یادښت

ددې شعر توري مې هاغه وخت په خوله کې زمزمه کیدل کله چې صلیبیانو د یرغل په شروع ورځو کې زمونږ د کلي په ګوره تنګي ، بیګاني بمونه غورځولي وو زه هغه وخت لا شاعره نه وم خو دا توري مې ټول زمزمه کول د سپینې شګې په خوا کې تیریدم کوم ځای چې د امیر المجاهدین حکمتیار صیب سنګر و او دا توري مې تر ډیر وخت په زهن کې پراته وو چې بیا مې ورسته ورته د شعر بڼه ورکړه


د وطن په غرو راواوختې چورلکې
څه درانه درانه بمونه ېې راتوی کړل
زه د خپل کلي په هاغه ژۍ ولاړه
چې یو وخت دې دلته کور او ها سنګر و
که څه هم زه هاغه وخت کې پیدا نه وم
خو پوهیږمه چې تا له سره ښاماره
دې اریوب کې سترګې بوټې دي ایستلي
زه ېې وینم راته دادی صفا ښکاري
وايي دغه ( سرای) کلا د سره ښامار وه
شاهدان ېې دي پریوتي دیوالونه
هم اڼۍ آڼۍ بورجلې لکه غرونه
پکې اوس هم ریز مریز ککرۍ پاتې
پرې ښکاره ستا د تیرې تورې نښان دی
د وطن په غرو راواوختې چورلکې
څه درانه درانه بمونه ېې راتوی کړل
زه د خپل کلي په هاغه ژۍ ولاړه
چې یو وخت دې دلته کور او ها سنګر و
ته اتل ددې وطن ېې سیال دې نیشته
ته اوس هم په دعاګانو کې یادیږې
اوس دې هم درنه نامه په هره ژبه
اوس دې هم خلک د سر په سوري پالي
ته به چیرې وې خبر به وي که نه وې؟
د وطن په غرو راواوختې چورلکې
ستا پر ګران افغانستان ېې یرغل راوړ
بورې میندې او یتیمې خویندې ژاړې
کونډې ګوري څنډلي کې وتي زړونه
لار دې څاري په دعاو کې دې غواړي
حکمتیاره رارسیږه بیړه وکړه
د وطن په غرو راواوختې چورلکې
نه چې داسې ورځې راشي
چې ټيکري مو له ملالو ځینې یوسي
څڼیور درته له څڼو نه راکاږي
په ټانګونو پورې ټول ېې وي تړلي
حکمتیاره رارسیږه بیړه وکړه
نه چې ورک شي له جوماته اذانونه
هسې نه د خدای کتاب درځینې یوسي
نه چې لوټ کړي د سپیڅلو عزتونه
د وطن په غرو راواوختې چورلکې
څه درانه درانه بمونه ېې راتوی کړل
زه د خپل کلي پّه هاغه ژۍ ولاړه
چې یو وخت دې دلته کور او ها سنګر و
هم له دې ځایه دې مات د ښامار سر و
خو نن دغه بل ښامار هم راته ښکاري
چې اجل تر دغو غرونو راوستلی
بس رارسه پرې دې توره که راپورته
ستا په توره مو یقین دی میړنیه
چې له ده به هم اوه سرونه پرې کړې