(درېیمه برخه)
د نننۍ نړۍ د علمی او څیړنیزو مراکزو یوه ځانګړتیا د هغو د وخت کمښت او د وخت ښه مدیریت کول دي. په تیره بیا ګڼ شمیر څیړنیزو چلند بیلګو کې څیړونکی له خپلو مسلکی، طبیعی ، تاریخی، جغرافیایی، حقوقی او نورو اصطلاحاتو سره مخامخ کیږی، چې د خپل کار دبهیر د نه درولو او د وخت د نه ضایع کیدو لپاره باید سمدستی د مربوطه اصطلاح په هکله لنډ ارتیکل ترلاسه او د هغې د معلوماتو په ادامه خپل اصلی کارته دوام ورکړی. د نورو هیوادو څیړونکی، نړۍ ګرځیدونکی، ټولنپوهان او نورو ته اړتیا پېښېږي چې د تاریخی سیمو، نامتو څیرو او ځانګړو اصطلاحاتو په هکله پوه شي، د بیلګې په توګه د تایخ یو څیړونکی د افغانستان د غزنی ولایت د اقتصادی پیداوارو په هکله څیړنه کوی، په دې بهیر کې د (ناور) د طبیعی زیرمو او په تیره دهغی د نادرو ژویو موضوع مخې ته ورځي، خو په دې نه پوهیږی چې ناور د غزنی کومې خواته ده او طبیعی او جغرافیایی ځانګړنې یې کومې دي؟
د دې موضوع د روښانتیا لپاره د افغانستان د ولایاتو دایرة المعارف یا جغرافیایی قاموس رااړوی د (ن) توری ته ورځي، لکه څرنګه چې دایرة المعارف د الفبې دتورو له مخې لیکل شوی ، نو په همدې پیل کې (ناور) ډیر اسانه پیدا کوی، که ګوری دناور نقشه،اربعه حدود، مساحت ،.... ټول معلوات پکې شته، هغه څه یې چې په کار وی، ورڅخه رااخلی یی او بیرته خپلې اصلی موضوع باندی بوخت شی. یا په یوه ټلویزیون کې طبیب د دڼیا ګټې بیانوی، خو دتلویزیون اوریدونکی دڼیا نه پیژنی، دایرة المعارف پرانیزی او د (د) توری ته ورځی ، که ګوری د دڼیا ټول مشخصات او آن د بوټی او پانو انځور پکې پیدا کولای سي، دشنه کیدو، ریبلو، ګل، پخیدو او نور ټول معلومات په لږ شیبه کی ورته ترلاسه کیږي. اوس په نړۍ کې په هره ژبه عمومی او اختصاصی دایرة المعارفونه او ویکیپیدیاوې موجودې دي، چې هره ورځ ورڅخه د بیلابیلو علمی موخو لپاره کار اخیستل کیږی، د اړونده ژبې یوه بډایه زیرمه یې جوړه کړی او د لوستونکو د مسلکی- رشتوی او افاقی معلوماتو د کچې لوړیدو کې ډیر اغیزمن دی( د دې ډول ویکپیدا، دایره المعارف او قاموس څو بیلګې مو دوهمه برخه کی په تفصیل ذکر کړی دي).
څومره چې موږ ته ثابته شوې ده، لا هم زموږ محصلان د خپلو مونوګرافونو او تیزسونو د بشپړلولپاره عادت ندی چې ویکیپیدیا، قاموس یا دایرة المعارفونو ته مراجعه وکړی، استادان هم په پښتو اودری ژبو د قاموس او دایرة المعارف په موجودیت ډاډمن ندی، نو ځکه د پوهی د ترلاسه کولو یوه اساسی (درسی مرستیال)وسیله راڅخه پاتې ده. د لوړو زده کړو او معارف وزارتونه وايي چی د فعالانه، شاګرد محوری، انلاین او د زده کړې نور نوي میتودنه یی رواج کړي دي، یا یی د رواجولوپه هڅه کې دي. د دې موخی لپاره د کافی او معتبرو اخځونو شتون لومړنی شرط دی، چی مسلکی اواختصاصی دایره المعارف، دکشنری او ویکپیدیا یې مثالونه دي. له همدې امله دوی د مونوګرافونو، تیزس او آن د کورنیو دندو په بشپړلو او غوره نمرو اخیسیتو کې بریالی نه دی. د دایرة المعارفونو او قاموسنو موجودیت مطالعې سره علاقمندی زیاتوی او د یوې ټولنی کلتوری غنامندی ثابتوی.

پوهانو او نورې نړۍ لا دمخه ددایرة المعارف او قاموس تیوری ته انکشاف ورکړی . دایره المعارفی لیکنه او قاموس او ډکشنری یو بل سره یوه څه توپیر هم لري چې باید په پام کې وي. لکه څرنګه چی د دې لیکنی لومړۍ او دوهمه برخه کی وویل شول، اوس لله الحمد موږ دواړو برخو کی یو څه اندازه تجربه لرو، خو ترسره شوی کار او موجوده تجربه کافی نده؛ لا زیات کار ته اړتیا ده، په تېره بیا اوس اختصاصی دایرةالمعارفونو او رشتوی- مسلکی قاموسونو ته کلکه اړتیا لرو. که وکولای شو یو کلکشن یې انلاین کړو، نو د هیواد دعلمی مرکزونو لپاره به یوه لویه علمی زیرمه وي. له نورو هیوادو او نورو ژبو سره یونسکو او نورو نړیوالو سازمانو په دې برخه کې د بشری معنوی پانګی د پیاوړتیا او دبشریت د ګډ فرهنګد غنامندی لپاره پوره مرستې کړی دی او دغه ډول مرستې لا هم دوام لري. دا دولتونو په وړتیا پورې اړه لري، چې څومره دغه ډول مرستې جلبولای شی او څومره یی دعلمی پروژو په بڼه مصرف او پروژې ورباندې تطبیق کولای.
په افغانستان کې د علومو د اکاډمی د اریانا دایرة المعارف ریاست تر اوسه دوه دورې عمومي دایرة المعارف کاغذی چاپ خپور کړی چې تراوسه بشپړ انلاین شوی نه دی، خو هڅه کیږی چې انلاین شی. د دې ډول چارو د ترسره کول لپاره کافی پرسونل او بودجی ته اړتیا ده. کله چې زموږ ټیم د علومو اکاډمی کی د نړۍ مشهورو دایرة المعارفونو ته مراجعه وکړه، هغوی هریوه کی تر یونیم زرکسانو کار کاو، حال دا چې موږ د دایرة المعارف انستیتیوت کی د انستتیتوت د آمر په شمول پنځه تنه لرل چې د اریانا دایرة المعارف د رئیس په شمول شپږتنه کیدلو، د اړتیا له مخې به مو د علومو د اکاډمی له نورو مرکزونو څخه استادان خدمتی را غوښتل. هر استاد به د خپلې څانګې اړوند کار راسره پر مخ بیوه.

 

تر اوسه اختصاصی دایرة المعارفونه نه لرو، خو دژبې قاموسونه هم د افغان قاموس مرکزله خوا( چې دا هم د علومو د اکاډمی یوه ادره ده) او هم د بیلا بیلو لیکوالو له خوا لیکل شوی دی. بیلابیلو لیکوالو اختصاصی او مسلکی قاموسونه لیکلی، خو افغان قاموس (دری- پښتو، پښتو- دری، انګلیسی- پښتو...) ټول د ژبې او ادبیاتود مرکز چاپ دي.
(دوام لري)