بله ډېوه
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه شاته راشم
د جګ غره کاڼی شوم چې وخوزم بيديا ته راشم
زه چې څېړل د ژوند د هرې فلسفې شروع کړم
په نتيجه کې يې ضرور د ستا ښکلا ته راشم
د څڼو رنګ چې مې شي ساز د طبعيت درو کې
د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سما ته راشم
لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي
داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تاته راشم
يون مې د غشو پر سرو تکيه په خدای جلانه!
مور مې هم مړه ده دعا چانه واخلم چا ته راشم؟
سیدجیلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.
13.09.2009
- اريوب
يم غزل نه يمشرنګ مې شه په ليچــــو کې ، دسرو زرو بنګړی مې شهو زانګـــــه په زړه مـــې ، دلونګـــــو تــور ځونډی مـــې شهجام مـــــې شه غاټــــوله ، چـــې دې تږې نن د پرخـــــــــــو يمماته مــــې کـــړه تنــــــــده ، د ســــړو اوښکو منګی مې شهنـــــه يم غـــــزل نه يم ، زه د مـــــــــــات زړه اسويلـــی يمـــــــهدرد مې د زړګوټي ، د سلګــــــــــو نه ډک زګيروی مې شهپړک راته د طـــور شـــــــــــ...
13.09.2009
- اريوب
د سحرپه فرهنګي يون کې د کره کتنې د غونډې لنډ راپور
د روان کال ١٣٨٨ د وږي د مياشتې په ١٦ نيټه د سحر د فرهنګي يون په دفتر کې د انديښمن ځاځي په غزل باندې د کره کتنې غونډه جوړه شوه د غونډې مشر احسان الله حميدي اودغونډې مشر ميلمه خوږمن ځاځى په ګوته شوي وو او د دريځ چارې يې د امان الله کنګل په غړه وې .
غونډه د قاري محمد رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو پاکو آياتونو په لوستلو سره پيل شوه او ورپسې د تيرې...