ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

zirakyar1234@yahoo.com

لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان 

پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت  هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې  د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې  هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته جګ کړي، د خپل مشرتابه په غوره کولو کې یې سترګه ور کړي او د سیالانو په لـړ کې یې ودروي! مخکې له دې چې لوړبابا په شلمه پیـړۍ کې د پښتون روڼ آنـدتـیا او پښتـو ژورنالیـزم د مخکښ په څیر دروپـیـژنم ، روغه به وي چې د نولسمې  پـیـړۍ په دوهمه نیمایي کې په لـر افغانستان کې په ژورنَـلیزم  نوکې رڼا واچوم.

 په لر افغانستان کې په نولسمه پیـړۍ ژورنالیزم 

 ډاکترمحّمد همایون هما په لـرافغانستان کښې په زییـزکال ۲۰۰۰ کې «دصحافـتي او ادبي مجلـو روایت» له ۱۸۵۴تر۱۹۷۵ راسـپـړلی دی.  په ۱۰۷ پښتواو شپـږنیم انګریزي مخونو کې، دا کتاب ګوټی د همایون هما د ډاکترۍ د تیـزس «ړومبی باب»(څپـرکی) دی چې د پیښور پوهـنتون د پښتوڅانګې لپاره یې د پښتو ادب په تـرقۍ کښې د «قـند» مجلې په برخه را څرخولی دی. دلته یې  له ۱۸۵۴  تر ۱۹۷۵ پورې  د سرحدي صوبې د هغـو ټولو خپرونو د «پلټنې تفصیل وړاندې کړی دی» چې محّمد همایون هُما ته پرې معلومات ورپه ګوتو شوي وو:

د «اسـلام» په سرلیک میاشتنۍ  خپرونه د سرحدي صوبې «وړومبـۍ دیـني او نـیم ادبـي مجلـه وه» چې په ۱۸۵۴ زییز  کا ل کې پـیل شوې وه.  حضرت عبد الغفور چې په سیدو بابا یې شهرت لاره، د «اسلام» میاشنۍ مجلې «اجرا کړې وه». مدیر یې عبدالغفار پیښوری و. د د دغې خپرونې «طباعت او اشاعت په ډېره پټه طریقه کیده ـ او د دې ټول خرڅ به حضرت عبدالغفور سـیدو باباجي[ ۱۷۹۴تر۱۸۷۷زییز] پخپله کوو.» دغه صوفي شخصیت د اسلام په تبلیغ او له فـرنګي نه د پښتنو په ازادۍ پسې ملا تړلې وه. دغه دین او هیواد دوست شخصیت د میاګل عبدالودود نیکه و چې د سوات د پخواني ریاست موسس و. د «اسلام» میاشتنۍ  خپرونه «په بنیادي توګه» په پـښتو ژبه چلیدله، خو «یوه یوه پاڼه اردو او فارسۍ ته ورکړی شوې وه.» په صوبه سرحد کې دوهمه رساله «انجمـن» نومیدله چې د اجمل ملک په خیال په فارسي چلیدله. خو د فارغ بخاري په آند په «بنیادي توګه» اردو خپرونه وه. عبدالودود قمـر د یوې لیکنې په حواله کاږي چې «انجمن» په ۱۸۵۷زییز کې د عیسوي عبا دت ځای له خوا راوتلې وه، خـو په ۱۸۷۸ کـښې یې خپـرېـدا تـم شـوه. ډاکتر عبدالسلام خورشید په دې آنـد دی چې «انجمن» کلنۍ رساله په ۱۸۸۳ کې راوتلې وه. ډاکتر جیرالډ بیرر «انجمن» د فارسي اووه ورځنۍ ګڼلې وه  او په ۱۸۸۰ زییز کې پیل شوې وه. «پیام حق» د سرحـدي صوبې دریمه «عـلمي»  او لـومړۍ «قـلمي» میاشتنۍ وه چې په ۱۸۸۸ زییز کې پیل شوې وه. د  دغې میاشتنۍ مدیـر او خاونـد مولوي نصیر احمد و چې «په خپل قلم به یې لیکله او ځای په ځای به یې وېشله.» ډاکتر محّمد همایون هما مولوي نصیر احمد د سرحدي صوبې «وړومبی صحافي» [ژورنالیسټ] ګڼلی دی. د سرحدي صوبې  وروستنۍ مجله د نولسمې پیـړۍ  په وروستنې لسیزه کې، د «انجمن حمایت اسلام» پیښور څانګې رساله وه چې په ۱۸۹۲ زییز کې راووتله او «یو کال پـورې چاپ کـیده». ولولئ د ډاکتر هما رساله 

باچا نه غـواړو، عــدالت او د ملت خـدمـتګار غـواړو

لوړ بابا وایي: «که پوره وي، که سپوره وي په شریکه به وي.» لوړ بابا له زور نه کار نه  اخیست او  له همدې امله یې له «طبقاتي ټکـر» نه هم ځان لرې ساته.  لوړ بابا «انجمن اصلاح الافاغنه» جوړ کړ، «افغان جرګه» یې جوړه کړه چې «پښتون» رساله خپره کړي. «خدایۍ خدمتګار» خوځښت یې په پښو ودراوه، او د جومات، ښوونځي(مدرسې) او دېـرې(  (هوجرې) ټلواله یې جوړه کړه.  لوړبابا د میروېس نیکه لار خپله کړې وه. لوړ بابا په دې آند و چې « په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف د خودغرضۍ نه پیدا کـیـږي.» لوړ بابا چې به کوم سازمان جوړ کړ، د هغه مشري به یې ملګرو ته ور سـپارله. لـوړبـابـا  د دیني مدرسو او رښتینو دیني عالمانو سره  ښې اړیکې پالـلې، په دې دلیل چې هغه د اسلام سره مینه لـرله او د دیـني عـالمانو د پـوهې په قــدر پوهـیدلـو.

لـوړبابا د خـپلې ژبې (پښتو) په درناوي کې ولاړ و: «چاته چې خپله ژبه سپکه شي هغه سپک شي، څوک چې خپله ژبه هیـره کړي هغه ورک شي.»[وګورئ د افغانستان صفوي مزاجه دربار او د دغه دربار ادارې ته، او پرتله یې کړئ د پښتون لوړبابا د ملنګۍ سره!]- ځیرکیار. د «انجمن اصلاح الافاغنه» په انتظام سره ۸۷ اصلاحې جرګې او آزادې مدرسې (ښوونځي) په لـر افغانستان/پښتونخوا کې رامنځته شوې. د لـوړبـابـا دوره د پـښتـنو په تـاریخ کې د روڼ آنـدتـیا(تنویر) دوره وه: مشاعرې، ډرامې، مدرسې، بحثونه، انـتـقادونه... او په سړه سینه جوابونه د لـوړبابا د لـوړ شعـور پیـرزوینې وې! لوی ښووانـد عبدالحۍ حبیبي د «پـښتون» مجلې په اړه داسې بـډېـره کړې وه: « د خدایي خدمتګار رسمي ترجمان یوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو [ د لوړبابا له کلي] څخه په پښتوخپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېـرښه خدمتونه وکړل.په پښتو کې د ساده نثـرلیکـنو او اصلاحي او سیاسي شعر لیکلو ور یې پرانیست او ځینې اصلاحي ډرامې یې هم په پښتو ادب کې زیاتې کړې. د دې مجلې  په لیکلو کې په خپله [لوړ بابا] یو بهترین ساده لیکونکی او سیاسي او اصلاحي لیکوال ګڼل کیـږي چې علاوه پر سیاسي تاریخ د پـښتو په ادبي تاریخ کې مهم ځای لري.»[ لوړبابا د پښتنو د کلتور او عـقیدې کوټلی استازی و او د دغه واقـیعیت په مټ د خپل ولس په زړه کې دېره شوی وو]- ځیرکیار

 استاد اصف صمیم چې د کره پـښتو غمخور پولیس دی، «پښتـون» مجله داسې ارزولې ده:« پښتون مجله د پښتون صحافـت، پښتون ثـقافـت او قامي سیاست په اسمان کې د هغه ځلانـد ستـوری نـوم دی چې پـلوشې یې د یـوه ستـر پښتون او ریـښتیني انسان د افکارو له لمـره خپـرې دي.» لوړ بابا به دغه مجله چا ته وړیا نه ورکوله. ښووانـد محّمد صادق ژړک په خپل کتاب (جنوري ۲۰۱۲ چاپ) کې کاږي چې «پښتون» رسالې علاقمندان لـرل او په پیسو  به یې رانیوله. ژړک زموږ پام را ګرځوي چې: « اوس که موږ و ننني پرمختللي دور ته وګورو او خپل چاپیریال په نظر کې وساتو، نو په لـر او بـر افغان وطن کې د پښتو ژبې یوه داسې رساله یا اخبار نشته چې د هغه تیراژ دې شل زره وي.» ژړک د «پښتون» مجلې درې غټو ځانګړتیاو ته زموږ پـام راګرځوي: « یو داچې دا مجله له یوې بـاڼـډې [د لوړ بابا له کلـي اتمانزو] څخه را وتله. بله دا چې د شل زرو په تیزاژ کې چاپـیدله، او دریمه ځانګړتیا یې داوه چې  دغه مجله په پښتو ژبه کې چاپیدله.» ښوواند ژړک زیاتوي چې  لوړ بابا ته « د ژبې ارزښت جَوَت [څرګند]و چې یو قام په پردۍ ژبه کې پـرمختګ نه شي کولای.» لوړ بابا  لومړی افغان دی چې په ۱۹۲۸ کې یې «پښتون»  مجله په پښتو ژبه  خپره کړه او په ټول افغانستان (لـر او بـر افغانستان) کې « د پښتـو ژورنـالـیزم د پلار ویاړيې وګاټه.» لوړبابا په پـیل کې د «پـښتون» مجلې مسئول و.  لوړبـابـا چې د لیکـوال او شاعـر عـبدالخالق خلیـق ډرامه ولـیدله، نـو هغه ته یـې د «پـښتـون» مجلې مسئولیت ورپـه غـاړه کــړ.    

له «پښتون» مجلې وړاندې، په پیښور کې د «افغان» په نوم جریده په اردو ژبه  چلیدله. له ۱۹۱۱ زییز راهیسې یې پښتو ته هم برخه ورکړه. د بر افغانستان په کندهار کې  په «طلوع افغان» اخبارکې هم پښتو ته برخه ورکړل شوې وه. تاریخپوه او لیکوال ښواند حبیب الله رفیع د «طلوع افغان» په اړه دا سې کاږي: « په هره ګڼه کې به د پـښتو نظم یا نثر خپـریده، خو په ۱۳۱۰[۱۹۳۱] کې یې پښتو نیمایي ته ورسیده او د ۱۳۱۱ کال د وري له لومړۍ نیټې[۲۱ مارچ ۱۹۳۲= ۱۳ ذولقاعده ۱۳۵۰ ] څخه په پښتو خپور شو» او په بر افغانستان کې یې «د پښتو د لومړنۍ بشپـړې خپرونې ویاړ وګاټه.» دلته وینو چې د لوړ بابا « پښتون» مجله له پښتو شوي «طلوع افغان» نه، څلور کالونه مشره ده . زه  ځیرکیارد ښواند محّمد صادق ژړک دریځ روغ ګڼم چې د ټول افغانستان(لر او بر افغانستان) ادبیات له یو بله بیل نکړو. یو ورځ ژړک ته د هغه  «نزدې ملګري» نعیم آزاد داسې ویلي وو: «يوه مذهبي فرقه ده چې که هغوی ته څوک ووایي چې خدای یـو دی، نو هغوی په دې خوا بـد وي چې تاسې ته دغه پوښته ولې درپیدا شوه چې خدای یو دی.» لوړ بابا دیته پام وه چې یو ملت بې له تعلیم او زده کړې پرمختـګ نشي کولی.  په پښتنوکې ناپـوهي (جهالت) ډېره برلاسې وه په کوم کلي کې  به چې لومړنی (پرایمري) ښوونځې و، هغه ته به ملایانو مورچل نیولی و.  لوړ بابا کاږي چې:  پیـرنګیانود هندوستان د خلکو لپاره ښه ښوونځي جوړ کړي وو او لومړنۍ زده کړې به د زده کونکو په مورنۍ ژبه کې کید لې. خو د پښتنو په سیمه کې یې لږ شمیر، «تش په نامه» او په ټـیټه درجه  ښوونځي جوړکړي وو، او هلته به یې زده کړه په «پـرَدۍ ژبه» کې ورښودله. سربیره په دې، ملایان یې «ورپسې لمسولي وو چې که دا [پښتون] قوم تعلیم وکړي، ستاسو قـدر به کم شي او بازار به مو سوړ شي .» ملایانو به تبلیغ کاوه «چې پښتو دوزخي ژبه ده او په دوزخ کې به پښتو ویلی شي».  لوړ بابا زیاتوي چې « د ملا صاحب نه هیچا  دا پو ښتنه نه کوله چې هلکه ته د دوزخ نه کله راغلی یې او کوم دوزخي دا خبرې تاته رسولې دي. ملایانو به دا هم ویل چې څوک د مدرسې سبق وایي نو اووه پیـړۍ یې  په دوزخ کې  کيـږي او دا سندره به یې ویله»:

سبق د مدرسې وایي د پاره د پیسې وایي ....جنت کې به یې ځای نه وي په دوزخ کې به ګسې وهي
لوړبابا په خپل کتاب(۲۰۰۸/لمریز۱۳۸۷) کې د یوه ملا کیسه خوندي کړې ده چې په «چترالي ملا» یې شهرت لاره(چترال د باچاخان د کلي اتمانزو په میره کې یوه باڼډه وه). چترالی ملا  د ښوونځیـو سره ټکر لاره: «نو زه راغلی یم د ده [لوړبابا] سره فیصله کول غواړم چې په کتاب راسره فیصله کوي که په ټوپک؟» لوړ بابا ورغبرګه کړه چې «ته ښه پوهـیـږې چې زه د ټوپک کار نه کوم او دغلته چې ته اتمانزو ته ځې، زما یو تر بور دی چې محمد خان یې نوم دی هغه ته د ټوپک نوم واخله نو په خپل ځان به پوه شې چې ته څومره سړی یې.» لوړ بابا  چترالي ملا ته ور زیاته کړه:«ملا صاحب علم خدای او رسول په موږ مسلمانانو فرض کړی دی  او چې تاسو، خلک د دې انګریزي مدرسو نه منع کوئ نو په کاردي چې هغو له په خپله خو د تعلیم انتظام وکړئ. نو چې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ او موږ هم د دوی د خدمت نه منع کوئ نو د دې قام دې خدای مل شي.»  لوړ با با وړاندې ځي:«موږ بې همتو او خودغرضه خانانو،ملایانو او بابا ګانو تیارې ته کینولي یو، ځکه خو زموږ د قام دا حال شو. که چیرې دا کارونه په تش کُف او چُف، وظیفو او دعا ګانو کیدلی شوی نو زموږ خپل رسول(ص) به دومره کړاوونه ولې کول، دومره قربانۍ  یې ورکولې، تکلیفونه او مصیبتونه به یې تیرول، خو د جماعت په ګوټ کې به ناست وی دعا به یې کوله، د هغه په شان دعا د چا کیدی شوه؟» لوړ بابا زیاتوي چې: «زموږ د سکولونو [ښوونځیو، مدرسو] مخالفت ملایانو شروع کړو او ویل به یې چې په دې کې اردو ویل کیـږي. اردو یوه بهانه وه، ګڼې د جوماتونو نه زموږ په سکولونو کې دیني تعلیم هم زیات و او هم په ښه طریقه و او هم ورسره دیني تربیه وه. دوی[مخالفوملایانو] د لمونځ معنی چا ته ښودلې نه ده، او مونږ په زرګونو بچو ته د لمونځ معنی ورزده کړې ده .... داسلام خو د علم د حاصلولو غرض و، که دا ملایان رښتیا په علم مین وي نو دوی به زمونږ ملاتړ کړی وی.» د لوړ بابا د کتاب ۶۳ تـر۶۵ مخـونه. لوړ بابا بې تاوه پاڅون («عدم تشـدد») غوره کړی و . ویل به یې چې «د عدم تشـدد سړی یم،خپل حق چا ته نه پرېـږدم، خو د نورو انسانانو وینې هم نه بـیوم.»

لوړبابا او یـو څو ملګري یې چیرې تلل. په لار کې طالب کاکا  نومې سړي څاروي څرول. لـوړ بابا به خپل کار پخپله کولو.  هغه له کوهي نه اوبه راووېـستلې چې خپله وچه ډوډۍ پرې له مرۍ تـیره کړي. طالب کا کا پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟ یـو تن ورغبرګه کړه چې  لوړبابا دی، د پښتنو مشر دی. خو لـوړ بـابـا ورتـه وویل چې «نه بچـیه! زه د پـښتـنو مـشـر نه یـم زه سـتاسې خـادم یـم.» لوړبابا به چې د خلکو د اصلاح لپاره دورې کولې، د بې وزله ملګرو په کورونو کې به یې شپه تـیروله، «او له دې پرته به یې په جوماتونو کې له طالبانو سره شپې  کولې.» لوړ بابا به ویل چې: « که پوره وي که سپوره وي په شریکه به وي.» لوړ بابا ساده او بې تکلیفه ژوند غوره ګنلی و:محمد صادق ژړک  داسې کاږي: لوړبابا چې به ژوند کښې  «هر ځای تـلی نو د ډوډۍ  پر وخت به یې له ځانه سره تر ۳[درې] کسانو زیات نه پـرېـښوول، ده دا کار ځکه کاوه چې دی پر خلکو بوج نه شي او دغه ډوډۍ به یې هم د خوار غریب او بزګر کره خوړله او یا به یې په یوه جومات کښې له طالبانو سره شپه کوله.» د لوړبابا په «میلمستیا به غریبان ملګري زیات خوشحاله وو. هغه په دې چې لومړی خو ده د خانانو او سرمایه دارانو پر ځای غـریبانو ته ارزښت ورکاوه، دوهم داچې د ده او ۳ ملګرو خدمت د هرچا د وس خبره وه. یو ځل له کـوټـې[کویټې ښار] څخه غـوڅکۍ ( زیارت) ته له ملګرو سره په دوره تللی و. هلته په ریسټ هاوس [هوټل/استراحت ځای] کې د شپې بندوبست شوی و.» خو لوړبابا نه غوښتل چې هـلته ورشي. ملګرو ته یې ویلي وو چې «زه  په دې جومات کښې له طالبانو سره شپه کوم. تاسې ریسټ هاوس ته لاړ شئ.» لوړبابا چې « په جومات کښې له طالبانو سره شپه تـیره کړې وه، سهار یـو طالب ګوره له کومه ځایه لـږ بیسکټ ورته برابر کړي وو او چای سره یې ورته ایښي وو.» خو لوړبابا «ورته وویل چې طالبه! ته په بیسکټ باندې چا اموخته کړی». هغه ورغبـرګه کړه چې لوړبابا «دا مې تاله راوړل موږ بیسکټ چیرې خورو.» بیا لوړ بابا « هلته ښه نصیحت ورته کړی و چې له دې څیزونوو څخه ځانـونه ساتئ.».  د لوړ بابا  په نظام کې د خان، غریب،... میا او ملا  توپیـر ځای نلري. لوړ بابالیکي چې: د ملت مشر به هغه سړی وي چې «نیک او ایماندار او د قوم او ملک خیر خواه وي. تکلیفونه او قـربانۍ او ډېر خدمت یې د قام او ملک کړی وي، او چې د دې مشرۍ اهلیت او پوهه هم پکې وي. زموږ حکومت به د جماعت تابع وي. جماعت به د حکومت تابع وي، بادشاهي خراب شی دی.... که چیرې نن یو باچا ښه هم وي، نو سبا به یې زوی پاچا وي. نو څوک ویلی شي چې ګوندې هغه به هم ښه وي.... دا ملک زموږ د ټولو پښتنو دی، نو موږ یو سړی نه خان کوو. زمونږ به کوشش دا وي چې ټـول خانان کړو او داسې حکومت به جوړوو چې هغه کې مساوات وي او د ټولو خلکو پکې یوشان خیر او فایده وي. که پوره وي او که سپوره وي په شریکه به وي، امن وي، انصاف وي. زمونږ به د ټول قوم یوه جرګه وي  او د هغوي [قوم/ملت] په خوښه به یو صـدر[ پریـزیډنټ= ولسمشر] وي.» ولولئ د ژړک کتاب