شعرونه
يوه سندربوله مې په روح کې اوسي \ د انديښمن ځاځي نظم
يوه سندربوله مې په روح کې اوسي ډيرې سندرې مې زړګي ته بخښي د رنګ او نور يوه نړۍ راکوي خوږې خبرې مې زړګي ته بخښي يوه سندربوله مې په روح کې اوسي وايي له تور شپو ژوندون وباسه
روڼ څاڅکي ته ځغلنده شاعرانه نظرليکوال_خېبر/ تهران رېډيو پښتو خپرونه
روڼ څاڅکی په کوټه چمن کې د استوګن ځوان شاعر عادل اڅکزي شعري ټولګه ده چې نږدې دوه کاله وړاندې د شاعر په خپل لګښت د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده پر دغه ټولګه عادل اڅکزي دوې سريزې کښلې او له هغه وروسته د کتاب ډېره برخه غزليزه ده د غزلونو شمېر يې ۶۹ ته رسيږي ، يوه سندره او څورلس ۱۴ نظمونه هم پکښي ځای پر ځای شوي دي په روڼ څاڅکي کې هڅه شوې ده چې دسیمې روان حالات په شعري بڼه انځور شي او ورسره شاعر زيار وېستلی چې نوي ترکيبونه ،استعارې او تشبيهات وکاروي په روڼ څاڅکي کې وين
د سميرا کوچۍ نوى غزل
غزل ژوند مو واړه وخوړ د اغزو په سر اوښکې يو تېرېږو د بڼو په سر مراندې مو د زړه اخير پرې غوڅي شوې لوبې مو کولې د
د وحدت ترجمان نظم
دوحدت ترجمانښايست مينې څپو ته دي جګ غرونه سلامې ديستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې ديمـنـمـه دا مـنـمـه چـــې پـــه ډانـــګ هــم نــه بـلـيــږیپـه خـپـلـه مـيـنـه مـسـته د هيچـا نـه ، نـه ويريـږیماشوم وم رازلمی شوم ستا يادونه مې زړه نيسېخـواږه ټـول تـير وخـتـونـه مې هيڅکله نـه هـيريـږیدا سـتا ميـنې تـړون تـه غـورځنګـونـه سـلامـې ديستا مستو غورځنګونو تـه فکـرونـه سـلامـې ديد نــ
د يوې مېرمني هيله / نظم س - کوچۍ
د يوې مېرمني هيله / نظم وحشي لېوان را پسې ګرځي د مرګ زما د زنې خاله و مې نه خوري تر زړه دي ځار شم ماته مينه راکړه چې دا څلور دېواله و مې نه خوري -- تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه واخله د هر يو تخت دې هم ستا
غزل// حميده پکتيانۍ
څه و؟ توره شپه راباندې راغللهته وې چې خوله راباندې راغللهشرم ستا په وړاندې ژوندۍ پرېښودمسخته زلزله راباندې راغللهنه ځم پېښوره درنه بل لور تهخير دې که جګړه راباندې راغللهوړاندې وم خو وړاندې تللې نشومهښه شوه (بلېنډه ) راباندې راغللهتېر اختر لا سترګې وم پر لار درتهبله يوه روژه راباندې راغللهمرګ او ژوند مې دواړه د مخلوق په لاسداسې زمانه راباندې راغللهکېناستم کشتۍ کې پکتيانۍ د ژوندډوبه شو
د سميرا کوچۍ تازه غزل
شپه غوندې په شپه راته په قهر شوې چې چپ شه روح غوندې بې زړه راته په قهر شوې چې چپ شه ما خو بيان کړى يو ارمان لا پوره نه و ولې ته په څه راته په قهر شوې چې چپ شه زه د
د عادل اڅکزي غزل
له مــــــکره ډکه خواخــــــوږي نن يؤ په دوه ژړيږي لکه قــــــــاتل چي د مقتــــــــول پر جنـــــا زه ژړيږي ظاهر پرستــــــــه د باطن و نــور ته نه سي ورتلای تر څو شمعـه نه سي په سوز چي ټوله شپه ژړيږي يواځي زه نه يم وران کوره په ســـوزمن حالت کي ستا پر ناخـــــــــــوالو د زمـــــــان هره لحظه ژړيږي د ژوند پر
د سميراکوچۍ په زړه پورې نظم
څومره دې خوږ دى ښکلى نوم جانانه څومره په زړونو باندې ښه لګېږي زموږ د زړه د باغ پر هر ګلبوټي لکه سپرلى لکه اوبه لګېږي موږ تشې سترګې يو نظر مو نشته موږ ته چې کله دا احساس راکوي چې په رڼو سترګو جها
سميراکوچۍ په زړه پورې غزل
غـــــــزلته خو وايې سم را ګورې خو ادا ور سره نه ويزه به دواړې سترګې داغ کړم چې حيا ور سره نه ويزړه مې غواړي چې قران غوندې يې زړه ته را نژدې کړمڅوک چې ليک غوندې غېږي او ريا ور سره نه وينه پوهېږم لويه خدايه د چا سترګې را پسې شوېاختر راشي پر دې سيمه خو خندا ور سره نه ويدلته هر ستورى د شپې د تن له پاسه يو پرهر ويدلته هره ورځ چې لمر خېژي ړنا ور سره نه وياوس
د سميراکوچۍ دوه په زړه پورې غزلونه
غزل چې زخمونه اوريدله له اسمانه يوه شپهته ويده وي او زه ويښه وم جانانه يوه شپهپه مينه کې همدومره حيا پاله پښتنه ومنه مې ستورې په راز پوه شوه او نه ګرانه يوه شپهدا ستورې ټول پيکه وه پاس پر عرش ړنا خوره وهخداى ايستلې په قدرت وه له زمانه يوه شپهدې خپلو تړمو اوښکو ته په دې يمه حيرانهچې يې لار غلطه نه کړه تر ګرېوانه يوه شپهپه لمر پسې له کوره کوم ښاغلې چې وه تللېسر پر سر څ
د ريس احمد زي څلوريزه
د نيا ناوي ده زيور ی پښتا نه ديپښتا نه دي چي په ننګ باندي درانه ديچي بايللي نن ننګ ده حال يې ګورهخپل کا له کي د پر ديو ميلما نه دي
د پکتيا د فرهنګي ټولنې راپور
د پکتيا د فرهنګي ټولنې د کره کتنې غونډه د روان ١٣٨٨ کال دچنګاښ د مياشتې په ١٢ نيټه د سحر په فرهنګي يون کې جوړه شوه دا غونډه د قاري محمد رفيق ميران له خوا د د قران الکريم د څو آياتونو په لوستلو باندې پيل شوه په پيل کې د غونډې ګډونوالو ته د غونډې مشر استاد يار محمد پکتين او د غونډې ميلمه سيد فخرالدين هاشيمي ور وپيژندل شول او له دې نه ورسته د غونډه کره کتنې ته ځانګړې شوه چې د شاهد خان تنها غزل کره کتنې ته وړاندې شو
د سيد جيلاني جلان ښکلى نظم
لکه ماته اينه پيغلهپلار مې خان د کلي دى بيخي لويه حجره لريسره شړۍ په ولو لري ښه جګه شمله لره ښه زين کړى اس لري او ښه توره تيره لرهټول کلى يې حکم مني څومره دبدبه لريپلار مې د غرورپه نيلي سپور و ځان يې نه ليدودنګ و په خپل ځان کې مقابل انسان يې نه ليدونيغ به يې اسمان ته کتل ټيټ جهان يې نه ليدوپوره غره په ځان و خو د لوى خداى شان يې نه ليدوپاڅيدو په نه خبره
د انديښمن ځاځى نوى غزل
چــــې په وعدو دې هم جــــانــــانــــه اعتبــــار نه لرم لار د راتلــــو به دې څـــــارم چـــــې بلـــــه لار نــــه لرم کــــــار مې همدا دى چـــــې د يار د يــاد پالنـــه کوم دا چــــا ويل چـــــې زه اوزګــــاره يـــم او کـــار نه لرم د زړه د څيــــرې ګـــريــــــوانه ګنـــــډل پر تا دې يـاره د باڼـــــ
د انديښمن ځاځي غزل
غزل دا چــې مدام د خپــل ارمـــان د غـــره پر ســـر پاتې يم ځکــــه ستـــــړى د ژونـــدون لــــه دې سفـــر پــــاتې يم لکــــه انځـــــور چــــې د تکميــــل تــــر پــړاو ونه رسي داسې نيمګـــــړى د قـــدرت لــــه انځــورګر پــاتې يم نورمـــې ددغـــه زړه چــــاودون توان دى بايلــلى ياره
غزل/ حميده پکتيانۍ
راليږونکی :paktianayد راليږونکي پته :anwar465@yahoo.comنيټه : 28-04-2009 غزل:: حميده پکتيانۍله درده بيخي لرې له درمانه بيخي لرېارمان چې اوسېدلی له جهانه بيخي لرېغالبه ده پرې څومره بدرنګي غفوره خدايهدا ځينې خلک اوسي له ايمانه بيخي لرېتوبه ده داته څه وايې، چې زه وايمه داسېژوندون مې ښه تيريږي بې له تانه بيخي لرېعجبه ده په يوه کلي کې څنګ په څنګ اوسيږوبيا هم جانان له ما زه له جانانه بيــــــــخي لرېته مه وايه
غزل
غزل لار د مېنـــې کـــــــه تـــــــر داره پـــــورې لار ده چــــې تـــــر داره ده تــــر يــــاره پــــــورې لار ده د ژونــــــدون ستـــړى مزل مـــــې اى مــلګرو تــر يو ستــــړي انتـــظــاره پـــــــــورې لار ده زيږوي پـــــه هر قـــــدم کــــــې انـګـــــــــارونه ما منـــــدلې تـــــر دلــــــداره پــــــــورې لار ده په ليمــــو کې يې ښــــکاريږي انديښمــــنه چې د خــداى تر لوى درباره پــورې لار ده
غزل:: حميده پکتيانۍ
راليږونکی :paktianayد راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.comنيټه : 28-03-2009 غزل:: حميده پکتيانۍژوند لکه ډېوه بېخ کې تياره لرمبې له تا جانانه هيڅه نه لرمخير که ناقص عقله او تور سرې يمبيا هم ځانته حق د ژوندانه لرمپلی مې چې تا باندې نظر کړ خپلووايه ښکلا لرم که زړه لرم؟شکر د دستار سړي بې شمېره شولشکر درانه وروڼه پښتانه لرمراشه سترګې رنګ کړه د فطرت په رنګګوډی مې په جېب کې دی رانجه لرمژوند مې له خپل فن
شین دسمال/ حميد شجاع ځاځی
زمونږ د کلي د جومات تر څنګهد دنګو شنو ونو تر سیوري لاندېیو ښایسته زیارت دیچې کلیوال ورته ( مجي پیر) وایيزمونږ سپین ږیري وایيډیر نازولی پیر دی****: د کلي ټولې جینکۍ ورته په خپلو لاسوشنه دسمالونه ګنډياو چې په سره غرمه زیارت ته راشينو دسمالونه په جنډو پسې ښه کلک غوټه کړيبیا نو خپل سره لاسونهپورته کړي او سوال وغواړيد کلي پیغلې ديله میندو خو به خود ویریږيچې یې په زړه وي هغه سوال په خوله غوښتلی نشيزما همځولي هم قسم خورمه چ
غزل: ډاکتر حسن
راليږونکی :Dr Hassanد راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.comنيټه : 28-03-2009 غزل لکه لمرنظر مې یوسي په حجاب د پلوشو کېعجیبه پرده پوشي ده دوصال په تماشو کې زړه مې مات نه کړې جانانه ، محبت به مې سیواشيلکه خورچې دچاعکس شي دهندارې په ټوټوکې چې دتادزلمي حسن ،حق ادا شي پکې یارهبیا دې زما ځواني شي خاورې دحسرت په هدیرو کې
سپين زړه/ نورالله غازي ياره
زړه کړه تک سپينلکه د سپينواوبو روڼ ډنډوکینو زما ګرانه يارهد اسمان ستوري او سپوږمۍ به ټول راپريوځي پکېښکلي په سپينو سپينو زړو کې اوسي
غزل
ستا نوم خوږه جــانانه! او څېــــره مي نـــــه هېــــــــــريــــــــــږيلمـــانځه تـــه چـــــي درېــــــږمه قبــــله مي نه هېـــــريــــــــــــــــږي زمــا او ستــــا چي زړونه پــــه درزا په کـــــــــــومه ورځ شولد ستـــــــــرګو هغه سخــــــــــته حادثه مــــــــــــــــي نــــه هېريږي پوهېـــــــــــــــږم چي ته تـــــــــــــش زما لــــــــــــيدو ته وې راغلىناهيله چي بيا ستون شوې هغه شـــپه مي نه هـــ
مینه او دردونه
مینه او دردونه د ښکلاګانو په دونیا کی وومه جانانه زه به ستا په خوا کی وومهپه مینه مینه می کتل به درته په هغه وخت به زه هوا کی وومهکله چی لاړی رانه لری شولی بیا ده غمونو په غوغا کی وومهستا ده دیدن په طمع طمع به زه ځکه ولاړ به ستا کوڅه کی وومهتا چی انکار زما ده مینی وکه په هغه وخت زه په ژړا کی وومهبهیره بس نوره یی هیره کړه
رومال / جلان
په ســـــــــــرو تــــــارو جوړه رومـــــــــاله ! ژړوې مې ولې ؟ته دماضــــي د بـــــــــې تشبــــــــې منــــــظرې ولې راوړې؟ته ښـــــــــــــه پوهيږې چې د زغــــــــم لمن مې دوه پړکه ده د ځوانۍ مـــــــــــرګې ميني سرې خـــــاطرې ولې راوړې؟ د زړه دپاســـــــــــــــه دکميس جيب کـــــــې دې نه ګرځــوماوس له هغې اوس له مـــــــا لرې جــــــــــــــدايي تيــــره وهځکه چې اوس د چـــــــــــا له مخه خولــــــ