په جهان کښي که فضاء ده ، که د ځمکي مخ دی ، هیڅ کله د جنګ نه نسي پاکېدلی ، خامخا به په فضاء كښي د ټکر تصافات پېښېږي یعني صعقه برقي  ، او پر مخ د مځکي  چه دوې څنګ پر څنګ ټولني دي  ، هم جنګ سته او هم ویني بهېدل سته ، هغه ټولنه چه ویني بهوي او سره خوري هغو ته حیوانان وايي ، او هغه ټولنه چه یوازي ویني بهوي  اما غوښي ئې نه خوري ، هغو ته انسانان وایي ، دواړه ټولني په ذات  سره شریک دي ، ولي ؟ چه له عیني کیماوي عنصرونو نه جوړ سوي دي ، په ذات شریک اما دوه لوی فرقونه او تفاوت سره لري ، یو داچه انسانان اخلاق لري ، او هر کار په اراده کوي ، او هر شي لپاره سمبولونه لري لفظي او فیزیکي، حیوانات هم سمبولونه لري خو بې اندازې لږ لري ، ښه مثال چه غاښونه درته پخ کړي او داسي د ګوتو په شمار نور ،  اما اراده نه لري , د ارادې په عوض کښي Instinct  یا غریزه لري . 

حیوان دوه لوي نواقص لري یو داچه تکامل نه لري ، بل دا چه خیر اندېشي نه لري ، نسانان د تاریخ په اوږدوکي مخ ير تکامل روان دي ، د دغه تکامل په سبب ، منطق او کړني مو ورځ په ورځ پېچلي او مغلقي کیږي ، او هر جمله مو نه چه تنها معنی لري بلکه تأویلات هم لري ، هر کله چه یو انسان خبري کوي ، که خبره په خندور شکل وکړي یوه معنی لري ، خو که عیني خبره په  غضبي طرز او اندار وګړي بیا بېله معنی او تأویل ترې اخستل کیږي . 

سمبولونه ډېر مهم دي او سیمبالیکي کړني ، نه چه مسلمان ته  مهمی دي بلکي و نا مسلمان ته هم ډېر مهم دي ، ښه مثال ئې د ابراهیم عیله السلام ذبیحه او قرباني ده  ، چه پږ موږ مسلمانانو باندي په سیمبالیک ډول واجب سوېده حال دا چه قرباني اصلاً قلبي شئ ده ، خو سمبالیک هم واجبه ده 

چه راسم دې خبري ته ، هر ملت ، ټولنه ، حزب ځان ته یو  بیرق  لري . 

عسکر / مقاتلین  هم ځان ته« لواء» (۱)لري چه بیرق نه بلل کیږي ،بلکي لواء يا رایه ، العلم   نومیږي 

زه چه هره ورځ خبرونو ته  ګورم   یو سړی تاست وي په ملکي لباس کښي غواړي   دیپلماسۍ وکړي ،  خبري د صلح او امن کوي خو وشاته ئې جنګي لواء او رایه درولې وي ، یا العجب ! که وزیر دفاع د مقاتلینو لباس په تن و دریږي او عسکري لواء ئې شاته ولاړه وي ، حق ئې دی چه جنګي سمبول ئې شاته جګ کړی وي ، ولی چه شرعاً و یو عسکر ته دا حق نسته چه د عدو الله سره دوستي وکړي ، اما د مشرتابه نماینده شرعاً دا حق لري چه له دوښمنانو سره سیاسي دوستي وکړي 

مسلمان عسکر او مقاتلینو ته  رب العزت فرمايی چه :بسم تعالی ،  يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ

په داسي حال کښي رسول الله او اصحابو کرامو په خپل کاري ځاي او بیانونو او ممبرونو هیڅ کله عسکري لواء نه  جګول ، نه شاته او نه وًمخ ته  

طالبه یو خو د لواء جګول پر مېز یا شاته ، دا د رسول الله او سلف الصالحینو سنت کار ندی ، او ته ئې کوې او دعوا د شریعت کوي دا څرنګه شریعت دی ؟؟ چه اثر ئې د سلفو په تاريخ کښي نسته . 

تر سنتو به درتیرسم ، جهان درنه ډارېږي ، ولي چه ۲۴ ساعته دي عسکري او د جنګ لواء تر شا جګه کړېده ، چه تأویل ئې ، تیار د جنګ اعلان دی 

که غواړي چه د نړۍ  له ابرقدرتو سره خبري وکړې   او د صلحي پیغامونه ور واستوي نو د سترګو توره ! ایسته  کړه جنګي لواء له ځانه ، او یو ملي بیرق مخ ته کښېږده ، او خبري کوه ، واخله دا عسکري او د جنګیالو لواء یوو ئې سه و قشلې  ته ، دا لواء  او رایه ځای قشله ده، ستا خبري يوشئ او سمبول د ي نور تأویلونه لري ،

په خبرو کښي درواغ نه واي خو اما خبري دي داسي دي لکه درواغ چه وايی ، مبارک فرمايی چه : "ولاتجسسوا ولاتحسسوا " ژباړه : تجسوس مکوی او داسي کړنه هم مکوه لکه تجسوس 

او هغه لواء چه د خیبر په جنګ کښي رسول الله صی الله علیه وسلم چنګ ته وړېوه ، البته د لواء رنګ سپین و ، خو د کلمې لیک ئې اختلافي خبره ده علماء او تاریخ دانان دانه مني چه پر سپینه لواء ئې لا اله ...  لیکلې وه  

نوټ : د  کلمو تابلوګاني او کلمې پر لیکل ، دا ایاتونه پر قماش یا نساجي لیکل دا له عیسویانو نه مو زده کړي ، دداسي کړنو اثر  د سلفو په عصر کښی نسته 

 

 ۱)كانت راية رسول الله - صلى الله عليه وسلم - سوداء ولواؤه أبيض " ومثله عند الطبراني عن بريدة ، وعند ابن عدي عن أبي هريرة وزاد " مكتوبا فيه لا إله إلا الله محمد رسول الله "