غزل

دی پکتيا دغرو بلبله وم اوس نه يم

دی اشنا د خولې بدله وم اوس نه يم

دی جانان سره جوړه سنګرته تلمه

زه په زړه ډېره شډله وم اوس نه يم

ماتوه مې په تيره تبرګي باندې

زه پخوا خوږه سنځله وم اوس نه يم

دې جانان دغاړې هاروم ځنګيد مه

زه خوښکلي مرغلره وم اوس نه يم

بې وفا شوی درقيب څنګ داختيارکړو

ستا دجګې شملې ګله وم اوس نه يم

دزرکينوسترګو تور مې ټول اوبه شول

په زيارت کې ډيوه بله وم اوس نه يم

په زړګي مې دبيلتون چينجي ګډ شوي

دجانان دزړه ګوډله وم اوس نه يم