غزل

زړه می درزيږي په تندي باندې خولې راغلې
چې يارمې نشته په کاروان کې قافلې راغلې

دومره اسانه دقومي غورځنګ تسخير مه ګڼه
اوس مو ځلمو ته په وجدان کې ولولې راغلې

پريږده اشنا دا دپردو زاړه وراسته دودونه
زمان بدليږي دژوند نوې فلسفې راغلې

تاخو قسم خوړلی دلته به رقيب تيرنشي
دغه دی بيايي تر څپلو مخته پايڅې راغلې

ستا دښايست او سادګۍ صفت حليم ته پريږده
که ستا دمينې له شين هسکه پلوشې راغلې