شعرونه
دګوشتې اتل ته !
قاسم پرزمکه پښه ووهله غر په لړزا شو ، کمر ورغړیده ګوشتې دخپل بچي غیرت ته غلي وموسلې هلته په تېښته کې له تورې ملانه لنُګ وښوېید شرم یې جوړ کړ په کوز کونړ کې یوې پېغ
ستا ترکلیزې یوه اونۍ وروسته/ دلېوال نوی شعر
نن شپه مې رګ رګ کې یو اور غځیږي لکه ستاسترګو ته چې نیغ درګورم دسندرغاړې خوږ نظر زما په سترګو خښ دی دنیم تیاره او نیم رڼا څراغ تر چتر لاندې دیوغزل له ترنم سره هوا ته وځم دهارمونیې له ستوني ستا دنیم کښو نظر ښکلا اورمه دګیتار تار مې لکه ستا موسکا &
تشه ، دلېوال نوی شعر
دروازه وټکېده ، زه مې دمور کوټې ته ورغلم چې ویې پوښتم : مورې څادر مې چیرې ... تشې کوټې په مخ څپېړه راکړه او چې کتل مې بهر بیا څه خپلوان وو دمورکۍ په فاتحه راغلي .
ستا دکرکې په شیبوکې ، دلېوال یونوی شعر
او راځه اوس درنه پوښتنه کوم کلونه وروسته دبې رنګه ژوند په دې شیبو کې بالاحصار او دزاړه ښار هاغه ستوغه لاره دشهدا دهدیرې قبرونه هغ
تودوخه / دلېوال یو نوی شعر
غم مې، لکه ماښام کې دوابوپرمخ دیوې یوازې پاتې شوې هیلۍسپین سیوری چې له څپو سره دتللې رڼا اوراروانې تیارې رنګ ته ځ
بیرغ او ډیوه
دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې دملالې لاس نه لویږي کتابونه له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه دملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې
واټ، دلېوال یونوی شعر
پر سپین ګردي ډبرین مېز باندې قهوه او خواږه څپې څپې دیو آرام ترنم او تر هندارې بهر دیوه لوی ښار ، یوه خوځنده زوږمنه کوڅه دواټ پرڅنډه یو بوډا دساړه باد څڼو ته ګوري او ګیتار غږوي منی راګډ دی سرې او ژیړې پاڼې اوري پرواټ
شمعه او شیشه ، دلېوال یونوی غزل
ستورو ته مې رازوایمه ، بام سره خبرې کړم ستاسترګې چې نه وینم ،نو جام سره خبرې کړم شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یوازې او یوازې یم شمعه اوشیشه لرم ، خیام سره خبرې کړم دی راته ستا سترګې او ستاسترګې ملامتې کړي زه چې مې دزړه له هرناکام سره خبرې کړم
ورکې سترګې
له ډیرې تندې مې ستومانه بدن څړیکې وهي او له پڼو نه مې دوینو څاڅکي کرښه کرښه دبیابان په وروستنیو شګو لیکي دمزله سندره دادی دښار پر دروازه ولاړ یم داسې څوک شته ؟ چې مې خړوب کړي، چې یویخ جام راکړي دسترګو دموسکا له چینو؟ هه ! څومره بېځایه تمه
دلېوال درې لنډ شعرونه
برزخ ستادیادونو او هېرولو ترمنځ په برزخ کې ژوند داسې دی ، لکه یوه وچه پاڼه چې له څانګې راپریوځي &
بیټ نیکه
ټک ، ټک ، ټک ستومانه غږ دبیټ نیکه دماتې شوې امسا، له سوې زمکې دلوګیوتورماران پاڅیږي لمر ،دودغړن، لکه له سرو سکروټو وتې سکه باد په خوني سترګو راغلی ، هدیره کې ګډ دی باد وږی، تږی د کوم سوي وربل وږم بوړبوکۍ ته سپاري اودیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې ، لاخړ اسمان ته په دعا پورته دي
له تانه بېرته تاته ! دلېوال یو نوی شعر
له غمه ستړی یمه ستړی یمه ستا له غمه له درده مرمه ، زخم تا راکړی وګرځم وګرځم همدلته راشم له غم او درده بېرته تاته ژاړم زما دژوند دغه غمجنه کړۍ له تاراپیل شي راوڅرخي ، &nb
بد / دلېوال یو نوی شعر
درد ، مستي او غم زما دشپې ملګري بېګاه مې تا پسې ژړل، چې مې له سترګو څاڅکي څاڅکي شراب وڅڅېدل زه (( بد)) یم څومره مې وژړل چې وپو
هاغې تللې ته سرود/ دلېوال یوه نوې مثنوي
یوه ورځ وه ،موږه دواړه په سفر باندې روان شو زه او ته غــــــــاړه په غاړه په سفر باندې روان شو یوه ورځ وه ، ما ژړلې سر مې ستا پر ولي کېښود ستا په سترګو کې چې ورک شوم داجهان مې واړه پرېښود یوه ورځ ته شاه میرمن وې ، زه یوازې ستا پاچا وم پاچانه وم ستا بندي وم، بدو سترګ
مرکه / دلېوال نوی شعر
که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې، دهغه چا هېرول ، څومره سخت دي؟ چې دې ټول عمر دهغې پښو ته دعشق ګلونه ایښي . نو به دا زړه ورته دګل په څېره وغوړیږي او په خندا به ورته ووايي: &
غزلګی ، دلېوال نوی غزل
غزلګی چې خپه کیږي ښکلي ، ښه پوهیږم څنګه پخلا شي ؟ په دې نه پوهیږم ظاهره څومره خوږې ښکاري شونډې څومره ترخه دي پکې، زه پوهیږم څه مې پوښتې چې مې زړګی څنګه دی؟ دی خو له تاسره ،زه څه پوهیږم
دغه بې غمه خلک .../ دلېوال یو نوی شعر
باد له کړکۍ سره راوڅرخید &
ډبرې
زه تر (( سنګ نوشتې )) لږ ورپورته زیږیدلی یم او خاپوړې مې د تاوخانې پر تودو ډبرو کړې دي الفبې مې د سپینې بکرې په رنګ &nbsp
(ګلغوټۍ )دعبدالغفور لېوال یو نوی شعر
ګلغوټۍ اې خلکو ! څاه ګانې مو له اوبو غواګانې مو له شیدو اوزړونه مو له پېرزو ډک اوسه ! مېچنې مو تل ګرځنده جوالونه مو په غنمو درانه او دباغو هوا مو
دعبدالغفور ليوال څلور نوي شعرونه
زما دخوبونو غلې ته! هر څوارلسم، چې سپوږمۍ پېغله شياو پلوشې یې ورو ورو ومینځې زما دزړګي تږې ، جل وهلې کړکۍ
دعبدالغفور لېوال پینځه نوي شعرونه
مزل په دغه دښته کې چې زه یم روان هومره سپېره لکه ژوند همدو
ستا له یادونو سره
ما درپه یاد کړه او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه ! چې زمایادونه درسره دي که نه؟ هغه لومړی پسرلی دښار نمجنې کوڅې او ستا پر زلفو دباران دڅاڅکو غلې نڅا زما لالهانده او حیرانه موسکا او ستا په
دابه څه وي؟
دابه څه وي ؟ چې په تیاره کې د جوړه سپینو کوترو په څېر یوه له بلې څخه تاوه شي راوڅرخیږي او په هوا کې درڼا یوه څپه جوړه کړي؟
تاریخ ملنډې وهي
((ابن سینا)) لاهم له بلخه تښتي ((خوشال)) دخپل ولس په بده بدمرغۍ خواشینی دومره غوسه دی چې دتورې تیغ یې موټي کې دوینو فوارې جوړوي دتاریخ باد د (( مارکس )) په ږیره کې پټ شوی پاڼې پاڼې (( کاپیتال)) اړوي دلته په وچ ((زرنګاربڼ)) کې څو زلمي
دباران په تمه
وږمې ! دیار دغیږې عطر له کوم لوري راوړې چې جل وهلي روح ته داسې دژوند سیوري راوړې خوب مې لیده چې دیاقوتو زرین تاج دې په سر سپینو لاسو کې داسې زړه چې لاهم ښوري راوړې زه یم ګونګی ولاړ دخدای په نوراني حضور کې ژبې ته څومره خوږه راشې دعشق توري راوړې