ټول افغان څیړنیزې مقالې


د سولې د سبوتاژ د مخنیوي لپاره د طالب د پوښتنو ځواب

په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د سولې د خبرو پیل خورا لویه نیکمرغي ده، خو دا چې طالبانو یو څو کوڅه ډبي سپي ګومارلي دي چې د افغان دولت د ټیم غړي سپک کړي او یا هم د سولې خبرې سبوتاژ کړي، په ریښتیا چې د خپګان وړ ده .  د طالبانو کوڅه ډبي فکر کوي چې د خلکو په سپکولو سره به دوی یو څه سیاسي لاسته راوړنه او بریا تر لاسه کړي، خو په بشپړ باور سره چې دوی به افغانانو او نړیوالې ټولنې ته خپل نجس، تور او پلید فکرونه لا نور هم زباد کړي . که څه هم چې ښاغلي نادري یې په سړه سینه او منطقي توګه ځواب

14.09.2020 محمدکریم نور

جمهوریت دا 47 کاله افغانانو ته څه ‌‌‌‌‌‌ډالي کړل چه افغان حکومت يي نن ورځ سره کرښه ټاکي

دجمهوریت او یا امارت خبري به مو ‌‌‌‌‌‌ډيري اوریدلې وي او د نن ورځي نه 47 کاله مخکي داوودخان د لمړۍ ځل له پاره په افغانستان کي جمهوري نظام جوړ کړ او داوود خان پخپله لمړنۍ افغان ولسمشر شو.  داوودخان غښتلې او په هیواد مین ولسمشر وو او هغه په ‌‌‌‌‌‌ډير کم‌‌‌‌‌‌وخت کي دافغانستان د آبادولو له پاره منظم اقتصا دي پلانونه لاس په سر شو.  داوودخان نه یواځي داقتصاد پياوړتیا له پاره بلکه په هیواد کي یی سیاسيونو ته هم پوره آزادي ورکړه. خو متاسفانأ د هماغه وخت آزادي او یا د نن ورځي دیموکراسي افغانانو

12.09.2020 میرویس زړن

دیو افغان ماشوم هیله: بس دي د جهاد په نوم نوره زموږ ښوونځي مه سوځوي

دیو افغان ماشوم هیله: بس دي د جهاد په نوم نوره زموږ ښوونځي مه سوځوي‌‌‌‌‌‌ په دا آخرو ورځو کي د هیواد د ګوټ ګوټ نه راپورونه ورکول کیږي چه د هیواد دښمنانو له لاسه ښوونځيو ته اورونه اچول کیږي. تقریبأ 43 کاله مخکي ‌‌‌‌‌‌ډير ښه مي په یاد دي او زه هم د مکتب په دریم ټولګي کي وم دا يوه اپتدایه ښوونځي وه چه د مکتب په نوم مشهور وو او تر نن ورځي پوري چه اوس وړوکي بازار هم په کي جوړ شوي ده د مکتب په نوم یادیږي او دا یواځيني مکتب وو په ټوله ولسوالي کي.يوه ورځ کله چه سهار وختي له خوبه را پورته شوم

30.08.2020 میرویس ځرن

د افغان ټولنې زوال

بې له شکه چې عادل پادشا د الله ج د رحم سیوری دی او تاریخ زباده کړې ده او چې نااهله، ظالم او مفسدو مشرانو خپلې لویې امپراتورۍ او خلافتونه له زوال سره مخ کړي او خپل ولسونه له بېساره بدمرغیو سره . د روم امپراتوري او عثماني خلافت یې ښې بېلګې دي. که څه هم چې د دواړو بنسټ له یو بل څخه په لوی توپیر په بیلابېلو ارزښتونو او نظریو اېښوول شوی وو، خو د زوال لاملونه د دواړو یو ډول ول او هغه دا چې مشران یې مفسد، ځانغاړي او په خپلو منځونو کې سره واوښتل. د دې امپراتوریو مشرانو هغه وړتیاوې او ځانګړتیاوې له لا

29.08.2020 محمدکریم نور

ديپلوماتيک پاسپورټ

بسم الله الرحمن الرحيم  صاحب الله (رحيمي) نېټه : ۲۸ / ۵ / ۱۳۹۹  ديپلوماتيک پاسپورټ څرنګه چې اداري سيستم دخدماتودعرضه کولوپه منظوردهيوادونواوحکومتونوهراداري نظام يودبل سره تفاوت لري، چې په ځيني هيوادونوکې چې بروکراسي په کې کمه اوداړتياوړاسناد دښاريانو(اوسېدونکو) ته په اسانۍ سره صادرکېږي يا ورکول اما په بعضې اداري نظامونوکې دغه لړۍ ډيره طاقت لرونکې  وي هم داداری لپاره اوهم دښاريانولپاره دسرګردانۍ سبب ګرځي يا سردرد پېداکوي ولې دفسادکوونکولپاره بيا دسؤاستفاده کولوښ

18.08.2020 صاحب الله رحیمي

د کوویډـ۱۹ ویروس ضد واکسین او د ویش اندېښنې

د کوویډـ۱۹ ویروس ضد واکسین او د ویش اندېښنې جان روان ځاځی د کوويډـ۱۹ ویروس څپې اوس د نړۍ تر هر هيواد رسيدلي، خو پر ځينو هيوادونو بیا غورځنګونه وهي او د اقتصاد ستنې يې ورلړزولې دي. دغه ویروس د نړۍ د لويو هيوادونو پر اقتصاد چې نړيوال اقتصاد هم پرې ډېره تکيه لري، بدې اغېزې کړي او خلکيې له فقر او غریبۍ سره  مخ کړي دي.                                                                                                                                                   د نړۍ په لر او بر ک

18.08.2020 اندیښمن ځاځی

 بیا هم د طالبانو د سر په بیه

د ځینو سر چینو د خبرونو پر بنسټ امریکا په سلګونو میلیونه ډالر پنجاب ته پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو لپاره ورکړي دي، خو په دې شرط چې طالبان به یوې ننداریزې یا نمایشي او دروغجنې سولې ته حاضروي . د امریکا او پنجاب معاملې ته که څه هم چې ډېرو لیکوالو، ژورنالېستانو، مبصرینو، سیاسيونو، پخوانیو او برحاله استخباراتي مامورینو په وار وار ګوته نیولې ده، خو طالبانو دا ډول تورونه رد کړي او پنجاب خپل د اسلامي عقیدې ورور ګڼي او له مرستو یې منندوی دي . طالبان او د دوی ډیجیټل پلویان دا ډول نیوکې او اندېښنې

15.08.2020 محمدکریم نور

چين کوویډـ۱۹ ویروس څنګه کنټرول کړ؟

چين کوویډـ۱۹ ویروس څنګه کنټرول کړ؟ جان روان ځاځی تر اوسه دا لا نه ده مالومه، چې کوويډـ۱۹ ويروس له څه شي پیدا شوی او څنګه يې انسان ته سرایت کړی، په اړه يې بېلا بېلې خبرې کیږي، خو شک دا دی، چې ښايي له حيواناتو څخه انسانانو ته ورغلی وي.                                                                                                                              د دغه ویروس څرک په لومړي ځل د تېر کال په پای کې د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې ولګېده او ډېر ژر يې پر نړۍ خپله لمن وغو

09.08.2020 اندیښمن ځاځی

تنقيدي زاويه؛ د غني خبرې او جرګه!

استاد سياف دريځ ته راغی، د دولت رئيس يې مخاطب کړ: ته زيربنايي کارونو ته ډېره لېوالتيا لرې چې بندونه جوړ کړې، فابريکې جوړې کړې، د دې ملک اوبه چې بيرون ځي دا مهار کړې، دا به ټولې تاسو ته وليکل شي، خو دا يو يې هم ستاسو نوم تلپاتې کوي نه، که هر وخت تاسو وتوانېدئ چې دا د وينو بهير بند کړئ هلته به ستاسو نوم تلپاتی وي. کله چې محمد اشرف غني دريځ ته راغی استاد سياف ته يې وويل چې استاد تاسو د افغانستان يو بنسټ يئ، خدای مو همېشه لره،  او چغه يې کړه چې ان شاالله مونږ به وينه ختمه کړو... غ

07.08.2020 وحيدالله مصلح

دنړيوالو عمومي حقوقو دځينو مهمو پرنسيپونو تحليل

بسم الله الرحمن الرحيمدنړيوالو عمومي حقوقو دځينو مهمو پرنسيپونو تحليلصاحب الله  (رحيمي)  نېټه : ۱۶ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش  ·         انسان هغه ټولنيز مخلوق دى چې په ټولنه کې ژوند کوي او هيڅکله په يوازې صورت خپلې اړتياوې نه شي پوره کولې ضرور نورو انسانانو ته اړ او محتاج دى ،ياده دې وي چې انسان اشرف المخلوقات دى يعنې ډېرابرومند او عزتمند مخلوق دى او ددې انسان او مخلوق راضي کول داسې معنې لري چې خداى خوښ او راضي کړي اود انسان په خواشينې او خفګان کې دخداى ج اود هغه  رسول خفه کبږي

05.08.2020 صاحب الله رحیمي

ولسمشره، ته دې ژوندی او واکمن وې!

له دې ولس او هیواد سره ستا لېونۍ مینه آن تر هغې کچې هم لوړه ده لکه ته یې چې یادوې او لکه په پټه او برلا چې د دې هېواد غلیمان ترې ډارېږي . ته حماسي شاعر نه یې چې په خپل شعر کې خپل احساس راونغاړې او د دې کاڼه او ړانده ولس تر غوږونو یې ور ورسوې، خو ستا احساس ان تر هغه حماسي شاعر هم لوړ دی چې شعر د احساساتو او خیالونو څخه د الهام زیږنده یا هېنداره ګڼي . ته چې کوم حماسي شعر لولې، هغه ستا لوړ احساس دی چې ستا له ژبې څخه وړاندې ځان وښیي او ستا په شعر لاسبری او د شعر د لوست مخه ونیسي . که تا احساس نه

05.08.2020 محمدکریم نور

افغانستان دجګړې خارجي عوامل

(بسم الله الرحمن الرحيم ) افغانستان دجګړې خارجي عوامل صاحب الله (رحيمي) دخپرېدو نېټه : ۱۲ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش  څرنګه چي د تاريخ په اوږدو کې دغو هيوادو(شوروي اومريکا) طاغوتي اوشيطاني طاقتونو خپلې د وحشت او دهشت ،د فساد او د فتنې ډکې څيرې نړيوالوته وخت په وخت په يونوم اوبل نوم ښکاره شوې چې دغو انسان ډوله ځناورو  او اشغالګرو بشريت باندې د امن او سکون خوب حرام کړي او د هغوي صلحه او نيکمرغي يې د ګواښ سره مخ کړې ، دغو بشر ضد وحشيانو کله خپل منځ کې يو بل داړلي او کله يې د

02.08.2020 صاحب الله رحیمي

جګړه ، سوله او ديپلوماسي

جګړه ، سوله او ديپلوماسي لېکوال: محمد ميلاد سکندری   (July, 30 , 2020)  ژباړه : صاحب الله (رحيمي) (  ۱۲ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش )  سوله او جګړه  د انسان په ژوند کې ترټولو مهمې مسئلې دي چې انسانانو د تاريخ په اوږدو کې دهرڅه نه يې ډير په اړه فکر کړی او د انسانيت ترټولو مهمه اندېښنه ده. د جګړې حالت ، غېرجګړه او سوله هغه درې مسئلې دي چې د نړۍ په سياست او نړيوالو اړيکو کې پېژندل شوي او د دې قضيو تشريح کولو لپاره ډيرې څېړنې ترسره شوي. لومړی وضعيت د ګوندونو ترمېنځ د بشپړې کچې جګړه ده

02.08.2020 صاحب الله رحیمي

نگاهی به دوران کوتاه سلطنت شاه اشرف هوتک

شاه اشرف فرزند عبدالعزیز (دومین شاه سلسله هوتکی) در سال ۱۷۲۵ پس از درگذشت شاه محمود به سلطنت رسید و سیدال خان ناصری که جنگاوری بی نظیر بود را به سپهسالاری برگزید .شاه اشرف با مشکلات بیشماری روبرو بود ، سلطان حسین در قندهار او را متهم به قتل شاه محمود کرده و فرمان قطع ارتباط میان قندهار و اصفهان را صادر کرده بود و شاه اشرف برای همیشه از حمایت قندهار محروم شد ، گذشته از آن جمع کثیری از طرفداران شاه محمود هم از او روگردانده و به قندهار رفته بودند .خلافت عثمانی و روسیه هم چشم طمع به قلمرو

29.07.2020 محمد شریف منصور

ديپلوماتيک پروتوکولونه

بسم الله الرحمن الرحيمراټولونه : صاحب الله (رحيمي) نېټه : ۷ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش    څرنګه چي پوهيږو نړۍ يا د ځمکې کره په مختلفو هېوادونو ويشل شويده چې هر يوي ځانته د خپل هويت او ملي حاکميت درلودونکي دي، البته دغه ويش د جغرافياوي حدودو او سرحداتو په اساس مينځته راغلي خو د ټولنيزو اړيکو له مخي نشي کولاي چي دغه دولتونه يو له بل څخه جدا کړو او هر هيواد په خپلو سرحداتو کي انحصار پاتي شي. څرنګه چي انسانان هم يو د بل څخه جدا په انفرادي توګه ژوند نشي تيرولي بلکه انساني حدودتونه

28.07.2020 صاحب الله رحیمي

د پنجاب د غصب او یرغل پر وړاندې چوپتیا مرګ ده!

په تیرو ۲۰ کلونو کې تل د ډيورنډ پر فرضي کرښه میشتو ولسونو د پاکستان د سرحدی سرغړونو، افغان ضد کړنو او دوامداره یرغلونو څخه شکایتونه کول. ولې دغه رویه پر تیرو ۸ کلونو کې تر ټوله سپکه بڼه او ناوړه بدلون کړې، د بېلګي په توګه پاکستان پردې موده کې لږ تر لږه ۲۷ ځای سرحدی بریدونه مات کړې او له ۵ تر ۲۰ کیلومیترو يې افغان خاوره غصب کړې، پر ۱۷ نقطو کې یې د افغان خاورې دننه ستراتیژیک امنیتي او دفاعي تاسیسات جوړ کړې، کلونه کېږي چې له ننګرهاره، تر کنړ او کندهاره په پرلپسي توګه افغان خاوره پر توغند

24.07.2020 قاضي نجیب الله جامع

داسلام تشریعی اساسات-- پنځمه برخه

داسلام تشریعي اساسات ! (۵ برخه) مفتي فضل هادي (سالک ) طبقات المجتهدین دتشریعی اساساتوپه پرلپسي پنځمه برخه کې به داسلامي امت د مجتهدینو او فقهاوو په طبقاتو ،مراتبو یا ددوئ په کټګورۍ رڼا واچوو،خوڅنګه چې مونږ دلته داسلامي امت دمجتهدینو اوفقهاوو طبقات په دوه بحثونو کې څیړو ، چې یو بحث دحنفي مذهب دائمه وو فقهاوو طبقات او مراتب دي او بل دامت دنورو مذاهبو دائمه مجتهدینو او فقهاوو طبقات اومراتب دي ، لومړی به د حنفي مذهب د مجتهدینو طبقات په مختصره توګه وشنو او کټګوري به یې کړو،بیا تردې

19.07.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

د افغانستان د اولين جمهور ريیس محمد داوود خان سره زما ليدنه

نيټه او وخت: د غرمی نه پس د دووبجو او ديرش دقيقونه تر څلورو بجو او شل د قيقو پوری چی ۱۱۰دقيقی کيږی. د اکتوبر ۳۱ نيټه ، ۱۹۷۷م کال زرجان بها د پرډو په پوهنتون کی پروفيسور انديانا، متحده اضلاع د امريکا هغه وخت چې زه دکابل پوهنتون د انجينری فاکولتی ريیس وم خبرشوم چې د ملګريو ملتو له خوا د «په پرمختیا کې د ساینس او تکنالوجي رول » تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړېږي چې بیا وروسته دا کنفرانس  په ۱۹۷۹ کال کی په ویانا کې جوړ شو. دا هغه وخت وا چې سوړ جنګ د غرب او شرق په منځ

17.07.2020 زرجان بها

د واک او لوټ لپاره د خوارجو "جهاد"

 د سمنګان په ولایت کې د ملي امنیت د ودانۍ تر څنګ اود ښار په منځ کې د طالب سړیخورو د موټر بم چاودنه د واک او قدرت لپاره د طالبانو د جګړې یو ستر ثبوت دی . بې له شکه چې دا به د ابوجهل د لښکر وروستی برید نه وي ځکه چې الله سبحانه و تعالی چې څوک ګمراه کړي، هغه ته په خپل جهل، وحشت، ګمراهۍ، کفر، فساد او ارتداد کې پرمختګ ورکوي، په زړونو یې مهر لګوي او له هدایت څخه یې محروم کړي . او بې له شکه چې طالبان ورځ پر ورځ له اسلام څخه په بې سارې توګه واټن نیسي . د الله ج په وړاندې به تر دې ستر جرم او جنایت چېرې

15.07.2020 محمدکریم نور

داسلامي تشریع اساسات-- څلورمه برخه

داصول فقه دعلم تدوین ! دعلم فقه دتاریخي قدامت دپیژندلو اودخلفاء راشدینو (رضی الله عنهم) له وخته ترصغارو صحابو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین پورې ،اوبیا دحجازاو عراق دفقهي مدرسو منځته راتلل اوډول ډول اطوار یا مختلف پړاوونه یې دڅه تفصیل سره په تیر بحث کې وشنل شو، اوس به دعلم اصول فقه دتدوین او منځته راتلو په هکله څه وضاحت وکړو! داصول فقه علم دکره معلوماتو له مخې په دوهمه هجري پیړۍ کې رامنځته شوی دی ،خوددې څخه باید دا ونه فهمول شي ،چې ګوندې داجتهاد پر وخت مجتهدینو داصول فقه دقواعدو ا

14.07.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

هوښیارخان دبخت په څپو کې

لیکونکي: Brüder Grimm ژباړن: رڼاګل اریوبزی دکوچنیانوله پاره لنډه کیسه هوښېارګل دخپل بادار سره۷کاله کار وکړ،نويوه ورځ یي ورته وويل:« باداره! زما وخت پوره شوی دې، اوس  غواړم چې بیرته خپل کور او مور ته ولاړشم. ما ته زمامعاش راکړه.» مالک ورته وویل چې.« تا زما سره په رښتيا او  په اخلاص کار وکړ. څنګه چې کار هغسې معاش.» ده نوکرته د سرو زرو يو غټ غونډاری ورکړ، چې د هوښېارګل د سر  په شان غټ و. هوښېارګل  د جيب څخه دسمال راوایست او د زرو غونډاری يې  پکې وپيچې، پرا وږه يی کښيښود ا

09.07.2020 رڼاګل اریوبزی

د دوستم مارشالي او وړتیاوې

دوستم ته د مارشارلۍ د رتبې پړه اچول پر ولسمشر غني نه یوازې د خپلې کمزورتیا پټول دي، بلکې همداسې له ولسمشر غني سره ناځواني او له دې هېواد او ولس سره ظلم دی . زموږ د هېواد یو له عجایبو او حیرانوونکو دودونو، پېښو او کیسو څخه یو عادت دا دی چې د یوه سکالو (موضوع) پر اړین اړخ نه بحث کوو او نه هم ارزښت ورکوو . که یې په ډانګ پویلې ووایم اړین اړخ یې نه پېژنو . له همدې امله د ولسمشر غني خبره لومړی خبرې کوو، بیا وروسته څېړنه . لومړی تور لګوو، بیا څېړنه . له همدې امله د دوستم د مارشالۍ د رتبې لاملونه او

07.07.2020 محمدکریم نور

افغانستان به بحران شدید اقتصادی روبرو است

   موسسات تحقیقات علمی جهان با ارائه ای ارقام وشاخص ها ، هوشدار میدهند که :  بالاثروسعت شیوع مرض کرونا ، جهان دچار بحران کم سابق شده است . این منابع ، پائین افتادن سطح محصول ناخالص اجتماعی وافزایش رقم بیکاران را درسال جاری ، تشویش آور میدانند. آنها از محاسبات خویش این نتیجه را میگیرند که کشورهای زیادی ، رشد منفی اقتصادی را تجربه خواهند کرد.    بانک جهانی با ارزیابی کشورهای متضررشونده ای جنوب شرق آسیا طی سال2020 ، افغانستان را درمقام اول فهرست ارائه کرده ای خود ، جا داده است .

29.06.2020 میرعنایت الله سادات

له جهاد څخه تر کرایي خون او پیره دارۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ پاکستان نه یوازې له ترهګرو څخه واتن نه دی نیولی، بلکې د تمې او غوښتنې سره ناباندې پاکستان نور هم ترهګرې ډلې غښتلې او په افغانسان او هند کې یې په نویو ترهګریزو ماموریتونو ګومارلې دي۔ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د موندنو او لاسوندونو پر بنسټ پاکستان په همدې توګه طالبانو ته د سولې له تړون سره هممهال د نویو ترهګریزو یرغلونو، د ولسي وګړو د وژلو، د ټولګټو بنسټونو د نړولو او د افغان دولت سره د سولې څخه پر انکار او جګړې ته د دوام په ورکولو سره ټینګار کړی دی

29.06.2020 محمدکریم نور

روښاندي څه ده

پارسي ته ژباړونکی : صدیق رهپو طرزي پښتو ژباړونکی : س . سېلنی ( درنو لوستونکو! د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر ځوانو لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو " لغاتو ، کلیماتو" یو ځانگړی لړلیک " فهرست " جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو ) . * * * * روښاندي څه ده لکه څنگه چې پوهېږو ، دا رنې ديکارت (۱۶۵۰ -۱۵۹۶) وو چې په پېژندویه کرښه ٫٫ دا

25.06.2020 سمع سېلنی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more