پاچا خپلې معشوقې ته شعر ویلی. یهودو په خپل نوبت سره نور انسانان د یهود د خدمت لپاره پیدا شوي بلل.  سلېمان یو باچا و. پخواني پاچایان د دوی د دربار کاریګرو په اوږو له تخت سره وړل. شاعرانو د دوی تخت له اوږو هوا ته پورته کړی او وروسته خوله په خوله په هوا تر نورو رسېدلی. هغه افسانه چې تخت پکې په هوا درومي انسان ته خوند ورکوي او ښه یې یادوي نسبت هغې ته چې په اوږو وړل شوی وي. یهود هم د خپل باچایانو او مشرانو لپاره داسې افسانوي داستانونه جوړول چې د خدای تر استاځولی پورې یې رسول. 

دوی همدا کرکټر چې دوی طراحي کړی په مادي نومونو نوموي کوم چې د نارینه انسان (مادې) نومونه دي نومول. هغه نومونه چې ددوی ژبه کې په ښه نوم مروج دي هغه ورته منصوبوي او بیا ځینې نور د نارینه انسان صفات ورکوي. یو خیالي پاچا ترې جوړوي چې دربار لرې، کاریګر (ملایکې) لري، کرسۍ لري، پاس پرې ناست وی، انعامونه ورکوي، ظالم ته سزا ورکوي...خپل استاځي استوي. مکمل هغه د پخوانیو پاچایانو یو کرکتر یې ورکړی. بیا په ځمکه د ځینو انسانانو سره ځانګړې اړیکې ساتي. هغوی ته خوب کې خبرې کوي. خبرې یې هم ټولې د انسان په بڼه وي. یواځې یې په عربي او عبري خبرې کړې. د ځمکې د نورو سیموو او خلکو ندی خبر. تر دې چې واوره لا نه پېژني. یواځې د هغه حیوان نوم ور زده دی چې د هغې جفرافیې سیمه کې شته. لوی لوی ولسونه لکه چین، روس، اروپایان او نورو ته استاځي نه ټاکي  نه دی پرې خبر دی. د ښځو په نوبت کې کار لري چې په نوبت ورسره دده استاځی ویده شي که نه نوبت ته اړتیا نده. ددې لپاره چې غیر مادي خدای د خلکو ژوند کې د مداخلې چانس پیدا کړي هغې ته یې مادي خواص ورکړي او بیخي یو کلیوال مشر یې ترې جوړ کړی. هم یې خر جوړ کړی هم یې بد ایشي، هم یې خوګ جوړ کړی هم یې بد ایشي. هم یې انسانان جوړ کړي هم ورته حرامیان وايي. تر دې چې وايي د دده په لاره کې له قاتلانو سره مینه لري.یواځې د عیسویت دین کلنی کاروبار یو ټریلیون ډالر دی. د هندوانو د مختلفو خدایانو او دینونو کاربار هم لوی کاروبار دید حج له لارې سعودي د کال تر شلو میلیاردو ډالرو ډېرې ګټي. د یوې وړې سیمې عربو ددې چال په مرسته د ډېرو نورو انسانانو ځمکې لاندې کړې، د هغوی کلتور یې ور خراب کړ، ښځې یې ترې وینځې کړې، شته یې ترې یوړل او بیا یې بغداد، دمشق او نورو سیمو کې پاچاهۍ پرې جوړې کړې . مونږ یې د خیالي جنت لپاره تر ننه په سجدو روږدي کړو او تر ننه خپلو کې د جنت ګټلو لپاره سره وژنوو.

انسانان مادي دي. د دوی اړتیاوې  هم مادي دي. دوی به په مادي منطق خپلې اړتیاوې پوره کوي. خیالي غیر مادي کرکټر د دوی اړتیاوې نشي پوره کولی. په همدې منظور چې کله هم واکمنو هڅه کړې تر څو د عصر سره سم هېواد ته پرمختګ ورکړي نو خیال پرست یې په ضد را پورته شوي او پدې توګه یې د پرمختګ مخه ډب کړې. خیال پرسته مختلفې کتګورۍ لري خو تر ټولو بې عقله یې ټوپک په لاس  خپله خیال پرستي کوي. انګلیسان او د انګلیسانو لاس پوڅي پدې مادي او غیر مادي بحث پوه وو. دوی داریون مطالعه کړی و. دوی کولی شوی د نورو ټولنو وګړي هم پوه کړي.  بد بختانه د دوی انساني حرص د نورو د پوهولو په ځای د نورو د ناپوه ساتلو او ددوی د وسایلو دچور کولو لپاره نور انسانان نور هم په خیال پرستۍ کې بوخت وساتل. یوه کیسه ده چې کوم هندو غوا وهله یو انګلیس له آس ور کښته شو هغې غوا ته یې سجده وکړه. وروسته بل انګلیس ترې پوښتلی و چې داسې دې ولې وکړل ده ورته ویلي که هندوان په خپله خیال پرستۍ پوه شول بیا مونږ په دوی حکومت نشو کړی. تر دې چې دوی دیوبند جوړ کړ او پل خیشتي جومات کې یې خپل نفر د خیال پرستۍ لپاره امام کړ. امریکایانو سره له دې چې ولس یې عیسوي خیال پرستي مني خو واکمن یې پوه دي. دوی هم د سیاست لپاره مونږ ته د ج جهاد او ټ ټوپک کتابونه په نبراسکا کې ولیکل. نن هم پاکستاني جنرالان پدې خبرو پوه دي چې خدای نشته. ځکه خو نه دوی ځانونه او نه یې زامن د جنت لپاره هڅوي. خو د غریب د ناپوه ساتلو لپاره د تبلیغ جماعت جوړوي چې خلک په غربت مین کړي ( دوی فکر کوي چې بیا له مرګ وروسته د جنت چانس ډېر وي چې کله څه ونه لرې) او یا یې کشمیر او افغانستان لپاره جهادي ډلې او پنځوس زره مدرسې جوړې کړې. د پاکستان پوځ که وغواړي په یوه ورځ کې پاکستان کې پوره شریعت پلی کولی شي خو داسې ځکه نه کوي چې بیا د دوی لاسونه هم پرې کېږي او دوی هم باید له سندرو، ساز، آزاد ژوند او نورو لاس واخلي. دوی نه غواړي خپل اشرافیت له لاسه ورکوي خو پښتون، ازبک او تاجک ته بیا پنځوس زره مدرسې جوړي. ددې خبرې مطلب دا ندی چې لاس پرې کول ښه ډول د سزا دی خو هدف دادی چې دوی اسلام نورم ته غواړي خو ځانو ته یې نه غواړي.

پاکستان د قضیې یو اړخ دی. په روس، انګلستان، جرمني، امریکا او نورو هېوادو کې خو پاکستان نشته. هلته هم افغان خیال پرستي کوي تر دې چې پخواني خلقیان تر نورو پکې مخکې شوي. چې تاسې خیال پرستي کوی بیا د یوه کلیوال ځوان له خیال پرستۍ یا د خیالي انعامونو (جنت) د تر لاسه کولو لپاره دده  وسله واله مبارزه ولې تر نیوکې لاندې نیسی؟

چې څه هم طالب او داعش کوي همدا اصل دین دی. په دوی پدې نیوکه نشی کولی چې ولې ستاسې ماډل اسلام نه پلی کوي کوم چې مکه کې و. تاسې یواځې د ۲۸ مدني سورتونو ژباړه ولولی چې د داعش او طالب په ادعا پوه شی چې دوی اصل اسلام پلی کوي کنه. د دوی سوچ او  کړنې غیر انساني ، غیر منطقي او د پښتونولۍ خلاف دي خو دا نشې ویلی چې اسلامي ندي. دغه لېنک کې د ۹۴ جګړو نومونه دي چې د اسلام پغمبر په لسو کلونو کې خپله کړې یا یې امر ورکړی.

https://fa.wikipedia.org/wiki/فهرست_جنگ%E2%80%8Cهای_محمد

مدینې تر په راتګ سره شپږ میاشتې وروسته لومړی چریکې ډله ده د جګړې په نیت واستوله. د هرې جګړې په نوم چې کلېک وکړی تفصیل یې لوستی شی. کله چې طالب ،داعش یا نور څوک وژني کوي ددې ۹۴ جګړو په رڼا  کې چې مخالف په هر دلیل وژل شوی په هغې دلیل نن طالب او  داعش خپل مخالف وژني. په یوه پېښه کې یوه شاعره ښځه چې د اسلام د پیغمبر خلاف یې شعرونه لیکل په ډېر سخت مرګ وژل شوې. اوس داعش او طالب په دې اند دي چې  د اسلام لپاره اخته دي نو که په دوی څوک نیوکه کوي داسې ده لکه په پیغمبر چې نیوکه کېده نو هغه شاعر لا وژني. که کوم دیني عالم په دوی نیوکه کوي هغه هم په همدې اساس وژني. د اسلام پیغمبر د بنو قریضه د یهودو اته سوه نارینه په یوه ورځ ووژل او د دوی ښځې یې وینځې کړې. د همدې په رڼاکې داعش د عراق د یزیدانو نارینه ووژل او ښځې یې ور وینځې کړې.

اسلام کې جمهوریت نشته، د بیان آزادي نشته، فردي آزادي نشته ، ټولټاکنې نشته، سندرې نشته، ساز نشته ، وطنپالنه نشته خو وینځې شته. ځکه خو په هر هېواد کې یوه ډله ځوانان د سېکولرو او نیمه سېکولرو حکومتونو خلاف دي.  اسلامي طریقه داده چې یو دیني مولا به راځي یو څو نور مولایان به هغه مشر ټاکي او ولس چې دوی (مولایان) یې جاهلین (ناپوه) بولي دغه مولا مشري به مني. که  داسې یو نظام رانشي خیال پرستان د پړتوب احساس کوي. ځان ورته بې غیرته ښکاري. ځکه خو تر ځان او نور تېر دی. پاکستاني ملحدین به په دې نیت دي چې د دین په مرسته د ټول افغانستان واک لاس ته راوړي خو د کلي طالب پدې خوښ دی چې شریعت پلی وي خیر که نړۍ مو په رسمیت ونه پېژني یا د پاکستان پینځه صوبه وو.

بېرته هغه لومړي بحث ته راځم چې خدای ته ولې د مادې صفات ورکول کېږي. انسان په ډاټا (معلوماتو) او احساساتو چلېږي. چې ماشوم نوی پیدا شي دده مغز ته له خپل چاپېریال ډاټا نه وي داخله شوې خو ده کې احساسات شته. غصه، مینه، کرکه، شهرت، ناز، ځان ته د نورو پام اړول، حرص او داسې نور په هغه پیدا کېدو سره انسان کې  وي. دغه احساسات دده اړتیا ده که دی ونه ژاړي مور څه پوه شي چې دی وږی دی. احساسات د ژوندي پاتې کېدو او د ژوند د بقا لپاره اړین دي. سکس کول یو چټل کار دی. خو که د سکس احساس نه وی د انسان او نورو نسل به نه و باقي پاتې. احساسات هم مادي دي. هورمونونه او کیمیاوي مواد ستاسې مغز کې په ځانګړو برخو اغېزه کوي هلته یو برقي جریان را منځ ته کوي دغه برقي جریان د سګنل په رقم عضلاتو ته درومي او تاسې هغه د ځانګړو حرکاتو په مرسته ښکاره کوی. یو ماشوم د هغه ماشوم وروریا خور سره کینه لري چې ده پسې زېږیدلی دی. ځکه دده برخه شیدې خوري یا دده برخه پاملرنه ورسره نیموي. همدا احساسات تر بلوغ وروسته هم انسان کې وي. همدا د حرص احساس دی چې انسان بیا دومره وږی وي چې خیال جوړونه هم پیل کړي. لومړی خو ذهن کې خیالي ښځې جوړوي او ښځې خیالي سړی جوړوي. وروسته د مال، قدرت او شهرت حرص پکې فعالیت پیل کړي. هغه انسان چې ښه امکانات د ژوند لري هغه ډېر عمر ژوند کوي. نو دلته هم احساسات اصلا د ژوند د دوام لپاره دي. تر دې چې انسان سره د دایمي ژوند حرص پیدا شي . دوی پوه دي چې دلته خو  دایما ژوند نشي کړی لاکن د مرګ وروسته د ژوند خیال ور پیدا شي. عربو، یهودو او ځینو نورو غریبو ولسونو خورا بد ژوند لرلو. دوی شین پټی، اوبه او ویالې نه لرلې. نه یې باغونه لرل. لاکن د ایران ، مصر، روم اونورو سیموو د باغونو کیسې یې اورېدلې وې. دا چې دوی ته دا نه رسېدل نو په خیال جوړولو یې پيل وکړ. دوی په دې اند شول چې که اوس نشته له مرګ وروسته به داسې باغونه ولرو. عربي کې باغ ته جنت وايي. اتیا زره کاله پخوا د سعودي او عراق تر منځ یوه سیمه وه چې اوس د سمندر اوبو لاندې کړې. هلته د عراق څلور رودونه را بهېدل او بیا له سمندر سره یوځای کېدل. له افریقا راغلي ځینې انسانان دلته مېشت شوي وو. چون اوبه پرېمانه وي دغه سیمه شنه وه. دوی دلته مېشت شول او ډېر خوښ وو. وروسته چې د ځمکې تودوخه مخ په ډېردو وه د سمندر د اوبو کچه لوړه شوه ځکه د ځمکې شمال کې ډېر یخونه ولې شول. نو دغه باغونه یې سره لاندې کړل. هغه انسان اړ شول دغه باغونه خوشي کړي. داسې روایت دی چې دغه باغ د عدن باغ نومېده او د آدم په نامه انسان پکې ژوند کولو. چون دلته خواړه او اوبه پرېمانه وې دده نسل ډېر شو.دا کیسه نسل په نسل انتقال شوه ، وروسته پکې خدای، شیطان، غنم،مڼه اونور ور مېکس شول.  چون منځنی ختیځ ګرمه سیمه ده دلته ژوند ممکن و. نو د خدای په هکله کیسې هم دلته پیل شوې. دغه کیسې خوله په خوله نقل کېدي او ځینو لیکوالانو کتابونو ( د هغې وخت کتاب تیږه او پوستکی و) کې ولیکې او نوم یې پرې مقدس کتابونه کېښودل ( چې یوه سیمه کې لیک او لوست کم وي هلته خامخا داسې کتابونه ځانګړي بولي ).

https://www.youtube.com/watch?v=xVoggCHlwPw&t=474s

دا موضوع مې ځکه یاده کړه چې د جنت تصور څرقم جوړ شوی. دوزخ هم چې جهنم یې بولي دا په اوسني فلسطین یا اسراییلو کې یوه لویه دره ده چې د کندې شکل لري

https://en.wikipedia.org/wiki/Gehenna

 دې کې سلفر ګاز هم له ځمکې راوځي. چون خلک پدې ګاز نه پوهېدل دوی دغه ځای خاص بللو. هلته به د خدای د خوښ ساتلو لپاره خلکو خپل ماشومان دغه د اور ته اچول تر څو خدای خوښ شي. خدای به وچکالي راوستې وه. دوی به غوښتل پدې سره د خدای غصه کمه کړي. یو شمېر کسان چې لیوني شوي به وو هم دې اور ته وردانګل. ددوی چیغې، ددوی د بدن زوې، د دوی فریاد ، سوی بدن...دا ټول بیا شاعرانه بڼه نسل په نسل د کیسو په شکل لېږدیدو. د مرګ وروسته د دوزخ تصور هم له همدې سره تړاو لري. یو وخت دې سیمه کې خلکو کثافات هم اچول. په هرترتیب دلته به تل اورونه بل وو.

په ټولو دینونو کې د انسانان کیسې او افسانې په یوه یا بل ډول راغلې. یو له بل یې کاپي کړې. هغه تکړه کاپي کونکي یې بیا هغه و چې د یوناني ساینس پوهانو ځینې معلومات کاپي کړي. د بېلګې په توګه د مور په رحم کې د ماشوم د نمو په هکله یوناني ساینس پوهانو ډېر پخوا څېړنې کړې وې. هغه ماشومان چې مړه پیدا کېدل میندو به یې هغوی د یونان علمي مراکزو ته وړل هغوی به کتل چې د څو اونیو ماشوم دی او څرقم دی. دغه معلومات تر نهه میاشتو پورې ماشوم په هکله موجودو و

https://wikiislam.net/wiki/History_of_Embryology

د ګوتې د نښې چاپونه اوه زره کاله پخوا چین کې د لاسلیک لپاره کارېدل.

Fingerprints have been found on ancient Babylonian clay tablets, seals, and pottery. They have also been found on the walls of Egyptian tombs and on Minoan, Greek, and Chinese In ancient China officials authenticated government documents with their fingerprints. In about 200 BC fingerprints were used to sign written contracts in Babylon.[32]

https://en.wikipedia.org/wiki/Fingerprint#History

دا چې پخوانیو انسانان فکر کولو اوه ځمکې او اوه آسمانه شته همدا خبرې دینې کتابو کې هم کاپي شوې چې غلطې دي. دا څنګه کېدی شي چې یو څوک د جهان خالق هم وي  بیا د انسانانو غلطې خبرې کاپي کړي 😊

https://physics.weber.edu/schroeder/ua/BeforeCopernicus.html

آسمان ګازونه دي. د ځمکې تر څو کیلو مترو پورې ګازونه شته. کله چې د لمر وړانګې په دې ګازنو لګي نو انکسار وکړي. د ورځې لخوا چون آبي څپې د لمر د وړانګو لڼډ موج لري هغه وینوو او هغه ډېرې منعکسې کېږي خو مازدیګر چې د  لیدونکي واټن له لمر لږ ډېر شي او زوایه د ځمکې بدله شي نو اوږد موج واله وړانګې وینوو چې سور رنګ لري. که د اتومسفیر نه پورته شې بیا ټوله تیاره ده. ځکه هلته ګاز نشته چې د لمر وړانګې ټکر ورسره وکړي. اوس چې دینونه مطالعه کړي وایي اسمان مو بې ستنو درولی. هلک ګاز ستنو ته کله اړتیا لري 😊 . خو پخواني انسانان نه پوهېدل فکر یې کولو چې اسمان یو کلک چت دی. پدې چت کې سوري دي . له دې سوریو شیطانان او پېریان پورته او کښته ځي. دلته یې سوری ځکه پکې جوړ کړی چې بیا خو هغه خیالي غیر مادي کرکټر ته د ورتګ زمینه مساعده وي.

https://ilikephysicsandmaths.tumblr.com/post/94448993008/why-is-the-sky-bluethe-white-clouds-and-red

روح

که ستا خوله، غوږونه، کونه، پوزه او خوله وتړم نو ته مړ کېږې. سوري مې ټول در ټړلي. روح خو نشي وتلی 😊 . بیا په څه مړ شوې؟

ستا وجود ته نور اکسیجن نه رسي. جوړ تیار وې اوبو ته ولوېږې هلته مړ شې. ولې؟ هلته اکسیجن نه در رسي. شاته د اکسیجن ډبه وتړه او خولې ته ماسک واچوه د اوبو د ننه چکر وهه نه مړ کېږې. که دې اکسیجن ختم شو بیا مړ یې.

د کورونا ناروغۍ کې سږو کې اوبه جمع شي او اکسیجن نشي تېرېدلی تر څو له وینې سره ګډ او ستا وجود کې ووېشل شي ځکه مړ کېږې. تر هغې چې اکسیجن وي ، ستا وجود کې ستا ترحجرو رسي ته ژوندی یې. چې یو ځل دا کیسه د لسو دقیقو لپاره ودرېده بیا مړ کېږې. لسو دقیقو کې ستا بدن کې موجود اکسیجن مصرف کېږي. یوه مذهبي عیسوي یو ځل دروغ ویلي و چې روح ۲۱ ګرامه دی. د هغې تجربې دروغ دې لېنک کې کتلی شی

https://www.youtube.com/watch?v=6yA6u1OW58M

پخوانیو انسانان فکر کولو چې د انسان بدن کې کوم خاص څه دي چې مړ شې له وجود دې بهر شي. په داسې حال کې چې وروستی نفس د ننه کولی نشې بلکې د جاذبې قوه ستا سږو فشار راوړي او پاتې اضافي هوا درنه ووځي.  په دې اساس عذاب قبر، برزخ ژوند او نورې کیسې ټولې دوکې دي تر څو تاسې تېر باسی.

د لیکنې لڼدیز دادی چې غیر ماده وجود نه لري او نه ممکنه ده. د غیر مادې او مادې تر منځ اړیکه/علیت ممکن ندی. جهان انرژي ده. انرژي نه جوړېږي او نه له منځه ځي فقط له یوه ډول بلې ته اوړوي. د خدای کرکټر د انسان د ناپوهۍ زېږنده ده چې وروسته یې یو مداخله ګر کرکټر ترې جوړ کړ تر څو غریب او ساده انسانان پرې دوکه کړي. مونږ له مادې (اټومونو) جوړ یوو او مشکلات مو مادي دي. مادي مشکلات په مادي منطق حل کېږي او هغه هم د عصر مطابق. دوه زره کاله مخکې افغانستان کې ممکن یو لک انسانان وو اوس دری سوه او پنځوس لکه تنه ژوند کوي. مونږ ددوی ژوند پخوانیو انسانان په سوچ او طریقو نشو حل کولی. تقدس ډېر بد لغت دی. لغاتونه لکه خدای جوړول بیا تقدس ورکول دوی له نیوکو ساتي. ددغه لغاتو ضرر ته دوام ورکوي. مخدره توکي د قاچاقبرو لپاره د ګټې شی دي خو د کاروونکو لپاره ضرر لري. دین هم داسې یو اپین دی چې ښې سیاسې لوبې پرې کړی شې خو ولس ګنګس ، شوده او په شوده توب فخر کونکی ساتي. روح نشته، جنت او دوزخ ، ملایکې، وحې، شیطان او نور تش کرکټر دي. په نورو لیکنو کې پدې کرکټرو پراخ بحث وشي.  جهان حقیت دی راځی جهان په حقیقي بڼه وپېژنو او د خیال پرستۍ عینکې لرې کړو. که ټول دا کار وکړو هغه ماشوم چې نن یو کلن دی شل کاله وروسته به انتحار او افسانه پرستي نه کوي. که منافقت وکړو او چوپ شو بیا شل کاله وروسته ته نشې کړی هغه قانع کړی چې اوښه له تیږې نشي راوتلی. هغه دې وژنې نه کوي. ټول افغانان مسلمانان نشي کړی یو پاکستان جنرال انتحاري برید ته چمتو کړي. ځکه هغه پوه دی. که ته خپله ولس پوه کړې هغه هم پوهېږي. د ترهګرو سره دا بحث بې ځایه دی چې د د دوی اسلام سم اسلام ندی. پدې بحث پکار دی چې آیا خدای ممکن دی که ندی. که خدای ممکن ندی بیا دینونه ټول بې معنا دي. که ټول انسانان بې دینه وي بیا هم د دوی حرص شته. د دوی احساسات شته. د هتلر وروسته لویو قدرتونو خپله جګړې ندي کړي. دوی نور کارولي . که دا نور پوه شي دوی به هم د لویو قدرتونو د جګړو د سوند توکي نه وي. د حرص د کنترول لپاره بیا فلسفې ته اړتیا ده. کله چې ته پدې پوه شې چې اټوم نه مري او ته داسې یې لکه د سمندر یو څپه چې جوړه شي تر ساحل ورسي او ختمه شي. لاکن د هغې څپې اوبه بیا هم سمندر کې دي. ستا وجود هم جهان کې یوه وړه څپه ده. پدې اساس مرګ او ژوند صرف دوه لغتونه دي. که له اوسپنې موټر جوړ شي او موټر بیا چپه شي هلته یې اوسپنه زنګ ووهي نو اوسپنه خو پخوا هم وه او اوس هم شته. دغه د موټر حالت ته یې ته ژوند او هغه چې خاوره کې وه  یا اوس ده ته مرګ وایې. د ژوند او مرګ حالت یواځې ستا یو ذهنیت دی. ستا د وجود اټومونه او د ټول جهان اټومونه یو ډول دي. ته د جهان یوه وړه نمونه یې او جهان ستا د وجود یوه لویه نمونه ده. ټول انسانان له هغې اټومونه جوړ دي ته ترې جوړ یې. نو ټول انسانیت یو بدن شو. بلکې ټول جهان یو بدن شو. دلته حرص نور ختمېږي. حرص هلته پیل شي چې ځان به جهان بې وبولې په داسې حال کې چې بیل نه یې. ځان اشرف مخلوقات وبولې. په خپل ذهن کې جهان په خالق او مخلوق وویشې بیا ځان مخلوقاتو کې اشرف وبولې. دا د خیال پلوی پیک دی.

د دین پالو د ځوابونو په هیله!