زه قطعا دا نسم منلی چه دې جغرافیی دي د جهان سیال تمدون درلودلی وي .

تمدون د انسان د مغز محصول دی . تمدون د تکامل  نه منځ ته راځي  ، د تکامل لپاره اولین شئ چه دي ، هغه فکري او مغزي تکامل دی، فکري تکامل لمړۍ علامه دا ده چه : انسان ته خیالت ور پیداسي ، خیالات اقسام لري چه بعضي خیالات دي د فکر  د خلل په سبب پیداکیږي ، انسان چپ او لپ ږغوي ، او بعضي خیالات د مشکلاتو او مشقت او سختیو په سبب په مغز کي پیدا کیږي فکر چه مشلاتو ته حل نشي پیداکولی ، په لنډو لارو يي حل لټوي ، د لنډو لارو خیالات په سر کښي ناروا او مضر خیالات دي ، یو مثال ئې ځان وژنه ده يا فدايي  

او بل یو ډول خیالات دي چه : د بل فرد او اجنسیو او تبلغ  د خبرو او  ليكنو د لاري  مغز ته داخلیږي او ځای نیسي ، داسي خیالات همېشه په  هغو مغزنو کښي ځای نیسي کوم چه ځیرک ګړندی چست او چالاک ، تکړه وي په عیني وخت خالی الذهنه وي  

او بل هغه خیالات دي چه د سالم  فکر څخه بیله کوم تشویق نه پیداکیږي ، او په فطرت کښي ئې مغز داسي پېچ او تاب لري چه د دغه پېچ او تاب جانبي تأثیر دا وي چه په فکر کښي ئې عاطفه زېږي  ، رحم او شفقت او هڅه ئې دا وي چه ځانته او انسانانو ته د سهولت او خوښیو لارو  و مومي ، دغه خلګ دي چه چاته اخلاقي وحی وسي او منتخب سي ، او چاته د فزیک او ریاضي د پوهي الهام وسي ، علمی  الهامونه اقسام  لري ،دا لهامونه بعضي وخت د یو سبب له لاري وي ، او بعضي وخت بېله کوم سبب نه ، هدایت کونکی رب دی ، هدایت هغه کښته درجه ده چه انسان ئې همیشه په ښه شانه سره نسي درک کولی ، او له هدایت نه غلط درک وکړي ، وحی هغه هدایت دي چه د علم او ذکاوت سره اړه نلري او هر نوعه خطا نه په امان ده ، 

زه چه تاریخ ته ګورم په افغانستان کښي چه کوم د سالم فکر څښتن زیږېدلی او هدایت ئې درک کړی خپلي مور له غېږي غور ځولی د بلاغت او فصاحت له وجهي .  

او بعضي وخت  بیا هغه له غېږي غورځولي دخارج نه بیرته راغلي او یا را استولي ، د خپل  لنډ محاله ګټي و ساتلو ته  او یا ئی اوږد محاله ګټي ته . 

ستر میرویس نیکه سعودي ته ولاړي ، چه راغلی ، خپل وطن ئې د ګورګین خیلو پاک کړي ،  ستر احمدشاه بابا له ایران نه راغلی ، او ملک ئې  بیا د اشرفیان نه ازاد کړي ستره بازي ئې مخته بوتله هند ئې د افغان تر ګونډو لاندي کړی ، او یو پر ګونډو سوي ځپل سوي هند د انګلیس لاس ور ولوېدلی ، د افغان له برکته . 

هند چه په پوره ډول د انګلستان لاس ته ولوېدلی ، او دغه وخت ئې مخ بر افغان راوګر ځولی ، او افغان په ځپلو ئې پیل وکړي ، او ورور جنګي لوبه ئې شروع کړه تر هغو چه افغان ئې ښه خوار او زار کړی ، نو د احمدشاه بابا لمسی ئي د روسي ترکستان نه راواستولی ، او قدرت چوکۍ ئې کښېنولی ، وړونه ئې سخت جنګولي او تباه او باد ته ورکړي وه ، د عبدالرحمن خان په راوستول ئې خاوري ته هم لاره خلاسه کړه ، د روس او انګلیس د ستر لوبي great game په نقشه سوي پلان له مخي يې په افغانستان پر زړه کرښه راکش کړه ، او او کوښښ ئې داهم ؤ پاچاهۍ مقام راټټ کړي امارت او امیر   ومقام ته 

دا چه ستر احمدشاه بابا د انګستان سره معادل مقام دلاسه کړی د اعلحضرت (majesty) دا د انګستان لپاره د منلو نه ؤ ، 

دغه سبب ؤ چه انګلیس همېشه کوښښ کړی چه په افغانستان  کښي د پاچاهۍ او د اعلحضرت له القاب له منځه یوسي  ، او هڅه ئې کوله چه په افغانستان کي امارت حاکم کړي ، اعلحضرت خطاب او عنوان له منځه ورک کړي او د اعلحضرت په عوض کښي امارة او امیریت منځ ته راوړي ، 

 داوه لنډه کتنه او بلخصوص great game وعصرته 

نن هم بیا تاریخي جبر دی بل نوی great game د چین او امریکا تر منځ روان دی ، او بیا افغانستان ته امارة او امیر هیبة الله را څرکند سو ، له پنجاب له مدرسو نه  داسي څرک وینم چه بیا یوار دي جغرافیی ته لوی تغیر راروان دی .د خپل بایللي خاوری خپل کېدل  نه وینم ، ممکن دا د راپاته خاوري يوه حصه دلاس ووځي  

که افغان بیا بیده پاته سي نو بیا به نیم وطن بایلوي