ایا واقعاًموسیقي حرامه ده ،؟ 

که څوک د خوښیو او ښادیو پر ساز د حرام والي فتوی ورکړي ، مفتي پر خداي تور تړي ?

 

ایا واقعاً موسیقي حرامه ده ؟

ولي نن مطلق حرامه شوه !!  

لهو الحدیث او تعریف یی :

د مفسرینو مقصود له لهو الحدیث نه،  

د لهو الحدیث د آیة شان نزول .

 


قال الله سبحانه وتعالى، بسم تعالی :  

(وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌمُّهِينٌ )

ژباړه:

اوله همدې انسانانونه داسې څوك هم شته چې بابېزه خبرې پيري چې خلك د الله له ليارې په بې علمۍ سره ګمراه كړي او ددغې لارې په بلنې پورې مسخرې وكړي د دغسې خلكو لپاره سخت سپكوونكى عذاب دى. 

زه به کوښښ وکړم  چه لهو الحدث باندي په داسي حالت کي چه : قلب ، فطرت او ضمیر مي بیدار وي او پر نفسي خواهیشات  مي پښه ایښې وي  ،  یو څه ولیکم ،

چه منکري (بدي )لوبي  ، بدی څرګندي کړم ،  او ټولنیزي معروفي بازۍ او لوبي ښایسته څرګندي کړم  او منکري لوبي له معروفو لوبو نه جلا کړم .

    

ستاسو توجه و دی مسئلی ته معطوف کوم پر هر بد (منکر) حرام حکم نشي کېدلی ، بعضي بد (منکر)تنها قبیح او نامشروع (بد رنګه )  وي ، او داسي بد هم موجود دي چه حرام بلل کیږي او و مسلمان ته یي کړنه او فعل حرام دی، هر خبیث منکر دی ، اما هر منکر ندی خبیث ، اما ټول خبائث او خبیثات (ټول پلیت یا پلید ، نجس و ناپاکه )   شرعاً حرام دی ، بقول الله تعالى: {ويحل لهم الطيبات ويحرم عليهم الخبائث}.  

 


په وضاحت سره وایم چی زه یوازی د الله بنده یم ، د بل معبود بندګي او په دین کی اګاهانه  او نا اګاهانه تحریفات او بدعت نه کوم او اللهي دین په لوبو نه نیسم!! :   قال تعالى " الذين اتخذوا دينهم لهوا ولعبا "

 درنو او مکرمو  افغانانو ، او ښاغلی محتسب صاحب !  

هرهغه عالم چه موسیقي حرامه او نامشروع ګڼی پر یوه خبره باندی توافق لری چه : د لقمان د سورت  ۶م آیة د موسیقۍ په باب نازل سوې ده ، او داختلاف  نقطه پکښی موجوده  نه ده!!  

د لقمان د سورت ۶ آية اشاره او اصلی هدف داسی څرګندونه کوي «چې بابېزه خبرې پيري چې خلك د الله له ليارې په بې علمۍ سره ګمراه كړي»

په دې جمله کښي هیڅ شک نسته  حتی که دیو کافر و مخ ته ئې کښېږدې ، هغه هم له دې آیة څخه   سترګي نشي پټولی ، او نه بې پټی کړي. ځګه چه : دغه قران یو معجز کلام دي او الله « صدق الله العظيم » دی.

 داچه ټوله خبره د لَهْو پر شا او  خوا راڅرخي نو لازم ئې ګڼم چه لمړی لهو تشرح سي :

 لهو څو معاني لري :

لغوي

اصطلاحي

اصطلاح : فقهي ، شرعي  

دلته زمونږ سرو کار له شرعي او فقهي اصطلاح سره دی. په کلام الله کښي د“لهو” لغت  د استهزا (تمسخر  یا ملنډو       )په اصطلاح کارېدلی دي لکه چه فرمايي : 

" الذين اتخذوا دينهم لهوا ولعبا "

ژباړه : دا دین په ټوکو اومسخرو مه نیسی (ټوکي یا ملنډي ندي ) .

 او په لغوي معنی سره و “لهو” ته بابېزه ، ناکاره ، فالتو (بالابود بېکاره شئ ته ویل کیږی)

او څوک چه خصومتي او معترضانه مناقشه کوي ، دې مناقشې ته هم لهو خبري ویل کیږي او د دین په خبرو کښي جدال کول هم لهو خبري بلل کيږي.

 او ابن عربي بیا لهو الحدیث د الغناء په لوازمو سره ترجمه کوي ، ابن عربي مقبول ندي د علماء او احنافو په منځ کښي 

 


  د ایة شان نزول داسي دی چه : د مدینې سرار چه مجسد جوړ کړی ، نو اصحاب کرام به را تلل و لمانځه ته او د قران تلاوت بې اورېدلی او د لمانځه اداکونکی خلک په ډیر سرعت ورځ تر بله ډېرېدل او زیاتېدل. اوکفارو  اسلام ته مخ کړی ، د الله او رسول دښمنان ډېر د نااومېدۍ سره لاس او ګرېوان سوه ، نو یو تاجر  چه نضر بن حرث نومېدی ایران ته ولاړ او له هغه ځایه یی د روستم ذال او ادسفندیار او نور  نامتو خلکود نقلونو کتابوبه راوړل ، او رقاصې یې هم را وستلې   دشپې له مخی به ئې مجلسونه جوړول ، رقص ،شراب په چښلو ، د روستم ذال په نقلونو  ، حکایتو او قصونو سره به یی  بانډار پایته رساوه  نو د بانډار اشتراک کونکو خلکو ته بې وویل چه دا بانډار ښه دی او که هلته (مسجد) ته  ورسی و محمد ته چه : تنها د ثمود قصې درته کوي.

له شان نزول څخه Kaدغه مطلب افاده کیږی ، هر هغه لوبي  او بازي او هر هغه ساز او اواز چی هنرمند ددی لپاره ږغوي چه د الله مخلوق له دین او عبادت نه په راوګرځوي ، پس هو دا موسیقي حرامه ده او ږغونکی ئې د خدا او رسول دښمن . 

 

و احادیثو ته رجوع نه کوم ولي چه : په کتب الستة کښی د موسيقي لغت پیغمبر ص ندي کارولی  د مزامیر ، الغناء لغات راغلي دي 

  او بل مهمه دا ده چه رسول الله ص د موسیقۍ ، اواز خانۍ ، ملي او محلی د جشن اتڼ شکله رقصونو سره مخالفت ندی ښودلی ، د حبشې  دقوم و ملي اتڼ ته  درېدلی او تم شویدی ، او تشوقي ږغ ئی هم پر کړی   ، او بي بي  عائشه رضی الله عنها ئې شاته ولاړه وه  , او د مبارک پر اوږه ئې زنه اښېوه ، او حبشانو د اتڼ نڅا خوند واخلي 

دیادونی وړده چه  یوه ورځ (ام المومنین عائشه رض ) کورته هنرمنداني نجوني راغوښتي وې چه اواز خواني وکړي ، مبارک هم په هم دغه خونه کی (  کور ) ، تکیه  کړی وه ، مخ مبارک  بل طرف ته اړولی ؤ  ، او د اواز خوانۍ  سره یی مخالفت نه ؤ کړی ،البته د یو کاذب بیت د ویلو منع وکړه چه داسي مه وایاست ،  کله چه ابو بکر رض راغلی هغه تعجب وکړی داسي يي وویل چه :(فقال أبو بكر: أمزامير الشيطان في بيت رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ وذلك في يوم عيد، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا أبا بكر إن لكل قوم عيدا وهذا عيدنا.)       او د هنرمندانو (تُغَنِّيان)  د غزلو سره ئې مخالفت ښکاره کړي،  ، ځکه چی د ابو بکر صدیق رضی الله عنه ، فطرتاً له اواز خوانۍ سره علاقه نه درلوده ، رسول الله ص وخپل سخر ته وویل «هر قوم د خوشحالۍ ورځي لري نن زموږ اختر او د خوشحالۍ ( عید )ورځ ده  » . 

څنګه چه ابو بکر د ام المومنین عایشه پلار و ، او لور د خپل پلار په طبعت پوهېدل ،نو و جنکیو  ته ئې اشاره وکړه او ویی پوهولې   چه زما د پلا اواز خواني نه خوښیږي ، نو د بي بي عائشی رض تر اشارې ورسته نجنو غزلي ویل پرېښول . 

 


د رسول الله په عصر او ورځو کښي ، د عروسۍ او واده په مراسمو کښي د عصر د ساز او اشلي  ( محلي نڅاوي ) لپاره ډول او طبله او دریې ږغول او ولیمه کول ، يو اسلامي فرهنګ ؤ ، او رسول الله  ص هم خلګ  دې کړنو ته هڅولي وه.  

موسیقي دوه نوعه ده !! ، یو ساز او بل سروز  ساز هغه موسیقي ته ویل کیږي چه تنها د خوښیو ښادیو او اختر ......کي ږغول کیږي ، چه شرعا روا ده   او بل سروز !! دی چه ږغول ئې حرام او کفر دی : سروز هغه موسیقي ته ویل کیږي چه د تذکیه نفس لپاره ږغول کیږي لکه د هندوانو په عبادتخانه کښي .      

زما پوښتنه له محتسب صاحب نه دا ده چه ولي حلال شیان د فقها او علماء په قول حراموی،  دا  حلال او حرام خو  د رسول الله ص ترصلاحیت هم لوړه خبره ده ، ولي چه الله ج وخپل رسول ته   به د حلا ل او حرام خبر ورکوي.

محترم او مکرم محتسب صاب  حلال شئ حرامول کفر ندی  ؟؟؟؟ 

خدای او رسول مبارک ص ،  نکاح مُتعِه  د خیبر د جنګ نه مخکي نوه حرامه کړې ، عجله ئې نه کړل ، خدای او رسول ص د انسانانو حوصلې او تحمل ته کتل  ، ته هم یاید څه زغم ولرې  که غواړې چه نظام مشروعیت (زېبايی ) پیدا کړي ، پرېږده چه خلګ خوښۍ او استقلال په ساز او اواز سره ولمانځي ، ستا ګټه ده مشروع ګټه کوې (د نظام مشروعت ).   په خپل لاس د نا پوهی له وجه و ځانته د هلاکت اسباب مه جوړوه.

اول ځل دي بن لادن د هلاکت سبب سو ، اوس به دي بشري حقوق د هلاکت (ورکي) سبب سي  ژوند لنډ دی په ژوند کښي درېم چانسه نسته!!