الوتی خيال 

نور مي نو څوک قسمته ؛
په دې بد رنګ محيط کي
په زړۀ کي ځای نلري
نه مي د ذهن پر هسک
د چا يؤ ياد ځليږي
نه اوس ډېوې بلوم
د انتظار په شپه کي
نه به يې لاري څارم
په روڼ کاروان د اوښکو
نور نو هغسي نه يم
چي په زارۍ به ومه
ما کړله ځان ته خوښه
د بېلتانۀ توره شپه
ما بېل سفر راپېل کړ
زه يؤ تنها وجود يم
خوښ يم له ځانه سره
په لېونۍ شېبو کي
نور اندېښنې نه کوم
نور شوګيرې نه کوم
نه د وصال تږی يم
نه د جمال تږی يم
ظاهر پرست رنګونه
ما جلبولای نسي
ما د باطن د خوږلت
څکه په ځان وکړله
نور نو زه دلته نه يم 

٢٠٠٩/٩/٢٢
چمن