غزل

د هغو زړونو چې د اوښکو يې پروا ونه کړه

شکر دى خدايه چې زخمونو يې ملتيا ونه کړه

تل يي په اوښکو بله ساتو مګر بيا هم کله

زموږ دې خواري ډېوه ګۍ چيرته ړنا ونه کړه

ما چې پلو کې ورته عجز کړې نامرادي هيلي

لاړى په شا شو هغه هيڅ خبره بيا ونه کړه

غم خو دا نه دى چې يې سر وړي، غم خو دا دى خدايه

چې چا يې چيرته څه غوښتنه د سزا ونه کړه

څومره بې عقله وم چې ما د زړه خبره وکړه

څومره بې وسه شوم چې تا پرې لږ ژړا ونه کړه

موږ تر سهاره ورته ستوري دودول په ويښه

ته ترې نه تېر شوې په دې قبر دي دعا ونه کړه