غزل
ليونيه ماته ټولو نه ته ګران يي
نه پوهيږم چې په څه راسره وران يي
دزړه کور کې به دې پټ ساتم دلبره
چپ شه مه وايه حالونه ډير نادان يي
زولنو دې بې بسئ مې پښې تړلي
په خزان مې دجبين باران باران يي
خير که خلک ستا دې مينې پيغور راکړي
ما ته پاک ته لکه تورئ دقران يي
خوب مې تللئ مرور دئ زما له سترګو
ستوري شمارم شنه اسمان کې کهکشان يي