اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې !

لیکوال : مفتي فضل هادي سالک)
(دریمه برخه)

کمونيزم( Communism)
• کمون په عامه توګه هغې ډلې ته ويل کيږي چې دچارودادارې په خاطر يوله بل سره همکاري کوي اودلوړومقاماتودلاس وهنې څخه پرته کارونه سموي،په ځینواروپايي هيوادونوکې يوکوچني اداري واحدته هم کمون وايي
• خوکمونېزم له يوټولنيزاقتصادي نظام څخه عبارت دی چې په ټولوشيانوکې دخلکوپه مشارکت باورلري لکه خوراک څښاک ،پوښاک، کور،اوزدواج اوياپه بله اصطلاح ددرې شيانواشتراک پيسی، ښځه اوځمکه ،دکمونستي نظام طرحه چی مارکس جوړه کړې ده مثال يې شفاخانې اوياعسکري پايګاه ته ورته ده چې هلته ورڅخه خلک مؤقته استفاده کوي کمونيزم دداسې ټولنې په پښودرول غواړی چې هلته فردي مالکيت نه وي بلکی ټول يې وخوري ويې څښی، وايې اغوندي اودهشي اوډله ئيزازدواج وکړی اوپه کارلاس پورې کړې.
• په کمونستي نظام کې دتوليدوسايل ،ځمکې ،کارخانې ،تعميرونه ،بانکونه ،شرکتونه ټول هرڅه دولتي وي په دې نظام کې نه څوک ځمکه لري ،نه کارخانه نه موټرې اونه بانکونه بلکې هرڅه ددولت په لاس کې وي دولت مکلفيت لري چې خلکوته دکارپه مقابل کې دخوراک،پوښاک دصحت اوتعليم خدمات برابرکاندي
• تاريخي شاليديې
• کمونېزم داوسني وخت زېږنده نه ده اونه يې مارکس بنسټګردی بلکې تاريخي سابقه لري دميلادنه نولس پېړۍ پخواليکوغورس په يونان کې عملی کړټولی ځمکې يې مصادره اوبيايې مساوي وويشلې دماشومانواجتماعي پالنه دولت پرغاړه واخېسته که چېرته به کوم ماشوم معيوب نړۍته سترګې پرانستې موريې په وژلومکلفه وه. په دويمه قبل الميلادپېړۍکې د يهودويوه ډله دعمومي ملکيت غوښتونکې اودمساوات مدعی شوه دشتمنوپرخلاف يې مبارزه اعلان کړه ،په څلورمه قبل الميلادپيړۍ کې افلاطون دهمدغه نظام دتطبيق پلوي وکړه دشتمنيواودښځو اشتراک يې اعلان کړ.په شپږمه ميلادي پېړۍ کې ايراني مزدک په فارسي ملت کې د دشتمنيواودښځود اشتراک مدعي شو.
• په اولسمه ميلادي پېړۍ کې ايټالوي مفکر(کامبافيلا)ديوکتاب په ليکلولاس پورې کړدهغه نظر داؤ چې شراوبدي دثروت په عمومي کولوله منځه ځي. همدارنګه په نولسمه پېړۍ په روسيه کې دنهلستانو په نوم يوه ډله دايراني مزدک دخوځښت په څېر رامنځته اودخير او عدالت اودفقراوغربت دله منځه تللو اعلان يې کاوه.
• دکمونيزم افکاراومعتقدات
• دالله تعالی له وجوداوله ټولومغيباتوڅخه انکارلکه روح،جنت ،دوزخ ،ملايکې،پيريان
• ،وحی،اخرت اوپه دې باورچي ماده دهرشي اساس اوبنسټ تشکيلوی.مارکس ويلي دي چي الله عزوجل نشته اوژوندټوله ماده ده، لينن وايي هريوديني فکرچي په الله عزوجل باوري وي حماقت اوجهالت دی په الله عزوجل باورپخوانۍ توره ارتجاع اودين دولسونودنېشه کولووسيله ده، په کارده چې ددين پرخلاف جګړه اعلان شي.
• دوی له ټولودينونوسره مقابله کوي اديان دپانګوالې اواستعمارپه چوپړکې ګڼي .
• ځانګړی (شخصي )ملکيت له منځه وړي اودميراث دلغوه کېدوپلوی کوي.
• په ولسونودبرچی په زورخپل فکرتحميلوي.
• کمونيزم ماده ازلي بولي او وايي چې ماده تل ده اوتل به وي اوله منځه نه ځي دوی
• طبيعت معبود بولي.
• په دی باورلرل چي ددنياله ژونده پرته نه اخرت شته ،نه عذاب اونه ثواب.
• کمونيزم په اخ اوډب اوزورزياتي باوري دی.
• لينن په دي باورلري چه که چيرته دکمونستي انقلاب دبري په لارکې دنړۍدخلکودرې
• پرڅلوربرخې له منځه ولاړشي داکاردې سرته ورسېږي .
• کمونيزم په ټګۍ ،خيانت ،اوغدرباورلري اګرکه دخپل ګوندله غړوسره وي
• دکمونستي نظام اقتصادي بنسټونه
• دکمونستي نظام اصول په لاندې ټکوکې راخلاصه کوؤ
• دفردی مالکيت بشپړلغوه کول او دولت ته يې تسليمول.
• د وس په اندازه کارکول اود حاجت په اندازه اجوره اخيستل.
• دتوليداوتوزيع لپاره اقتصادې تګلاره جوړول.
• په هرشي کې دخلکومشارکت لکه ځمکه ،کور،جامه ،سامان ،غذايي توکي اوازدواج دضرورت پراساس توزيع ،دلته دشتمنۍ وېش دکارپراساس صورت نه نيسی مارکسېزم وايي چې دکاراوکاريګرترمنځ هېڅ اړيکه نشته کاريګرچې هرڅومره کارکړی دخپل ضرورت له پوره کولو څخه پرته دهېڅ شي حق نلري کاردقدرت په اندازه اومعاش دحاجت په اندازه نوپه توزېع کې دکارموقف منفي دی
• دسوسياليزم اوکمونيزم ترمنځ فرق
• سوسياليزم له کمونېزم سره دشتمنيوپه تمرکزيوشان نظرلري مګردتوزيع په سيستم کې سره جلاکيږی په کمونيزم کې توزيع دحاجت پراساس مګرپه سوسياليزم کې دکارپربنسټ دکمونستي نظام دتطبيق لپاره لینن له خلکو دځمکوداخيستلو فرمان صادرکړ په زوردځمکو اومالونواخيستل څه اسان کارنه ؤدکمونستي پلان دتطبيق لپاره دوی نولس ميليونه وګړي په روسيه کې په دارځړولي دوه ميلونه وګړوته يې سختې سزاګانې ورکړي په مرکزي اسياکې يې اولس نيم ميلونه خلک له تيغه تېرکړي دقراقرم دجمهوريت يونيم ميليون وګړي يې وژلي اوټوله سيمه روسي ګرځول شوې ده. پنځه ميليونه خلک يې په روسيه کې سا بيرياته تبعيدکړي په مرکزي اسيااوروسيه کې يې دېرش ميليونه دکرکيلې غوايي اوڅلويښت ميليونه اسونه له منځه وړي،په روسيې اومرکزي اسياکې يې پنځوس زره جوماتونه داسونواوغوايانوپه غوجلواودګډااونڅاپه مراکزوتبديل کړي .دروسيې اقتصاد او کرکيله درکود سره مخامخ شوه نو لينن د مارکس فلسفه تغير کړه اوکاريې دتوزېع معيار وباله سوسيالستي اقتصادوايي! کارګر هغه څوک دی چې دخپل کار په وسيله يې مادې ته تبادلي ارزښت ورکړی کار دقيمت اساس دی نوکاردقدرت په اندازه اومعاش دکارپه اندازه دتوزېع يواځنۍ وسيله کاردی نوپردې اساس لينن دمارکس فلسفه تغيرکړه
• عیبونه اونيمګړتیاوې یې
• ۱-دفرد ازادي اوشخصیت له منځه وړل.
• ۲- په فردي ملکيت پابندي اودبشرله فطرت سره چګړه.
۳- دتولید دکميت اوکیفیت راټېټېدل ځکه چې هلته فردي ملکیت سیالی اورقابت نه وي .
۴- اخلاقي اوټولنيز فساد ته وده لکه زنا ،رشوت اوغلا .
• ۵- ټولودینونو، قوانینو اواخلاقو سره بشپړ ه مقابله اوهغوته دتورې ارتجاع اوبورژوازي نظام په توګه کتل.
• ۷-داقتصادي ازادۍ خاتمه : په کمونستي نظام کې شخصی ملکيت پای ته رسيږي هرفرددټولنې دماشين يوه پرزه ګرځي دبشرازادي ،اراده اوشخصيت سخته ضربه ويني.
• ۸-دبشرفطري استعدادله منځه وړل : داچې ټول توليدي وسايل دحکومت په لاس کې دي نوځکه هرفردته حکومت تنخواورکوي اوپه تنخوا کې دچافرق نه وي نودلوړاستعدادڅښتنانوته دهغوی داستعدادپه برابرمعاش نه ورکول .
• ۹-دمصرف کوونکيودازادۍ ختمول :په کمونستي نظام کې اقتصادي ازادي نه وي ځکه چې دحکومت له خوايواځې يوشی توليدېږي دټولنې هرمصرف کونکی مجبوردی هماغه شی مصرف کړي
• ۱۰-دکاردشوق اوسيالۍ خاتمه:په کمونستي نظام کې چې کله اقتصادي ازادي ختمه شي نوبياپه خلکوکې دزړه داخلاصه دکارکولواوله نوروسره دسيالۍ جذبه پای ته رسېږي .
• ۱۱-دحکومتي کارکونکيوبې پروايي.
• ۱۲-دسياسي اواقتصادي قدرت تمرکز:دحکومت دنده دعواموخدمت هغوی ته دازاديوبرابرول اودهغوی استعدادونوته وده ورکول
• ۱۳-په دروغودمساوات چيغې وهل .
• ۱۴-کمونستي دکتاتوري اودقدرت تمرکز:دروسيې اوچين خلک ټول په کمونست ګوندکې شامل نه دي هلته جبر،زور،استبداداوبرچه حکومت کوي دکمونستي نظام مثال هغه وزن ته ورته ده چې دمټوپه زورفضاته پورته کيږي .
• ۱۵-په کارګرانومفت کارکول :دکمونست ګوندلوړمقامه شخصيتونه په بيلابيلوپلموکارګران راغونډوي ورڅخه کاراخلي اومزدوري نه ورکوي يواځې په ډوډۍ يې بسياکوي.
• ۱۶-دانساني شخصيت خاتمه اودځنګله دژويوپه رمه يې تبديلول.
• ۱۷-دډېروټولنيزواړيکولغوه کول لکه ميراث اوهبه .
• داسلامي اقتصاد دنظام غوروالی
• ۱- پرمادیاتواومعنویاتو باور .
• ۲-باطني ساتنه .یعنې اسلامي اقتصاد دانسان دباطن او داخلې وجدان درمنله کوي،اودتل لپاره دالهي څارنې لاندې وی .داسلامی اقتصاد داټولې لوړتیاوې په نفقاتواولګښتونو کې وی ،په ټولنه کې خپلوانو،اړو کسانو،فقیرانو،مسکینانو،یتیمانواوکونډوته په ورکړه او هممدارنګه دزکات ټولنیز تکافل اودنورو مثبتوکړنوبه برخه کې لکه دچل اوفریب په نه کولواودنورو دمال په نه خوړلوترسره کیږی .
• ۳-مزدوج اقتصاد(انفرادي او اجتماعي مالکیت) .
• اسلامی اقتصادی نظام هم دفرد مالکیت داسلامي او معیارونو په چوکاټ کې اوهم ټولنیزمالکیت تنظیموي،که فرد ځانګړې پانګه ولري مجبور دی چې زکات او صدقه ورکړي ،همداسې حکومت هم ډیرمسؤلینونه دملت پروړاندې لري ،چې دط مزدوج او ټولنه کې عدالت تامینیږې.
• ۴-داخلاقو په دایره یا بند کې ازاداقتصاد :
• یعنې داسلام اقتصادی نظام دداسې آزاد بازاراقتصاد بازار نه دی چې سرمایه داران پکې هرحلال او حرام کار داقتصادی ازادۍ په نامه ترسره کړي او دخلکو له جیبونو پیسې چور کړی ،اونه هم هغسې دیکتاتور حکومت دی ،چې هرڅه وغواړط ترسره یې کړی ،بلکې په اسلامی اقتصاد کې خلک او حکومت مکلف دي چط داسلامي اقتصاد په اخلاقي او ایماني چوکاټ کې مقید وي او خپل اقتصادي چارې پر مخ یوسي
نوربیا...............