شعرونه
غزل/ اسلم بېګ دانشمل ځاځی
لکه ماشوم غيږ کې کتاب واخليداسې مې سترګې هم عذاب واخلي خيال مې د وخت د استقبال لپارهسوال کوي غم ستا د ځواب واخلي کله مې تنده ستا د سر په سترګوماته شي ټول ماحول ثواب واخلي دستا دميني ټولې کړې خوارۍيو دم د هجر خړسيلاب واخلي ستا دانشمل دې اوس ستا غم ځپلىستا په وصال به لږ څه تاب واخلي اسلم بيک دانشمل (ځاځى)
دابراهيم حسن زي غزل
ګډه مو يوځاى د زړګي وينه له فطرته دهستا سره جانانه زما مينه له فطـــــــرته ده څله پرې جرګې د پښتنو کينوې ياره اوسما او ستا تر منځ خبره سپينه له فطرته ده خود به مې د سترګو له چينې نه اوښکې سپينې ځيڅوکه دسپين غر خو تل واورينه له فطرته ده زه چې ستا د تورو تورو سترګو له جنګ ډډه کړمدغه فيصله ګرانه اړينه له فطــــــــــــــــــــــــــرته ده ولې به مې ياره او
د نورګل شفق ښکلی غزل
لاره مې مه نيسه حباب يمه زره مې چويلکه شبنم لکه سيماب يمه زره مې چويپاس د جومات له مينارې يمه تر چينې راغلى کټ مټ د غڼې يو تناب يمه زره مـــــــــې چويلکه هيرو شوى ځواب يا لکه مښلې انځور يا لکه ورک شوى کتــــــاب يمه زره مې چويبس ما له لرې ګوره ګرانې! ګنې ورک به مې کړېڅنګ ته مې مه راځه سراب يمه زره مې چوي که د زړه کاڼى دې راوړوې پيدا به مې کړېګنې په ورکو کې حساب يمه زره مې چويګرانې شفق يم اخر پري به وزم د ستاپه پيڅېراغلې ډير
غزل/ جلان
ناز چې د ژړا په اندازســـــــــازشي د ښــــــــــکلا پرمخاور دهيجــــــــــان شي بلــــــــــــــــــولى د تقــــــــــوا پرمخ ډيره رانږدې نشې چې خــــــــــــداى مه کړه لمبه به شومازي باد نه جوړه بړبوکۍ شي د بيـــــــــــــــــديا پرمخ ګرم نه يم چې ستا په ليدو خپل زړه لاس کې ونيسممــــــــاته شي بيړۍ په سخت توفان کې د دريا پر مخ څه به ستـــــامغرور ښايست تر خپـــــلې ولکې رالم؟
دکمال شهزاده ښکلی غزل
الله څومره خوږه ده ماشومتوب کې پاچاهيمابيامونده د خيال په ليونتوب کې پاچاهي يو تخت و د بخــــــــــلمو ته پاچاوې زه وزيرڅه لويه فلســـــفه لري په خوب کې پاچاهي باڼه يې زما زړه ته چې راورسيدل مات شولپښتون خو تيره کړې تل په خوب کې پاچاهي د خوار غريب پوښـــــتنه له ظالم سرغوڅولپه کار ده چې شي داسې په اسلوب کې پاچاهي
غزل/ اسلم بېګ دانشمل ځاځی
دا چې صــــــنم ته زړه کې ځاى ورکومنو خود به غم ته زړه کې ځاى ورکوم ستا سپينې اوښکې شمارم داسې اشنالکه شبنم ته زړه کــــــــــــې ځاى ورکوم زما د زړه په لاره ګرځــــــــــــــــــــــه ياره ستا هرقدم ته زړه کې ځاى ورکــــوم هغه ګل څانګه چې اوسيږي پکېزه هغه چم ته زړه کې ځاى ورکوم کله مې وژني کله ژوند راکـــــــــويدرد او ملهم ته زړه کې ځاى ورکوم
غزل/ ابراهيم حسن زی ځاځی
يوخوا ساړه بل خوا ساړه منځګړو اور اخيستىد غم لمبي دي بيا په غم ککړو اور اخيـــــــــستى داچې لمر هم په شنو لوخړوهم اسمان کې پټ شودا دخوارنو اوسيدو جونګړو اور اخيســـــــتى هلته د غره دنګو نښترو نه لمبې وختـــــــــــــــېدلته د کلي چنارونو لوړو اور اخيستــــــــــــــــى اوس له سرو شونډو د خندا په ځاى اورونه شينديګلابو اور غاټولو اور ګوګړو اور اخيســـــــــــــتى
غزل/ جلان
ګرم نه دی جانان چې وعده نه ساتيګوره اوبه بله ډیوه نه ســــــــــــــــاتي څه یې ساتې وسپړه د زړه غوټــــــهګل هم په وجود کې وږمه نه ساتي دومره ډیر خالونو دې په مخ باندېخلک خو په ښا رکې رمه نه ســــاتيراکړه کنه یاره دا اومه خولګـــــــــۍاوړي کې څوک نرمه میوه نه ساتيښه شو چې ساده جـــــــلان دې ووژه.پوی سړی نه چله سیـــــکه نه ساتي سيدجيلاني جلان
ښکلي په اتڼ کې
راليږونکی :qwertyuioد راليږونکي پته :asdfghj@yahoo.comنيټه : 09-09-2008دا یو خوا د ټولي خو ټول ښـــــاغلي په اتڼ کېدا بله ډله وکسه واړه ښـــــــ
ازادي/ جلان
افغانستان جام د کوثر که د شهید پر شونډو پروت وو بیا همدخپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به وو خدای که په دې دنیا جنت وای پیدا کړې چرېزه په ایمان وایم چې ګران افغانستان کې به وو. ازاديازادي د ژوند د پیغلې ګاڼه بویهازادي د سل رنګه ښایست چېنه ده ازادي د وړانګو دنګه میناره دهورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده چې پراته یې منځ کې واړه کاینات ديازادي د قدرت هغه دایره ده انسانیت چې یې د ذوق پر شو
ازادي/ بې ريا
ازادي د ژوند د هرې ساه اړتیا ده ازادي د خدای له لورې ستر نعمت دیازادي د قوي عزم پیلامه ده نوم د ویاړ دی نوم د تورې شجاعت دی ازادي یوه سپیڅلې کلیمه ده چې راتلی شي په میلیونو ککریوازادي په هر قدم قدم کې غواړي خرپ د تورو غړمبهار دشنو زمریو ازادي لري په غیږه کې سندرېترانې لري ښکلا لري د میني غم ځپلي زړونه هم پکې ناڅاکړيورځې شپې لري شیبې لري رنګینې ازادي لکه سپوږمۍ
ځانمرګی بريد
راليږونکی :نیکمل ځاځید راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.comنيټه : 30-07-2008ځانمرگی برید خزان راپیښ شو سره گلــــونه توی شــولله خوړین زړگی می آرمانونه توی شــولدا ځل به بیا ویر او غوغا پورته شــــــیځانمرگی برید وشو سرونه توی شــولدغــــه د کــــوم یــــوه ظالــــــم د لاســـــــــهدا ځای په ځای چې اندامونه توی شــوللاندی یې سم دم انسـانان قتــــل کــــــړلپاس له مارغانو نه وزرونه توی شـــولد چــا نه غوښـــې په
غزل: اندېښمن ځاځی
چــې يـــــو بل تـــه دومـــره ګـــران يــــو زه او تــه بس د ستــــړي وخت يــــاران يــــــــــــو زه او تــه په يـــو درد يو درديــــدلــــي دوه جســــمونــــــه چـــــــې يـــــــو ډول پــــريشــــان يـــــو زه او تـــــه چـــې تقــديــر يـــــو پـــه کوم لـــوري ګـذار کړي وتــــي غشــــي لــــه کمــــان يــــــــــــو زه او تـــــه ستــــړى ،ستــــړى مـزل کړو منــزل به مــــومـو لاروي د يـــوه کـــــاروان يــــــــ
د اندېښمن ځاځي نوی غزل
د يو چـــا د راتـــلو تنـــده يــو خمــار دى زمـــــا ژوندبس ارمان ، ارمان ،ارمان دى انتــظار دى زمــا ژونديوه اوښـــکه يوه ســـلګۍ ده يــوه څړيــــکه د دردو دهد ناصور غوندې را غـاړې يــو پرهـــار دى زما ژوندبې له درده يې څه را کـــړل بې له درده پکښې څه ديد دردونـــو په ګــــرداب کـــې را ايســار دى زما ژونداى سلـــګۍ دې لږ په پــام کړه را ګذار چې ترينه نشيلـــکه اوښـــکه د بــــاڼو په اوږو بـــــار دى زما ژوندزما د مات زړګې په شانې دى ټوټې ، ټوټې مات
بلېنډې بدرۍ ته ډالۍ
رالېږونکی:paktianayد رالېږونکي پته: hamida_paktianay@yahoo.comنېټه:2008-06-30 د اريوب بلوګ چلوونکيو سلامونه لاندې شعر مې بلېنډې بدرۍ ته ډالۍ کړی دی هيله ده، چې په پاڼه کې ځای کړئ. غزل _ حميده پکتيانۍخيال کې ستا د مخ له تماشې نه وتې نشمهڅرنګه دې ر
د جلان تازه غزل
راګوري ، نه راځي پخپل کړي سوګند ولاړ دیلکه ګلاب د خپل وجود کاسه کې بند ولاړ دی له جنتي ګلبڼ راوتې ننداره ده دغه؟که یې پر مخ باندې له شرمه، سپین مړوند ولاړ دی هغه ماښام هغه باران هغه نښتې شونډېزما په خوله کې وله اوس هم هغه خوند ولاړ دی دخپل کرم د ساړه سیوري لاس راوغزوه د یو ارمان ټکنده لمر و ته مې ژوند ولاړ دی لکه غاټول په یوه پښه په پخه شپه کې جلانسو
د جلان تازه غزل
لکه ته يو خوږ ارمان رانه چاپير دى د زړګي کور مې دشاتو اور کې ګير دى يار له خپل ښايسته څو چنده لوړ ګرځيزورور سيند دى د غرو په سرو تير دى د بارخو جام يې عجب خانه خراب کړمتصور د ازاد ژوند راځينې هير دى دا چې ښکلي يې نه خوري ګونا يې خپلهزما زړه خو د اومو شيدو پنير دى پر شډل جلان د ښار ښکلا ميينه د غره کاڼي سره زيړ ګلاب کوشير دى سيدجيلاني جلان
بې پروا _ سلطان احمدزی
بې پرواياره چې ته مې له زړه باســــــــــــــــــېنه چې زه هم زړه دبل ښكلــــــي ډالۍ كـــــــړمنه چې ستا دناز كيسې له ياده پرې كـــــــــړمنــــــه چې خپـــــله مې دزړه غوښې پردۍ كړم بې پــــــــــروا ياره په ياددې يم كه نه يـــــــــــمخــــــــــداى دې نكړي چې زمالــــه ياده لاړشېخداى دې نكړي دتصويرنقش دې وران شيخداى دې نكړي اسوېلو كې مې ويجــاړ شې
پښه نېولې دې توبه ساته _ بلېنډې بدرۍ ته
دا غزل ، ګرانې خور بلینډې بدرۍ ته د هغه خبرې په بدل کې ډالۍ کوم . چې ویلي یې وو . دا زما اخرنی شعر دی . غزل نه بلینډې نه ، څه پښه نیولې دې توبه ساتهګرانې دغزل د پنځلسي شپه مو رڼه ساته زه دې د اریوب د غزلیز ماښام ښکلا ګڼمته هم په خپل سر د شنو سندرو لوپټه ساته خپل فکر د خپل هنر په ګل ګل لارو وکرهیو لاس کې اجل ګرځوه بل لاس کې ډیوه ساته
زه نن توبه کومه _ د بلېنډه بدرۍ اخري شعر
زه نن توبه کومهما دوه ګناوې کړيقسم دی ښه پوهیږمچې خدای مې نه پرې نیسيخو ستا د زړه د پارهنن ترې توبه کومه() )( )( () () () () ()یوه خودا چې مې بې حده ډیرېټپې ، نظمونه ، او سندرې کړياو بله داده ګرانهچې مې د ډیرو لوړو غرونو تر شااو ډیر ډاګونه ترمینځپه ګونګه خوله خو مې د ګوتو په غږڅو شاعرانو وروڼو سره خبرې کړيخو راشه لاس ایږدمهپه ها قران چې مې په زړه کې پروت دیپرې پوخ یقین لرمهچې خدای مې نه پرې نیسيخو ستا د زړه دپارهن
غزل: سيدنجيب الله سادات
راليږونکی :سید نجیب الله ساداتد راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.comنيټه : 26-05-2008غزل د دردلمبه به مې له خولې راوځي اور به واخلې یا سر له اوسه سم قدم زما په لور به واخلی زمانې څه راته ګواښونه کوې زه پوهیږم چې ارمانونه به مې ورېبې او لور به واخلې جانانه! ته چې راته وایی خېردی صبروکړه که دې د څړیکو نڅا ولیدله تور به واخلې هغه صورت چی همیشه به تا نوم ګل ورکاوهکه اوس دی ولیده نو هسې سوی سکور به واخلې زما په شړلو به یو شې ته تر
د جلان په زړه پورې غزل
لولو دې مدام ځکه د عشق په کتابونو کې ته لکه ښکلا د غزل پټه یې لفظونو کې زور د محبت که د شوخۍ ترسرحدو یوړومرګ او ژوبله خامخا پیښیږي په جنګونو کې سترګو یې د تاند پیغلتوب داسې نښانې راوړېته وا مرغاوۍ ناستې د جګو غرو ډنډونو کې څه خو به ضرور ددې راتلو ترشاه لرو ګرانه !خلک د ثواب په خاطر لمونځ کا جوماتونو کې څرخې یې جلانه ! مړې خولې د اننګو په سرته وا ډیوې ناستې د ګلونو په کورونو کېسیدجیلاني جلان
غزل: شهاب الدين شهاب
تا خپله ښـــــــکلا وايه له چــــــانه په لاس راوړهما خوخپـــــــله مينه ستا ښکلا نه په لاس راوړهمينه کې ثواب دی خو چې نيت پکې صفا ويداســـــې يوه فـــتوا مې له ملا نه په لاس راوړهزه د حــــق وينا ګـــــورئ تر داره پـــــورې يوړمدغه يوه سزا مې له رښتيــــا نه په لاس راوړهګرځمه نن ټـــــــوله ورځ بازار په بــــيه اخـــــلم دا زړه سيـــــکه مې له پاچـــا نه په لاس راوړهزړه ته به يې تېره کړمه ستا له لوري راغــــلهښکلې يوه وږمه مې له هوا نه په لاس راوړهن
مساپره ( بلېنډه بدرۍ )
راليږونکی :ډیوه اریوبۍد راليږونکي پته :dewa_aryobay@yahoo.comنيټه : 23-05-2008د اریوب د پاڼې درنو چلوونکو وروڼو سلام دا د بدرۍ یو نظم دی هیله ده چې په همدې د اریوب په پاڼه کې خپور شي نه چې کومه بله پاڼه کې مننه ( مساپره ) هغه ورځ به ایله راشېمساپره لیونیهمنم رابشې تر کليغریبي به دې پرییښياو خاني به ټوله راوړېچې د کلي په ها بر اړخي راواوړېسترګې پټې ، او یوه لویه ساه به واخلېڅو شیبې به پلونه تم کړېمنم یاد به دې ها وخت شيچې غری
خدايه دا يوه دوعا مې خپل در کې منظوره کــــانده
دومره څوک نه شته چې فرياد لره مې ځار ووايـي نو دا زړګى څنګه تسل کړمه چې اور مه اخـــــــله خدايه دا يوه دوعا مې خپل در کې منظوره کــــانده چـــــــې د کوم تور کافر نه هم د هعه مور مه اخله غزل مونږه په خپل ژوند کــــې بايللي دي اکسر خوشحالۍنه نـــوروز راکړې نه برات او نه اختر خــــوشحالۍ زما خو ژوند هسې د غــم ژمـــي کـــــنګل کړى دىخو ستا په ژونـــد کې دې ځليږي لکه لمر خوشحالۍ اختـــر د هغـــه مبـــارک د چا چې مـور ژوندۍ ويخداى