غزل
ارادې يو را ټولېږو ستا په خوا په دې تياره کې
خپلو زړو ته له دې ځايه وړو ړنا په دې تياره کې
د زخمي زړونو پالنه به په چا سپارو خاونده
دوى خو اوښکې وچې نه کړې د هېچا په دې تياره کې
ساعت کېږي له دې ډزه چې د باد څپې يې راوړې
څو نرۍ نارې خورې دي د ابا په دې تياره کې
دا په وينو ککړ پلونه که تعقيب کړى پسې ورشى
تېره شوې پر دې لار ده يوه ورا په دې تياره کې
ما دي خداى کړي ستا له مخه اوکه نه وي نو دي غبرګ مرو
ستا دي وي جانانه مه درومه جدا په دې تياره کې
ستا کوچۍ ته چې ته نه يې هر هر سيورى يو لښکر شي
را اوږده شي سل لاسونه د بلا په دې تياره کې
27.08.2009
- اريوب
د زمانې بادونه د زمزمو په اوبو مينځم مينه ناکې کيسېلکه ياسين داسې خوږې دي د عشق پاکې کيسېغرونه مو منځ کې دي خو غرونه به خدای ونړويزه کوم تاته ، ته کوه ماته ، دعا کې کيسې په لوپټې کې دې جانانه څڼې ښې پټوه د زمانې بادونه هم کوي بېباکې کيسېد ستا پر شونډو سره ګلونه کيسې سرې سکروټېزمونږ پر شونډو وينې وينې او تڼاکې کيسېستا جلان هم کله سندرو کې څه داسې وايي لکه زلمی ناوې ته وکړي ش...
30.08.2009
- اريوب
د ښکلا اينې ته مې ژوندۍ کړې که ما خپل وجدان ته مړينه ورکړهستا په خاطر مې د خپل سر قاتل ته وينه ورکړهمنې ! اوبو هم ترې تصوير ستا د ځوانۍ وغوښتهما چې چينې ته ستا په نوم هينداره سپينه ورکړهنن خو سکڼي ماښام ته ډېر خېر پېښوې ملګروجانان د سرو شونډو وعده له ماسپښينه ورکړهد کايناتو د ښکلا اينې ژباړمه اوسچې تخيل ته مې رڼا ستا له جبينه ورکړهجلانه ! دومره اسان نه دي پسرلي د څڼومونږه يې سيور...