څنکه پرمختګ؟
زه اوس چي. ۲۰۲۲م کال دی ۸۴ کلن یم. شپږ کلن وم چي پلار په ښوونځي کي شامل کړم. خو لږ وخت وروسته په هغه کال کي مي پلار وفات سو او زما روزنه زما مور په غاړه واخیسته. هغې ته تر ما کشر بل زوی او ترما مشره لور هم پاته سول. څرنګه چي موږ په یوه لوی کور کي چي مشر یې زما نیکه و اوسېدلو نو زموږ د میاشتني خرڅ او لګښت پیسې به مي نیکه زما مور ته د هري میاشتي په سر کي ورکولې. په دې ډول زما مور خپل ټول ژوند موږ درو تنو ته وقف کړ او په ډېره مینه او زحمتونو یې لوی کړو او تر څو چي ژوندۍ وه له دې میني څخه یې محروم نه کړو. د مورد میني عوض ډېر ستر دی. په دې کي هیڅ شک نه سته چي الله تعالی ( ج ) به هغې ته د دې میني عوض ورکړی وي.
زما ښه پیادیږي چي کله کله به مي مور چادري چي له سر څخه ترپښو پوري به یې بدن په پوښلی و وکړه، زه به یې تر لاس ونیولم، د خپلوانو د کور په خوا به روانه سوه او زه به څنګ پر څنګ ور سره تلم. داسي چادرۍ په هغه وخت کي ټولو ښځو کولې او په حجاب سره د مخ پټول لا نه وو رواج سوي.
زموږ کور د بي بي حوا په کوڅه کي و او زما مور به عموما د خپلي خور لیدو ته ورتلله چي کور یې د شکارپور بازار له دروازې څخه دباندي و. دې بازار ته د کندهار خلکو ښکاپر بازار
وایه او د بي بي حوا له کوڅې څخه د ښکاپر بازار تر دروازې او زما د مور د خور تر کور پوري د پښو د تګ ښه اوږد واټن و او کله چي به هغه کورته ورسېدو نو ډېر به ستړي سوي وو.
په هغه وخت کي د کندهار ښار څلور اصلي بازارونه ( شاه بازار، ښکاپر بازار، کابل بازار، هرات بازار ) او دوه فرعي بازارونه ( برو بازار، د توپخانې بازار ) درلودل. په ښار کي موتران نه وو، فقط یوه لارۍ مي پیادیږي چي کله کله به په کابل بازار کي را ښکاره سوه او د چارسو پر خوا به چي د څلورو اصلي بازارونو مرکز و را روانه وه او چي به چارسو ته ورسېده نو ټول بازار او شاوخوا سیمي به یې په دوړو پوښلي وې. خو ماته دا لارۍ عجبه ښکارېده او چي به زموږ پر خوا را روانه وه نو زه به مي له مور څخه جلا سوم او تر هغو به ځای پر ځای ولاړ وم چي لارۍ به تېره سوه.
له هغه وخت څخه تر دې مهال پوري تقریبا ۷۸کاله تېر سوي دي. ۷۸ کاله ښه ډېره موده ده. په دې موده کي د کندهار شکل او نقشه بدله سوې ده او هغه کندهار چي بازارونه یې په متر اندازه کېدل اوس په کېلو متر اندازه کیږي. نن ورځ که زما غوندي یو څوک چي ډېر کلونه پخوا ځني را وتلی وي کندهار ته ورسي شاید وبه یې نه پیژني. وایي چي اوس په سلګونو لارۍ او نور موټران په دغه ښار کي چلیږي. د ښار هغه له دوړو ډک بازارونه او سړکونه ډامبر سوي دي. لوی لوی ودانۍ او ښکلي مارکېټونه په
کي جوړ سوي دي. هغه زړې کوڅې چي زه به مي مور تر لاس نیولی وم او دواړه به په کي روان وو هم له منځه تللي دي. لنډه دا چي د کندهار ښار اوس هغه د٧٨ کالو پخوانی ښار نه دی، زیات بدلون په کي راغلی دی...
خبره بدلون ته راغله، په دې کي شک نه سته چي مثبت بدلون د پرمختګ نښه ده، خو د یوه هیواد یا یوه ښار د خلکو پرمختګ د هغه د خلکو د ذهني او فکري پرمختګ سره هم ارتباط لري او همدا راز د نړۍ د نورو هیوادو نو او ښارونو د پرمختګ سره پرتله کیږي. دلته زه د کندهار د ښار چي اوس د افغانستان لوی ښار دی د پرمختګ خبري کوم او دا پرمختګ په تېرو ٧٨  کالو کي د نړۍ د نورو ملکونو د ښارونو د پرمختګ سره پرتله کوم.
شاید لوستونکی به دا پوښتنه وکړي چي تا خو مخکي وو یل چي کندهار اوس هغه کندهار نه دی او دونه بدلون په کي راغلی دی چي که ورسم وبه یې نه پېژنم، دا پرمختګ نه دی نو څه دی؟
دا ریشتیا ده چي زه به د ۷۸ کالو پخوانی کندهار په شکلي یا ظاهري لحاظ ونه پېژنم، خو دونه بې احسا سه هم نه یم چي بیخي یې ونه پېژنم. زه کندهار چي زما د زېږېدو او خالپوڅو ځای دی اوس هم ښه پېژندلای سم او که ورسم نو د هغه په لیدو سره به مي د خپلي شپږ کلنۍ هغه وختونه ښه راپیاد سي چي مور به مي چادري وکړه، زه به یې تر لاس ونیولم او د خور کور ته به ولاړه.
لکه چي مخکي مي وویل د کندهار ښار په شکلي لحاظ ډېر بدل سوی دی چي دا بدلون د ځینو خلکو په نظر د پرمختګ نښه ده، خو زه یې په اصلي معنی پرمختګ نه بولم ځکه چي اصلي پرمختګ دا نه دی چي یوازي د یوې سیمي، یوه ښار یا یوه هیواد ظاهري بڼه بدله سي او د خلکو په ذهني او فکري حالت کي یو څه بدلون را نه سي. همدا ذهني او فکري بدلون دی چي خلک د پرمختګ بېل بېل پړاونه وهلای سي.
موږ ګورو چي نړۍ والو په تېرو ٧٨ کالو کي د ژوند په هره برخه کي څونه زیا ت او حیرانونکي پرمختګونه کړي دي. په دې موده کي هغوی ساینس، صنعت او تخنیک ته وجوړېدل، په زرګونو زرګونو اختراع ګاني یې وکړې. هغوي کمپیوټر اختراع کړ چي په هغه سره یې د انسان دماغي طاقت او استعداد څو چنده زیات کړ. هغوی انټرنیټ او موبایل تلیفونونه جوړ کړل چي د یوه ملک او د ټولي نړۍ د خلکو ترمنځ په اړېکو کي یې آسانتیاوي را پیدا کړې. تر ټولو مهمه لا دا چي هغوی سپوږمۍ ته وختل او صحیح او سلامت بیرته ځني را کښته سول او دادی په دې وروستیو ورځو کي اورو چي هغوی مریخ ته هم سامانونه او څېړنیز وسایل استولي دي چي د دغي سیارې په باب زیات معلومات ترلاسه کړي او انسان یا انسانان ورواستوي. لنډه دا چي هغوی د خپلو تصوراتو او تیورۍ ګانو د عملي کېدو په لار کي نور هم پر مخ روان دي چي دې ته اصلي پرمختګ وایي.
خو زموږ پرمختګ یوازي شکلي یا ظاهري دی او په ذهني لحاظ ځای پر ځای ولاړ یو.
٧٨  کاله پخوا په کندهار کي که به زما مور چادري وکړه، زه به یې چي په عمر شپږ کلن وم تر لاس ونیولم او د خپلي خور کور ته به ولاړه، نن ورځ هم په دې ښار کي یوه مور د پخوانیو ٧٨ کالو په موډ برابره چادري کوي، خپل شپږ کلن زوی ترلاس نیسي، د خپلي خور یا نورو خپلوانو لیدو ته ځي.
طاهر اڅکزی