ماتې غوټۍ
ته وﻻړ وې راته ﻻر کې
ما درمنډه واخيستله
د خپل مات زړه ارمانونو مې
ځولۍ درله سپړله
چې پلو مې درله خور کړ
څنډې تشې وې له هيلو
بل څه نه و
بس
يو څو د رڼو اوښکو مړاوې پرخې مې پلو کې ځلېدلې
بل څه نه و
بس
يو څو سلګو زما د ارمانونو
د شيبو ګيلې کولې
بل څه نه و
بس
زما ماشوم زړګۍ و او يو څو ماتې غوټۍ وې
بس
يو څو ماتې غوټۍ وې...!!!
03.10.2009
- اريوب
وژني مې ګام په ګام عجب کيفيت لري دا زړونه ځکه زر پټويخوږو ليمو کې چې ګل دښت ګل دښت نظر پټويخېر دی که کېناستم د ستا د لوپټې سيوري تهواورې هم کله کله غېږو کې سپين غر پټويخوله يې په پښو کې ده په يو چړپ زر هيندارې ژويياوس د جوهرو پسرلي يو جادوګر پټويوژني مې ګام په ګام خو بيا هم مينه ناک دی جاناند سندرغاړي سل عيبونه...
03.10.2009
- اريوب
غزل سپرلي د وينو دي وتلي ده د ګل جنازهديار فراق کي دزړه وځي له ګوګل جنازهديار ښکلا ديار ځواني يي خامخا ژړويڅی څوګ يي ويني په مالت کي داوربل جنازهڅی څوګ جفا کړي ځوانيمرګ يي درنه غواړوربهڅه مو ګناه ده څی لا وځي داجل جنازهڅي توري زلفی دی که سيورۍ د ماښام وينمهده د اشنا که د ښاپېري د کاکل جنازهدزړه په وينو می ليکلي دا يو څو خبريد څه ناورين وو څی وتلي دغزل جنازه...