حديث معنا خبرې دي او داد حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خبرې دي نو ځکه نن ورځ په اسلامي نړۍ کې ورته حديث ويل کيږي که څوک په دې خبرو باندې اعتراف وکړي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم احوال او افعال خو خبرې نه دي نو بيا ولې په حديث کې شميرل شوى دي ددغه اعتراض په اړه د اسلامي امت علماء دغه ځواب غوره گڼلې چې احوال او افعال د کثرت له امله يې په حديث کې شميرلي دى او بله دا چې علماى کرامو ليکلي دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو او افعالو ته حديث ويل خو دساخته او له ځانه جوړه شوې اصطلاح نه ده بلکه دقرانکريم څخه استنباط او راخستل شوېده او همدا رنگه چې دحضرت محمدصلى الله عليه وسلم ټولو ارشاداتو ته حديث ويل کيږي او دين بلل کيږي . او په سورت ضحى کې يې تعبير په دې ډول کړي دى (( اما بنعمة ربک فحدث )) علماء کرام دنعمت څخه مراد دين اخلي او په نورو آياتونو کې حديث او احاديث او ورته الفاظ راغلي دي د(علم حديث) څخه وړاندې بايد لومړى د(نفس حديث) تعريف او پيژنده وړاندې شي ځکه چې په (علم حديث) کې(حديث) ديو علم په ډول لوستل کيږي بل ( نفس حديث) دى چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، اصولو او تقريرانو ته ويل کيږي چې ددغه نفس حديث څخه وروسته علم جوړ شو چې په اوس مهال کې ( علم الحديث)يا حديث پوهنې) په نامه ياديږي بيا علم الحديث په څو برخو ويشل شوى او هره برخه يې ځان ته تعريف ، موضوع او غرض (هدف ) لري .روايت الحديث ، درايۀ الحديث يا علم الحديث روايه ، علم الحديث درايه دعلم الحديث په باب چې څومره کتابونه په مدارسو کې لوستل کيږي او دوره حديث کې ترې څخه کار اخيستل کيږي دغه ټول درواية الحديث پورې اړه لري . حديث دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، احوالو او تقريراتو ته ويل کيږي هدف او مطلب دادى چې کوم يو امتي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغه کار باندې دمنع کيدو حکم نه مخکې کړې وي او نه وروسته دې ته د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تقرير ويل کيږي او کوم شي يا کار چې په دې ډول ثابت شي ويل کيږي چې داد حديث څخه ثابت شوى دى دتقرير څخه ثابت شويدى ددې خبرې اساسي او بنسټيز لامل دادى چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارک شان څخه داخبره ډير ليرې وه چې دهغه په مخکې دې کوم غلط کار يا ناجايز کار وشي او هغه دې پرې چپ پاتې شي نو داخبره څرگنده شوه چې لکه څرنگه چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال او احوال حجت دى نو همدارنگه سکوت او تقرير هم حجت دى . دحديث پوهانو او داصول الفقهې دپوهانو په اتفاق او يووالي سره دحديث په تعريف کې داخل دي ځکه چې دا حجت دى احوال يې په دوه ډوله دي . ١- اختياري احوال ٢- غير اختياري احوال لکه د نبي عليه السلام خلق او اخلاق چې داد حديث په تعريف کې دعلماء په اتفاق سره داخل دي غير اختياري دخلقيه احوال چې مونږ يې په پيدايشي احوال سره پيژنو لکه دنبي عليه السلام سر، قد او ويښته او … دغه احوال دحديث پوهانو په رايه دحديث په تعريف کې داخل دي دوى وايي کل ما نسب الى النبى عليه حتى الحرکات ، السکنات فى اليقظه والمنام . ژباړه : هر هغه شى چې نسبت يې نبى عليه اسلام ته کيږي ان چې ويښته ، خوب ، حرکات او سکنات ټول حديث دى خو داصولو فقه علماء په نزد او اصطلاح کې غير اختيارى او خلقيه احوال د حديث په تعريف کې داخل نه دي دغه اصولين يا داصولو الغت علما وايي چې مونږ دهغه شې څخه بحث کوو چې په حجت او دليل ولاړ وي او زمونږ لپاره دنبي عليه السلام لارښونې ، ارشادات او اخلاقي صفتونه هدف او مراد دى . او خلقي غير اختيارى صفتونه زمونږ دبحث وړ نه دى او په شريعت کې دليل نه گرځي او نه پرې حکم مرتب کيږي او هغه حجت هم نه دى داوه د نفس حديث يوه لنډه پيژندنه . دحديث پوهنې پيژندنه : علم الحديث په تعريف کې د اسلامي امت دجيدو علماء ترمينځه يوڅه اختلاف شته او لا تر دې دمه ډول ډول تعريفونه يې شوى چې په پاى کې په دغه تعريف باندې اکتفا شوى ده او دزياترو نيوکو ، اعتراضونو او اشکالاتو څخه خلاص دى . حديث پوهنه هغه پوهه ده چې پرې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال ، احوال معلوم شي ځکه چې ديو حديث په روايت کې د روايت کوونکى که صحابي وي که تابعي دهغه هم ټول حالات تر څيړنې لاندې نيول کيږي که چيرې روايت کوونکي ضعيف هم وي دنورو علماى کرامو تعريفونه په دې ډول دي دنورو علماى کرامو تعريفونه په دې ډول دي . دمتقدمينو علماو څخه ځنې وايې
 علم حديث (حديث پوهنه) دهغه قوانينو نوم دى چې په هغه سره دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د اقوالو ، افعالو او احوالو صحت او نه صحت معلوم شي ځينې علما وايي چې دغه تعريف د مطلق علم الحديث نه دى داد اصول الحديث پيژندنه ده دوهم تعريف يې دا شويدى : علم حديث هغه فن دى چې پرې د روايت درجه معلومه شي او دغه هم دحديث پوهنې تعريف نه دى بلکه داد علم العليل الحديث تعريف بلل کيږي . دريم تعريف يې په دې ډول سره شوى دى علم الحديث هغه علم دى چې پر هغه سره د نبي ويناوو ، کارونو او حالاتو ، شرحه معلومه شي دغه تعريف دروايت الحديث دى ځکه چې حديث پوهنه٦٠ ډولونه او څانگې لري چې هر ډول او څانگه يې جلا جلا تعريفونه لري لکه روايت الحديث ، داريت حديث ، اصول الحديث ، علل الحديث …. 
دعلم الحديث دموضوع په باب علماى کرام وايي چې دعلم حديث موضوع ذات الرسول الله من وصف الرساله 
. ژباړه : دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک ذات درسالت له مخې دى دموضوع په تعريف سره ټول اعتراضونه ځواب کيږي چې پرې وارد دى دعلم الحديث دهدف اوغرض دټاکلو لپاره هم ډير هدفونه ټاکل شوىدي مولانا محمد ذکريا دعلم الحديث لپاره درې هدفونه ښودلى دى هغه زيرى ، فضليتونه ترلاسه کول چې داحاديثو زده کوونکو او ښوونکو ته په حديثونو کې راغلي دي ددې هدف لپاره مولانا ذکريا درې احاديث د استدلال لپاره وړاندې کوي دوه دعبدالله ابن مسعود روايتونه او يو دابن عباس روايت دى . دعبدالله ابن مسعود څخه روايت دى چې محمد صلى الله عليه وسلم دې ترو تازه او خوشحاله وي الله تعالى د هغه چا ساتنه کوي چې زما خبره واوري ددغه حديث لاندې ځينې علما وايې چې څوک په رښتينې ډول دحديث طالب او زده کوونکي وي نو دهغه له مخ څخه يوه نوراني رڼا پورته کيږي او دليل پرې دغه آيت وړاندې کوي تعرف فى وجوههم نضرة النعيم ژباړه پيژندل کيږي په مخونو ددوى تازگي دنعمتونو . دابن عباس څخه روايت دى : حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل اى الله زما په خلفا باندې رحم وکړه ١- اصحابو ترې پوښتنه وکړه چې ستا خلفا څوک دى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ الذين يروون حديثى ويعلمونها الناس ) هغه کسان دي چې زما احاديث روايت کوي او نورو خلکو ته يې ښيې . ٢- دا چې ددين او شريعت ټول اساس په قران کريم ولاړ دى او په قران کې ټول اصول ښودل شوي دي خو دومره خبره ده چې په قران کې دغه ټول اصول اجمالي دي او دجزيياتو تشريح يې بشپړه نه ده او په احاديثو سره يې تشريح شوې ده نو معلومه شوه چې دحديث پرته نه پر پوره قران پوهه حاصليږي او نه پرې په اساسي ډول عمل کيداى شي او دحديث پرته په ديني امورو او کارونو هم اساسي پوهه نشي ترلاسه کولاى نو ځکه په علم الحديث باندې ځان خبرول لازمي دى . ٣- دحديث دلوستو اساسي هدف دادى چې يو مومن څنگه دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په لارښوونو او نقش قدم باندې عمل وکړي نو دنبي صلى الله عليه وسلم د سنتو دطريقو(لارو) پيژندل دعلم حديث دزده کړى اساسي هدف دى چې حديثو دشرحو په ډيرو کتابونو کې سړى کتلاى شي . دحديث، خبر ، اثر او سنت ترمنځه توپير . دجمهور علماو، محدثينو او دحديث پوهانو په رايه حديث او خبر دواړه مترادف الفاظ دى چې معنا يې واحده ده خو د حديث تعريف بيا جلا دى ،ځينو حديث دمحمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو ته ځانگړى کړى ځينو په کې د اصحابو اقوال هم دحديث په تعريف کې داخل کړي دي، ځينو علماء دتابعينو اقوال هم دحديث په تعريف کې شميرلي دي دځينو حديث پوهانو رايه داده چې دحديث او خبر ترمنځه توپير شته حديث (ما جاء عن النبى صلى الله عليه وسلم) حديث هغه دى چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته يې نسبت کيږي او دغه نسبت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ځانگړنه ده خبر( ما جاء عن غيره) او خبر هغه ته ويل کيږي چې نسبت يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پرته بل ته وشي ځينې بيا لا داخبره کوي حديث نسبت خاص نبي صلى الله عليه وسلم ته کيږي او د خبر نسبت بيا عام دى که حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وي او که بل چاته . دحديث او سنت ترمنځه توپير ځيني علماى کرام د حديث او سنت معنا يوه گڼي . دوهمه خبره داده چې حديث اطلاق په ځانگړي ډول د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اقوالو او ويناوو کيږي او سنت عام دى چې اطلاق يې دنبي صلى الله عليه وسلم په اقوالو ، افعالو ، احوالو او د نورو خلکو باندې هم کيږي . د اثر اطلاق : حديث پوهان حديث مرفوع او موقوف پر دواړو کوي امام طحاوي په خپل کتاب شرح معاني آثار ايښى دى په دې کې يې ټول هغه مرفوعه او موقوفه روايات راوړي دى چې ځينو علماء اثر گڼلى دى .

 


 د احاديثو دکتابونو ډولونه ( اقسام )


داحاديثو دکتابونو دليکلو لپاره حديث پوهانو ځانگړى لارې او اصول غوره کړى ډول ډول طريقې او لارې ورته په گوته کړې او راز راز ډولونه يې ورته ټاکلي دي . حضرت مولانا محمد ذکريا عليه رحمه وايي زمونږ مشران استادانو به داحاديثو د کتابونو ټول دري ډوله ښوده ١جامع ٢ سنن او٣ مسند دغه خبره دحضرت مولانا گنگوهي او نورو اکابرو( مشرانو) علماوو په کلام او کتابونو کې هم موندل کيږي مسند الکل حضرت شاه عبدالعزيز ډهلوي محدث په خپل کتاب (عجاله نافعه) کې شپږ ډوله داحاديثو کتابونه ښودلي دى هغه جامع او سنن يو ډول گڼلي او ويش يې په دې توگه کړى جوامع ، مسانيد ، معجم اجزا او اربعينات هغه ليکي کله چې دتدريس په پيل کې ما شاگردانو دمشکات شريف درس ورکاوه د ډير لټون ، کوښښ او هلو ځلو وروسته راته څرگنده شوه چې داحاديثو دکتابونو ډولونه لس ، دولس دى ، ددې سره سره د لانور کوښښ او هلو ځلو وروسته پنځلس شپاړس ډوله راڅرگند شول خو کله چې مې د(لامع )مقدمه ليکله نو بيا داحديثو دکتابونو ډولونه ٢٥ يا ٢٧ ډولو ته ورسيدل خو دهغه شاگرد مولانا محمد عاقل وايي سهانپورى هم د(بذل المجهود) په مقدمه کې داحديثو دکتابونو ډولونه لس ښودلي دي او ما د(بذل المجهود) او (لامع) دواړه مقدمې مخکې کيښودى او (الفيض السمايي) په مقدمه کې د احاديثو دکتابونو دپنځه ويشت ډولونو تعريفونه( پيژندنې) او مصداقات د مثالونو سره په بشپړ ډول وليکل چې يو څو ډولونه او شمير يې په لاندې ډول دي .

١- جامع : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د حديث پوهنې دعلم حديث په اتوبابونو مشتمل دى لکه عقايد ، احکام ، تفسير تاريخ ، اداب ، رقاق ، غزاگاني ، مناقب (اصحابو کرامو ستاينې) او فتن ، بخاري او تر مذى جامع کتابونه دي ځکه چې دغه پورته اته بابونه لري خو تر مذى ته سنن ترمذى هم ويل کيږي دا په دې سبب چې دفقهې د بابونو په ترتيب سره ليکل شوي دي او په مسلم کې اختلاف دى چې ايا هغه جامع دى او که نه ؟ ځينې علما کرامو ورته جامع ويلى دى ځکه چې تفسير باب لري خو ډير لنډ دى او د همدغه لنډ تفسير له کبله يې جامع بولي او تفسير يې لنډ او کم بولي که چيرې تفسير يې پوره واى بيا ددغه علما کرام په نزد مسلم هو جامع و او د مولانا محمدزکريا رحمه الله عليه په رايه مسلم جامع دى او هغه لنډ تفسير ته اعتبار ورکوي .

 

٢- سنن داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې د بابونو ترتيب يې دفقهې کتابونو په څېر ترتيب شوي وي او دفهقې کتابونو بابونه د (باب الطهارت) څخه پيل کيږي په دې ډول کې سنن نسايي او دځينې علما کرامو په رايه په کې ترمذى داخل دى او ځينو علما کرامو جامع او سنن يو ډول کتاب ښودلى دى چې ما ورته پورته اشاره هم کړيده .

 

٣- مسند : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې داحاديثو روايات يې دصحابو کرامو دنومونو په ترتيب سره راټول شوى وى له دحضرت انس ټول روايات چې په هره موضوع وي دلته موضوع ته اعتبار نشته په دې ډول کې د کتاب پر سر ليک او عنوان باندې دصحابي نوم ليکل کيږي او دهغه ټول روايات اخستل کيږي لکه مسند بن مالک چې ددغه صحابي څخه څومره احاديث روايات شوى ټول اخيستل شوي دي او د موضوع ته په کې ځاى نه دى ليدل شوى . بيا ځينې حديث پوهان محدثين داصحابو نومونه دتهجي دحروفو په اساس ليکلي وي لومړى دهغه صحابي نوم ليکل چې په سر او پيل کې يې (الف) راځي لکه دانس بن مالک ، ابى بن کعب او بيا ورپسې هغه اصحابو کرامو نومونه ليکي چې په سر او پيل کې (با) راځي لکه براء بن عادب او بلال بن الحارث . ځينې علما کرام بيا د اصحابو کرامو منزل او رتبې ته اعتبارورکوي لومړى د خلفاى راشدينو روايات راغلى لکه مسند احمد او مسند ابو داود الطياليسى په دغه دواړو کې داصحابو کرامو رتبې او منزلې ته اعتبار ورکول شوي دي او بيا ځينې علما داصحابو کرامو نومونه دقبيلو په اساس راخلي دمثال په ډول لومړى د هغه اصحابو نومونه راخلي چې بني هاشم دقبيلى پورې تړاو ولري او بيا ورپسې …. ځينې په ځانگړې ډول ديو صحابي روايت را اخلي لکه مسند ابي بکر څوک دخلفاء راشدينو روايات را اخلي لکه سمند خلفاء اربعه څوک يى د عشره مبشره روايات راخلي لکه( مسند العشرة المبشره )او بيا لا څوک لومړى دهغه صحابي روايت را راخلي چې لومړى مسلمان شوى که په رتبه کې هر څومره کم هم وي او بيا ځينې دلومړيتوب حق اول داهل البدر اصحابو کرامو ته ورکوي په خپل مسند کې لومړى داهل البدر روايات راخلي اهل البدر هغه اصحاب دى چې دبدر په غزا کې يې گډون کړى وى او څوک يا لا لومړى دبيعت الرضوان صحابو کرامو په ايات را اخلي او داسې ….

 

٤- معجم : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې احاديث په کې دشيخانو د نومونو په ترتيب سره راغلى وى خو حضرت مولانا محمد زکريا دلامع په مقدمه کې ليکي چې دغه تعريف مشيخه وايي او په اصل کې معجم هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې احاديث د حروفو تهجي په ترتيب سره ليکل شوى وى دغه قسم په درى ډوله دى

. ١- داستادانو په ترتيب سره داحاديثو روايات ليکل لومړى دمشران استادانو او بيا دکشرانو استادانو روايات ليکل چې دا مدار نه دى .

٢- داصحابو کرامو احاديث دتهجي حروفو په ترتيب سره چې پورته ورته اشاره وشوه دغه تعريف په مسند کې راځي

٣- معجم الاحاديث هغه ډول کتابونه ته وايي چې احاديث په کې دتهجي حروفو په اساس راغلي وي دغه تعريف ته تعجم الاحاديث وايي

٥- مشيخه : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې ديو استاد يا يو شيخ ټول روايات ليکل شوى وي چې په هره موضوع سره وي ځکه چې په دې کې هم موضوع ته باور نه ورکول کيږي .

٦- الترتيب : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې ديوې موضوع په باره کې احاديث راټول او ليکلي شوي وي لکه څرنگه چې په معاجمو او مسانيدو کې معلومه شوه چې موضوع ته اعتبار نه ورکول کيږي دهغه يوې موضوع کې چې دهر چا څخه حديث روايت شوي په کې ليکل کيږي چې ورسره برابروي .

٧- الاطراف : داحاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې دحديث لږه برخه ليکل شوى وى بيا دهمدغه حديث مختلف سندونه چې دغه حديث پرې روايت شوي وي واړه راټول کړي او په يو جلا کتاب کې يې وليکل شي دبيلگې په ډول انما الاعمال بالنيات دغه حديث ټول سندونه راټول کړي نو اطراف بلل کيږي په دې باب کې دابن طاهر المدسى الاطراف الکتب البته او د حافظ جمال الدين المروزى تحفه الاشراف بمعرف الاطرف مشهور دى ابن طاهر المقدسى دسته صحاح دهر کتاب څخه چې حديث اخلي نو هماغه کتاب حواله ورکوي او جمال الدين المروزى صرف دحديث يوه برخه اخلي او په کوم کوم کتاب کې چې سند وي هغه ټول سند راخلي .

٨- العليل : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو دسندونو علتونه ښودل کيږي دحديث پوهانو په اصطلاح د حديث علل دحديث دسند پټ عيب او نقص ته ويل کيږي په دې علتونو باندې هرڅوک نه پوهيږي او دا يو مشکل کار دى ځکه چې دحديث سند په ښکاره سهي او درست وي خو په حقيقت کې په سند کې يو باريک او ډير دقيق نقص او عيب وي او صرف حديث پوهان دا په گوته کولاى شي .

٩- مستدرک : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې د احاديثو دکوم بل لوى کتاب د شرط مطابق ټول احاديث راټول کړي چې په هغه لوى کتاب يې مصنف سهوا يا قصداً دڅه علت له امله په خپل کتاب کې نه وي راوړي . مثال : يو محديث دبخارى د شرط مطابق ټول هغه احاديث راټول کړى چې امام بخاري په خپل کتاب کې دڅه علت له مخې سهواً يا قصداً نه وي راوړي حاکم مستدرک چې په بخاري او مسلم باندې ليکل شوي په دې دواړو کې هغه احاديث دي چې د د واړو د شرط مطابق دى خو په بخاري او مسلم کې دڅه علت له مخې يې مصنفينو په خپل خپل کتاب کې نه دي يادکړي او بيا حاکم پر جلا کتاب دحاکم مستدرک په نامه ليکلى دى .

١٠- مستخرج : د احاديثوهغه ډول کتاب دى چېد داحاديثو د بل کتاب څخه احاديث راواخلي هغه په دې ډول سره چې تخريج کوونکى هر هر حديث دخپل اصل دترتيب برابر دخپل سند څخه جلا په کتاب کې وليکي خو په دې شرط چې پکې پخواني يا وړانديني کتاب مصنف حائل نه وي ددې ډول کتاب دليکلو اساسي او بنسټيز هدف دسند تقويت دى په دې ډول کتاب کې د حديث دوه سندونه وليکل شي يو د وړانديني کتاب سند او بل ددغه کتاب دمصنف خپل سند لکه دابو عوائد مستخرج چې په مسلم باندې ليکل شوى دى چې په دې کې دمسلم د احاديثو سندونه يې دخپلو سندونو سره جلا ليکلى دى .

١١- اربعينه څلويښت حديث داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې څلويښت احاديث په کې ليکل شوي وي دعلماء په اصطلاح ورته (چهل حديث ) (څلوېښت حديث) وايي په دې اړوند علماء يو حديث وړاندې کوي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چا چې زما په امت کې څلويښت احاديث ياد کړ او په حفاظت يې وساتل نو دقيامت پر ورځ به دعلماء په ډله کې وي دغه حديث دعلما کرامو په وينا په ټولو لارو او سندونو ضعيف دى خو بيا هم ډيرو د فضليت له مخې چهل حديث کتابونه ليکلي دي په دې دليل چې دفضليت لپاره ضعيف حديث هم وړاندې کيداى شي .

١٢- اجزا د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې دکوم خاص او ځانگړي استاد يا عالم ټول روايات په کې ليکل شوي يو لکه جزا امام مالک .

١٣ – رسائل : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې ديوې ځانگړې مسئلې په باب احاديث په کې راټول شوى وى لکه د امام بخاري جزء رفع الدين . اجزا او رسايل شاه عبدالعزيز جلا جلا شميرلي دى ليکن دمولانا محمد ذکريا په نزد او رايه دواړه يو ډول دي .

١٤- تراجم : داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې ډير احاديث په يو سند سره روايت او ليکل شوي وى لکه شافعي عن مالک ، عن نافع ، عن عمر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم که په دغه سند څومره احاديث وليکل شي نو تراجم بلل کيږي .

١٥- تعاليق هغه ډول کتاب دى چې داحاديثو متنونه پکې ليکل شوي وي او سندونه يې خذف شوى وى . اوسندونه يې نه وي ليکل شوي

١٦- شرح الاثار داحاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې داحاديثو موضوع په ښکاره ډول متضاده وي او بيا په کې يو مصنف په خپل کتاب کې ددغه تضاد مطابقت يا دترجيح وجه (علت) وښايي نو دغه ډول ته شرح اثار وايي دا کار هغه علماء کرام کولاى شي چې په علم حديث، فقه او پر اصولو پوره پوهه او مهارت ولري لکه د امام شافعي الاختلاف الاحاديث ، دامام طحاوي معاني الاثار او مشکل الاثار ډير ښه کتابونه دي .

١٧- الافراد والغريب د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې ديو استاد يا شيخ (تفردات) يا دهمدغه استاد يا شيخ هغه احاديث راټول او وليکل شي چې له همدې څخه روايت شوي وي او د نورو ملگرو يا شاگردانو روايات يې بالکل نه وي او دغه ډول ټول احاديث غريب بلل کيږي په دې باب کې دارالقطنى الافراد ډير مشهور دي .

١٨- غريب الحديث : د احاديثو هغه ډول کتاب ته ويل کيږي چې په کې داحاديثودنااشنالغاتو معناگاني شوى او هغه تشريح يې هم ښودل شوي وي دغه کار که څه هم ستونزمن دى خو بيا هم ډيرو علما کرامو کړى دى مشهور کتابونه يې پرې ليکلي دي لکه کتاب الغريب د ابو عبيده قاسم بن سلام ، الفائق دزمحشري ، کتاب الغريبين د ابو عبيده هروي او نور ډير مشهور کتابونه النهايه دابن لااثير الجوزي چې په پنځو ټوکونو کې يې ليکلى دى او بل مجمع البخار دشيخ محمد طاهر پټني چې دا هم پنځه ټوکونو کې دى دلومړى څخه لوى او ستر دى .

١٩- الکتب المولفه في الارعبه دا هغه ډول کتابونو ته ويل کيږي چې هغه احاديث په کې راټول شوى وى چې شپې او ورځې مسنونه دعاگاني په کې ثابتې شوې وي په دې ډول کې گڼ شمير کتابونه ليکل شوي دي لکه کتاب الاذکار و امام نوى او عمل اليوم واليلة دامام نسايي .

٢٠- تخارج داحاديثو هغه کتاب ته ويل کيږي چې دکوم کتاب څخه احاديث وليکلي چې په اصل کتاب کې دسند پرته راغلى وى او په دې کتاب کې د سند سره وليکي .

٢١- زوايد دا ډول کتاب مستدرک ته نيږدى دى دکوم کتاب څخه پاتې احاديث په دغه کتاب کې دزوايدو په ډول وليکي چې په هغه کتاب کې نه وي لکه زوايد دابن حبان على الصححين دحافظ معلطا په تصنيف.

٢٢- المسلسلات د احاديثو هغه ډول کتاب دى چې په کې احاديث په يو ځانگړي صفت سره روايت شوي وي چې داحاديثو ټول روايات يې له پيل څخه تر اخره پورې په يوه ځانگړى صفت کې گډ ، شريک او متفق وي دمثال په ډول يو شاګرد دخپل استاد څخه يو ځانګړې حديث دنورو ټولو احاديثو څخه اول اوريدلى وى يا شاگردانو د خپل استاد څخه يو حديث په داسې حال کې اوريدلى وى چې استاد يې د تحدث په مهال کې دسورت صف يا بقره تلاوت کاوه يا د خپل استاد څخه يې حديث د ستړى مشي يا مصافحې په مهال کې اوريدلى وى . حافظ بن حجر وايي چې په مسلسله احاديثو کې دټولو نه صحيح مسلسل بقراة سوره الصف دى دا هغه احاديث دى چې دتحدث په مهال استاد د سوره الصف تلاوت کاوه د حضرت شاه ولى الله کتاب چې پوره نوم يې له الفضل المبين فى المسلسل من حديث النبى الامين ډير مشهور دى دهغه مهال په مدرسو کې لوستل کيده . غوره مسلسل کتاب دى 


د صحاح سته ترمنځه د درجو توپير

 


 دامت د ټولو علما په اتفاق او يوه خوله يا دجمهور علماء په رايه داحاديثو صحيح کتاب بخاري دى ( ان اصح الکتب بعد کتاب الله تعالى) او په دې خبره باندې د جمهورو او ټولو علما اتفاق نقل شوى دى خو د حضرت ابن شافعي څخه يو خبره نقل شوي ده (لا اعلم کتابا اصح من الموطاء ) زه د موطا څخه بل اصح کتاب نه پيژنم ددې خبرې ځواب دا دى چې امام شافعي دغه خبره په هغه وخت کې کړې وه چې صحيحين بخاري او مسلم بالکل(بيخي) ليکل شوې نه وو دامام شافعي مړينه د هجرت ٢٠٤ کې شوي ده نو ددې څخه څرگنديږي چې د حضرت امام شافعي دمړينې پرمهال دحضرت امام بخاري عمر لس کاله وو . همدارنگه ابوعلي نيشاپوري څخه روايت دى چې دمستدرک دمولف حاکم استاد دى وايي ما تحت اديم السماء کتاب اصح من مسلم داسمان دڅرمن چت لاندې دمسلم څخه اصح کتاب بل نشته ددې خبرې هم علماء کرامو ډير ځوابونه کړي دي چې مشهور ځواب يې دادى چې په صحت کې د مسلم غوره والى او د ترجيح مراد او مقصود نه ده بلکې د مسلم دليکلو ښه او غوره ترتيب او ښه نظم په اعتبار سره غوره والى مقصود دى او دغه خبره سهي هم ده ځکه چې په ترتيب او ښه سياق اوسباق کې مسلم په رښتنې ډول د ټولو څخه لوړ دى او د يو مضمون ټول روايات په ټولو طريقو او لارو يوځاى په ډير ښه او غوره دسليقې سره يې روښانه او بيان کړي دى. امام نووي رحمه الله هم دمسلم په شرحه کې پر سندونو باندې خبرې کړي او دهر شي سند يې په شد او مد سره روښانه کړى دى ، دامام مسلم دبيان طرز او لارې ستاينه يې کړيده . په هر حال دبخاري درجه په صحت او قوت کې له مسلم څخه لوړه ده او ددې تاييد له دې څخه هم کيږي چې په بخاري کې (متکلم فيها) روايت له مسلم څخه کم دي. که څه هم دټولوپه ځوابونو کې ويل شوي دي چې په بخاري کې متکلم فيها رواياتو شمېر ٧٨ دى او په مسلم کې پوره ١٠٠ دى متکلم فيها روايت هغه ډول رواياتو ته ويل کيږي چې ځينو علماء کرامو پرې اعتراضونه او نيوکې کړى وي او بيا يې نورو علماء کرامو ځوابونه ويلى وي . هغه روايات چې تخرج يې دواړو کړي وي يعنې متفق عليه وي او متکلم فيها وي د هغه شمير ٣٢ دى نو دمسلم متکلم فيها روايت دبخاري څخه ٢٢ ډير دى يو دليل يې دادى چې امام بخاري دخپل غوره او صحيح کتاب انتخاب( غوره والى) دشپږو سو زرو (شپږ لکو) څخه کړى او امام مسلم صرف د ٣ لکو څخه انتخاب کړى . دبخاري څخه وروسته دويمه درجه دمسلم ده له مسلم وروسته دجمهورو علماء په رايه دريمه درجه د ابوداود ده. خو د سيدالناس( دنيکانو خلکو ) رايه داده چې سنن ابوداود او مسلم دواړه په يوه درجه کې دي خو دغه خبره دجمهورو علماو څخه خلاف ده بله دا خبره هم مشهوره ده چې له ابوداود څخه وروسته د ترمذي درجه ده خو د زياترو محقينو څېړنه او تحقيق دادى چې دنسايي درجه له ترمذي څخه لوړه ده. په دې خبره کې د مولانا محمد زکريا رايه دا ده چې دقياس نفي او قراين همدغه خبره تاييدوي ځکه چې په ترمذي کې داسې روايات چې متکلم فيها دى او پرې ابن الجوزي دوضعې (خود ساخته) حکم لگولى دى٣ دي او په نسايي کې داسې احاديث چې ابن الحوزي پرې دا ډول حکم لگولى دى ١٠ حديث دى او ځينې مغاريه يا اهل العرب تر دې پورې وايي لکه علامه سخاوي په فتح المعيث کې نقل کوي چې دنسايي درجه دبخاري څخه هم لوړه ده دوهمه وجه هغه ده چې دهغه واقعې څخه معلوميږي چې کله امام نسايي سنن تاليف کړ چې قوي او ضعيف دواړه روايات په کې شامل وو نو د وخت بادشاه او امير ترې څخه پوښتنه وکړه اکله صحيح آيا ټول صحيح دي فقال لا فقال الامير فاکتب منه الصحيح مجرداً فلخص منها الصغرى وسحاة المجتهبى يا المجتهتى علامه انور شاه کشميرى رايه داده چې د نسايي درجه دابوداود څخه هم لوړه ده او پر دليل يې دا خبره وړاندې کوي امام نسايي په خپله وايي ما اخرجت فى الصغرى فصحيح مايد صغرى کې ټول صحيح روايات راټول کړيدى . او ابوداود خپل کتاب په باره کې وايي ما لم اذکر فيه شياء فهو صالح ما چې په کوم روايت باندې خبره نه وي کړى نو هغه صالح (سم) دى او داسې روايت په ابوداود کې ډير زيات دي او صالح عام دى صحيح او حسن دواړو ته شامل وي نو ددې څخه معلوميږي چې سنن صغرى نسايي دابوداود څخه افضل دى دټولو څخه وروسته د سنن ابن ماجه درجه ده او په دې خبره دامت علماوو خپل اتفاق او يووالى ښودلى دى ځکه چې په دې کې ډير روايات ضعيف دي دحافظ ذهبي رايه داده چې په دې کتاب کې داسې روايات چې دحجت او استدلال وړ نه دي هغه نيږدي زرو(١٠٠٠) ته رسيږي او داسې روايات چې بالکل ساقط الاعتبار دي چې اعتبار پرې نشي کيداى ٣٠ ته نيږدي دي ابن الجوزي هغه موضعاتو( خودساخته) کې شميرلي دي او حافظ جوزي يوه قاعده کليه وړاندې کړى ده کل ما انفرد ابن ماجه فهو ضعيف هر هغه روايت چې يواځې په ابن ماجه کې وي نو هغه ضعيف دى. نوکوم روايت چې په صحاح سته او په نورو کتابونو کې نه وي پر هغه روايت يې دضعيف حکم کړي دى ليکن حافظ ابن حجر دغه قاعده نه مني او په مطلق ډول له دغې قاعدې سره متفق او يوه خوله نه دى خودغه خبره مني چې په ابن ماجه کې ډير احاديث ضعيف او منکر دي . حضرت شيخ زکريا د (لا مع ) په مقدمه کې ليکلي دي چې متقدمين علما ابن ماجه په اصولي او مهمو کتابونو کې نه شميره لکه څرنگه چې امام نووي په خپل ليکلي اثر تقريب کې مهم کتابونه پنځه ياد کړي دى يعنې دامام نوي په نزد صحاح سته په ځاى صحاح خمسه دي د بخارى ، مسلم ، ترمذي ، ابوداود او نسايي ابن ماجه هغه نه دى راخستې اول من ضعفه الى الاصول ابن ظاهر المقدسي ابن ماجه په صحاح سته کې بايد اصولو کې ابن ظاهر المقدسي رايه داخل کړي . ظاهر المقدسي هغه دى چې دوه کتابونه يې( شروط الائمه السته )او (اطراف الکتب السته ) ډير مشهور دي ځينو علماء کرامو دابن ماجه په ځاى دامام مالک موطا ته( سادس سته) وايې چې زرين بن معاويه په دغه کسانو کې شامل دى نوموړى په خپل کتاب (تجريد الصحاح ) کې دابن ماجه په ځاى د موطاء مالک څخه احاديث نقل کړي دى همدارنگه ابن اثير الجزري په (جامع الاصول لاحاديث الرسول ) کې د صحاح سته احاديث يې په (علايي سنن دارمي) کې په سادس سته کې يې شمارلي دي ابوالحسن سندي وايي چې دطحاوي شرحه( شرح معاني الاثار) دا حق لري چې د صحاح سته و( امهات ) يا اصول هم ورته ووايي دا وې د صحاح سته ترمنځ درجې چې علماء ورته ټاکلې دي


 د حجت له مخې داحاديثو دکتابونو طبقې
 


لکه څرنگه چې څرگنده خبره ده داحاديثو دکتابونو شميره ډيره زياته ده او ان چې دسلو څخه اوړي نو داسلامي امت علماء کرامو دحجت له مخې داحاديثو دکتابونو ويشل په څو برخو کړي دي چې دبيلگې په ډول يو څو طبقې وړاندې کوو که څه هم د احاديثو په ځينو کتابونو کې ضعيف او کمزوري احاديث هم شته او دصحت او ضعف له مخې مختلف دي نو په دې باب حضرت شاه عبدالعزيز د ډهلي يو محدث يوه ډيره گټوره او لنډه رساله يا په بله وينا يو کتابگوټى ليکلى دى داکتابگوټى ما يحب حفظه ، للناظر نوميږي په دې کې داحاديثو دکتابونو طبقې دصحت او قوت له مخې په ډير ښه ډول په گوته شوي دي

حضرت مولانا زکريا خپلو شاگردانو ته دبخاري ددرس پر مها ل ددغه کتابگوټي ارزښت ښوده او ويل به يې چې ټول شاگردان بايد دغه کتابگوټى په يادو زده کړي حضرت شاه عبدالعزيز په دغه کتابگوټى کې دصحت له مخې داحاديثو پنځه طبقې ښودلي دي .

لومړى طبقه : هغه کتابونه چې ټول احاديث يې دصحت او استدلال وړ دي ثقه(کره) او قوي بلل کيږي په دغه طبقه کې ټول هغه کتابونه شامل دي چې د(صحيح) په نامه ياديږي لکه بخاري ، مسلم ، صحيحن ، صحيح ابن حزيمه ، صحيح ابن حبان ، صحيح ابوعوانه ، صحيح ابن السکن ، امنتقى ابن ابخار ، مستدرک ابن حاکم او دځينو علماء په خبره موطاء امام مالک پکې شامل گڼي .

دويمه طبقه : هغه کتابونه چې حديث يې داستدلال لپاره دراخيستو صالح اووړدى ،که څه هم ټول احاديث يې د صحت رتبې ته نه وي رسيدلىي او دکوم يو حديث دحجت کيدو لپاره دهغه رتبه د صحت درجې ته رسيدل ضروري نه دي بلکه حسن حديث هم داستدلال او حجت له مخې دمنلو وړ وي په دې طبقه کې دغه کتابونه دي ابوداوود ، ترمذي ، نسايي او مسند احمد هم په دغه طبقه کې دى په دې کتابونو کې ځينې ضعيف روايات شته خو هغه احاديث حسن ته نږدې دي او سړى پرې استدلال کولاى شي .

دريمه طبقه : دا هغه کتابونه دي چې په کې هر ډول روايات پيدا کيږي داستدلال لپاره دمنلو وړ روايات او داستدلال لپاره دمنلو وړ نه وي هم په کې شامل وي يعنې غير قابل استدلال روايت په دې طبقه کې لکه ابن ماجه ، مسند ابوداود ، الطيالسى ، مسند ابويعلى المصلى ، مسند الزار ، مصنف عبدالرزاق ، مصنف ابوبکر بن ابى شيبه ، سعاجم الثلاثه للطبراني ، سنن البيهقي ، شعب الايمان للبيهي ، سنن دارالقطني ، الحليه لا بى نعيم او دتفسير په کتابونو لکه تفسير ابن مردويه المنشور فى التفسير بالماء ثور . ….

 

څلورمه طبقه : هغه کتابونه دي چې په هر حديث يې دضعيف حکم شوي دى او په دې شرط چې دغه حديث په ځانگړې ډول په همدغه کتاب کې وي او په نورو پورته کتابونو کې نه موندل کيږي لکه دحکيم ترمذي نوادر الامول ، ديلمى منه الفردوس ، الکامل لابن عدى ، کتاب الضعفا ، للعقيلى او د تاريخ کتابونه لکه تاريخ الخلفاء ، تاريخ ابن عساکر ، تاريخ ابن انجار او دتاريخ الخطيب البغدادي ….

پنځمه طبقه : دموضوعي حديثونو طبقه ده چې په دې کتابونو کې په ځانگړى ډول موضوعي احاديث راټول شوي دي نو په دې باره دعلم حديث محقيقنو او ناقدينو ، گڼ شمير کتابونه ليکلي دي او صرف دموضوعي احاديثو د راټولو په کوښښ او هڅه کې يې دغه کتابونه ليکلي دي او دهغوى هم اساسي هدف دا و چې ځيني ناپوهه خلک دغه موضوعي احاديث څوک دحجت لپاره وړاندې نه کړي او عام خلک پرې دوکه نه شي په دې لړۍ کې الموضوعات الکبرى ابن الجوزي يو ستر کتاب دى چې ډير شهرت لري او نور گڼ شمير کتابونه هم شته لکه اللالى المصنوعه في الاحاديث الموضوعات الکبرى ، الموضوع فى معرفة الموضوع دواړه دملا على قارى کتابونه دي . تذکرة الموضوعات دشيخ محمد طاهر پټنوي تنزيه الشريعه عن الاخبار الشيعه ، دابن عراق او شوکانى الفوائد المجموعه او دقزويني موضوعات ، المصابيح . ددې بحث په پاييله کې دا خبره څرگنده بريښي چې په( صحاح سته) په شپږو سهي کتابونو کې صحيحين ، بخاري مسلم او د امام مالک موطاء په لومړى طبقه کې شامل دي. سنن ثلاثه، ( ابوداود ، ترمذي او نسايي) په دويمې طبقې او سنن ابن ماجه په دريمه طبقه کې شامل دي په صحاح سته کې کوم يو کتاب په څلورمه طبقه کې نشته پنځمه خو بالکل موضوعي دي چې دحديث يقين(باور) پرې بيخې نه کيږي . شاه ولى الله رحمه الله عليه چې داحاديثو دکتابونو طبقې ښودلې دي په دې کې داحاديثو دصحت او قوة مدار او اساس په کتابونو ولاړ دى نو له همدې امله يې صحيحين بخاري او مسلم په غير صحيحين باندې وړاندې کړي دي نو ددې خبرې معنا دا شوه چې کوم حديث په بخارى او مسلم کې وي نو هغه غوره دى دغه مسلک دمحدث ابن الصلاح دى خو دعبدالحق( دهلوي محدث) بيا دحديث دصحت مدار او اساس پر کتابونو نه بلکې د حديث مدار او اساس د سند په رجالو او دنقد په اصولو باندې ټاکلى دى او دغه مسلک دابن محقق همام هم دى


 داحاديثو تدوين او ليکل


 په لومړى مهال کې د احاديثو دليکلو دود د اصحابو کرامو او مشرانو تابعينو په وخت کې نه و په هغه مهال کې نبوي علوم او زده کړې په سينو کې ساتل شوې وې او له يو څخه بل ته سينه په سينه ليږدول کيدل. د تاليف او تصنيف رواج نه و ، په هغه مهال کې دعربو حافظې ډيرې قوي وې نو د احاديثو ليکلوته اړتيا نه پېښيدله. په همدې لامل په هغه مهال کې داحاديثو علم د اصحابو او تابعينو په سينه کې حفظ ( خوندي) پروت و نو کله چې اصحاب او تابعين وفات کيدل نو دا ويره پيدا شوه چې هسې نه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ښکلې ويناوې او يا نبوي احاديث دمسلمانانو له لاسه ووځي او دنيا به دغوره اصحابو څخه خالي شي نو همدا خبره ددې اساسي لامل وگرځيدله چې احاديث راټول او وليکل شي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت نږدى سل کاله شوى وو ، د هجرت ٩٩يم کال کې عمر ابن عبدالعزيز رح خليفه شو او له دغه خليفه سره دا ويره او انديښنه پيدا شوه چې که ټول اصحاب کرام او تابعين وفات شي نو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم داحاديث دغه ستره علمي پانگه به مو له لاسه وځي ، دغه علمي پانگه به دهغوي سره قبرونو ته ولاړه شي او مونږ به ترې بې برخې پاتې شو هغه وو چې دغه خليفه عمر ابن عبدالعزيز رح په همدغه کال او د هجرت په ٩٩ دخپل کنټرول لاندې علماء کرامو او داحاديثو حافظانو ته فرمانونه وليږل چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک احاديث راټول کړي لکه څرنگه چې حافظ ابو نعيم اصفهاني داصفهان په تاريخ کې ليکلي دي کتب عمر بن عبدالعزيز الى الافاق انظروا حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاجمعوه . ژباړه : عمر بن عبدالعزيز دخپلو سيمو مشرانو ته ليک وليکه چې تاسې درسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث ولټوئ او هغه را جمع کړئ يعنې راټول يې کړئ په ځينو رواياتو کې څخه څرگنده بريښې چې عمر بن عبدالعزيز په ځانگړى ډول قاضي ابوبکر ته (هغه وخت دمدينې منورې قاضي او امير و) ليک او فرمان وليکه څرنگه چې امام محمد په خپل کتاب موطآء کې په خپل سند سره نقل کړى دى او امام بخاري په خپل کتاب صحيح بخاري کې باب يقبض العلم لاندې تعليقاً ليکلي دي کتب عمر عبدالعزيز رح الى ابى بکر بن حزم انظر ما کان من حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاکتبه لى فانى خفت دروس العلم ذهاب العلماء . ژباړه : حضرت عمر بن عبدالعزيز رح حضرت ابوبکر بن حزم ته ليک وليکه چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم حديث ولټوه او اوئې ليکه او ما ته يې راولېږه. ځکه چې ما ته د علماء کرامو په مړينې سره د دغه علم د ختمېدو وېره او اندېښنه ده. نو د حضرت عمر بن عبدالعزيز په ځانگړې پاملرنې او تحريک د هغه مهال حديث پوهانو او محدثينو د حديثونو راټولول پېل کړل. په لومړي سر کې چې کومو علماء کرامو د احاديثو راټول پېل کړي دي په هغوى کې دوه نومونه ډېر مشهور دي. يو ابن شهاب الزهري رحمه الله وو چې پوره نوم يې محمد بن مسلم بن عبيد الله بن عبدالله بن شهاب الزهري دى. د هجرت په يو سل پنځه ويشت کال کې مړ شوى دى. بل ابوبکر بن حزم دى چې د دوى پوره نوم ابوبکر بن محمد بن عمرو بن حزم دى. د هجرت په يو سل شلم (١٢٠) کال کې وفات شوى دى. که څه هم دغه دواړه نږدې همعصره او همزمانه دي نو څوک په پوره باور سره نه شي وئيلى چې د احاديثو لومړنى راټولونکى په دغه دواړو کې کوم يو دى. د زياتره علماء کرامو ميلان او پام د ابن شهاب الزهري په لوري دى. دغه قول د امام مالک حافظ ابن هجر او علامه سيوطي او نورو دي او د ځينو علماء کرامو پام او ميلان په دې کې دى چې امام بخاري هم په کې شامل دى. د احاديثو لومړى مدون او راټولونکى ابوبکر بن حزم گڼي. د اکثرو او جمهورو تاييد له دې خبرې څخه هم کېږي چې عبدالبر په( التمهيد) کې د امام مالک څخه نقل کړى دى چې حضرت عمر بن عبدالعزيز د مړينې څخه مخکې ورته قاضي ابوبکر بن حزم خپل راټول شوي احاديث ليږلي وو او په دې باندې عبدالبر په (جامع بيان العلم و اهله) کې زياتوي او ليکي چې امام شهاب الزهري ويلي دي چې حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله مونږ ته د سنن د جمع کولو امر راکړى دى چې سنن هم د احاديثو په معنى سره دى نو مونږ سنن او احاديث د کتاب په بڼه وليکل بيا مو عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته مو ولېږل او هغه بيا خپل کنټرول لاندې هېواد ته ولېږل. نو له دې څخه معلوميږي چې امام شهاب الزهري د امام ابوبکر بن حزم څخه مخکې احاديث راټول کړي دي نو لومړيتوب حق د امام ابن الزهري ته حاصل دى. په دې لړۍ او برخه کې يو دريم نوم شعبي هم اخېستل کيږي چې هغه نوم د عامر بن شراحيل دى. دغه نوم علامه سيوطي تدريب الراى کې د حافظ ابن هجر عسقلاني څخه نقل کړى دى. امام جمع حديث الى مثله فقد سبق اليه الشعبى. ژباړه : د يو مضمون دپاره د احاديثو د راټولولو کار د ټولو څخه لومړى شعبي کړى دى. چې د هغه د طلاق باره کې هم حديث راټول کړي دي. هذا باب من الطلاق جيم. دا يو ډېر ستر باب دى او د قياس د نښو څخه دا خبره څرگنديږي چې د احاديثو لومړى راټولونکى شعبي شي ځکه چې دلته د هغه دواړو څخه د دې زمانه هم مخکې ده. يعنې شعبي زېږېدنه او ولادت په اوولسم هجري کې شوى دى. او د ابن الزهري زېږېدنه او ولادت په پنځوسم هجري کې شوى دى. خو د دې سره سره د احاديثو په راټولوونکو کې د هغه نوم مشهور نه شو. ځکه د هغه د تدوين د يو ځانگړي مضمون پورې تړاو لري. او هغه هم طلاق دى. او نورو احاديثونو پورې يې څه ارتباط نه درلود. نو له همدې امله يې هر ډول احاديث راجمع نه کړل. نو په لنډ ډول سره سړى ويلى شي چې په ځانگړي ډول د يو مضمون په باب د احاديثو راټولولو لومړى کار د عامر بن شراحيل الشعبي ستره وياړنه او کارنامه ده او په مطلق ډول د احاديثو په راټولولو سلسله دوه قوله دي. عند الاکثر الزهري او عند البعض ابوبکر بن حزم و يظهر اليه ميل البخاري. نو په پاېله کې دا خبره څرگنده شوه چې د احاديثو راټولولو ارزښتمن کار د عمر بن عبدالعزيز په تحريک ا و خوځښت سره پيل شوى چې په رښتيا سره يو د نوښت او ابتکار ښه کارنامه وه. لکه څنگه چې په يو حديث کې راغلي دي. ان الله يبعث هذه الامه على راس کل مائة سنة من يجدد لها دينها اخرجه ابوداؤد فى کتاب الملاحم و کذا الطبرانى. ژباړه : الله په دې امت کې په هر سلو کالو کې يو داسې څوک پيدا کوي چې د دين لپاره ښه کار ترسره کړي. دا حديث ابوهريره مرفوعاً روايت کړى دى. نو د علماء کرامو په اتفاق سره عادل خليفه حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د هجرت لومړۍ پېړۍ نوښتگـر او مجدد گڼلى وو، او علامه سيوطي په دې خبره د علماء يووالى او اتفاق ښودلى دى. په اوس مهال کې چې مونږ مسلمانانو سره د احاديثو دومره خزانه شته، دا د حضرت عمر بن عبدالعزيز د ښه تدبير او کوښښونو ثمره او نتيجه ده. د تدوين کوونکو طبقې : د احاديثو تدوين او راټولول په مختلفو مهالونو، زمانو او دورو کې ترسره شوي دي. لومړى مرحله او دوره هغه ده چې پورته يې يادونه وشو ه چې هغه ته د احاديثو مطلق تدوين ويلى کيږي، چې په دې کې د څه ځانگړي توپير پرته هر ډول احاديث راټول شوي او د کتاب بڼه ورکول شوې ده. تدوين على الابواب : د بابونو په ډول راټولول په دې برخه کې ټول احاديث راټول شوي او د باب با ب په بڼه د هر مضمون لپاره جلا جلا احاديث راټول شوي او بيا کتابي بڼه ورکول شوې ده. درېمه دوره يا مرحله د صحيح حديثونو تدوين او راټولولو وه. په دې دوره کې هغه احاديث راټول شوي چې د سند په لحاظ صحيح او ثقه وي او شرط په کې ځاى ونه لري. لومړۍ دوره د لومړۍ هجري پېړۍ په پاى کې ترسره شوې. دوهمه دوره د دويمې هجري پېړۍ په منځ کې په لاس راغلې. او درېمه دوره د درېمې هجري پېړۍ په سر کې موندل شوې ده. د لومړۍ دورې علماء کرام او راټولوونکي خو مخکې تېر شول چې ابن شهاب الزهري، ابوبکر بن حزم او عامر بن شراحيل الشعبي په کې شامل دي. د دويمې مرحلې علماء کرام ا و راټولوونکي ابن جريح چې نوم يې عبدالمالک بن عبدالعزيز بن جريح هثيم بن لبشرالواسطي، محمد بن راشد، امام مالک او عبدالله بن مبارک هم مشهور دى او په دريمې مرحلې کې د ټولو نه لومړى ښه نوم په کې د امام بخاري دى. حضرت مولانا محمد زکريا د اوجز په مقدمه کې ليکلي دي چې حافظ ابن حجر په وينا د تدوين کوونکو څلور طبقې دي. هغه د وروستي يا دريمې طبقې څخه مخکې يوه طبقه زياتوي. تدوين على المسانيد د سندونو له مخې د احاديثو راټولول دا په حديثونو کې يو خاص ډول نوم دى. په دې ډول کې احاديث د اصحاب کرامو د نومونو په ترتيب سره راټول شوي. په دې کې د مضمون لحاظ نه دى ساتل شوى. په دې طبقه کې حافظ بن حجر د دوو شخصيتونو نومونه وړاندې کوي. يو عبيد الله بن موسى العسبى او نعيم بن حماد الحزاعى او له ده څخه وروسته په لنډ ډول ډېر مسانيد وړاندې کوي. لکه مسند ابوداؤد الطيالسي، مسند حميدي، مسند ابو يعلي او د حضرت امام احمد بن حنبل مسند ډېر مشهور دي. د حضرت زکريا په خيال د امام محمد مسند په دې وخت کې د موجوده کتابونو څخه ډېر لوى او ستر کتاب دى او داسې اورېدل کېږي چې پر هغه درې زره حديثونه دي او دا ډېره د نيکمرغۍ خبره ده چې سره د ډېرو رواياتو هغه قوي دي. همدارنگه شاه عبدالعزيز محدث دهلوي دغه کتاب په دويمه طبقه کې شمارلى دى. يعنې سنن ثلاثه ابوداؤد، الترمذي، نسايي، درجه يې ورکړې ده. د احاديثو ليکل : دا هم د تدوين احاديث يو کوچنى بحث دى. خو د جدي پاملرنې وړ دى. ځکه چې ګمراه او منکرين احاديث د اعتراض په بڼه دا خبره کوي چې د تدوين سلسله څنگه چې پورته يې بشپړه توګه يادونه وشوه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت او وفات څخه نږدې سل کاله وروسته پېل شوې ده او دا احاديث ليکلي او ترتيب شوي دي نو څنگه سړى منلى شي چې په دې لويې ، سترې مودې ، وخت او مهال کې سهوه، نسيان او خطا قوي امکان شته. ځکه چې د احاديثو په اوسنيو کتابونو کې يو ډېر پخوانى کتاب موطا امام مالک دى. د دې کتاب ترتيب د ابوطالب مکي په وينا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت څخه نږدې يو سل لس، يو سل شل کاله وروسته شوى دى. ځکه چې موطا مالک د هجرت په يو سل و شل، يو سل و دېرش کې تيار شوى دى. د احاديثو منکرين دې ډول اعتراضونو ته زمونږ د امت د علماء کرامو پاخه او قانع کوونکي ځوابونه ويلي دي. په دې اړه يې بشپړ کتابونه ليکلي دي. هغوى د تدوين حديث او کتاب حديث کې توپير نه کوي. په دغو دواړو اصطلاحگانو کې توپير ښکاره دى. يو د حديث تدوين دى چې پورته په ښه ډول پرې رڼا واچول شوه. يو نفس ليکل دي. معنى دا چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم حديث په ځانگړي ډول ليکل دي په دې دواړو کې دومره توپير دى چې تدوين د حديثونو راټولول او په کتابي بڼه ليکل دي چې وړاندې په نورو کوچنيو کتابونو کې ليکل شوي وي. او د علماء کرامو سره ساتل شوي او لا د ځينو په حافظو کې ياد پراته وو. چې دغه کار د حضرت عمر بن عبدالعزيز په زمانه کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له وفات څخه نږدې سل کال وروسته ترسره شو. بل هم د احاديثو ليکل دي چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې ډېرو اصحابو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارکې خلې خبرې سمدستي ليکلې چې په دې باندې هم ډېر احاديث دلالت لري. او د احاديثو صحيح کتابونه پرې کتلى شئ. امام بخاري پرې د کتاب العلم لاندې هم حديث نقل کړى دى.

 


 د احاديثو ليکل يو وضاحت او ضميمه ، ځوابيه ليکنه

 


 دمولانا ابو ثاقب زما په هغه ليکنه چې څه مهال وړاندې  په دوو برخو کې خپره شوې وه نيوکه کړى وه خو زه دمولانا صاحب څخه په دې خبره گيله من شوم چې خپل نوم يې په په اسم کنيه سره ښودلى وه او اصلي نوم يې په پرده کې ساتلى دى او دحق په مسئله کې ځان پټ ساتل ښه خبره نه ده نور راځم خپل اساسي هدف ته : محترم ورور مولانا صاحب لومړى نيوکه دا کړې ده البته د ځينو علماء کرامو رايه دغه ده چې يادونه يې کړې ده . خو ياده دې وي چې هغه علما دصحابو کرامو دوخت دتاليف او تصنيف څخه منکر نه وو ما خو داخبره بالکل نه ده کړې چې گوندى دهغه وخت علماء داصحابو کرامو تاليف او تصنيف څخه منکر وو. که مولانا صاحب هغه مضمون په په ځير سره لوستى وي نو په دوهمه برخه کې چې داحاديثو ليکل تر نامه لاندې جلا او ځانگړى عنوان ليکلي وو او لوستونکو ته مې موضوع ښه واضحه کړې وه چې په کې مې د تدوين حديث او کتابت حديث په اصطلاح گانو يو څه رڼا هم اچولې وه يوه برخه به يې د حسن تکرار په ډول ددوهم ځل لپاره راواخلم . ما داحاديثو منکرينو داعتراض دځواب په باره کې هم داخبره ليکلې ده چې زمونږ دامت علما کرامو هغوي ته پاخه او قانع کوونکي ځوابونه ويلي دي او په دې اړه يې بشپړ کتابونه ليکلي دي هغوى دحديث منکرين د تدوين حديث او کتابت حديث ترمنځه توپېر نه کوي او په دغه دواړو اصطلاح گانو کې توپېر ښکاره دى يو دحديث تدوين دى چې دحضرت عمر ابن عبدالعزيز په زمانه کې شوى دى يو دحديث نفس ليکل دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند کې ډيرو اصحابو دمحمد صلى الله عليه وسلم دمبارکي خولې خبرې سمدستى ليکلې چې په دې باندې هم ډيرو احاديث دلالت کوي داحاديثو صحيح کتابونه پرې سړى کتلى شي امام بخاري هم پرې دکتابة العلم لاندې احاديث نقل کړى دى . داوو زما دهغه مضمون ليکلى عبارت نو ما په دې برخه کې داصحابو کرامو له خدمت څخه نه انکار کړى بلکې د هغوى يادونه مې کړې ده پاتې شوه ستا هغه تفصيل خو ما دلته دلنډيز نه کار اخستى وو او تاسې ته به شايد معلومه نه وي چې ځينې ورځپاڼې په اوږدو ليکنو خپه کيږي او زه به ددې مضمون نوره برخه هم تاسو ته په همدغه ځاى کې وليکم او خپله دغه موضوع په نږدى بشپړه کړ م داحاديثو دليکلو يا کتابت په باب امام بخاري دباب کتابة العلم لاندې درې احاديث نقل کړي دي لومړي دحضرت ابو حجيفه روايت نقلوي چې دحضرت على رضى الله عنه شاگرد دى هغه دحضرت على رضى الله عنه څخه پوښتنه وکړه تاسره کوم کتاب شته ؟ چې په هغه کې نبوي احاديث يا داهل البيت په اړه څه مهم او ځانگړي احکام ليکلي شوې وي حضرت على ورته په ځواب کې داسې وويل لا الا کتاب الله او فهو اعطيه رجل مسلم او فى هذا الصحيفه نه ماسره دالله دکتاب څخه پرته بل ليکل شوي کتاب نشته يا ماسره هغه پوهه ده چې ديو مسلمان سره وي يا هغه امور دي چې په دې صحيفه کې ليکل شوي دي ابوجحفه پوښتنه وکړه ما فى هذا الصحيفه په دې صحيفه کې څه و حضرت على ځواب ورکړ العقل وفکاک الاسيرو ان ولا يقتل مسلم بکافر ، پوهه دبنديانو ، او مسلمان به په کافر نه وژل کيږي موخه دا چې د دبنديانو او قصاص په اړه معلومات په کې ليکل شوي وو. دنسايي په روايت فاخرج کتاباً من قراب سيفه حضرت علي دخپلې تورې له تيکې څخه يو ليک او ليکلي کاغذ روايست دپورتنې باب دوهم حديث دحضرت ابو هريره حديث دى چې دمکې دفتحې په کال يو خزاعى سره يو لثيى سړى مړ کړى و په دې مهال حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دحرم دعزت ، ارزښت او تعظيم په باره کې يوه خطبه وفرمايله نو يو يمني سړى دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم خدمت کې حاضر شو او عرض يې ورته وکړ. اى رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه خطبه ماته وليکه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمايل اکتبوا لا ىى شا دغه خطبه هغه ته وليکئ چې څه يې خوښه وي . دريم حديث هم دابوهريره دى چې ترې روايت شويدى هغه فرمايي ما من اصحاب النبى صلى الله عليه وسلم احد اکثر حديثاً منى الاماکان من حديث عبدالله بن عمرو بن العاص فانه کان يکتب ولا اکتب . ژباړه : په اصحابو کرامو کې دعبدالله بن عمرو ابن العاص څخه پرته زما څخه زيات روايت کوونکي بل څوک نشته ځکه چې هغه به ليکه او مانه ليکه. داد بخاري حديث دى او په سنن ابوداود کې څه په دې ډول حديث نقل شوى دى چې حضرت عبدالله ابن عمرو بن اعاص وايي چې ما به د رسول الله صلى الله عليه وسلم هره خبره ليکله نو زه ځينو قريشو ددې څخه منع کړم چې په ځينې وخت کې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په غصه کې وي او په ځينې وخت کې په خوشالۍ کې وي دهر حال خبره دنقليدو وړ نه وي حضرت عبدالله ابن عمرو ابن العاص وايې چې ما دغه خبرې حضرت محمدصلى الله عليه وسلم ته يا ده کړه نو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل چې خامخا يې ليکه. دغصې په حالت کې فانى لا اقول فيهما الاحقا زه په هر حال ې حقه خبره کوم حضرت عبدالله بن عمرو ابن العاص د خپلې ليکلې شوى مجموعى نوم صحيفه صادقه ايښې وو او بيا هم حضرت عبدالله ابن عمرو بن العاص په خپله فرمايي ما يرغبنى فى الحيوة الا لصادقه والوهط. ماته په دينا کې دپاتې کيدو مينه په دوو شيانو ولاړه ده يوه صحيفه صادقه ده او بله دوهط زمکه ده دوهط په ځمکه کې دکښت لارې چارې برابرولي دوهط نوم د نسايي په يو روايت کې هم راغلى دى دغه صحيفة الصادقه دحضرت عبدالله ابن عمروابن العاص دمړينې څخه وروسته يې لمسى شعيب بن محمد بن عبدالله لاس ته ورغله بيا دشعيب څخه يې زوى عمرو روايت کوي لکه څرنگه چې داحاديثو په ډيرو کتابونو کې په دې سلسلې سره نقل دى يعنې عن عمرو بن شعيب عن اليه عن جده هغه ټول احاديث له صحيفې الصادقې څخه اخيستل شوي دى د الصادقې صحيفې څخه پرته نورې ډيرې صحيفى هم شته لکه څرنگه چې مولانا ابو ثاقب ورته اشاره کړې وه خو د تکرار له امله مې نقل نه کړې . دحضرت ابو هريره له خوا روايت شوې ټول احاديث ٥٣٧٤ او دحضرت عبدالله ابن عمرو ابن العاص څخه روايت شوى احاديث ٧٠٠ ته نږدى دى . او حضرت ابوهريره وايي چې زما څخه دعبدالله ابن عمرو ابن العاص احاديث ډير دى ځکه هغه ليکه او مانه ليکه ددې اعتراض او اشکال په باره کې حافظ ابن حجر رحمة الله عليه په فتح الباري کې گڼ ځوابونه کړي دي او دا خبره يې ثبوت ته رسولې چې دابوهريره روايت شوي احاديث دعبدالله ابن عمرو بن العاص څخه زيات دي . داسلامي فتوحاتو څخه وروسته دعبدالله ابن عمرو ابن العاص داوسيدو زيات وخت په مصر يا طايف کې وو او په دغو دواړو ځايونو کې د علماء کرام دعلميت تگ دومره نه وو لکه په مدينه منوره کې وه ځکه چې ابوهريره په مدينه کې اوسيدو د(حديثا منى الاماکان) کې د استثناء منقطع او متصل په باره کې هم ډير ځوابونه ليکل شوي دي چې دليکنې د اوږيدو له امله يې ټول ځوابونه ليکل دلته دامکان څخه وتلې خبره ده ، راځم خپلې اوسنۍ خبرې ته چې ښاغلي مولانا صاحب ابوثاقب پرې نيوکه کړې وه دا چې په لومړي مهال کې داحاديثو ليکل داصحابو کرامو په زمانه کې دود نه وو؟ . ددې خبرې څو لاملونه دي لومړى دا چې داحاديثو ليکل بالذات مقصود نه وو بلکې داد ساتنې يوه وسيله وه او د چا چې حافظه ډيره قوي وي نو دهغه لپاره د ليکلو اړتيا نه وي او دعربو حافظې په هغه زمانه کې ډيرې قوي وې لکه څرنگه چې ما ورته اشاره کړې وه ،بل لامل يې داوه ،چې زياتره خلک په هغه مهال کې په ليک لوست نه پوهيدل ،او ډير کم خلک پرليک لوست پوهيدل ،او له دې سره سره ځينو رواياتو څخه دليکلو ممانت معلوميږي ، لکه څرنگه چې په مسلم شريف کې دحضرت سعيد خدري څخه مرفوعا روايت دى ژباړه حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي زما څخه دقران پرته بل څه مه ليکئ او که چاوليکه نوهغه دې وران کړي . نو په دې اساس داصحابوترمنځ داحاديثو دليکلو په باب کې اختلاف وه ، ځينويې ليکل روا (جايز)او ځينو يې ناروا(ناجايز) گاڼه نوځکه ډيرو صحابو ډير روايات نه ليکه ،نو ځکه ډيرخو بياهم داحاديثو دليکلو اونه ليکلودرواياتو دتعارض درفع کولو لپاره لنډ ځوابونه په دې ډول دي داحاديثو نه ليکلو حکم عارضي دى او دوخت پورې تړلى دى چې قران او حديث په يو وخت کې دواړه مه ليکئ چې د دواړو ترمينځ التباس او يو والي رانه شي او دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دمنع څخه مطلب دادى چې دواړه يوځاى مه ليکئ که په دې .ډول يې وليکئ . نو وران يې کړئ او داسې هم ويل کيږي چې نهې مقدمه ده او د اذن او اجازې روايت روروسته راغلي دي نو په دې دنهي روايات منسوخ شول او دليکلو اجازه وشوه . اوس به ښاغلي مولانا صاحب دغه ليکنه ولولي نو ورته معلومه به شي چې د لنډيز څخه څومره تفصيل جوړ شو ما داحاديثو دکتابونو او ورپورې تړلي موضوعاتو په باب ليکنې کړي چې ان شاء الله  رسنيوته به يې  دخپريدو لپاره ورکړم دنورو ليکوالو درغندو او اصلاحي مشورو په هيله .


په هند کې دعلم حديث خپريدل


حديث پوهنه (علم حديث ) دحضرت محمد (ص) دريښتني او باوري ژوند يو ځلانده پياوړى او نه هيريدونکى تاريخ دى دحضرت محمد(ص) سره دمسلمانانو ډيره مينه ددې خبرې اساسي ثبوت دى چې د علم حديث ژوندى تاريخ تر دې دمه پورې په ريښتني ډول سره رارسيدلى دى زمونږ دامت علماو کرامو دحديث پوهنې په ساتنې او امانت دارۍ کې ډيرې زړه پورې هڅې کړى او دغه ژوندى او ريښتنې تاريخ يې دزمانو دناخوالو څخه د تل لپاره ژرغولى دى چې ددې سارى به نورو امتونو کې نه ليدل کيږي که نن ورځ څوک دحضرت محمد دژوند بشپړه نقشه او دهغه دسيرت دليدنې هيله ولري نو د علم حديث يا په ساده خبره دحديثو ښکلى کتابونه شته او دهغه کتابونو په لوستنې سره مسلمانانو ته دالهامي لارښونو دروازې پرانستل کيږي مسلمانانو دعلم حديث دکتابونو دچاپ ، خپرونې او په ځانگړې ډول دعلم حديث عقيدې ته جدى پاملرنه کړې او بيا يې نور مسلمانان هم هڅولي دى چې ددغه علم دخپريدو لپاره د پخې عقيدې له مخې گړندۍ هلې ځلې وکړي دالله تعالى ځانگړې مهرباني ده چې علم حديث چې دحضرت محمد دريښتنى ژوند د تاريخ يو پياوړى باب دى ددغه تاريخ دژغورنې او ساتنې لپاره د يو غيبي ځواک او طاقت نظارې گورو ددغه علم دخپريدلو لپاره د مسلمانانو داسې ټولى ليدل کيږي چې دسيلاب په څېر ددغه علم دخپريدو دپاره شپه ا ورځ په کار بوخت ليدل کيږي او په پوره اخلاص يې ورته مټې رانغاړلى دى .او ددغه پوهې ترلاسه کيدو لپاره دبراعظمونو او سمندرونو څخه تيريږي ستونزې گالي ، په سختو لارې مزلې کوي او دغه کار ورته ډير اسان بريښي پخوانيو علماء کراموبه دحديث پوهنې د پرمختگ لپاره ډير کړاونه گالل چې دا دهغه علماء کرامو دحديث دعلم سره دژورې مينې او قربانۍ يو مثال دى دا هسې دخولې خبره يا اسان کار نه دى بلکې دالله تعالى يوه ځانگړې معجزه ده او ماده پرستو لپاره يو ستر درس دى .د حديث پوهنې دعلم دخپريدو چټکتيا د انسان په تاريخ کې ديوې سترې پوښتنې نښه ده خو په رښتيا او رښتينى ډول دالهي رازونو يو پټ راز دى او يو ځلانده دليل دى چې د حضرت محمد (ص) وروستنى رسالت يو تل پاتې رسالت دى او په دې شريعت به مسلمانان خپلې پريکړې تر قيامته پورې کوي د حضرت محمد (ص) دامت لپاره دديني مسئلو داستخراج ، استنباط او نورو ديني مسئلو پورې تړلو کتابونو ، وسيلو او دښو مدرسو د جوړيدو وړ وگرځيد په اسلامي امت او په ځانگړى ډول په اسلامي هېوادونو کې اسلامي اتلان ، فاتحين ، مجاهدين ، صوفياء مبلغين ، مفسرين فقهاء پيدا شول په اسلامي تگلارو يې عمل وکړو د اسلامي زده کړو لپاره يې پراخه لارې پرانستلې دهندوستان په زمکه داسلام رڼا دهجرت په لومړى پيړۍ کې راورسيده چې په کې اصحاب ، تابعين او تبع تابعين شامل وو خو په تاريخ کې په ځانگړي ډول دبيع بن صبيح او سعد بصرى نومونه ليدل کيږي دتبع تابعينو په باره کې چې دهند خاورې ته راغلى دى د اسلام لومړى مصنف په خپل کتاب کشف الظنون کې ليکلي دى او دغه مصنف دگجرات د ضلعې دبهروچ دسيمې په بهاړ بهوت کې خاورو ته سپارل شويدى نوموړى ليکلي دي که څه هم په لومړنيو هجرى پيړيو کې دهندوستان په سيمه دحديث ، دود او رواج نه و په وروستيو پيړيو کې په تديجى ډول يې پرمختگ وکړو خو ددې خبرې معنى دا نه ده چې گوندى دلته دحديث پوهنې پوهان محدثين نه وو او يا دهغوى ددرسونو کړۍ ددغه علم څخه تشې وي په نهمه اولسمه هجري پيړۍ کې په ځانگړى ډول يو شمير حديث پوهان دغه هېواد ته راغلل او د گجرات شاهانو ددغه علم سره دبې کچه مينې په نسبت دزياتره داوسيدو ځاى احمد اباد کې و چې اوس يې هم هلته قبرونه شته دالله تعالى په ځانگړې مهربانۍ سره ډيرو علماء کرامو دهندوستان څخه حرمين شريفين ته سفرونه وکړل او هلته يې حديث پوهنه ترلاسه کړه چې په دې علماء کرامو کې ډير مشهور او نامتو شيخ حسام الدين نهه سوه پنځه او يا يمه هجري کې دهغه نامتو شاگرد علامه محمد بن طاهر پټنى دمجمع ، بخارانو مولف نهه سوه شپږ اتيا يمه هجري کې او وروسته شيخ عبدالحق محديث ډهلوي يو زردوه پنځوسمه هجري دوره راغله دغو دحجاز د علماء کرامو څخه دعلم حديث زده کړه وکړه او دهندوستان په ډيلي کې دعلم حديث دخپريدو يو ستر مرکز جوړ کړو چې بيا دمولانا عبدالحق شاگردانو د زامنو او لمسو دغه علم ته ډير کار وکړ او گړندۍ هلې ځلې يې ورته وکړې چې دهغه په وجه په هندوستان کې دديني علمونو او په ځانگړى ډول دعلم حديث دور شو او لوړ شهرت ته ورسيد . او ددې څخه وروسته مسند الهند حضرت شاه ولي الله دوره راغله شاه ولي الله دهندوستان څخه سپيڅلي حجاز ته سفر وکړو او دهغه ځاى دشيخانو او په ځانگړي ډول دشيخ ابو طاهر مدنى سره يې څوارلس مياشتې تيرې کړې او د حديث پوهنې علم يې زده کړو او کله چې بيرته راغلى نو دعلم حديث دخپريدو لپاره يې ځانگړى مرکز پرانست او ورته يې ډيرې هلې ځلې وکړې نو نتيجه يې دا شوه چې دغه علم په هندوستان کې يو ځانگړى ځاى ته ورسيد چې بيا يې په نورو اسلامي هېوادونو کې سارى نه ليدل کيده چې ددغه کوښښونو له امله په هندوستان کې دصحاح سته د(شپږو صحيح کتابونو) درس او دوره شوه حضرت شاه ولى الله په شاگردانو کې يې زوى شاه عبدالعزيز د ډيلي محدث ته الله تعالى داسې علم ورکړى و چې يوه ستره ډله يې دحديث په علم روښانه کړه چې په دغه ډله کې ډير نامتو او ممتاز عالم دمکې حضرت شاه محمد اسحاق يو ډير لوى پوهه عالم په ډول په هندوستان کې مشهور شو چې دحضرت شاه ولى الله لمسى هم و او دغه عالم ته به خلکو دعلم دمرکز خطاب کاوه او دهندوستان دنورو خواو څخه به ډير شاگردان او دحديث پوهنې تږي به يې مجلس ته حاضريدل او سر لوړي به يې په برخه کيده الله تعالى دغه عالم ته دومره مقبوليت ورکړى و چې هندوستان او په نوره اسلامي نړۍ کې يې په هغه وخت کې مثال نه و او د شاه ولى الله په ممتازو شاګردانو کې دمکې حضرت شاه عبدالغنى مجددى ددرس په مجلس کې دهندوستان او حرمين شريفين پورې سترو ډلو برخه اخسته او بيا پکې داسې خلق پيدا شول چې خپل ټول ژوند يې دحديث پوهنې دخپرونې لپاره قربان کړو او دهمدغه مخلصو شاگردانو د درس ، تاليف ، تصنيف په برکت ټول هندوستان دحديث پوهنې يو ستر مرکز شو د مولانا عبدالغنى په غوره شاگردانو کې مولانا محمد قاسم دقاسم العلوم استاد او قطب الارشاد حضرت مولانا رشيد احمد گنگوهى يوه ممتازه څيره راډګر ته شوه حضرت مولانا رشيد احمد گنگوهى په خپل وطن گنگوهه کې دديني زده کړو درس ورکولو او ورسره يې دافتاء د يو ستر مرکز بنسټ هم کېښوده مولانا رشيد احمد به په خپله د صحاح سته ( شپږ صحيح کتابونو) درس شاگردانو ته ورکولو او په خپلو درسونو کې به يې باريکې نقطې ورته ښودلې د قطب الارشاد مولانا محمد يحى د خپل استاذ په ژوند دعلم حديث دوره او درس پيل کړو او دخپل استاز په لارښونه به يې عمل کولو مولانا يحى به په خپل درس کې دعلم حديث پورې تړلې ټولې مسلې چې دخپل استاز رشيد احمد داوږدې مودې د درس خلاصه وه وړاندې کولې دغه نقطې هغه دخپل استاز څخه د هغه د لارښونو په رڼا کې په عربي ژبه ليکلي وې قطب الارشاد مولانا رشيد احمد گنگوهي دخپل ژوند په وروستنى وخت کې د خپل گران او ممتاز شاگردر محمد يحى دعلم حديث دوره او درس په خپلو سترگو ليدلى و مولانا محمد يحى دحضرت مولانا شيخ الحديث محمد ذکريا پلار وا و ترې نه يې مشکوه ، صحاح سته دابن ماجه پرته اونور د کتابونه ولوستل او بيا يې ددوهم ځل لپاره ټول ديني کتابونه شيخ العرب والعجم مولانا خليل احمد سهانپوري څخه هم ولوستل خو بيا هم ابن ماجه ترې نه پاتې شوه خو دلومړي سر يوڅه برخه يې ولوستله اود خپل استاز څخه يې نورو شاگردانو ته لوستو اجازه ورکړل شوه او بيا به يې په ښه او دزړه له اخلاصه نور علم حديث ښودلو مولانا محمد ذکريا دمولانا محمد خليل احمد د ښى لاس حيثيت لرلو او هغه پرې پوره باور او اعتماد کاوه حضرت مولانا محمد ذکريا دخپل پلار اومولانا خليل احمد سهانپوري د دواړو روحانيت علميت او کمال رښتينى جانشين و او حضرت مولانا ذکريا چې په کوم ديني او روحاني چاپيريال کې ستر شوى و او پکې يې سترګې غړولې وې او د شعور او عقل يې دتکامل (بشپړتيا) پړاو ته ورسيدو کتابونه يې وليکل تصنيف او تاليف يې وکړو دهغه د ژوند شپې او ورځې ددې خبرې گواهي ورکوي چې نوموړى علم حديث ته ډير کار وکړو دامت د لارښونې او په ځانگړى ډول يې دعلم حديث دخپريدنې لپاره نه ستړې کيدونکي هلې ځلې کړى دى دالله تعالى په ځانگړى مهربانۍ سره دغو علماء کرامو چې ددين او په ځانگړى ډول دعلم حديث داشاعت او خپرونې څومره اساس او غوره کارونه وکړل او کارنامې يې پريښودې او تر ننه پورې به ډيرې چټکتيا سره روانې دى نو سړى له مبالغې پرته وييلى شي په وروستيو پيړيو کې به يې مثالونه ډير کم پيدا شي او دغو علماء کرامو چې ددين او په ځانگړي ډول دحديث پوهنې لپاره کوم محدثانه .تحقيقى څيړنه او ارزښتمن کار کړى د ټولو پوهانو ، علماء کرامو او په ځانگړى ډول داسلامي امت پر وړاندې دى چې شميرل يې په دې زمانه کې د امکان څخه وتلې خبره ده په دغو زمانو کې دډيرو ممتاز علماء کرامو غوره کتابونه چې زياتره يې دعلم حديث پورې اړه لرله چاپ او خپاره شويدى لکه دامام مالک يوه ډيره ستره شرحه او جزا المسالک ، لامع الدرادى، مقدمه لامع ، الکواب الدارى ، شرحې جزه حجة الوداع ، الابواب والتراجم او دبذل المجهور دحاشيې او نور کتابونه چې داسلامي کتابخانو ښکلا گرځيدلي دى په هندوستان کې نزدې په ټولو لويو اوسترو مدرسو کې دورې کيږي او لا اوس هم دمصر او شام په لويو مدرسو کې صرف دحديثو منتخبات او يا په بله وينا سره د حديثو يو څه ټاکل شوې برخه لوستل کيږي مولانا محمد ذکريا د وروستيو کالو پورې په مظاهر العلوم کې دابو داود درس تدريس کړى او بخارى شريف يې نزدې نيمه پيړۍ د درس لاندې و او ډير شاگردان به ورته ناست ؤ او دغه درس يې ډير مشهور او ممتاز و خو دسترگو دناروغتيا له امله په کال ديارلس سوه اته اتيا يم کې ددرس دغه لړۍ غوڅه شوه خو د علم حديث دکتابونو بهير يې گړندى روان ؤ خو د ډيرو شاگردانو يې دا ارمان ؤ چې کاش دمولانا ذکريا په درس کې ناست واى خودغه د علم حديث د خپريدو طريقه تر ننه پورې په ديني مدرسو کې په هماغه ډول روانه ده لکه څنگه چې پيل شوې وه .