د فطرت محبتونه
د خوبانو تصويرونه زړه پرهر کړي
په خپل فن باندې خو جوړ هم لوى اختر کړي
د نظمونو د قيصو الهام به اخلي
چې غزل ئې ژبه غوڅه د کوثر کړي
چې ماشوم زړګى د کاڼي کرښه کش کړي
جادوګر لفظونه ځان ورته دلبر کړي
د نظر کاسه د سترګو په غوبل کې
د خيالونو په درشل کې شور او شر کړي
چې جوهر ئې د ګلاب پاڼو کې ځاى شي
د کتاب پاڼې قلم په وينو سر کړي
د فطرت د شينکي باغ محبتونه
چې نسيم ستورى خپل زړه پکې افسر کړي
13.09.2009
- اريوب
د سحرپه فرهنګي يون کې د کره کتنې د غونډې لنډ راپور
د روان کال ١٣٨٨ د وږي د مياشتې په ١٦ نيټه د سحر د فرهنګي يون په دفتر کې د انديښمن ځاځي په غزل باندې د کره کتنې غونډه جوړه شوه د غونډې مشر احسان الله حميدي اودغونډې مشر ميلمه خوږمن ځاځى په ګوته شوي وو او د دريځ چارې يې د امان الله کنګل په غړه وې .
غونډه د قاري محمد رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو پاکو آياتونو په لوستلو سره پيل شوه او ورپسې د تيرې...
14.09.2009
- اريوب
يادګيرنه څو ورځې وړاندې مې د يوې ليکنې په لوستو سره زړه مات شوى وو نو پريکړه مې کړې وه چې نور به شعر نه ليکم خو د هغو ټولو خويندو او وروڼو نه مننه چې زه يې وهڅولم تر څو بيا هم شعر وليکم او د خپل زړه اواز پورته کړم
غزل
چې زه ستا ماشومه لور وم څومره مورې رانژدې وې...