ستا په زخـمي شــــــونډو د خنـــدا تصوير
دا د بې وسۍ د انتهـــــــــــــــــا تصــــــــــوير

هر کلـه چې درد لــــــــــــــه حــــــــــــده ووځي
زړه پورې مې کلک ونيسم ستـــا تصوير

خوب کې مې ليدلی د بيلتـــــــــون قيامت
خوب کې مې ليــــــــدلی د بلا تصــــــــــوير

ستـا دې وي قسم په وحــــــدانيت د خدای
بل چـا ته شـــــــــکاره نه کړې زما تصــــوير

نوره د هنــــــــــدارې مخ ته نه ورځـــــــــــــــم
هېڅکلـه هم نه ساتي د چــــــــــــــــا تصوير

روما محمدي
هلمند - لښکرګاه