کله چه رسول الله وفات سو ، انصار راټول سوي وه چه مشر و ټاکي ، کله چه ابکرصدیق خبر سوه ، نو انصارو وغونډي ته ځان ور ورساوه ، څه لفظي شور ماشور پېښ سو ، انصار پر سعد بن عبادة باندي راټول سوي وه ، یعني انصارو غوښتل چه سعد بن عبادة د امارة مشر تعین کړي ، دا د سقیفې د ورځي حکایت اوږد  دی ، زه به خبره رالنډه کړم ، رابه سم زما و اصلي خبري ته .

ابو بکر صدیق  رضی الله عنه ولي رايي وګټلې  ؟ یو دا خبره وه چه ابوکر صدیق ستر انسان و ، د داسي اوصاف څښتن و چه سیال ئې نه درلودی ، یو ستر صفت ئې دا و چه د مبارک د مریضۍ په وخت کي د مبارک حضور ته د لمانځه امامت هم کړی و، او د سقیفې په ورځ ئې دغه حدیث وویلی  (الامارة لاتکون الا في قریش ) یعني امارة یوازي په قریشو کښي کېدای سي ، او یا امارة د قریشو دی . 

ماته دا پوښتنه را پیدا سوېده ، چه امارة ډېر قدامت لري ، بخارا امارة درلودی ، په افغانستان کي په پخوا زمانه کي امارة نوم استعمال سوی دی لکه د هوتکو امارة ، په جزیره عرب  کي   په بخارا کښي ، امیرینو او پاچهانو اماراة اعلان کړي وه ( د بخارا امارة ) ئې نومولی. 

او رسول الله صی الله علیه وسلم هم دا نوم د یو قوم حق بللی , مبارک  امارة ته د اسلام سره تړاو  ندی ورکړی  امارت یو سیاسي قدرت دی مشر تابه باید یو  قوم په لاس کښي وی ، مذهب نسي کولی چه مشرتابه  وکړي مشر تابه یا ولس  مشري د فرد حق دی ، ولس مشر ته دا حق سته چه اسلام پلي کړي 

داچه طالب غواړي   اسلامي شریعت نافذ  کړي دا خو یو منلې خبره او منلی کار دی ، اما دا خو د رسول الله له قول سره مخالفت دی ، نه د مبارک په سیرت او ګفتار کښي او نه د سلف صالحینو په تاریخ کښي اسلامي امارت وجود لري ، 

طالب جانه خدای ته مخ کړه!!!  امارة د افغان حق دی اسلامي امارة د منلو وړ ندی  او د شریعت او د علیه  السلام له سنتو سره  نامتجانسه کلام او کړنه ده لازمه ئې بولم چه دغه شرعي نظام چه چیري نافذ کیږي ، یعني په افغانستان کښي نو باید چه د افغانستان امارة اعلان سي نه چه اسلامي امارة ، که تاسو دا شرعي نظام ته اسلامي امارة نوم ور کړی ، احیاناً که په ورځ د حساب پوښتنه درنه وشوه ، چه تاسو د رسول الله فرمان ولي تحریف کړی و ، ستا جواب به څه وي ؟؟؟؟