د روڼ اندی مهم شرط تنقیدی سوچ دی. د تنقیدی سوچوهنی لیاره داده چه یو نظر او یا حقیقت په منطقی ډول تحلیل او یا ولیکی. تحلیل به یی له خطا وساتی او لیکنه به یی د هدف د لاسته راوړلو په لوری کی بریالی و بلل سی. بری د لیکنی د منلو په اساس ترازو کیږی. دا لیکنه د ځینی لیکنو د سطحی او تبلیغاتی بڼی په خاطر لازمه بلل سوی ده خکه د هغوی ځینی محتویات د منلو وړ نه وو. 

د یوی منلی لیکنی لپاره دوه لیاری ویل سوی: اول علمی او منطقی لیکنه، دوهمه تبلیفاتی لیکنه. دواړه لیکنی ډیری کوچنی او ځانګړی لیاری او چلونه لری چه د هر فن او دیسیفلین پوهان باید هغه، یا په اجماع او یا په بل منلی او ثابت سوی توګه، د خپریدو وړ بللی دی.

دا چه افغانستان په اوسنی وخت کی د جګړی میدان دی نو په سترګو لیدلی چاپیریال دا را باندی لازموی چه د منطقی او علمی لیکنی سبک او لیاری د مدرسواو پوهنتونونو استادانو او زدکونکو ته پریږدو او دلته صرف د تبلیغاتی لیکنی چلونه په ډاګه کړو. کیدای سی دا هم د تبلیغاتی شبکو له مستخدمینو سره او هم د نورو لیکونکو او لوستونکو سره کمک وکړی چه څنګ باید ولیکل سی او څنګه باید وویل سی. 

 دا لیکنه به د تبلیغاتی لیکنی چلونه. منطقی نیمګړتیاوی یا تیروتنی او یوه پایلیکنه ولری.

 

تبلیغاتی لیکنه، د هغی دود او تقسیم

 

تبلیغاتی لیکنی د ریښتیا ویلو پابندی نلری بلکه د هغی یوازنی مطلب د یوه سیاسی، مذهبی، ایدیالوژیکی، بازاری، او یا بل اجتماعی او یا ټولنیز هدف په خلکو منل دی. دا لیکنه د عامو خلکو په احساساتو او افکارو لوبه کول دی تر څو دا خلک د بازار ځینی کالی واخلی او یا د چا په هکله خپل فکر بدل کړی او د هغوی په ګټه خپل ووټ استعمال کړی. د دی هدف د لاسته راوړلو په خاطر لس چلونه مشهور دی:

1.  نومول او نوم اخیستنه: د یو چا او یا یو څیز له یو بد شی سره تړل دی. خلک د یو نظر ردول په دی کوی چه ګواکی هغه بد څیز دی. دوی خپل نظر پټوی او د مخالف نظر په دی منفی توګه نورو ته ښیی. په سیاسی لیکنو کی نن سبا د ترهګری، افراط، تشدد، او نور داسی ویینی دی چه مخالف باندی بدنامیږی. 

2.  بریښیدونکی کلیات ویل: لیکونکی ځینی داسی لغات استعمالوی چه که یوه کلی جمله وویل سی د هغی ثبوت او منفی کول  به ګران وی. په انګریزی کی دی لغاتو ته خوشال لغات وایی. مثالونه یی «ښه»، «انصاف»، او «صداقت» دی. مثال یی د کوم څیز ښیګړتیا ده چه هغه د یوی ټولنی لپاره ښه معرفی سوی وی. 

3.   نقلول: د څه شی ښه اعتبار بل کس او یا څیز ته نقلول. د یو دولت بیرغ د کوم کس او یا څیز په کټه استعمالول، پدی معنی چه خلکو ته وښیی چه دا فکر او یا کس د وطندوستی سره تړون لری او د و طن او خاوری په ګټه دی. په سیاسی ډکر کی نن سبا خلک د مترقی، روشنفکره، او ازادفکره په لقبونو یادول کیږی.

4.  بده مقایسه یا انالوجی: دوه احتمالی مساوی شیان مساوی بلل. زیات وخت له څه غور نه وروسته معلومیږی چه د دوو مقایسه شوی څیزونو په مینځ کی کوم شباهت او مساویتوب نشته. په جنګ او سیاست کی ټول ازادی غوښتونکی ترهګر او ویروونکی بلل. کیدای شی هر ازادی غوښتونکی ویره اچونکی نوی. او کیدای سی د یو دولت او د هغه مخالفین په مساوی توګه ویره اچونکی وی. د یو قدرت په وړاندی خبره نمنل حتمی مجازات لری چه دا مجازات د خلکو په دماغ کی ویره اجوی. دواړه طرفه له بل څخه په مساوی توګه ویریږی. که اوسنی وضعه په نظر کی ونیسو نو زیات حکومتونه په ویره ولاړی پالیسوی جوړه وی. 

5.  شاهدی ویل: دا چل زیات د بازاری کالو د خرڅولو لپاره استعمالیږی. د کالو خاوند مشهور خلک استعمالوی ترڅو وښیی چه دوی دا کالی خوشوی. دا لیاره باید تر سوال لاندی راشی: دا مشهور کس په څه پوهیږی، او د هغه په دی کی څه ګټه وه د دی کالو د شه والی شهادت یی ولی ورکړی دی؟

6.  عادی او ساده خلک استعمالول. دا کار د خلکو د اطمنان لپاره کیږی چه وښیی دا کار عادی خلک کوی. 

7.  پتی درول. دا یو تخنیکی اصطلاح ده چه باید ځینی حقیقت په کارتو او یا جدول کی واچول سی او ځینی نور یی بیا حذف کړی. دا نیم حقیقت وینه ده. نیم یی ریښتیا او نیم دروغ وی. به بازار کی د غربی اصولو په بنا څوک د کامل ریښتیا ویلو وظیفه او یا وجیبه نلری. 

8.  يه کاروان پسی پوریکیدل. دا داسی پیغام لری چه ګواکی ټول په دی لیاره روان دی او ته هم باید له دوی سره یوځای شی، کنه نو بیا به وروسته پاته شی. فیشن او تریندونه له دی جملی دی. 

9.  یا مونږ او یا تیروتنه. دا د دوو څیزونو په مینځ کی یو انتخابول دی. تور او یا سپین. دریم دریځ نه منی. خپل ځان منی او نور نه. 

10.              بد علت او معلول شودل. دا چه الف د بی تابع ده دا دا معنی نلری چه بی به د یوی واقعی علت  او سبب وی. کیدای سی الف په خپل زور او توان دا واقعه مینځ ته راوړی وی. نن سبا په افغانستان کی دا تکنیک ډیر استعمالیږی تر څو مخالفین د دی او هغه دولت په نامه و ځپی او وایی جه دا کار هغه دولت کړی دی دا په دی دلیل چه دا کسان له نومیدلی دولتو سره راسه درسه لری. 

 

منطقی نیمګړتیاوی یا تیروتنی

 

 اوه تیروتنی باید په پام کی ونیسو:

1.  تضاد. په یوه موضوع او یا بحث کی دوه متضاد او ټکری معلومات ورکول. 

2.  استثنا په کلی قاعده اړول. مثال یی دا ده چه د یوه خاص پروګرام په لړ کی د زدکونکی او استاد په مینځ کی د قوی رابطی په خاطر سپورت د شاګردانو په زدکړی بد تاثیر نوی کړی. دا دا معنی نلری چه ټول شاګردان به همداسی ښی نتیچی ورکوی. که ددی پروګرام له نتیجی نه یو کلی قاعده جوړه کړو نو منطقی تیروتنه به مو کړی وی، ځکه دا خاص پروګرام یو استثنایی شکل لری او په عام ډول په سپورت مشغول زدکونکی شی نمری نلری. 

3.  بد علت تعینول. د یو لړ حادثو لپاره یو سبب ښودل او د کرانو او پیچیده حوادثو یو سبب ته اشاره کول. مثال یی د شاګردانو د بدو نتیجو علت د هغوی مسکنت او فقر بیانول دی. فقر یو علت کیدای سی مګر هغه یوازنی علت ندی. 

4.  دائروی دلیل ویل چه سوال ته ضرورت لری. که یو څیز داسی تعریف شی چه هغه د نامه د تشریح نه علاوه بل څه نلری نو دی ته بد منطق وایی. همدا رنګه که یوه ادعا وسی او د هغی د ثبوت دلیل د ادعا د تشریح نه سوا نور څه نه لری هغه دایروی منطق دی. مثال یی دادی: شاګردان باید ټول نصابی کتاب ووایی که داسی ونکړی نو ښه تعلیم به حاصل نکړی. که پوښتنه ځینی وسی چه ښه تعلیم څه شی دی؟ نو په جواب کی به ووایی چه ټول کتاب ویل دی یا د کتاب په ټولو محتویاتو پوهیدل دی. دا نوی مطلب نلری.

5.  له سوال نه تښتیدل. دا ده چه موضوع بدله کړی. مثال یی دا دی: که پوښتنه وسی چه ایا نرښځیان د فوج لپاره یو تشنجی غورځنګ شمیرلای سو او په خواب کی وویل سی چه هغوی د شجاعت میدالونه په جنګ کی اخیستی. 

6.  په جهل استلال کول. که د یوشی اثر او نتیجه نوی معلومه دا د دی معنی نلری چه هغه به یا شه او یا بده وی. د یو پورګرام شیګڼه په دی نه ثابتیږی چه ګواکی د هغه بدی چاته نده معلومه. 

7.  مجموع او تقسیم. دا تخنیکی ټکی دی چه خاصه معنی لری. مجموع او کمپوزیشن هغه کلیه ده چه دهغی په ریښتیاوالی کی ټول محتویات او جزیات شامل وی. یعنی هم کلیه ریښتیا وی او هم د هغی هر فرد او جزء  په ځانی توګه ریښتیاوی.  تقسیم او یا ډیویژن بیا د کلیی عکس دی. د ټولو هغو جزئیاتو د ريښتیا حکم کول کوم چه د کلیی په هکله ریشتیا وی. که ووایو چه یوه جرئیه ریښتیا ده نو همداسی ویلی شو چه مجموع یی هم ريښتیا ده. د مثال په توګه د یوه مکتب د ټولو شاکردانو عمومی مافوق ابریجد نتیجو ته ګورو. که چیری هغه ډیری وی نو نسو ویلای چه د دی مکتب ټول شاګردان  ښه دی. که بیا ووایی نو هغه د تقسیم تیروتنه کوی ځکه دا د ټولو شاګردانو په هکله نده ریښتیا. ځینی شاګردان یی په خپلو زدکړو کی ټیټی نتیجی هم لری. ددی په عکس که د ځینو ضعیفو شاګردانو له مخی ووایو چه د مکتب شاګردان ضعیف دی نو د مجموع او یا کمپوزیشن تیروتنه به مو کړی وی ځکه ددی مکتب ټول شاګردان ضعیف ندی.

په دی هکله ځینی نور ټکی شته چه کیدای سی په ځینی مواردو کی تبلیغاتی او غیر منطقی وبلل شی او په نورو کی بیا منطقی. مثلا د کوایجوکیشن او یا د نراوښخو ګد  او بیباکه صنفونه په سیکیولر او دینی جامعه کی. که په بیدینه جامعه کی څوک ووایی داسی صنفونه باید لغو شی او د استدلال لپاره دینی مرجع راواخلی نو داسی دلیل به غیر منطقی وی. خو بیا د دی لپاره په یوه متدینه ټولنه کی په تیره بیا چه مکتب ځان دینی بولی نو د ګډ تعلیم په ضد که دینی مرجع استعمال سی هغه به منطقی استدلال وی. مونږ د داسی مبهمو لیارو دلته لیکل لازم نه بولو. 

(دا پورتنی معلومات له Cuesta College نه د تصرف سره سره اخیستل شوی چه په هغو کی مونږ خپل نظر هم ګډ کړی دی. )

پایلیک

د تبلیغاتی لیکنی مطلب د عامه خلکو بیلاری کول وی. دوی کله نیم ریښتیا وی، او یا واقعیت پکی پټ سوی وی، او یا همدا کار د تخنیکی اشتباه په استعمال کی نغښتل سوی وی. 

په پورتنی چلنو پوهیدل مونږ و دی ته پاروی چه ووایو: 

 په اوسنی شرایطو کی افغانان و حقو او رشتیا ویلو ته ضرورت لری. نو هیله ده چی ټول لیکوالان د خپل ځان فریضه وبولی چه د هغوی لیکنی له پورتنی اشتباهاتو نه خالی وی. دا د دی معنی لری که هغوی دبل ځای نه معلومات اخلی هغوی باید خپل ماخذونه وپیژنی. د دی سوالونو جواب باید پیدا کړی. ایا لیکونکی د یو هدف لپاره متعهد دی او کنه؟ ایا د هغوی معلومات په علمی توګه ټول سوی او بیا په منطقی توګه ترتیب شوی. اوبیا په علمی ډول نتیجهګیری ځینی سوی او کنه؟ ایا دهغوی معلومات جامع دی او که د بی علمی له کبله و غلطو نتیجو ته رسیدلی دی؟ دا مهمه ده ځکه د اسلام، اسیا او افغانستان په هکله د غربی ماخدو اشتباهات اوس یا غرضی ثابت شوی او یا بی منطقه. 

د لوستونکو نه هیله ده چه د لیکوالانو لیکنی په شک او تردید ووایی. که دا وکړی نو کیدای سی اشتباهات پیدا کړی او بیا هغه و لیکوالانو ته وریاد کړی ترڅو هغوی په خپلو افکارو او لیکنه تجدید نظر وکړی. دا باید شخصی حمله ونه بلل شی بلکه د یوی عامه فریضی ادا کولو په توګه و منل شی.