اسلام

اسلام د خدای ج آخیرنی دین ته وایی چه په نبی محمد صلعم باندی نازل او له هغه نه وروسته بیا د لوی خدای په قول بل دین نشی راتلای. اسلام د انسانانو د دارینو د خوښی او نیکی لپاره راغلی چه تمام او کامل دی. کامل او تمام په دی معنی چه نور نو د انسان د ښیګڼی لپاره نوی دینی فرایض او واجباتو ته ضرورت نسته. اسلام د ښه ژوند لیاره ده او دیوه قانون په توګه دهرڅه نه مخته ته و مسلمان ته ښه او بد له اوله معلوموی. دهمدی کبله اسلام د ژوندانه د سمون یو کود یا لارښونه ده چه د هغه په بنا انسان ښه او یا بد بلل کیږی. 

اسلام له بل دین او یا ایدیالوژی سره نسی ګډیدلای. مسلمان باید یوازی او یوازی اسلام ته تابع وی. دا دقران امر دی او په خلاف یی سړی ګناهکاریږی. له اسلام سره د نورو د ایدیالوژی ګډول مسلمان اقلا د فاسق درجی ته رسوی او په ځینی مواردو کی بیا کفر ته. نو مسلمان باید په ده هکله ډیر محتاط وی. 

اسلام له بل دین او ایدیالوژی سره ګډول په دی معنی دی چه څه له اسلام څخه واخلی او څه له بلی ایدیالوژی او بیا هغه د ځان او نورو لپاره لازم العمل وبولی. اول دا کار په مسلمانانو کی اهل صفا او باطنیی فرقی کړی وو چه د شریعت پوهانو هغه ناروا وبلل. دا په دی معنی چه فرایض او واجبات او سنت پریږدی او د هغه په ځای له نورو ادیانو او ایدیالوژی نه څه را اخلی. اهل صفا پرون داسی ناتار جوړکړی وو او سیکیلرانو نن سبا داسی خټی بنا کړی دی. 

البته دا دا معنی نلری چه اسلام دعقل په مخ کی یو خنډ دی. بالعکس اسلام عقل ته خلک رابولی. چیری چه قران او سنت صریح او کنایه ونلری نو هلته مسلمان آزاد دی او دعقل نه نهایی استفاده کول په هغوی باندی لازمه ده. دا چه اسلام د انسان د ښیګنی لپاره راغلی نو ځکه کله ناکله د غیرصریح احکامو په تعمیل کی د فقهی مشرانو له یوه روایت نه بل روایت ته او یا له یوه تفسیر نه بل ته ترجیح ورکړی او یا بیخی د انسان د ګټی په اساس په بل اصل یوه مسئله بناکړی ترڅو د انسان ښیګڼه پکی راشی. په حنفی فقه کی دا د استحسان او د زمانی په عاداتو باندی منل سوی، او د نورو دریو مذهبونو لخوا د مصالح او استصلاح یا سد الزرائع په نامه باندی یاد سوی. په فقه کی په دی اصولو باندی زیات احکام ویل سوی دی. 

په اسلام کی قران، حدیث، اجماع، او قیاس ترټولو لوړ څلور د مسلمان د عقیدی او عمل سرچینی دی. د قران او حدیث قطعی برخی فرض دی چه مسلمان یی عملی کړی. اجماع هم لازمه ده چه عملی سی. له هغه نه راپدیخوا بیا نوری سرچینی د ښی لارښونی مشالونه دی چه سنت او مستحب پکی راځی. 

که یو کس په خدای ج عقیده لری او د هغه د رضا په اساس خپل ورځنی ژوند په مخ وړی، نو دا ټول به په خپل ځان منی. البة یو مسلمان باید له کوچینیوالی په خپله عقیده پوه سی او د عمر تراخیره د هغه په پوهه کی سستی ونکړی. یواځی هغه کس چه مسلمان نوی، له شک سره مخ وی، او یا د فسق او فساد غریضی باندی زور سوی وی نو د پورتنی احکامو د نه تطبیق لپاره پلمی لټوی. دا البته د عامو کسانو لپاره ضرور ده چه پوه سی هغوی داسی پلمی ونکړی. 

اسلام د انسان کارونه په بیلابیلو ډولونو ویشلی: فرض، واجب، سنت، مستحب، او مباح. د اولو څلورو ډولو په هکله مو پورته څه ولیکل. مباح کارونه به دلته تشریح کړو. مباح کارونه هغه دی چه د هغه په هکله په قران او سنت کی د حلالو حکم راغلی وی یا د هغه پهکله په قران، سنت، او اجماع کی څه نوی ذکر سوی. البة د عباداتو په هکله توقیف ویل سوی (یعنی عبادت د نص له مخی باید انجام سی او بس). خو د دنیا زیات کارونه دمباح له جملی څخه ګڼل سوی دی چه په هغه کی باید خلک فکر وکړی. همدا السرخسی د رسول ع نه نقل کړی. کله چه به قران په یوه موضوع باندی ساکت وو رسول ع به د وحی انتظار کاوو. کله چه به وحی ځنډنی سوه نو بیا به هغه په خپل فکر د معضلی حل ورکاوو. دهغه رای به کله د قران په ایتو کی تائیده سوه، کله به رده سوه، او کله به بیا کوم آیت نوو نازل سوی. د نبی ع رایه د هغه اجتهاد بلل سوی او همداسی کار د السرخسی له نظره سره سم اوس علماوو ته پاته دی.

 هغه ایاتونه چه د اباحیت امر کړی دی د المائدة دوهم ایت او د الجمعة لسم ایت دی: دا چه له احرام نه د فارغیدولو نه وروسته ښکار وکړی، او یا د جمعی د لمانځه د اداء کولو نه وروسته تجارت وکړی نه دا چه په قران کی راغلی بلکه د امر په صیغه باندی ویل سوی دی. بیا هم هغه د مفسرینو او شافعی اصولیونو په اصل (له نهی نه وروسته، دامر صیغه ممنوع کار مباح کرځوی) په بنا د مباح حکم لری. السرخسی دا قاعده نه منی خو د اباحی خبره تائیدوی.

فقیه ابن نجیم د حنفی فقهی دقواعدو د کتاب لیکونکی وایی چه امام ابوحنیفه او د نورو دریو مذهبو فقهاء په دی باور دی چه په اسلام کی عامه قاعده دا ده چه اسلام ټول شیان حلال بولی مګر هغه چه قران او سنت ممنوع بللی وی. اصولی عالم الجصاص په الفصول کتاب کی نصی او غیر نصی مباح ته اشاره کوی. هغه ویلی چه چیری دوه حدیث متضاد مفهوم ولری نو باید هغه د حظر یا د یوکار د منع کولو په اساس وویلی سی نه د مباح کار د پیداکولو لپاره. نو که چیری یو حدیث د سند له مخی قوی ښکاره سی نو په هغه به عمل کیږی او که چیری دواړه د سند لمخی ضعیف وی نو هغه دواړه رد کیږی، نو دا به دا وښی چه ګواکی د هغه کار په منعه کولو باندی هیڅ دلیل وجود نلری او هغه نو بیا په اصلی اباحة باندی پاتی کیږی (و بقی الشیئ علي اصل الإباحة). د هغه په نظر اول کارونه مباح دی. وروسته یا د هغه تائید سوی او یا منع. که چیری کوم نص نوی نو بیا هغه په اصلی یا قبلی مباحوالی باندی پاته کیږی. یو بل عالم مباح دوه ډوله بللی: نصی او عقلی؛ دا دا الجصاص له اصله یاقاعدی سره سمون خوری. دا خبره الجصاص د الکرخی له نظره سره سمه کړی. السرخسی د خپل د اصولو په کتاب کی دا خبره له امام محمد رح نه روایت بللی. البزدوی هم دا اصل منلی دی. سعناقی دا خبر د علماوو اجماع بللی ده.

الشاطبی د مالکی او حنفی اصولو مدقق او محقق عالم چه کوشش یی کړی وو چه مالکی او حنفی فقه سره نیزدی کړی د الموافقات په کتاب کی د المسکوت عنه تر عنوان لاندی د یو بلی عقلی اباحی ډول ویلی دی. نو په دی اساس مباح هغه دی چه قران او سنت مباح بللی وی، یا هغه چه په اصل کی مباح وی او یا هغه چه قران او سنت له هغه څخه ساکت پاتی وی. دا وروستنی ډول د حدیث له مخی عفو سوی کارونه دی. البته دا دعقلی مباح نه بل څه نه معلومیږی. د الشاطبی نظر یو جواب ښکاری، چه د هغه کسانو (معتزله) خبره، چه مباح شرعی حکم ندی، رده کړی. په بل عبارت، الشاطبی وایی چه مسکوت عنه کارونه (هغه چه شرعی یی ذکر نوی کړی) د حدیث له مخی مباح بلل سوی نو ځکه یو شرعی حکم لری.

عقلی مباح د حنفی مذهب د استحسان بالمصلحة، ضرورت، عادت او عرف، او عادت په چوکات کی دی. د مالکی مذهب په مصالح مرسله، سد الذرائع، استصحاب،او عرف په مسئلو کی مباح لیدل کیږی، او د شافعی په مذهب کی د مصالح مرسله (ولو که ډیر لیږ یی منی)، سد الذرائع ترعنوان لاندی، او د حنبلی مذهب لخوا په مصالح مرسلة، سد الذرائع  او استصحاب کی. الشاطبی او الزحیلی او نور معاصر علما وایی چه ټولو څلورو مذهبو مصالح مرسله منلی خو دبیل نامه لاندی. 

دا چه اسلام په دنیا او آخرت کی د انسان د ښیګڼی لپاره خدای رالیږلی ده، نو فقهاء په دی مکلف دی چه د قران او سنت فهم هم د دواړو پورتو ښیګنو د لاسته راوړلو په اساس تفسیر او احکام ځینی استنباط کړی. دنیایی ښیکڼی اقتصادی، سیاسی، اجتماعی، فامیلی، او فردی خوشبختی ته وایی. مسلمان اسوده ژوند باید ولری، فکر یی له غم او هم نه فارغ وی، او دهغه سیاسی، ټولنیز، کورنی، او شخصی حقوق مصؤن وی. که دا ټول وسی، نو بیا به انسان مومن پاتی وی او د نامسلمانو ترتاثیر لاندی نسی راتلای. دا ټول د مباحو او یا مصالحو د جلب او مضراتو نه د ډډی له لیاری راتلای سی.

کله چه دا پورته خبره وسی او و منل سی، نو د اسلام د دښمنانو خبری کومی چه وایی اسلام د اومی صدی قانون دی او د نوی او اوسنی زمانی لپاره ندی مناسب، یوه فریبی خبره ښکاری. دا په دی که چیری په اسلام کی مصالح مرسله د یوی اجماعی خبری په توګه منل سوی وی نو بیا به فقها په هره زمانه کی د یو کار دمصلحت او فساد مالومول لازم و ګڼی او د هغه په اساس به د زمانی د مقتضیاتو سره سمه فتوا وکاږی. نو په دی اساس اسلام د هر عصر احتیاجات پوره کولای سی. البة هغه چه په قطعی ایاتو او احادیثو ثابت وی هغه د تجدید امکان نلری دا په دی که هغه پریښودل سی جامعه به سوله او ارامی وبایلی، چه هغه په اوسنی سیکیولر حکومتونو کی محال ښکاری. 

دا چه اسلام پنځه مهم مقصدونه لری، نو له هغه سره سم دیو مجتهد او مفتی خپلی فتواوی باید د اسلام د لوړونی او شمول سره برابری وی. دا باید د اعلاء کلمة الله په کلام باندی ولاړی وی. فقیه باید نه تنها د خپلی عقیدی له مخی یو حکم وکړی بلکه هغه دهمداسی عقیدی په اساس باید وښیی چه اسلامی احکام د بل هر نظام نه بهتره او علویت لری. دا بهتری د انسان د دارینو د سعادت په دلیل وښیی، او دا ښیګڼی د فقه په غنا او د احکامو د ښه تاثیر په بنا ثابت کړی. نو د دی مقصد ترلاسه کولو په لیاره کی فقیه باید جامع نظر ولری او د قران او سنت احکامو ته باید ټولشموله اثر ورکړی.