يوه ګيله او زما وروستنى شعر / سميرا کوچۍ
څو ورځې کېږې په انټرنټ د خپرېدونکو شعرونو د تبصرو په برخه کې يو ورور دې ته زړه ښه کړى چې په ځينو شعرونو يوه ليکنه وکړي او د نوموړو شعرونو تر شا اصلي څېرې خلګو ته روښانې کړې همداسې زما د يوه شعر د تبصرو په برخه کې يې هم دا خبره ليکلې ده.
زه نه پوهېږمه دا ورور په څه ډول د دې شاعرانو اصلي څېرې لټولې او د خلګو په نظر کې يې په څه ډول تصويرول غواړي، د نورو شاعرانو خبره ځکه نه کوم چې نه مې يو ليدلى ده او نه هم ور سره اشنا يمه، د ځان په باب به دومره ووايم چې زما په شعرونو زما د ژوند ملګرى او د کور غړي هم نه دي خبر نو دا ورور به څنګه خبر وي چې زه څوک يم، شايد دا ورور يوه ټکي ته ګوته ونيسي او هغه دا چې مردانه احساسات په کې کارول شوي، وجه يې دا ده چې موږ په پښتو ژبه کې ډېري کمي داسې شاعرانې لرو چې په ازادو تورو يې د زړه خبرې ليکلي وي، د نورو ټولو په ستونو کې غږونه زندۍ شوي او د ايمن اداس په څېر د څو ګوليو په ګوتو د ژوند هر څه ترې قبضه شوي دي، پروين ملال د پښتو ژبې يوه منل شوې شاعره ده زه يې يو شعر دلته ليکم تاسو وګورى چې په شعر کې يې څه ډول احساسات کارول شوي
سترګې دي زما په لور کږې کړه درنه ځمه
بلې په لمبو کې ته ډيوې کړه در نه ځمه
ما د جام په ملا د تمنا لاسونه ايښي دي
ډکې راته دا تشې پيالې کړه درنه ځمه
زه د اغزو منځ کې د ګلانو امتحان اخلم
باد مې په دې سر خاورې ايرې کړه درنه ځمه
اوښکې مې د ستورود ماښام سره سلګۍ وهي
پورته مې د غم دا جنازې کړه درنه ځمه
ستا د نظر تورو ته د زړه زخمونو وخندل
پاته مې په زړه باندې نغمې کړه درنه ځمه
پرخې د ګل غوږ کې په کراره داسې وويل
شونډې دي په اوښکو زما لندې کړه در نه ځمه
يو شاعر يا شاعره په شعر کې هغه ماحول تصويروي چې ژوند په کې کوي او مطالعه يې لري، بل خوا نارينه د ښځو په نسبت د شهرت زيات ليوال دي چې ښه مثال يې همدا ورور ده چې نه غواړي يو تکړه شعر چې بايد يوه نارينه شاعر ته منسوب وي د يوې ښځي په نامه خپور کړل شي، نو دا خبره به څنګه و منو چې يو نارينه شاعر دي خپله ټوله شاعري تر يوه نا معلوم ښځينه نامه ځار کړي، فکر نه کوم چې هېڅ د عقل خاوند دي دا خبره ومني.
که له دې ليکوال ورور نه يوه پوښتنه وکړم شايدپه ځاى وي او هغه دا چې دې ښاغلي ورور د هغو مجاهدو وړونو په باب چې د ښځو بورقې يې په سر کولې او د وطن له دښمن سره په يوه ډول نه يو ډول جنګېدل هم يوه ليکنه کړې کنه؟
ما نه غوښته په دې باب څه وليکم خو د دې ليکنې اړتيا مې ځکه احساس کړه چې يو طرف غواړم خپلو شعرونو ته خاتمه ورکړم او بل طرف شايد څو نور معلوماتي ټکي د همدې ورور په ليکنه زيات شي.
په پاى کې له هغو ټولو ليکوالانو نه چې غواړي په ورته موضوع ليکنه وکړي زما هيله دا ده چې تاسو بايد له هر څه نه مخکې د هغو جنکيو د تعليم مخه ډب کړئ چې يا په بديو کې ورکړل شوي وي، يا په يوه نه يو ډول يې د ژوند حقوق غصب شوي وي او يا يې هم په مخونو تېزاب شيندل شوي وي اومه پرېږدئ چې د قلم ژبه زده کړي کنه بيا به يو بېل قيامت قايم وي چې مخه به يې په کومه ليکنه نه نيول کېږي.
زمايو وروستنى شعر
نه توره يې په کار ده نه وسله غواړي خاونده
په تشو احساساتو جنګېده غواړي خاونده
دې ډېرو نفرتونو دومره ډېر دي وېرولي
د يار تر ديد تېرېږي سترګې نه غواړي خاونده
په دې پسې به دا وي، دغه کونډه په دعا کې
و خپلې پېغلي لور ته حوصله غواړي خاونده
چې ستوري په کې نه وي او چې لمر په کې ډوب نه شي
زموږ ښاغلې داسې يوه شپه غواړي خاونده
که وار د کوچۍ راغى او له نيته دې پوښتله
يو ځل د حق د چيغې اجازه غواړي خاونده
يادونه: - ايمن اداس د پښتو ژبې هغه سندرغاړې ده چې د خپل ورور له طرفه په خپل کور کې په دې ګناه چې ولې يې سندرو ته مخه کړي د تومانچې په ګوليو وويشتل شوه او شهيده کړل شوه
سميرا کوچۍ