شعرونه
دوه شاهان
دا ستا انځور چې مې په سترګو کې دیخوب راته څنګه راشي؟زه اوس حېران دې ته يمچې ستا انځور سترګو کې وساتمهکه ستا په ياد سترګو ته خوب راولم؟ښه لېونی خو يمهچې په يوه هېواد کېد دوو شاهانوپاچاهي منمه.
د زړه حرم نه مو ايمان د خليل ځکه وځي
د چا دلاسه چې زړګی پرهر پرهر ګرځووموږ لېوني ګوره هغه خلک په سر ګرځووڅوک چې مو قدر او خاطر مدام په کاڼو وليموږه په زړو کې داسې داسې خلک اکثر ګرځوود زړه حرم نه مو ايمان د خليل ځکه وځيپکې تيارې مجسمې چې د ازر ګرځوويو مو په يوه بل مو په بل لکه قصاب خرڅويزخمي زخمي احساس په څوکه د خنجر ګرځووولې به اور د خپل وجود له تاوه نه اخلوچې په سينه کې د ښايست د اور مجمر ګرځووهيڅو پناه عمردراز مروته نه راکويلکه کوچيان تړلې کډې در په در ګرځوو.
مصريزې _ حنيف حيران
مصريزې: محمدحنيف حيرانوړاندې تر تا چې زه مين ومد ډېرو خلکو به دښمن ومبيا هم کامياب وم بريمن ومزه د سيندونو لامبوزن ومپه تا مين شوم د ويالو اوبه مې وړينه• * * * * * * * * * * * * *چې مې له غمه مړ يار نه دیپاتې مې هيڅ پرې اتبار نه دیکړی تر دې مې اظهار نه دیزما يې علم پکار نه دید اباسين چپې يې يوسه کتابونه• * * * * * * * * * * * * * خدای خبر څومره بې وفا يېچې نه پر ځان يې نه پر ما يېخدايزده د چا پر مينه پايې
غزل: الهام
سپينې دي صفا د زړه خبرې دي اوښکې خو رښتيا د زړه خبرې دي سترګې دې په سترګو کې راواچوه لولم پکې ستا د زړه خبرې دي ټولې ستا د شونډو په سر هم ناڅي هغه چې زما د زړه خبرې دي نوم دې په سجده کې يادوى نه شم پاتې په زړه لا د زړه خبرې دي ښار خو دى د ژوند له شر او شوره ډک ځکه خو صحرا د زړه خبرې دي اوس چې د الهام د غزل توري دي و يې لوله دا د زړه خبرې دي 2008-03-05
د جلان تازه غزل
څه مې پوښتې ګرانه ! پريږده پريږده څه مانا څڼېشپې مې له ورغوو نه ښويږي لکه ستا څڼې ګرمې نه دي سترګې دې چې زما سترګو ته نه ګوريپيغلې د پاخه عمر خو اړوي تر شا څڼې جار دې شم د مخ رڼه چرګۍ دې شال کې پټه کړهډکې دي له خاورو له ګردونو نه زما څڼې
غزل ( محمد حنيف حيران)
د دوست شينواري د غزل پر طرحه: محمدحنيف حيران ( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته)قاتل نه يم خو بيا هم ځمه مقتل تهمخ مې ځکه په لمر مخي يار پسې وړمله فطرته يمه ورته کاپور ګل تهد وحشت ګرداب به زغم کړي پخپل ځان کېد اُمېد کشتۍ به ورسي منزل تهد غمزو لمر دې يو څو نېزې راټيټ ويد خوشال پښې دې خوييږي نه مغل تهپه ستم او په جفا دې ښه زړه يخ کهخدای به ما هم کړي وسي درته بدل تهچې خلقت ته د خدای پاک کله حيران شمنو کاته کړم، کله يار ته کله ګل ته.
غزل ( جيلاني جلان)
ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي سيدجيلاني جلان
غزل: حميد حساس
چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله کور ته بلا زمونږه ځکه راغله بيا به د چا په خونه بم غورزويله پاسه خړه الوتکه راغله چا وويل دا بمبار له کومه کوېما وې چې پورې له اټکه راغله ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دیتر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله (احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته له هرې خوا نه لويه سپکه راغله حميد احساسمتحده عربی امارات العين
غزل ( جيلاني جلان)
نن ښه په ښکاره د ښکلا ښکار کوم تا غواړمهتاسره د ميني يو بنډار کوم ته تا غواړمه زه د خپل زړګي د شنه پټي په بريد ولاړ يمهڅار کوم ستا ګل زړګي ته لار کوم تا غواړ مه لکه د باران اوبه له بامه په راځوړند تارژوند داسې د اوښکو په مدار کوم تا غواړمه ستا په خاطر تيږې ماتوم د غره تمامه ورځتاته چې لونګ راوړمه کار کوم تا غواړمه نن مې د جلان د شنه غزل شرنګا اغوستې دهنن په تا يو خوږ هنري وار کوم تا غواړمهسيدجيلاني جلان کابل دنوا راډيو
غزل ( درمل)
د کوم چا په تورو څڼو کې اسير ديلا تړلي مې خيالونه په زنځير دي چې له زخم نه يې باسمه مړ کيږمای! دا څه کوډې دې کړې پخپل تير دي د باچا د دربار سپي راپسې غاپيچې اخيستې مې ښېرې د کوم فقير دي د رنګين کمان ګنبدې هم شوې خلاصېلا نيمګړي دې رنګونه د تصوير دي زما ژوند د يوسف خوب دی راته ګورهستا خو سترګې کتابونه دتعبير دي پسرلی دې له خپل ځان سره خندا کادلته خلق پخپل غم دي پخپل وير دي کوم ګمنام ملنګ دعا ده درته کړېسرودونه دې درمله
دخيرخوا غزل
لكه ځان لكه زړګى راباندې ګران دى په ټول كلي كې يو دى راباندې ګران دى! خداي مې زړه كې دومره مينه اچولېخپل خو څه كړې هر پردى راباندې ګران دى! خپل ګرانښت دې ته له دې نه تصور كړهستا د غېږې شين منګى راباندې ګران دى! كه ډاګونه دي، خارې دي او كه شاړېخو د خپلې زوكړې ځاي راباندې ګران دى! له غليمه پكې پور اخلم په زورهد پچير آګام تنګى راباندې ګران دى! دا چې سر په لاس كې وړم د جنګ ميدان تهشهادت غواړم مرګى راباندې ګران دى! د ماشوم په
غزل
ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــتهزما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشــــــــتهمنم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشتهخو په غرور کې دې هم سيال نشتهاسمان کې ستوري ځکه نه ښکاريچې ستا په غونډه زنه خال نشـــــتهرقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنهزموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشتهزما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشتهديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړهزما لونګۍ نشته ستا شال نــــشتهورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دېوشـــ
دفطرت غزل
لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمهچې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمهڅوک له تربور سره هم داسې نکړيخپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمهمرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړلچې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمهژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمهسم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمهاشنا همدا به دې له وسه کېدلسوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمهکه روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوهخو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمهدامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدلدرد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه.
ځاځي، اريوب،ډول، اتڼ
ځاځی ،آريوب، ډول ، اتڼ : ليوال ګوربت راتاو شيد وزرو سيوریپر هسکو غرونو خور کړي یو تور پړونی د تنور پر غاړهیوه شکرۍ له پاستو ډکه ایښېآریوب څیړۍ پر هسکه څوکهګوربت راتاو شيد وزرو سیوریپر هسکو غرونو خور کړيیو زلمی چنګ بریتونهپه شړشم غوړې څنې تر سترګو تاوې تورې تورې حلقې له هر یو ګام سره یې خرپ د ګردنۍ
درحماني شعرونه
دنګه وه په ملا باندې راماته شوهويې خندل ما باندې راماته شوهداد چينار ونه ده ټالۍ وهيمړ به شي که چا باندې راماته شوهما په محبت چې درته وکتلټوله دنيا تا باندې راماته شوه. شونډې راکه ښخه ورسره غېږههله راشه غېږې ته راوړه غېږهما ته چې راځې په کې وصال راوړهبېرته له ګلونو ْډکه وړه غېږهوخ له څومره لويه انتظاره پسستا په سينه شوله مې سړه غېږهټوله دې له ځانه سره نه وړمهغواړم رحماني درنه وړه غېږهنورو سره چل کوه دوکې کوهبس له رحماني مه سپموه
دويم واده
دوهم واده :: پروين ملالکه راته وبخښئ ټول ستوريد لمرو په شاناو اوبه راکړئ د سپوږمۍ په چينوجامې مې جوړې د حرير او شبنمشونډو ته رنګ د مرجاند سترګو تور مې وي د يو زرو شپولاس ته باهو د هالیشور د ګونګرو د جنتي سندرومخ ته رڼا د نور له غره ځينېغاړه مې جوړه د بوډۍ له ټالهد غوږ لښتۍ مې د پروين او د زهری د څوکوکه راته وبخښئ عدن ټول له غلمانو سرهتندي ته جام د کوثري پياليوبستر مې جوړ وي د فردوس د اوه رنګه وريښمتلتک د خوب او د نرمۍ له ښارهبالښ
زېری
خوږو لوستونکيو ستړي مه شئ.دا د اريو ب مجلې وېب لاګ دی، چې اوس اوس پر کرښه شو. اريوب د پکتيا ولايت يوه ښکلې او شاعرانه سيمه ده او په همدې نامه ترې درې مياشتنۍ مجله هم خپريږي ، تاسې ته به که خدای کول په نږدې راتلونکي کې اريوب مجله پر ليکه کړو. محمد حنيف حيران توتاخېلwww.tolafghan.com/paktia_pa_dag_kehanif_hairan@yahoo.com
غزل: حنيف حيران
روان چې شي دورېځو برګ اوښان په نيمه شپه کې بېلتون راته رايادشي دجانان په نيمه شپـــــــــــه کېراويښ کړمه ويده واړه ماران په نيمه شپه کـــــــېټپه چې کړمه پورته ياقربان په نيمه شپــــــــــــه کېيوه وړه ډېوه له خپل عظمته وژای نه شـــــــــــــــــــيتيارې که کړې راټولې دجهان په نيمه شپه کــــــېاوږدې اوږدې سجــــــدې دتقدس ورته شروع کړمبتان چې کله جوړ کړم دارمان په نيــــــمه شپه کېتوبې مې وايستــــــــــــلې ننـــــــګرهار دګلو ښار تهراکوز و ډک له ستورو
د درمل غزل
خيال دی، تنهايي ده، ستا باڼه او زهمخامخ په دښته کې شوو غله او زهځو دواړه د سرو ګلونو پښې مېنځومله د يوې لارې يو اوبه او زهنه لري زره خپلوي د لمر سرهښه دې وې چې :(څه يو سره ته اوزه؟)تا چې خوږولې سترګې نورو تهټوله شپه تراخه وو سره زړه او زهدومره راته زړه د نصيب نه دی سپينياره تور د مينې د هغه او زه؟!درد مو يو دی دواړه له تا پاتې يويو ځای به شو خاورې ستا د پله او زهځه درمله ځو د زهر جن ژوند نههر خوا چې غوږ تاو کړو اورو زه او زه.
څړیکه
هره ساه مې زړه نه راچارپېره شې
اور ، شپه او مساپر
لامې په ذهن کې بلیږې داسې
مورته سرود
مورې روان یمه ،دعا غواړمه