د ښکلا اينې
ته مې ژوندۍ کړې که ما خپل وجدان ته مړينه ورکړه
ستا په خاطر مې د خپل سر قاتل ته وينه ورکړه
منې ! اوبو هم ترې تصوير ستا د ځوانۍ وغوښته
ما چې چينې ته ستا په نوم هينداره سپينه ورکړه
نن خو سکڼي ماښام ته ډېر خېر پېښوې ملګرو
جانان د سرو شونډو وعده له ماسپښينه ورکړه
د کايناتو د ښکلا اينې ژباړمه اوس
چې تخيل ته مې رڼا ستا له جبينه ورکړه
جلانه ! دومره اسان نه دي پسرلي د څڼو
مونږه يې سيوريو ته هم غېږې غېږې مينه ورکړه
سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوې دى
30.08.2009
- اريوب
غزل
ارادې يو را ټولېږو ستا په خوا په دې تياره کې
خپلو زړو ته له دې ځايه وړو ړنا په دې تياره کې
د زخمي زړونو پالنه به په چا سپارو خاونده
دوى خو اوښکې وچې نه کړې د هېچا په دې تياره کې
ساعت کېږي له دې ډزه چې د باد څپې يې راوړې
څو نرۍ نارې خورې دي د ابا په دې تياره کې...
31.08.2009
- اريوب
غزل
د ځــار په بــدله مــې ځــار ځواب کــې نه راځي
بيـــا هـــم مــــې زړه لـــتانه اجـتناب کې نه راځي
دا ســتا شوخو بــاڼو مې په زړه جوړ کړي جانانه
زخــمونه دومره ډير دي چـې حساب کې نه راځي
څــه ټــکه مــې په خوار نصيب پريوتې نه پوهيږم...