يم غزل نه يم
شرنګ مې شه په ليچــــو کې ، دسرو زرو بنګړی مې شه
و زانګـــــه په زړه مـــې ، دلونګـــــو تــور ځونډی مـــې شه

جام مـــــې شه غاټــــوله ، چـــې دې تږې نن د پرخـــــــــــو يم
ماته مــــې کـــړه تنــــــــده ، د ســــړو اوښکو منګی مې شه

نـــــه يم غـــــزل نه يم ، زه د مـــــــــــات زړه اسويلـــی يمـــــــه
درد مې د زړګوټي ، د سلګــــــــــو نه ډک زګيروی مې شه

پړک راته د طـــور شــــــــــــــه ، د نصيب سترګې راپرانيزه
سيند د رڼو اوښکـــــــــــــو ، کې د لعلو سو ر غمی مې شه

بڼ د سنــــدريزو طلايــي وږمـــــــــــــــــو پـــه غــــــــېږه کـــې
ګل مـــې د ګلاب شــــــــــــــه ، په زړګي سوی ببری مې شه

جـــــــــار دې شمــــــه مينې ، رحيمې د اوربل سيوری شې
پټه مې کړه غيږ کې ، د عزت ښـــــــــــکلی ټيکری مې شه