غزل
خدايه چيري به پيدا هغه جانان کړم
چي دسوي زړه حالت ورته بيان کړم
لابه څود نفرتو دنيا کښي اوسم
چي مي ياررانه جدادي څوک دځان کړم
تر وروستۍ سلګۍ به ستامينه پالمه
زماګرانه درسره دغه پيمان کړم
ما ورکړی ورته خپل ژوند نزرانه دی
ګل ځواني به تر ګلرنګه يارقربان کړم
چي زخمونه اودردونه يې راکړي
بس هغه زماطبيب دی پرې درمان کړم
که څپو راوړ ښايست د ساحل غيږته
په وصلت به يې تنده ماته دهجران کړم
07.09.2009
- اريوب
غزل
زړه مې د چا د مستو سترګــــو جنګ ته تــږى ناست دى
يو نازنين بدلون يو شوخ غــــورځنګ ته تـږى ناست دى
زه پــــه زاريـــــو له ســــپرليـــــو ورتـــــــــه رنګ غــــــواړمه
زما ګلرنګ زمــــــــا د وينو رنګ ته تــــــــــږى ناســت دى ...
08.09.2009
- اريوب
يوه ګيله او زما وروستنى شعر / سميرا کوچۍ
څو ورځې کېږې په انټرنټ د خپرېدونکو شعرونو د تبصرو په برخه کې يو ورور دې ته زړه ښه کړى چې په ځينو شعرونو يوه ليکنه وکړي او د نوموړو شعرونو تر شا اصلي څېرې خلګو ته روښانې کړې همداسې زما د يوه شعر د تبصرو په برخه کې يې هم دا خبره ليکلې ده.
زه نه پوهېږمه دا ورور په څه ډول د دې شاعرانو اص...