د طالب له راتلو سره دا د مشروعیت خبره بیا په افغانستان کي پورته کښته کیږي ، طالب له جهان او ملت نه مشروعیت او رسمیت غوښتنه کوي ، او دا غوښتنه ئې نه منل کیږي .

رابسم چه دامشروعیت څشي دی ،د  مشروعیت اوریدل داسي اواز کوي لکه شریعت ، ممکن له شرعی نه اخستل سوی وي ، خو مشروعیت له له شریعت سره هیڅ رابطه نه لري ، مشروعیت او رسمیت یو سیاسي اصطلاح ده ، هو كله چه حکومت مشروعیت ترلاسه کي ، نو دا مانا چه نوموړي حکومت قانوني سو ، که یو حکومت له سیاسي ابزار رونو په واسطه مشروعیت تر لاسه نکړي پس قانوني حکومت او امارت  نه بلل کیږي 

کله چه حکومت قانوني سوی نوي ، هیڅ حکم ئې قابل د منلو نه دي ، ښه مثال ئې داسي دی لکه بیله جواز سیر نه چه څوک موټر چلوي ، البته کفر نه کوي   أخروي  کناه نده پر بنا ، اما د نړۍ عرف دا دی چه سر غړونه ده لقانون نه ، قاچاق کول په یوم القیامه جزاء نه لري اما په دې نړۍ کښي قاچاق کول د قانون نه سرعړونه ده ، او قانوني حکومت ته حق سته چه قاچاقبر ونیسئ او جزاء ورکړي 

هر نوی سیاسي نظام چه منځ ته راځي لازمه ده چه : مشروعیت پیداکړي ، د انبیاؤ نظام ته په کتلو سره به ووایم چه :هر نبي د نبوت مشروعیت تر لاسه  کولی ، د نبي  د مشروعیت  ابزار معجزه ده ، کوم نبي چه معجزه نه لري نو دا نبي هیڅ کله حق نبي ندي بلکي کاذب دی 

کوم حکومت چه د سیاسي ابزار له لاري مشروعیت حاصل نه کړي ، د دې حکومت مثال د يو قاچاقبر دی ، او یا د «مسيلمة الكذاب» چه په تاریخ کښي لمړنۍ اشتهادي حمله پر مسیلمه الکذاب وسوله 

چه راسو د مشروعیت ابزارته : مشروعیت دوه  ډوله ابزاره لري 

که له یوه ابزار له لاري مشروعیت ترلاسه سي ،په نن عصر کښي بیا هم رسمیت نسي ترلاسه کولی ، لمړی ابزار مشروط دي په دوهم سیاسي ابزار باندي 

یو ملي ابزار دی ( لویه جرګه او یا انتخابات ) او بل بین المللی سیاسي ابزار دي چه دا سیاسي ابزار  په ملل متحد پور اړه لري 

کله چه حضرت محمد رسول الله په ابدي خوب ویده سو ، نو  د دفن نه مخکی مخکي اول کار د ابو بکر صدیق دا و چه:  د  قانوني قدرت نه درلودلو  خلا پېښه نسي ، او ل ئې انتخابات وکړل ، ابو بکر صدیق و حکومت دارۍ ته ځان انتخاب کړي له مهاجر لخوانه،  او د انصارو لخوا سعد بن عبادة انتخاب سو 

کله چه بیعت او رایی وکتل سولې نو ابوبکر صدیق رایی ګټلي وې 

انتخابات هم دوه شکله دي یو هغه انتخابات دي چه تنها يو سړی مخ ته دریږي او رايی اخلی ، دا انتخابات مشروعیت نه پیدا کوي ، 

ازاد انتخابات هغه انتخاباتو ته ویل کییږي چه متعدد خلګ انتخابباتو ته راووځي او یو نفر رایي وګټي ، پس ګټونکی د کمیسیون له خوا کټونکي اعلان سي 

دا نده فرض چه که چا ملي مشروعیت تر لاسه کړي نو خامخابه جهاني مشروعیت  به حتماً لاسه کوي ، که احیانا د منتخب  سړي  لاسونه ککړ وي په مختلف نوعه جورم باندي نو ممکن ده چه ملل متحده مشروعیت ور نه کړي 

نو ټ : دا نده ضرور چه حکومت به شاهي وي یا مشروطه ، مطلقه شاهي . انګلستان شاهي مطلقه دولت او حکومت دي ، خو ملت او بین الملل ته قانوني حکومت دی ، ولي چه انساني ارزښتونو ته په درنه سترګه کوړي او انساني ارزښتونه تر پښو نه لاندي کوي