دجلال خپلواک ښکلی غزل
يمه ګومـــان لاس اوګرېوان دخپل باور سره يم
دخير له منځـــــــــه چا ايستـــــلی يم دشر سره يم
ما منصوري سجدې راوړې خوحيران پاتې يم
زه نااشنـــــــــا ستا دمحراب او لـــه ممبر سره يم
زما په څــــــوکه يې دي څو رنګه بُتان جوړکړي
ګارګر څټـــــــک يمـــــه په لاس کې دازر سره يم
يار زمـا لمر دی زه تياره ښکارېږم نه ښکارېږم
ستــــــوری يم زه خوډېر نږدې ولاړ دلمر سره يم
که مې جـــلال تر خاورو لاندې شي اميــــدلرمه
زه به ژوندی يــــم څــو چې زړه کې د دلبر سره يم
جلال خپلواک ـــ خوست