(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)
البقرة ایة ۱۸۷
که دښځې مقام،موجودیت،هستی،انسانتوب او دژوندانه امتیاز او اهمیت ته په انسانی علومو اوپه تېره بیا په اسلامی اصولو کې نظر واچول شی دومره عزت ، معنوی او مدنی حقوق چې دین مبین اسلا م ښځې ته ورکړی بل هېڅ دین نه دی ورکړی. اسلام یوازینی دین دی چې د«اقراء باسم ربک» په ویلو سره بې له توپیر ،کرکې، انحصار اوبندیزد ښځې ثبات ته بلنه ورکړه شوې چې دعلم اوپوهې ،قلم او چاپېریال ډګرته ځان چمتو کړی.داقراء مفهوم یوازې لوستل نه بلکې ډیر پراخ دی اوډیر ټولنیزه ابعاد او اړخونه لری دژوندانه په روان پېژندنې کې یی هم اهمیت زیا ت دی اقراء دانسان هلې ځلې نه محدودوی بلکې دامر په صیغه کې یې هڅوی دښځې حیاء،شخصیت، موقف، او انسانی ابعاد داسلام له دیده روښانه دی او دریځ یې هم هېڅ ډول سیالی نه منی کوم چې دحقوق بشرپه نوم له سیاسی مؤلفوڅخه راوځی.په مدنی ژوند کې دښځو حقوق ثابت دی او له هغو څخه نه حکومت ،نه نظام، نه کوم لوری او ډله سترګې پټولی شی او نه دسوء استفاد ې امکان یې شته .ښځې ديوې ټولنې او هېواد په کچه بشپره کتله ګڼل کیږی اوپه هره برخه کې د ښه مدیریت اوخدمت مصدر کېدلای شی.ښځې دښو اصلا حاتو ظرفیت هم لری او دژوندانه خلاوې پېژنی.
رسول اکرم صلى الله علیه وسلم دتعاون او سلوک څخه یادونه کوی او دغه اخلاق او نزاکت ته ګوته نیسی چې دا دکور دسپلین او مراودت ستره برخه جوړوی.
په مومنانو کې ترټولو بشپړ ایمان لرونکي انسانان هغه کسان دي چې ښه اخلاق ولري او له خپلو ښځو او بچو سره مینه اومحبت لري [ترمذي]
دا ساده خبره نه ده کله چې الله ج [لباس،لبس، ملبس] سکون،سبب او عینی ابزارګرځوی فاتبع سببا او یو دبل یی ګڼې نوفکر هوش او خواخوږی خو بیا فکری او سکونی غریزه ده باید له لباس څخه هم مستحکم دریځ ولری ځکه معنوی اړخ لری رب زموږفرمایی:هن لباس لکم وانتم لباس لهن.
«هغوي ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې یاست»اړیکی لازم اوملزوم برخې ته درومی. هغوی اوتاسې یو حساب او یو قرار دادجوړوی.
هغوی او تاسې= هن لهن
ښځه اصلا د نشواو تماشو،دډهل اوډنبک، دفسق اوفساد، دقمارخانو، او نورو غیرانسانی اعمالو وسیله نه بلکې بشپړ سکون ،ایمانداره ، باصیانته ، باعفته ، او اګاه موجودبللى شوې همدا رنګه ښځه د خپلو بچو په سمه روزنه، تعلیم او تربیه کې ځانګړى اغېز لوبوى شي او دژوندانه خواخوږې ور سره ملګرې ده.
همدارنګه بچيان هم مکلف ګرځول شوي دی تر څو د خپلو ميندو په سمه توګه خدمت،قدر او احترام وکړي په بدل کې يې رسوالله صلى عليه وسلم د رب له لوري د يو انعام ورکولو زېرى هم ورکړل شوى.
الجنة تحت اقدام الأمهات[رواه مسند الشهاب]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندې دی) قدم خوښی ، رضا په مفهوم دی یعنی دمور مراعات، امر، او خیال ساتل اړین دی. دلته هوسی او مصنوعی تګلاری ځای نه لری او نه صنعی تشریفات شته اخلاص او ښه نیت!
اسلام ښځې له تعلیمه نه بې برخې کوي؛ بلکې لاډېري یې هڅوی چي پخپله هم دینی زده کړي وکړی اونوروته یې هم وروښیی.دښځو په نوم هرڼړیوال، سیمه ایزه او نور..... هیاهو که له هره ادرس څخه دنغارو به زور سیاسی کیږی دمنلو وړ نه ده دانوره هم دکرکې او لانجې سبب ګرځی او پایله یی ماشومانه لوبه ده. ښخې شرعی حق لری او هېڅ ډول توبیر نه منی!!!
همدارنګه اسلام ښځې ته وایي چې ته د ځان یا بچو لپاره د عامه خدماتو لارې ښیې او وایی حلال رزق پیداکوه، کار او تجارت کوه او د بل لاس ته مه کېنه؛ بلکې ورته وایي چې همت وکړه، کسب او کمال زده کړه، عزتمن ژوند ځان ته برابر کړه، له خپل خاوند او بچو سره مرسته وکړه او داسې نور ځکه حضرت خدیجه (رضی الله عنها )د خپل وخت ډیره لویه سرمایه داره او متدینه سیاستواله ښځه وه؛ مګر اسلام ټولو مسلمانوته وایي چې تاسې مسلمان یاست دا هر څه باید په هغه چوکاټ کې وکړې چې الله (جل جلاله) درته ټاکلی دی؛ که نه کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یولوی غنیمت وګڼی چي ستا سې نفقه پوشاک یې په خاوند انو بیاپه اولادونو او نورو باندي فرض ګرځولې ده تر څو تاسې لکه د ملغلرو غوندې په عزت کې پاتې شې. او نارینه مکلف دی چې د کور دننه کارونه تاسې ته پرېږدي او د بهر ټولو لویو او وړو کارو ته پخپله اوږه ورکړي.دلته سیاست او کرکه نشته اسلامی عاطفه او پوهاوی دی.
ښځه له نارينه سره په لاندي ابتدایی حقوقوکې برابره ونډه او برخه لری
۱ــــ ښځه دنارينه په شان دژوند حق لري ،که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې حتما قصاص کېږي خو دتعجب وړ خبره داده چې موږ ۱۴۰۰ کاله وروسته هم نه دخپلو حقوقو او نه دښځو په حقو قو مو په بشبړه توګه سر خلاصیږی ځکه دې برخه کې هیح چا کار نه دی کړی په تیره بیا دینی عالمانو او نه هم علمی څېړنې شوې نه دغه فرهنګ پرمختګ کړی.! که موږ دانه منونو دروغ وایو.
۲ـــ هو ښځه دنارینه په څېر په ټولنه کې دکرامت، شرافت او عزت حق لري په دې هکله الله (جل جلاله) فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا. ژباړه : او یقینًا موږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، دوى مو په وچه او سمندرکي (په سورلیو) سواره كړي دي، خوندور پاكیزه شیان مو وركړي دي او دوى مو په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره ګرځولي دي.خو چا دکرامت، شرافت اوعزت خیال ساتلی حق خوې یې لا پریږده.

۳ـــ ښځه هم دنارينه په شان په روا طريقه د مال ګټلو او دهغې د مالک کېدو حق لري ، لکه په قران کریم کې چې الله پاک فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمً. ژباړه :د سړيو لپاره د خپل عمل ونډه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل ونډ ده نو له الله څخه د هغه د فضل پوښتنه كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى. له همدې وجې اسلام په ميراث کې هم ښځي ته برخه ټاکلې ده لکه چې الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا. ژباړه : د نارینه و لپاره برخه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) خپله برخه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، هغه (مال) که لږ وي او که ډیر دوی ته پکې ټاکلې برخه شته خو دلته دمیراث برخې ،ویش، نصاب، اساس او بنسټ لوی بحث دی.
۴-همدارنګه ښځه په خپل مال کې دتصرف او خرڅ کولو حق لري او کولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.
۵ـــ ښځه د تعليم حق لري خو او دتعلیم له فطرت او فرهنګ سره مناسب وي ، اسلامي اداب او اخلاق دا لاره تر پښو لاندې کوی نه د ټولنې د ترقۍ او خوشحالۍ باعث ګرځي؛ دلته اخلاقي فساد ځای نه لری. همدارنګه د ښځي عفت او ابرو ورکې خوندي وي، دزده کړې او تعليم سيستم يې مسلما شرعي وي، د تعلیم نظام اصولی دی .
۶ـــ که اړتیا پېښه شي نو ښځې هم کولای شي د کورنیو چارو او یا ټولنیزو پېښو په باره کې چاته مشوره ورکړي، لکه چې رسول الله مبارک د حدیبې پر مهال د مؤمنانو له مور حضرت ام سلمې (رضی الله عنها) سره مشوره وکړه. او حضرت شعیب (علیه السلام) هم د خپلې لورسره مشوره ومنله کله چي هغې ورته وویل: يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. خو دا پکې لازمي ده چي ښځه خو د ښځه والي په تول پوره وي.
کوم خلک چې دا ادعا لري چې اسلامي دين ښځو ته حقوق نه دي ورکړي هغوی داسلام فرهنګ اهانتوی هغوي خو يا د اسلام په هکله معلومات نه لري او يا په حقايقو سترګې پټوي یا یې ماغزه ګد وډ دی .دښځو سیاسی ، اجتماعی، اقتصادی، مدنی اوټولنیزه حقوقو ته په کتوسره منافق او مداخله ګر نشی کولای درسنیو په زور او تبلیغاتی ابزاروپه وسیله ګټه واخلی او دلاس وهنو شخړو ته یې دبن بست لارې وپلټی.