همم، کله چه دستیج سر ته پورته شو کله چه مایک مو لاس ته ولویږي او کله چه په محراب کي دجامع مخي ته ناست وو په لاف وهلو نه ستړۍ کیږو. ډیر لیرۍ به نه ځم، انګریزانو ته مو ماته ورکړه روس مو په ګینډو کړ جهاد مو وګاټه، شوروي اتحاد مو ړنګ کړ، شرقي اروپامو آزاده کړه هغه مو وکړل دا مو وکړل... خو آیا په حقیقت کي مو دهیواد په ګټه او دولس هوسایني لپاره کومي لاسته راوړنۍ لرلې دي؟ 

نخیر نه، دنړۍ په کچه تر ټولو غریب اوبيچاره افغان ولس دي چه په نس نه ده موړ . که رښتیا ووایو نه کوم اسقلال لرو نه دکوم شي تولیدوړتیا لرو حتي په ټول هیواد کي یو مجهز روغتون نه لرو او ناروغان مو دپاکستان په دروازو کي ساه ورکوي. آیا دا زموږ مشرانو ته دشرم ځاي نه ده؟ 

ښايي چه داسي ده په کوم شي دومره ویاړو او لاپي وهو او ولي حقیقت نه منو چه نه دکار وړتیا لرو په فساد ککړ، ګوري فساداخیستونکي او ورکونکي دواړه مجرمین نه دي  دواړه د خداي ګناه ګار نه دي؟ ما روس را شکست دادیم دیوال برلین را از بین بردیم تانکهاي روس را از آروپا شرقي بیرون کشیدم ... آیا دا ټوله لاپي او دروغ نه دي؟

اي بیغیرته لږي سترګي خلاصي کړه تا خپله خاوره چه کوزه پښتونخوا ده په دا لڼډه موده کي دلاسه نه ده ورکړي؟

کوزه پښونخوا چه ۷۳ کاله پخوا زموږ خاوره وه اوس د ژوند په بیه سفر نه شو کولاي او په اونیو اونیو يي د ویزو اخیستلو ته منتظر وو. ۹۵فیصده خلک مو وږي دي، ماشومان مو د وړکتوب نه محروم دي او کله چه په پښو شي د ښوونځي په ځاي شپه او ورځ سرګردانه د یوي مړۍ په ارمان ګرځي. په کافي اندازه ښوونځي نه لرو او هغه ماشومان چه ښوونځيو ته ځي باید دونو لاندۍ په ځمکه کښيني میز اوچوکي شتون نلري. معدي او خیټي مو د آمیب او نورو مکروبونو نه ډکي دي او د څښاک پاکي او به نه لرو. لیری به نه ځو که چیری هیوادمو زموږ بچي یعني پاکستان چه فقط د ۷۳ کاله عمر لري ور سره پرتله کړو پنځوس کاله دخپل بچي نه هم وروسته پاتي یو. 

بیا هم وایم آیا موږ ټولو ته او بلخصوص زموږ لیډرانو او مشرانو ته دشرم ځاي نه ده چه هیواد نه يی غوجل جوړ کړي ده او د دنیا ټول دهشتګر ورمات شوي دي؟ آيا دا هیواد په ما او تا ټولو حق نه لري چه دورانولو پر ځاي يي جوړ او آباد کړو آيا دا راتلونکي نسل په ما اوتا حق نه لري چه دیو آرام او سوکاله ژوند فضأ ورته جوړه کړو؟ 

بس چه داسي ده، ما رشوت ورکوه او ما رشوت اخله، دبیت المال مال خپل وګڼه، هیواد او خلکو سره صادق اوسه، دخپل کلي او کوڅي امنیت پخپله ونیسه، غل او زورواک دخپل کلي او کوڅي نه وشړه،  قانون ته درناوي ولره او اول يی پخپل ځان تطبیق کړه او بیا يي دنورو نه هم وغواړه.

يواځي ټول او په ګډه کولاي شو چه د خپل هیواد او راتلونکي نسل چوپړ وګرځو او خپل هیواد دنړۍ نورو هیوادونو سره سیال وګرځوو.

که نه خداي مه کړه زموږ راتلونکي نسل به د بیوزلې سره همداسي پنجي نرموي او موږ به د دوزخ په اور کي سوڅو.
ومن الله توفیق