د طاهر اڅکزي څلوریځي

دوه کارونه چي دنیا کي دي ډېرګران

زموږ په ملک افغانستان کي دي آسان

یو بیرغ بل مو قانون   اساسي   دی

چي یې ګورې بیا بدل وي په یو آن

 

چي ملي بیرغ یې تش په نوم یادیږي

اساسي قانون  یي  هم   ژر ژر بدلیږي

کوم ملکونه چي په قدر ورته  ګوري

هلته    دواړه   په   پېړیو  ساتل   کیږي

 

بدل نه سي په پېړیو د بیرغ رنګ

چي ولاړ یې ولسونه   دي تر څنګ

هر هیواد   په   خپل   بیرغ   پېژندل   کیږي

واوړي رنګ زموږ د بیرغ په تش غورځنګ

______________________________

خپل ښوونکي او د معارف مخکښان به نه هېروو:

قدوس خان نجیب

و نجیب د هر شاګرد زړه کي حبیب و

قدوس خان د بې سوادو سرطبیب و

توپخانې مکتب کي زما هم معلم و

وم نېکبخت چي دا طبیب مي په نصیب و

اختر محمد مشاق صاحب

معلم د حسن خط په خوی حسین و

نیي قلم   یې تل وړ د تحسین و

هم قاري و د قرآن هم ښه خطاط و

مشاق صاحب ډېر ستر او ډېر وزین و

انور خان ایازي

تخلص یې ایازي نوم یې انور و

په ډېوه د معارف دی منور و

د پوهني نور یې خپور کړ کندهار کي

ډېر لایق و نوم اعمال یې برابر وو

عبدالخالق رفیقي

هم عالم هم معلم او هم لوی خان و

رفیقي عبدالخالق صادق افغان و

په دفاع کي د وطن دی هم شهید سو

دا شهید یو هیواد پاله قهرمان و

جان محمد پلار

تیر وختو کي جان محمد مشهور په پلار سو

د   تنکیو  په ښوونکو کي   سردار   سو

مقدس د پلار لقب دی پښتنو   کي

دی په دې لقب څراغ د کندهار سو

معلم صاحب اکرم خان

اکرم خان د کندهار په ده خواجه کي

معلم سو د میرویس بابا   لېسه کي

ښوونځي کي معلمي د وخت پېغور و

دا پېغور یې سو انعام دې وظیفه کي

 

عبدالرشید خان مومند

و ښوونکی او مدیر میرویس لېسه کي

ګرځېدی په پاک وجدان پاکه جامه کي

رشید خان دی یو بل ستوری ځلېدونکی

کندهار د  معارف   په تاریخچه   کي

لعل محمد خان غریب

غریب نه و دی تر ټولو لوی شتمن و

سرښوونکی و مکتب کي ډېر پتمن و

ختم  نه سي د ښوونکي مال دولت

لعل محمد ځکه تر هر چا دولتمن و

طاهر اڅکزی