تکنوکراسۍ اودموکراسی دواړه یوناني کلیمې دی دواړه دو ګونی ترکیب لری چې تکنود فن اومهارت اوکراتودحاکمیت اوحکومت معنا ور کوي او کوی همدارنګه دمو خلک اوکراتو هم د حاکمیت حکومت مفهوم لری
دواړه اصطلاح په شلمه پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې د امريکا په هېواد کې رامنځ ته شوې دی په دې وخت کې دروسانود اکتوبر سوسیالیستي انقلاب هم بریالی شوی، د اقتصادی سیستم بدلون په وجه او په نړۍ کې د نړیوالو بدلونونوپه راتګ سره تکنو کراسی او دموکراسي دواړه له کړکېچ سره مخامخ کیږی.خکه د هرې ټولنې عینی او ذهنی شرایط فرق کوی او په اسلامی نړۍ کې ډیر.
تکنو کراسي او دموکراسی د دولت جوړولو او ادارې یوه بڼه ده نه معجزه خو ځینې حکومتوونه او حاکم خلک یې له دې هم لوړه ګڼی ! چې ټولې معاملې او اداري کړنې یې د علمي پرمختګونو او تخنیکي فنونو پر بنسټ ولاړې بولی چې نه دی او په همدې ډول ټولنيزو اړيکو کې داحساس، روحي او اجتماعي پديدو او ارزښتونو ته پاملرنه کمه او اهميت نه ورکوي. په حکومت کې تخنیکی، طبیعي، ، اقتصادي علومو پوهان تر ډیره د سیاستوالو ځای نیسي. د موخو د لاسته راوړو له پاره په انساني عقل جوړشوي پلانونه او تدبیرونه تر سیاسي او په ټولنه کې تر رواجي ارزښتونو لوړ بولي. په تکنوکراتیک نظام کې اساسي پام هدف ته د رسیدو وسایلو ته ور اوړي. په دواړه کراسیو کې د سیاسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو اغیز، د هغوی په واسطه ظاهرا په دموکراتیکه توګه ولې د ولس د ارادې جوړول او د انتخاباتو په واسطه د ټولنیزو موخو د ټاکلو اهمیت ډیر کمیږي.عدالت ، مساوات ، برابری ،او انصاف لپاره څه نه لری .
تکنوکراتان په دې باور دی چې ایدیولوژیکي طرحې د حکومت د دوام او ثبات تضمین نه شي کولای او په پایله کې د خلکو د هوساینې غم نه شي خوړلی. په داسې حکومت کې د کابينې غړي داسې بیطرفه کسان وي چې په ګوندونو کې غړیتوب نه لري، ماهر په کار بلد او د ولسمشر او نورو حکومتي واکمنانو تګلاری او پالیسی ښه اجرا کوي.
تکنوکراتان په دې باور لری چې ټولې انساني اړتیاوې باید د تخنيک د پرمختګ په واسطه په تخنیکي میتودونو حل شي. د علم وده او پرمختګ د ټولنې اساسي غوښتنه او د ستونزو د حل يوازينى لارښوونه بولي. تخنوکراتان ټولنه د تخنیکي سیستم په څیر ګڼي او د بې وټې انسانانو غوښتنې له نظره غورځوي. تخنوکراتانو ته د ماهرو کار پوهانو ارزښت زیات دی او دا په نظر کې نه نیسي چې له علم او پوهې څخه د بې برخې کسانو په روزنه کې ټولنیز چاپیریال بنسټيز اغېز لوبوي او د خلکو د وروسته پاتې کیدو اصلی ګناه د دوى د اوسيدو او روزنې د چاپيريال په غاړه ده. دوی د ملي شتمنیو د عادلانه ویش په اړه په ټولنه کې معمولو سیاسي بحثونو ته توجه نه کوي. دوی غواړي چې سیاسي ځواک عملا له هغو سیاسی استازو څخه واخلي چې په دموکراتیکه توګه د ولس لخوا ټاکل شوي وي او هغه د ماهرانو څخه جوړو کړو کار پوهانو او د ماهرانو کمیسیونونو ته وسپاري. تکنوکراتان په عمومي توګه د ټولنې کلتوري، سیاسي او ټولنیزې پروسې عملیه يوازې د علمي او عقلاني لیدلوري څخه ګوري.
د تکنوکراسۍ تیوریسان په دې نظر دي چې مسلکی کار پوهان باید د دولت رهبري په غاړه واخلي، ځکه چې دوی تر نورو د عامه هوساینې له پاره ښه کار کولای شي،دکړکیچو او جنجالو لامل کیږی نه ، اوږدې ناندرۍ نه وهی، کودتا نه کوي، سیاسي دلیل نه وایي او د آمر د دستور او فرمان منلو ته تر نورو ښه چمتو وي.
د تکنوکراسۍ نظریې د روسانو د سوسیالیستي انقلاب او د امریک کپیټالیسم د عمومي کړکېچ په وخت کې ډیر پلویان درلودل . داسې سیاسي میلانونه رامنځته شول چې تکنوکراسي یې د سوسیالیسم او کپيټالیسم تر منځ دریمه (د حل لاره) بلله. په تکنوکراسۍ کې وایی چې وسایل موخې ټاکي، نه داسې چې هدفونه وسایل تعیین کړي. تکنوکراتان په دې عقیده لری چې هر تخنیکي پرمختګ چې د انسانانو لخوا رامنځ ته کیږي له ځانه سره په ټولنه کې نويې غوښتنې او ستونزې را برسېره کوي چې د هغو د حل له پاره بیا هم نوي تخنیکي پرمختګونه ځوابونه موندلای شي. له دې کبله د دوی له نظره، نور په انسان باندې د انسان د سلطې او حاکميت وخت تیر دی او دا تخنیک دی چې پر انسانانو واک او حاکمیت چلوي. په دې توګه تکنوکراتان د دیموکراتیکو بهیرونو او د شتمنیو د عادلانه ویش د موضوع څيړل ضرور نه ګڼي، سیاسي بحثونو او ګوندونو ته اهمیت نه ورکوي او وایي چې تخنیک د انسانانو او سیاستوالو لخوا د ټولنې د ارزښتونو د بدلون او پرمختګ د لوري ټاکلو ته اړتیا نه لري،دا ځکه چې تخنيکي پرمختګ دا کار پخپله کوي.
په شلمه پیړۍ کې د تکنوکراسۍ د سیاسي طرحو د منظم سيستم د وړاندې کولو تر مخه په عصری حکومت کې د علمي او تخنیکي معقولیت او په اداره کې د تکنوکراتانو اغېز د څرنګوالی موضوع لا ډيره د مخه مطرح وه. ځینې پوهان په دې نظر دی چې ان د افلاطون د (فیلسوفانو دولت) طرحه هم له تکنوکراسۍ سره اړیکه لري داچې څومره دمنلو وړ ده والله اعلم.
د تکنوکراتانود حکومت مسئله په دریو غوره دلایلو ولاړه ده:
لومړۍ دلیل یې په ټولنه او ټولنیز سیاسي سیستم کې د تخنیکرانو اغېز دی. دا چې سیاسي ځواک د علم او فن پر مهارتونو تکیه لري، نومسلکی کار پو هان او تکنوکراتان کولای شي چې د ټولنې پرمختګ او د خلکو هوساینې ته ګټور واقع شي خو معیارونه مطرح دی .
دوهم دلیل یې په ټولنیزو سیاسي چارو کې د تخنیک د رول عمده بلل دی. دوی وایي چې ورځ په ورځ د سیاسي کړو وړو او نورمانیزه پریکړو ډګر د تخنیکي پرمختګونو په واسطه تنګ کیږي. تخنیک ورځ په ورځ په سیاسي پريکړو خپله اغیزه زياتوي او دا اغیزه د انسانانو د اختیاره وځي او سوچه سیاسي پریکړې له ټولنیز ډګره ورکیږي.
او دریم ابزاری وسایل او دلایل دي چې د وسایلو شتون او له هغو ګټه اخیستنه پخپله هدفونه ټاکي، نه داچې د مشخصو موخو د لاسته راوړو له پاره وسيلې. د یو ناما دبیان ازادی په نوم پیغام دلته د بې وخته اذان کولو مفهوم لری
تکنوکراسي د تفکر ځانګړی ډول دی چې د کا پیټالیسم د صنعتی سیستم په خدمت کې قرار لري او له نظره يې تخنیک د جامعې په ټولو اړخونو کې تولنیزو کړنو ته لوري ور کوي او د ودې سمت يې پخپله ټاکي.نه په اسلامی ټولنه کې.
علمی او تخنیکي پرمختګونه په ټولنیزو اقتصادي او سیاسي چارو ژورې مثبتې او یا منفي اغیزې کوي. علمي او تخنیکي پرمختګونه د انسانانو ډیرو غوښتنو او اړتیاوو ته ځوابونه او د ستونزو د حل لارې مومي. د علم او تخنیک اغیزې په ټولو ټولنو، سوسیالیستي او کپیټالیستي نظامونو کې خپل اغیز پراخوی. لینن د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د شوراګانو حکومت او ټول هیواد ته د برښنا رسول د سوسیالیستي نظام دوه غوره اړخونه بللي دي. يعنې چې د شوراګانو د سياسي پريکړو تر څنګ يې د ټولنې د ودې او د خلکو په هوساينه کې تخنيک ته لوړ اهمیت ورکړى دى. په اوس وخت کې ډیر پوهان او اقتصادي فعالین هم په ټولنیزو کړو وړو باندې د تخنیک او تکنوکراتانو ژوره اغیزه مني او د هغوی د ډول او ودې د لوري په ټاکلو کې يې ارزښت غوره بولي. د مثال په توګه، بیل ګېټس په دې نظر دی چې نوی معلوماتي او ارتباطي تخنیک (انټرنټ) دا قابلیت او ظرفیت لري چې کا پيټالیستي له کنتروله وتلې اړیکې د خلکو تر اغیزې لاندې راولي او د «نرم کپیټالیسم» د رامنځته کيدو سبب شي.
نور پوهان په دې نظر دي چې په ټولنیزو کړو وړو او راشه درشه باندې علمي او تخنیکي پرمختګونه منفي اغیزې هم کوي او په دې اړه ډیر نظرونه او تیوري ګانې شته. داسې تیوری شته چې د علم او تخنیک چټکه وده د انسانانو شخصي آزادۍ محدودوي. د مثال په توګه د انترنټ په اوسنیو شرایطو کې د افرادو آزاده راشه درشه او کړه وړه محدود او تر کنترول او نظارت لاندې دي چې د خصوصي حریم شتون ته لویه ضربه رسوي.مثلا سوشال میډیا کوښښ کوی چې به غیره مسقیمه توګه نوی نسل بې حیایی ته وهڅوی او له هر فرصت نه په ګته اخیستوسره په هرڅه کې ځان دخیل وبولی . انسانی عفت او اخلاق بابېز ه وګڼې او د منا سب ژوند هره پدیده دهنر په نوم جریحه دار کړی . دافراط له حده تېرشی او ښځه په ټولو بصری پروګرامو نو کې د تماشو ستر لامل وګرځی . دلته چي اسلامی ټولنه له دواړو یونانی کلیمونه جلاکیږی او خپله معنوی ، فرهنګی او دعلم او عرفان دیر اوږد تاریخ لری چې له پېړیو اوړی . د علم او تخنیک یاغي پرمختګ،د سوشال مېډیا دمنفی قطبونو هلې خلې حتی دکرونا په برخه کې افواه او دروغ د انسانانو د ژوند چاپیریال ته زیان رسوي، د اوسني نسل له پاره هوا ا و چاپیریال ککړوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د ځمکې پر مخ د ژوند شرایط سختوي او یا یې له منځه وړي.
په تکنوکراسۍ کې غټ منفی ټکی دادی چې تکنوکراتان عمدتا عیني- تخنیکی لید لري او په دولتی چارو کې د انسانانو روحي او ټولنیزې برخې په نظر کې نه نیسي او یا کم اهمیت ورکوي.تکنو او دمو دواړه په ډیروبرخو ګې ناکا م پاتې دی .