د Karim Halimi لخوا خپرې شوې لیکنې


څنګه پر مختګ ؟

څنکه پرمختګ؟زه اوس چي. ۲۰۲۲م کال دی ۸۴ کلن یم. شپږ کلن وم چي پلار په ښوونځي کي شامل کړم. خو لږ وخت وروسته په هغه کال کي مي پلار وفات سو او زما روزنه زما مور په غاړه واخیسته. هغې ته تر ما کشر بل زوی او ترما مشره لور هم پاته سول. څرنګه چي موږ په یوه لوی کور کي چي مشر یې زما نیکه و اوسېدلو نو زموږ د میاشتني خرڅ او لګښت پیسې به مي نیکه زما مور ته د هري میاشتي په سر کي ورکولې. په دې ډول زما مور خپل ټول ژوند موږ درو تنو ته وقف کړ او په ډېره مینه او زحمتونو یې لوی کړو او تر څو چي ژوندۍ وه له دې

19.02.2023 Karim Halimi

« خپله لاسه ګله لاسه »

لیکوال : طاهر اڅکزی  « خپله لاسه ګله لاسه » دا متل چي ما د خپلي دې تبصرې عنوان ټاکلی دی د پښتو متلونو په لړ کي دونه پوخ ، هراړخیز او په هر وخت او زمان کي د تطبیق وړ دی چي هیڅوک یې ردولای نه سي او لکه څنګه چي پښتو متلونه « د کاڼو کرښي » بلل سوي دي، دا متل هم « د کاڼي کرښه ده » خو دا چي کوم وخت به ویل سوی وي او چا به ویلی وي دا نو معلومه نه ده، ځکه چي د متلونو وخت او ویونکي معلوم نه دي او ریښې یې د تاریخ پخوانیو او ډېرو پخوانیو کلونو ته رسیږي. که موږ د غه فقط له څلورو لغ

17.07.2022 Karim Halimi

د طاهر اڅکزي لیکنه : یو نظر

د طاهر اڅکزي لیکنه یو نظر په افغانستان کي د طالبانو د حکومت یا لکه څنګه چي دوی وایي د اسلامي امارت د منځ ته راتګ سره یو لغت په پښتو ژبه کي ډېر استعمالیږي او عام شکل یې غوره کړی دی چي هغه د « کنګل کېدو » یا « کنګلولو » لغت دی او خبره یې د اوبو له کنګلېدو څخه د پیسو تر کنګلېدو پوري رسېدلې ده. د مثال په توګه دا تل په میډیا او خبري رسنیو کي اورو چي « امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړي دي. »  د دې اصطلاح استعمال به په انګلیسي او ځینو نورو ژبو کي صحیح وي، خو په پښتو ژبه کي د ه

13.02.2022 Karim Halimi

د طاهر اڅکزي څلوریځي

د طاهر اڅکزي څلوریځي دوه کارونه چي دنیا کي دي ډېرګران زموږ په ملک افغانستان کي دي آسان یو بیرغ بل مو قانون   اساسي   دی چي یې ګورې بیا بدل وي په یو آن   چي ملي بیرغ یې تش په نوم یادیږي اساسي قانون  یي  هم   ژر ژر بدلیږي کوم ملکونه چي په قدر ورته  ګوري هلته    دواړه   په   پېړیو  ساتل   کیږي   بدل نه سي په پېړیو د بیرغ رنګ چي ولاړ یې ولسونه   دي تر څنګ هر هیواد   په   خپل   بیرغ   پېژندل   ک

26.11.2021 Karim Halimi

د نړۍ د ټولو حکومتونو دوه ارګانه سکیولر دي د طالب امارة د استثناء کېدلو امکان نسته !

وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ژباړه : كوم خلك چې د الله له نازل كړي دستور سره سمې فيصلې ونه كړي هماغوى كافران دي.   حکومت باید چه مسلمان او سلامي  وي ؟ ، او که عادل حکومت ؟ . علماء ویلي چه : «الملک یبقی مع الکفر و لایبقی معالظلم» ژباړه : حکومت د کفر سره دوام کوي ( باقي به وي ) اما د ظلم سره دوام نکوي ( باقي نه پاتیږي)    پوښتنه دا ده چه : د حکومت په ساختار کښي  شریعت څومره رول لري، تر دې لمخه چه پوښتن

07.11.2021 Karim Halimi

طالب د ستري لوبي مهره ده ، د سیاسي جغرافیی تغیر راروان دی

  زه قطعا دا نسم منلی چه دې جغرافیی دي د جهان سیال تمدون درلودلی وي . تمدون د انسان د مغز محصول دی . تمدون د تکامل  نه منځ ته راځي  ، د تکامل لپاره اولین شئ چه دي ، هغه فکري او مغزي تکامل دی، فکري تکامل لمړۍ علامه دا ده چه : انسان ته خیالت ور پیداسي ، خیالات اقسام لري چه بعضي خیالات دي د فکر  د خلل په سبب پیداکیږي ، انسان چپ او لپ ږغوي ، او بعضي خیالات د مشکلاتو او مشقت او سختیو په سبب په مغز کي پیدا کیږي فکر چه مشلاتو ته حل نشي پیداکولی ، په لنډو لارو يي حل لټوي ، د لنډو لارو

07.11.2021 Karim Halimi

د سیاسي زعیم او قومي مشرتابه انتخاب د ملت اختیار دی ، تاته چا دا اختیار درکړی ، چه زعیم را انتخاب که ؟؟

د سیاسي زعیم او رئیس قوم انتخاب زما اختیار دی ، تاته چا دا اختیاردرکړی ، چه زعیم را انتخاب که !    دا چه تا يو څوکتابونه لوستي او د عربو تاج دي پر سر ایښی ، دا حق ځان ته ور کوې چه : زعیم او کفیل را انتخابوې ،دامنم چه عالم او بې علمه ندي مساوي ، نو دا مانا نه چه زعیم او کفیل به ته را انتخابوې ،  دا منم چه علم د خدای ذاتي صفت دی ، علم لوړ مقام دی ، هو ! دا راسره ومنه چه علم یو نسبتي قدرت دي ، هر بنده یواندازه علم لري ، او هر بنده یو اندازه جهالت اوناپوهي  لري ، خو ! یوه

03.11.2021 Karim Halimi

ډېمکراسي کفر دی ؟موږ د افغانستان لپاره افغان امارت د سرتاسري بیعت له لاري غوښتونکي یؤ

افغانان دیمکراسی نه غواړي ، دیمکراسي کفر دی .  موږ د حضرت ابو بکر د عصر بیعت او انتخابات غواړو ، او هر افغان ته د نصیحت او بیان حق غواړو ، دیمکراسي نه غواړو .  د مسلماني ټولني لپاره د یو مسلمان د امارت غوښتونکي یو ، هر مسلمان چه د سرتاسري بیعت نه سر پېچنه کوي ، د اسلام سره ډغري وهل دي ، څوک چه سر تاسري د بیعت او انتخاب حق له مسلمان نه اخلي ، او مطلق حاکم ته قدرت ورکوي ، دا کفر دی  ، مسلمان تنها یو مطلق حکم او خالق منلی سي بل مطلقه حاکم نشي منلی ؟ او د مسلمان نه چه څو د تبلغ او

02.11.2021 Karim Halimi

د طالب د کټ شکېدلي مزي او عسکري لواء جګه ولاړه

په جهان کښي که فضاء ده ، که د ځمکي مخ دی ، هیڅ کله د جنګ نه نسي پاکېدلی ، خامخا به په فضاء كښي د ټکر تصافات پېښېږي یعني صعقه برقي  ، او پر مخ د مځکي  چه دوې څنګ پر څنګ ټولني دي  ، هم جنګ سته او هم ویني بهېدل سته ، هغه ټولنه چه ویني بهوي او سره خوري هغو ته حیوانان وايي ، او هغه ټولنه چه یوازي ویني بهوي  اما غوښي ئې نه خوري ، هغو ته انسانان وایي ، دواړه ټولني په ذات  سره شریک دي ، ولي ؟ چه له عیني کیماوي عنصرونو نه جوړ سوي دي ، په ذات شریک اما دوه لوی فرقونه او تفاوت سره لري ، یو داچه انسانان ا

28.10.2021 Karim Halimi

دا امارة اسلامي له کومه سو ؟؟ د مدینې سردار خو امارة د یو قوم حق بللي !

کله چه رسول الله وفات سو ، انصار راټول سوي وه چه مشر و ټاکي ، کله چه ابکرصدیق خبر سوه ، نو انصارو وغونډي ته ځان ور ورساوه ، څه لفظي شور ماشور پېښ سو ، انصار پر سعد بن عبادة باندي راټول سوي وه ، یعني انصارو غوښتل چه سعد بن عبادة د امارة مشر تعین کړي ، دا د سقیفې د ورځي حکایت اوږد  دی ، زه به خبره رالنډه کړم ، رابه سم زما و اصلي خبري ته . ابو بکر صدیق  رضی الله عنه ولي رايي وګټلې  ؟ یو دا خبره وه چه ابوکر صدیق ستر انسان و ، د داسي اوصاف څښتن و چه سیال ئې نه درلودی ، یو ستر صفت ئې دا و چ

26.10.2021 Karim Halimi

دا مشروعیت بیا څشي دی !! او څه ته ویل کیږي

د طالب له راتلو سره دا د مشروعیت خبره بیا په افغانستان کي پورته کښته کیږي ، طالب له جهان او ملت نه مشروعیت او رسمیت غوښتنه کوي ، او دا غوښتنه ئې نه منل کیږي . رابسم چه دامشروعیت څشي دی ،د  مشروعیت اوریدل داسي اواز کوي لکه شریعت ، ممکن له شرعی نه اخستل سوی وي ، خو مشروعیت له له شریعت سره هیڅ رابطه نه لري ، مشروعیت او رسمیت یو سیاسي اصطلاح ده ، هو كله چه حکومت مشروعیت ترلاسه کي ، نو دا مانا چه نوموړي حکومت قانوني سو ، که یو حکومت له سیاسي ابزار رونو په واسطه مشروعیت تر لاسه نکړي پس قانو

23.10.2021 Karim Halimi

حضرت شعیب لورګانو، او د حضرت موسی مېرمني کارکولی او ام المومنین نقاشي کوله

د شرم خبره ده ، چه کفار و یو مسلمان امیر ته په نیکي کولو امر کوي  ،  او له منکر کړني نه ئې منع کوي  ( اې مسلمانه ښه کوه بد مکوه )  پنځه زره کاله پخوا کسب او کار په عام ډول زراعت او مالداري وه  د حضرت شعیب  علیه السلام لورګانو د مالدارۍ کار  کولی  ، او دغه د مالدارۍ په کار کښي حضرت موسیٰ ع  پر پېښ سوی و، چه واده ئې ورسره وشو   حضرت خدیجه کبرا رضی الله عنھا د رسول الله لمړنۍ مېرمن وه ، چه تجارت پېشه ښځه وه ، چه حضرت محمد بن عبدالله  يې کاریګر و ، چه په پای کښي د واده کول

22.10.2021 Karim Halimi

غیر متوازنه ټولنه

ښه زراعت ، ښه صناعت ، ښه تجارت ، پوره  تولید برق ، پوره خوراکي ټوکي ، پوره دوا او دارو ، خو بالاخره چه ریشتیا سي هیڅ نه لرو.    څه چه لرو  هغه استقلال  او بل د دین علماء کرام لرو   الهي خلقت : یو متوازین کیفیت لري ، سترګي د مخ سره یو تناسب لري ، لاسونه د بدن سره یو تناسب لري ، د لاس ګوتي د خپړي سره ،داکیفیت يه ټول خلقت کښي لیدل کیږي  او انسانان چه کوم صنعتي تولیدات کوي نو توازون او تناسب له نظر نه دی غورځولی ، دغه هندسي شکل او توازون او تناسب  دی چه هر شي ته ښا

19.10.2021 Karim Halimi

هر خدمت او معاملې ته اجل «مسمی» فرض دی بغیر له درو (ملكيت فكري ، مادي ملك شرعي ملکیت او نکاح

هره ملي ، تجارتي ، بین المللي د  وثیقې  او معاهدې   لپاره ضرب الاجل ( "مسمی" ) فرض عین دی !! او  تمدید تذکر  هم ضرور دی !!!  کله چه د لیک دود ډیر کم و ، په هغه وخت کښي  ، رب العزت و خپل رسول ته ښوونه په وحی سره وکړه چه د معاهداتو او معاملاتو له پاره لیکل وکړی ( أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ) ژباړه : اى مؤمنانو، كله چې دكومې ټاكلې نېټې له پاره تاسې په خپلو مينځو كښې دپور دراكړې وركړې معامله كوئ، نو هغه وليكئ . 

16.10.2021 Karim Halimi

زه تعجب کوم: نظامنامه یا دستور ندی اعلان سوی اود مشروعیت ادعالری.

تاسو تر دا نن پوري  نظامنامه او یا دستور ندی  اعلان کړې  او له جهان نه مشروعیت غوښتنه لرې ، په غالب ګمان چه سیاسي بې سوادي ( عرفي جهل ) در سره مل وی  ټول علوم  مثلاً  (کیمیا ، ریاضي ، هندسه ، جیالوجي او فیزیک )خپله ژبه لري شریعت او فقهه هم خيله ژبه او  مصطلحات  لري ، دغه سبب دی ، که څوک ځني اظهارت په هغه مسلک او فن کي وکړي چه پکښي وارد نه وي  ، لکه جنرال صاحب چه په شریعی مسائلو کی خبري کوي  ، مونږ ټول په وپوهېږو  چه جنرال صاحب د علم دین نه ښه پوره لیری دی ، ولي ؟  چه جنرال صاح

14.10.2021 Karim Halimi

په ټولنه کي چه نوی بشري نظام یا مفکوره را مینځ ته کیږي ، سپېځلي قران ته اړتیا نه لري ځکه چه قران د حق څښتن وینا وه

قرآن د ټولني د سیاسي جوړښت له پاره ندی نازل سوی  د مسلمانانو په ټولنو کښي ستر سیاسي او متدین  او متقي شاهان او آمرین تېر سویدي (صلاح الدين الايوبي ، عمر بن عبدالعزیز ، سلطان محمود غزنوي …..) خو د ټولني د سیاسي جوړښت له پاره ئې له قران نه استفاده نده اخیستې ، په سبب د دې کله  چه : خير خلق الله  محمد عبدالله رسول الله  د مدینې منورې ټولنه جوړول نو دستور مدینه ئې ولیکلی ، دستور مدینه او بل نوم ئې میثاق مدینه ، میثاق مدینه د انسان کلام دی   او د مدینې د ټولني خلک پر سپېڅلي کلا

13.10.2021 Karim Halimi

د خوف او رجاء په متقارن نقش كښي مسلمان موفق وي ، تنها په خوف کښي ناکام دی

د مځکي پر مخ ډېر انسانان اوسیږي او ټول د خالق مخلوق دي او اکثریت خلګ د خالق نه په ډار کښي ندي ، ژوند په اومېد مخته وړي او ډېر بیا ژوند په خوف کښي تېروي او هیځ اومید نه لري ، او له تریخ ژوند سره لاس او ګرېوان دي  ، او سته لږ فیصدي خلګ چه : د ژوند په هره برخه او رابطه کي د خوف او رجاء تر مینځ ژوند تېروي چه : ژوند يې خوښ او له سعادت نه ډک دی ، دا خبره لازم ده چه دا درک کړو چه په مادي شیانو کښی د سعادت رسولو قدرت نسته نسته ، او نه په ماده کښی د شقاوت او بدبختۍ رسولو قدرت سته البته دا جهان درې حصې

10.10.2021 Karim Halimi

پټي لوبي

پــټــي لوبـــــي یو تحلیلي نظر لیکونکی : طاهر اڅکزی دا مضمون په ۷ دقیقو کي لوستل کېدای سي   د نړۍ له تاریخ او جغرافیې څخه ښکاري چي کوچني هیوادونه تل د لویو او په تېره بیا د سترو هیوادونو د لوبو میدانونه دي او ستر هیوادونه کوشش کوي د دې لوبو ګټندوی وي، په دې پسې نه ګرځي چي دغو خوارو کوچنیو هیوادونو ته څه پېښیږي. که خبره را لنډه کړو نو له دغو کوچنیو هیوادونو څخه یو افغانستان دی چي پخوا هم د سترو هیوادونو د لوبو میدان و او اوس هم دی. خو پخوانۍ لوب

07.10.2021 Karim Halimi

ایا واقعاً موسیقي حرامه ده ،؟

ایا واقعاًموسیقي حرامه ده ،؟  که څوک د خوښیو او ښادیو پر ساز د حرام والي فتوی ورکړي ، مفتي پر خداي تور تړي ?   ایا واقعاً موسیقي حرامه ده ؟ ولي نن مطلق حرامه شوه !!   لهو الحدیث او تعریف یی : د مفسرینو مقصود له لهو الحدیث نه،   د لهو الحدیث د آیة شان نزول .   قال الله سبحانه وتعالى، بسم تعالی :   (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُو

02.10.2021 Karim Halimi

اخلاق ، دستور او قانون

د اخلاقو، دستور او قانون مفاهیم د مسئلی د څیړلوپه درشل کی باید د جامعی کلتوراو اجتماعی رواجونه او مناسبات په نظرکی ونیول سی. د تاریخ په مختلیفو دورو کی دهری جامعی کلتور او رواجونه تغیرمومی او تکامل کوی او کله کله اجتماعی روابط و یو داسی لور ته درومی چی د دینی اوامرو او ارزښتنو سره په تضاد کی واقع کیږی. پداسی مواردو کی کلتوری مناسبات د جوامعواو ټولنو د روشنفکرانو او منورینو  اشخاصوپه تدبیر او لارښونه د اسلام ددین د پیشوا حضرت محمد ص د ارشاداتو سره مطابق تهذیب کړل سی. د بیلګی په

30.09.2021 Karim Halimi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more