په دې ورځو کې د ټولشموله اصطلاح د خارجي او داخلي محافلو ، کړيو او مېډيا په مخ ډېره اورېدل کيږي . هر څوک ځنې بېل بېل تعريف او مقصد وړاندې او افاده کوي .
دا اصطلاح د افغانستان د اشغال په وخت د طالبانو او امريکا د مذاکراتو د درشل او د دوحې د تړون د امضا په نتيجه کې را پيدا شوه او د سياسيونو ، تحليلګرانو او مېډيا ډګر ته راووتله .
د دوحې د تړون په يوه ماده کې د اشغالکرو د وتلو نه وروسته د يوه ټولشموله نظام د جوړېدو د پاره توصیه او تاکيد وشو ، چې د امريکايانو هدف ترې په افغانستان کې په هغه وخت کې د کابل د ادارې په تشکيل او يا د هغې نه بهر تش په نامه اپوزيسيون او د ااا تر منځ د يوه داسې سيستم جوړول وو ، چې ټول جهتونه يعنی د اشغالګرو اجنټان به هم په کې شامل وي .
ددې سيستم ،نظام او يا ادارې د جوړېدو د پاره به بين الافغاني مذاکرات پيل کيږي او د اشغال نه وروسته مرحله به مديريت کوي تر څو د جنګ د دوام مخنيوی وشي او د افغانستان اوږدې تراژيدي ته د پای ټکی کيښودل شي .
همداسې وشول مذاکرات شروع شول ، خو د اشغال په مصنوعي هوا ، پيسو ، اسلحو او کاذبو منصبونو مست او ليوني شوي اجنټانو د خپل پوشالي قدرت ، قاروني ثروت ، شيطاني شهرت او شهوت د د ساتلو او بقا د پاره دا مذاکرات قصداا او عمداا د خنډونو ، بانو ، دسيسو او توطئو په جوړولو د ځڼډ او ناکامۍ سره مواجه کړل . دوی ته د وطن او اولس د برخليک او د هغوی د عذاب مصيبت ختمول مهم نه وو ، بلکې د خپلو سرمايو ، عياشيو او بېبندوباريو تضميني کېدل او بقا يې هدف و . نو همدا د ټولشموله سندره به د هر يوه د خولې نه راوتله ، حال داچې هر يو يې د ځانځانۍ په مرض اخته وو .

په هغه وخت او حالت کې چې د وينو سيلابونه روان وو او هره ورځ په سوو افغانان تلف کېدل ، د ټولشموله حکومت خبره کول د جنګ د ختمیدو او قتلعام د مخنيوي د پاره يوه هيله بښونکې طرحه بلل کېدله ، سره ددې چې د عملي کیدو چانس يې نه و، ځکه د حق او باطل ، روا او ناروا ، ازادۍ او غلامۍ ، عدالت او بې عدالتۍ ، فساد او تقوا او د ديني -ملي ارزښتونو سره د خيانت او تعهد ترمنځ يووالی او جوړ جاړی د اور او اوبو د يوځای والي په شان ناممکن دئ او ديوه وجود د بل عدم دئ .
بيا هم تلاش کېدلو چې د اشغالګرو د اجنټانو په منځ کې به ښايي داسې څوک پيداشي چې نور به په خپلو تېرو جرمي او خيانتي اعمالو پښېمانه او په دې حقيقت به يې سر خلاص شوئ وي ، چې اشغال د خپل مرګ اخري سلګۍ وهي ،د اولس سره غدر او جفا نوره بقا نه لري او د اشغال د ختمېدو سره د دوی د ناولي قدرت ټغر هم په ټولېدو دئ . نو بهتره ده چې د لجاجت او حماقت په ځای د عقل نه کار واخلي او د افغان اولس غوښتنو ته چې د استقلال حاصلول او د شر اوفساد ريښې وتل دي لبيک ووائي . په دې کار سره به د يوه لوري نه د افغانانو د وينو توئيدلو مخه ونيول شي او د بل لوري نه به د سالمې او اولس ته د منلو واکدارۍ په لور قدم کېښودل شي . خو لکه څه شان مو چې وليدل ، هغسې ونه شول او د پرديو په اخور تړل شوي اجنټان تر اخره دشر او شرارت د دوام د پاره هلې ځلې کولې چې بالاخره د اشغالګرو د وتلو نه مخکې داسې وتښتېدل چې حتا د پايزارونو د پښو کولو موقع يې هم پيدا نه کړه .

د کابل اداره سقوط شوه او طالبانو جبراا د ملک اداره د چور ،چپاول او بې نظمۍ د مخنيوي دپاره په لاس کې ونيوله او په برق اساس توګه يې امنيت برقرار کړ او د خلکو د ځان ،مال او ناموس حفاظت يې په ډير اعلی شکل سره تاءمين کړ .
د اشغالګرو او اجنټانو عجولانه تېښته يو پلان شوئ کار او بله دسيسه وه .دوی غوښتل چې د امنيتي پرسونل په نشتوالي کې به هرج مرج جوړ شي ، چور او تالان به صورت ونيسي او د خلکو عزتونه به د دوی د جنايتکارانو له لوري پايمال شي او داسې فاجعه به منځته راشي ، چې طالبان به يې د کنترول نه عاجز وي او دوی به جهان او خپلو خلکو ته وښيي ، چې ووينئ !موږ به هميشه ويل چې زموږ نظامي او سياسي حضور په افغانستان کې د نظم او ګډوډۍ مخنيوی و ، اوس چې را ووتلو ، افغانستان د داسې بد حالت سره مخامخ شو .
خو د الله پاک په لورينه ، د افغان اولس په ملاتړ او د ااا په مدبرانه اقداماتو د اشغالګرو او د هغوی د اجنټانو وروستی دسيسه هم ناکامه او نه يوازې په احسنه وجهه د خلکو عزت ، مال او د سر ساتنه تضمين شوه ، بلکې د ااا په واک را تللو سره اشغال ختم ، خپلواکي حاصله او د شر-فساد رېښې د بېخه و ايستل شوې .

د ااا دې اعجازامیزه اقداماتو دونيا حيرانه کړه او د دوی ټولې وړاندوينې يې غلطی ثابتې کړې ، چې اشغالګرانو او اجنټانو ته يې د نظامي ماتې په څنګ کې په سياسي ډګر کې دوهمه ناکامي ور په برخه کړه . همغه غلامان چې شل کاله يې پرې سرمايه ګذاري کړې وه د اشغالګرو نه مخکې تيت او پرک شول او د تېښتې لارې يې ونيولې .
د افغان اولس او د هغوی د اصيلو زامنو طالبانو کرامو دا برياليتوب د امريکايي اشغالګرو او مؤتليفينو د پاره قابل د هضم او منلو نه و ، نو د خپل شرمناکه تاريخي ماتې د پټولو د پاره يې په تبليغاتي ډګر کې همغه د ټولشموله خبره را پورته کړه او د افغانستان د نوي اولسي زعامت سره د عناد له کبله يې دا بانه جوړه کړه ، چې ګواکي د ااا د افغانستان د ټولو خلکو نماينده نه دئ ، بلکې د يوه تحريک واکداري ده ، نو بايد داسې اداره جوړه شي چې ټول په‌کې شريک وي ( خصوصاا همغه تنظيمي جنګي جنايتکاران او د قومي -مذهبي -سمتي -ژبنني تعصب په بنسټ جوړ شوي مافيايي باڼډونه ) . په همدې بانه يې سياسي او اقتصادي تحريمونه جاري کړل او د افغان اولس ارزي ذخیرې يې کنګل کړې .

دټولشموله حکومت جوړولو موضوع په هغه ټولنه کې مطرح کيږي ، چې سياسي قدرت د مختلفو قومونو ، ژبو والاوو ، مذهبي عقايدو ، سياسي اډيولوژيو او افکارو سره خصمانه او توپيري چلند کوي او په سياسي واکمنۍ کې ټولو ته مساوي حقوق او برخه نه ورکوي .
د اشغال په وخت کې دا موضوع مطرح وه او سياسي قدرت د پرديو اشغالګرو په واک کې و او قصداا ئې د قومي -ژبني- مذهبي او سمتي تعصبي او توپيري فتنو په جوړولو خپل اشغال ته دوام ور کاوه او د دوی له لوري تپل شوې اجنټه اداره دسهامي شرکت شکل درلود چې په کې را ټول شوي کفتارانو د قومونو ، ژبو او مذهب تر نامه لاندې خپله ونډه په کې تثبيت او معينوله او ديني - ملي اصول او ارزښتونه چې د واحد ، خپلواک او اسلامي افغانستان د تشکل او وجود اصلي بنيادونه وو ، د دوی د پاره اهميت نه درلود .

اشغالګرو دا کوښښ کاوه چې په افغانستان کې جنګ د اتنيکي ، ژبني او مذهبي توپيرونو، تقابل او ټکر معرفي کړي او د جنګ اصلي علت چې اشغال او پردۍ واکي وه پټه او حاشيې ته و غورځوي .
مګر د افغانستان ټول تاريخ ته په کتو د قومي -ژبني- مذهبي او سمتي تمايلاتو په بنا د ټکر ، خصومت او خشونت هېڅ سند ، ثبوت او مثال نشته چې په دې هېواد کې يې صورت نيولئ وي ، بلکې ټول تاريخي اسناد او شواهد دا ثابتوي چې ددې وطن اوسيدونکو په يوه اواز او اتحاد د يوه واحد سنګر نه د خپلې خپلواکۍ ، ديني او ملي مقدساتو د دفاع د پاره د ځاني او مالي قربانۍ په ورکولو شريکه مبارزه کړې ده او دهر متجاوز او اشغالګر هغه خيرن خيالونه چې ددې عظيم ملت اسارت او غلامي ده د خاورو سره برابر کړي او شرمنده او ناکامه يې تېښتې ته مجبور کړي دي .

بناا د ټول شموله ( کوم چې اشغالګرو او اجنټانو يې خپل امیدونه پورې تړلي وو ) غوغا او تياتر د اشغال او د شر او فساد د اجنټې ادارې د ورکېدو سره نوره ختمه شوه او د اشغالګرو او نوکرانو د تمې خلاف ،واقعي ټولشموله نظام چې د افغان اولس د غوښتنو ، عقائدو او ضرورتونو سره مطابق دئ جوړ شو چې نوم ئې د افغانستان اسلامي امارت دئ .
د همدې ( افغانستان اسلامي امارت ) د نامه نه د نظام ماهيت او محتوا او دهغه همه شموليت واضح کيږي چې ديني - ملي مبنا لري او دټولو افغانانو دئ بې له توپيره او تمايزه ، کوم چې ديني -ملي ارزښتونو او اصولو ته مؤمن او تعهد لري .
د افغانستان په اسلامي امارت کې د سياسي -علمي -اقتصادي -ټولنيز-امنيتي او ثقافتي فعاليت د پاره د هېڅ فرد ، سازمان او ډلې د پاره ممانعت او خڼډ نشته ، په دې شرط چې د ديني -ملي ارزښتونو او منافعو سره ئې فعاليت په ټکر او تضاد کې نه وي .
د ااا همه شموليت په دې کې دئ ، چې د ملت ټول افراد مساوي او بې له امتيازه حقوق لري ، د دوی په منځ کې بهتره هغه دئ چې تقوا ( ديني - سياسي -اقتصادي - ثقافتي ..‌. ) ولري .
د افغانستان په اسلامي امارت کې د هر افغان ( نر او ښځه ) ټول انساني او طبيعي حقوق ( تعليم ، تحصيل ، کار ، سفر ، تجارت ، مديريت او ....) خوندي ، محفوظ او احترام ئې واجب دئ .
په اسلامي امارت کې د هر افغان ( نر يا ښځه ) انساني کرامت د هر نوع تجاوز ( لفظي ، تحريري ، فزيکي ) نه مصؤن او نه منونکئ دئ او د هر افغان د انساني کرامت حفاظت د ااا خپل فرض ګڼي او دې فرض ته عملاا تعهد لري .

دا د الله د پاک‌ لوی نعمت دئ چې د افغانستان په مظلوم اولس ئې داسې مستقل ، اولسي، د هر نوع تعصب اوتعصبي تمايلاتو نه پاک ، اسلامي ، افغاني خدمتګار ، د فساد نه خالي او انساني نظام ولورولو چې د موږ په ټول تاريخ کې ئې مثال نشته .
ان شاءالله ددې نظام تر قيادت لاندې به دا اولس بالاخره په ټولو ستونزو بريالی ، د اجتماعي عدالت نه برخورداره او مرفه ژوند څښتن شي . په خپلو پښو به ودريږي ، د دونيا د اولسونو سره به په سياسي -علمي -معيشتي -ثقافتي -تخنيکي- او تکنالوژيکي ساحو کې سيال او د مستضعفو هېوادونو سره د مرستې او لاس ورکولو جوګه شي .

نو اې زما د دين او وطن خويندو او وروڼو !
د الله پاک په‌دې لوی نعمت شکرونه وباسئ او هريو چې ددې اولس او وطن سره صادقانه‌ مينه اود سوکالۍ ارمان او ادعا لرئ ددې طلايي فرصت او الهي نعمت نه ګټه پورته کړئ د خبرو په ځای د‌عمل ډګر ته راووزئ ، په خپلو سازنده او ابتکاري کارونو دا نظام تقويه او حمايت کړئ . د افغانستان د داخلي او خارجي دوښمنانو د نظام ضد توطئې او دسيسې او خيرن پلانونه ئې چې غواړي افغانستان بيا د پرديو د مداخلو او نيابتي رقابتونو او جګړو ميدان وګرزوي ، د نظام سره په ملاتړ او خپل فعال حضور سره شڼډې او خاورې کړئ .

نن ورځ د هر افغان د پاره د ازموينې وخت دئ ، چې خپله ديندوستي ، وطندوستي ، اولسدوستي او خپلواکي دوستي د ااا سره په همکارۍ او ملاتړ ثابته کړي او نور دا اولس د تاريخي استبدادي ( داخلي او خارجي ) حاکميتونو د ظلم ، جنايت او خيانت نه د تل د پاره خلاص کړي .
يا الله ته افغانانو ته قوت او همت ورکړې چې ددې امتحان نه‌هم لکه د اشغال او دهغی نه زیږیدلي شر-فساد سره په مبارزه کې چې بريالي شول هم کاميابه را ووزي .

#د ابادۍ او خدمت جهاد